زيړانى
مومند د مومند بابا اولاده ده چې دډيورنډ دکرښې لرې خواته په “ يکه غونډ” کې ښخ دئ. ددې قوم د نسب سلسله د ځينو نورو پښتنو قبيلو په شان قيس عبدالرشيد ته رسيږي. دقيس درې ځامن ووسړبن، غورغښت او بيټنې (بيټ نيکه). دسړبن ځوې شيربن يا شيرخبون دئ او دهغه ځوې کند دئ. د کند ځوې خشى يا خوکي او د هغه ځوې غُرى يا ابراهيم دئ. دغُري څلور ځامن وو چې زيړانى، څمکنى، دولت يار او خليل نوميدل چې اولادونه يې د غُرياخيل په نامه ياديږي. مومند او دهغه ورور داوود ددولت يار ځامن دي.
د غُرياخيلو څلور کورنۍ (زيړانى، څمکنى، دولت يار او خليل) د ١٤ عيسوي پيړۍ په منځ کې د "قندهار" د "خواجه عِمران" د غرونو د جنوب ختيځي برخې د “ خوره مرغا” له سيمې نه لومړې دغزنى شاوخوا د ترنگ رود غاړې ته کډه کړې او وروسته بيا ننگرهار ته راغلى او د جلال آباد او لالپورې تر منځه سيمه کې يې اړولي او بيا يې په پنځلسمه پيړۍ کې د پيښور شاوخوا سيمې ديوسفزو په مرسته د "دلازاکو" نه نيولي او هلته ميشته شويدي.
مِيرک (Merk) د مومندو په نامه خپل مشهور کتاب کې چې لومړې ځل د ١٩٠٠ م کال شاوخواکې خپور شوې ليکې چې دمومندو قوم د ترکزو، حليمزو، بايزو او خويزو دڅلورو اصلي قبيلو او دويزيو، اتمانزيو او ککوزيو اړونده قبيلو نه جوړشوې دئ. ددوې څنگ ته دتاترې په لمنو کې مُلا گوري او دباجوړ لورې ته صافي پراته دي. ارواښاد ميراجان سيال چې پخپله هم مومند ؤ، دمومند بابا په نامه خپل کتاب کې ليکې چې ددوې سيمه د ترکزو، حليمزو، اوتمانزو، دويزو، بايزو او خويزو په شپږو برخو يا زو ويشل شويده. دمومندو په نورو قبيلو کې کوډاخيل، خوګاخيل، موسى خيل، عيسى خيل، قاسم خيل او اتمر خيل شامل دي.
مومند د ډيورنډ دکرښې دواړو خواوو ته اوسيږي. د مومندو سيمه په ختيځ او شمال کې د سوات او امبار د سيندونو، په لويديز کې د افغانستان د کنړ، او په جنوب کې د کابل د سيند تر منځ پرته ده.
دډيورنډ دکرښې نه لرې (کوزې) خواته مومند په دوو برخو ويشل شوي :
کوز مومند يا د سمې (هوارې) مومند چې د پيښور د ولسوالۍ (ضلعې) جنوب لويديز ته، د خټکو لويديزى او د افريدو ختيځې سيمې کې د کوټلې محسن خان، بهادر کلي، کږې ولې او لنډئي په هوارو او آبادو کلو کې اوسيدل. که څه هم دا مومند د "دوآبه" يا دوو سيندونو ترمنخ حاصلخيزو ځمکو کې ميشت دي، خو دوې اکثره دوه کوره دي او داوړي په گرمو مياشتو کې دلته نه پاتې کيږي. بر (پاس) مو مند يا د غره مومند چې د کابل او سوات دسيندونو ترمنځ غرنيو سيمو کې اوسيږي. ددې آزادو مومندو سيمه په ختيځ کې د “جمرود” ته نژدې سيمې نه نيولې تر” ابازيو قلا” او بيا “ اتمان خيلو” پورې ، په شمال کې د “ باجوړ” او په “ لويديز” کې د “ کنړ” او په جنوب کې د “ شينوارو” او “ افريدو” سيمې سره نښتې ده. د مومندو ټوله سيمه د احمدشاه بابا له وخته د افغانستان خاوره گڼل کيده. کله چې په ١٨٨٠ کال کې بريتانيې عبدالرحمن خان، زړه نازړه او سختې بدگمانۍ سره د کابل د امير په توگه وپيژانده، هغه وخت د افغانانو او انگريزانو روابط د دو جگړو، ځاني او مالي تاوان، بدخواهۍ او بې اعتمادۍ له امله ډير خراب وو. روسيې په منځنۍ ايشيا کې د خپل نفوذ ساحه پراخوله تر څو ځان افغانستان ته ورسوي او دروسيې او بريتانوي امپراتوريو ترمنځ وروستنې "علمي سرحد" scientific border وټاکي (١).
