زين العابدين پردېس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زين العابدين پردېس

زين العابدين ( پرد ېس ) د حاجي سعدالدين ( خوږياڼي ) ځوى په ( ۱۳۰۷) لمريز كال كې د د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د ماڼو د كمانګرو د كلي په يوه روحاني كورنۍ كې وزېږېد او په ( ۱۳۱۵ ) كال كې له خپلې كورنۍ سره د كندز ولايت چاردرې ته راغى، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې د دغې ولسوالۍ د جميعت لېسه كې بشپړې كړې او ثانوي زده كړې يې د كرهنې برخه كې بغلان ولايت كې چې هغه مهال د قطغن مركز و سر ته ورسولې او دېرش كاله يې بيا په نوموړې څانګه كې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې دندې ترسره كړې.

نوموړي له شعر او ادب سره بې كچې مينه درلوده او د خپل ژوند بهير كې يې په سلهاو ملي رياليستيكي او ولسي شعرونه وويل، له بده مرغه د دغه شعرونو ډېره برخه د وخت د طوفانونو په څپو كې لاهو شوه، خو له نېكه مرغه د ده كورنۍ په دې وتوانېده چې د ارواښاد پردېس ځينې خواره واره اشعار راټول او د چاپ په ګاڼه سينګار كړي. د پردېس لومړنۍ شعري ټولګه ( ولسي هېنداره ) په كال ۱۳۸۹ كې د ۳۴۲ پاڼو په لرلو سره خپره شوه او بله شعري ټولګه يې د ( ولسي هېندارې دويم ټوک ) تر نامه لاندې په (۱۳۹۰ ) کال کې چاپ شوه .

د پردېس صيب ټوله شاعري پر ولسي واقيعتونو باندې ولاړه شاعري ده او د ده په کلام کې رياليزم يا واقيعت ګرايي له ورايه برېـښي، هر کله چې يې کومې ولسي نادودې او د وخت د چارواکو ناروا کړنې د خپلو خلکو پر وړانـدې ليدلي او يا اوريدلي دي نو پر وړاندې يې درېدلى دى او له دغـه حالاتو نه يې نور اولس د شعر په ژبه خبر کړى دى چې څو وارې د همداسې صفا وينا او انتقادي شعرونو له امله د زمان او مکان چارواکو او زورورو لخوا نه بندي او وګواښل شو خو هغه له خپل ملي هوډ نه په څنګ نه شو.

زين العابدين پردېس د هغه مهال يو له لومړنيو شاعرانو څخه وو چې د خپل ادبي بانډار له نورو ملګرو سره يې په ډېرو شمالي ولايتونو کې لکه : کندز، بغلان ، سمنګان، بدخـشان او ځيـنو نورو سـيمو کې د يو ادبې بهير بڼسټ کېښود، موږ همدا او دده نور ملګري لکه: مرحوم سيد عبدالقيوم (عسکر)، ارواښاد کشمير(خروټ) ارواښاد حاجي وزير احمد (حسين خيل)، ارواښاد زمرى (حسن)، ارواښاد محمداسماعيل ( ملزم )، ارواښاد ډاکټر طلا محمد (خادم )، ارواښاد نظرمحمد (کامياب)، ارواښاد اسدالله (جميلي) ارواښاد عصمت الله (شرقي)، ارواښاد محمد صديق (پـسرلى) او ځيـنې نـور… په دغه سيمو کې د پښتو او د دري ادب د معاصرې دورې سـرلاري بللى شوو.


ولسي هنداره – لومړی ټوک

همدوى ول چې د وخت په هرې تودې موضوع او تازه پېښو باندې يې غونډې او مشاعرې جوړې کړې او د ولس غوښتنې يې پکې منعکس کړې، همدا کسان وه چې په شمال کې يې د هغه وخت ځينې چاپي خپرونې لکه: سپين زر جريده، د سپين زر بولتن، اتحاد جريده او د بدخشان تر نامه لاندې خپرونې يې پخپلو علمي او ادبي ليکنو او شعرونو ښکلې او غښتلې کړې، هـمدغه راز يې د هېواد د نورو سيمو شاعران او اديبان خپلو مشاعرو ته را وو بلل او دوى هم د نارنج ګل تر دوديزې مشاعرې ورورسېدل، چې پدې توګه يې د هېواد له نورو اديبانو سره هم ادبي اوعلمي اړيکې ټينګې شوې.

د زمان او مکان ظالمانو او مفسدانو خپلې کمۍ او نيمګړتياوې نور د پردېس صيب په کلام کې ونه شوې زغملاى او بالاخره يو څو بدرنګه تور مخو د فرهنګ او د ادب وژونکو څېرو دغه هستې نوره په خپل ولـس ونه لوروله او هغه يې د ( ۱۳۵۹) لمريز کال د سلواغې په اتمه شپه له خپل کور نه ترور او بيا يې په شهادت ورسولو. ځاى دې يې جنت فردوس وي.

د شهيد زين العابدين پردېس د ګډ ژوند ثمره ۸ زامن او ۵ لوڼې دي، چې څلور زامن يې د انقلاب په څپو کې د دين او هېواد په لاره کې قرباني شول.

د شهيد پردېس اولادونو وشو کولی چې د نوموړي پاتې او خواره واره اثار راټول کړي، چې تر دې دمه يې دوه شعري ټولګې د چاپ ګانه سينګار شوي.

همدارنګه د شهيد پردېس اولادنو او ځينو با احساسه فرهنګپالو لخوا په کال ۱۳۸۹ کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنېتر عنوان لاندې په کندز کې د يو ادبي بهير د بنسټ کېښودل شوه چې تر دې دمه د ادب او فرهنګ په برخه کې په کندز کې د نورو فرهنګي ټولنو ترڅتګ د پام کارونه کړي دي.

هېره دې نه وي چې د شهيد زين العابدين پردېس په نامه د کندز د چاردرې ولسوالۍ په خوږياڼيو کلي کې يو دولتي ښوونځی هم جوړ شوی دی چې دمګړۍ پکې په سلهاو تنه انجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

چاپ شوي آثار:

۱- ولسي هېنداره، لومړی ټوک (اشعار)

۲- ولسي هېنداره، دويم ټوک (اشعار)


په درنښت

محمد اسلم رشيدي