زړه پوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زړه پوهنه یا د زړه د ناروغيو پوهنه (انگريزي:Cardiology) یوه درملگريزه څانگپوهنه ده چې د زړه بې نظمۍ او ناروغۍ په کې پېژندل کېږي او د درملنې لارې چارې يې په پام کې نيول کېږي (په ځانگړې ډول د انسانانو زړه). د درملگرۍ دا ډگر د زړه مورزېږې نېمگړتياوې، د پلازي رگونو ناروغۍ، زړه نابری، د زړه ورخيزې ناروغۍ او الېکټروفېزيولوجي پېژندنه او درملنه په ځان کې نغاړي. هغه درملگران چې په دې څانگه کې زده کړې کړي وي زړه پوه يا زړه پوهان بلل کېږي. هغه درملگران چې د زړه په جراحۍ کې يې زده کړې او عملي کار کړی وي د زړه جراح زړه جراحان بلل کېږي.

څانگپوهنه

زړه پوهنه داخله درملگرۍ يوه څانگه ده. په امريکا کې د زړه پوه تر کچې رسېدو لپاره، په داخله طب کې درې کلنې کاري تجربې ته ضرورت دی او تر دې وروسته درې کاله يوازې د زړه پوهنې په ډگر کې زده کړې ترلاسه کول او کاري تجربې ته اړتيا ده. تر دې وړاندې په زړه پوهنه کې نورې څېرمه څانگپوهنې دي چې څوک کولی شي په کې زده کړې وکړي او څانگپوه وپېژندل شي. په امريکا کې د زړه پوهنې نورې پېژندل شوې څېرمه څانگپوهنې په دې ډول دي:

د زړه اېلېکټروفېزيولوجي
دا د زړه د برېښنيکي ځانتياو او د زړه د ښيوني ناروغيو زده کړه ده.
اېکوکارډیوگرافي
د الټراساونډ په کارولو د زړه د تخنيکي کړنو/فيزيک د پېژندلو زده کړه ده.
مېنځگړيزه زړه پوهنه
د کاتيترونو په کارولو سره د زړه د اسکېميکو ناروغيو د درملنې زده کړه ده.
هستوي زړه پوهنه
د هستوي درملگرۍ په کارولو سره د راډيواکټيفو ايسوټوپونو د جذب په مرسته د زړه د ښکاره کېدنې زده کړه ده.