نوې امير تر يوې اندازې پورې ددغو دوو رقيبو امپراتوريو زيږنده وو، او د بريتانيې او روسيې دواړو په خوښه د قدرت پر گدۍ ناست وو. روسيې ورته اجازه ورکړه چې دافغانستان په شمال کې خپل نفوذ تامين کړي او لارد لايتن (Lord Lytton) دخپل "وړاندې تگ" د پاليسۍ په خلاف وغوښتل چې خپلې قواوې دافغانستان د جنوب ختيځ نه ، چې په متزلزله او بې ثباته حالت کې وې، بيرته ستنې کړي، او دهرات او قندهار نه پرته ټول افغانستان ورته په واک کې پريږدي(٢). خو دروسيې او بريتانيې په ضمانت يو آزاده افغانستان د انگريزانو په گټه نه وو. ليپل گريفين (Lepel Griffin)، په افغانستان کې د انگريزانو لوړ پوړي سياسې مامور د امير عبدالرحمن خان سره په خبرو بوخت وو ، او دهمدې خبرو په ترڅ کې د انگريزانو په سياست کې بدلون راغى. په لومړي سر کې انگريزانو پلان درلود چې افغانستان ورته د بې قيدوشرطه قلمرو په توگه تسليم شي، او بيا يې وړانديز وکړ چې دباندنيو قواوو سره دې د افغانستان روابط انگريزان اداره او کنترول کړي. ليپل گريفين په خپل ليک کې امير عبدالرحمن خان ته اطمينان ورکړ چې بريتانيا نه غواړي دافغانستان په کورنيو چارو کې مداخله وکړي خو په کابل کې دبريتانيا د حکومت ديوه مسلمان استازي اوسيدل به غوره وگڼي(٣).
کله چې په ١٨٩٣ کال کې دډيورنډ کرښه دبريتانوي هند په مستقيم او تزاري روسيې په غير مستقيم فشار په امير عبدالرحمن خان باندې تحميل شوه، امير ددغه لوزنامې تطبيق د مومندو، باشگل او خيبر په برخه کې ونه مانه. امير د مومندو په برخه کې وويل چې ټول مومند دافغانستان برخه ده. خو د امير له مړينې وروسته د مومندو سيمه دوه برخې وگڼل شوه، هغه برخه چې د کوز مومند په نامه ياديږي او تر پيښور پورې رسيږي، دبريتانوي هند دنفوذ ساحه وگڼل شوه او بر مومند دپخوا په شان د افغانستان شو.
امير عبدالرحمن خان ټينگار کاوه چې د مومندو ټوله سيمه د افغانستان برخه ده. هغه دډيورنډ د لوزنامې د امضا کولو نه وروسته هنري ماتمر ډيورنډ ته په يوې مرکې کې وويل چې "زه په باجوړ کې مداخله نه کوم، خو د مومندو ټوله سيمه زما ده". په هغه وخت کې د بريتانوي هند حکومت فکر وکړ چې امير يا خو په رښتيا تړون پورې په ضميمه شوې نقشې نه پوهيږي، او يا هم داسې څرگندوي چې گواکې نه پرې پوهيږي(٤). وروسته کله چې په ١٨٩٥ م کال کې د ليکې د نښه کولو کميسيون د"ناوې کوتل" يا پيچومي ته ورسيد، نو د افغاني هيئت مشر ورته وويل چې ليکه به داسې ويستل کيږي چه ټول مومند به د افغانانو په سيمه کې راځي. څرنگه چې انگريزانو ته دا خبره د منلو وړ نه وه، نو د کميسيون کار هم د بنديز سره مخامخ شو(٥) "
امير عبدالرحمن خان ددې دپاره چې ټول مومند د خپلې قبضې لاندې وساتي ، ددوې په ملک کې يې ان تر پيښوره پورې دسړک دجوړولو امر وکړ. ده شايد غوښتل چې د خيبر په مقابل کې چې د گندمک په تړون سره د بريتانوي هند حکومت ته په لاس ورغلې ؤ، له دغه سړک نه کار واخيستل شي. د سړک په جوړولو باندې په بيړه کار پيل شو، خو په کال ١٩٠١ کې دهغه په مړينې سره ترېنه لاس واخيستل شو (٦).Fazel