زوړ ډيلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
زوړ ډيلي
पुरानी दिल्ली
پُرانی دِلّی
ਪੁਰਾਣੀ ਦਿੱਲੀ

ډهلی
د زوړ ډيلي انځور
د زوړ ډيلي انځور
د زوړ ډيلي انځور

Map
کورډېناټونه: ۲۸°۴۰′شمال ۷۷°۱۴′ختیځ / 28.66°شمال 77.23°ختيځ / 28.66; 77.23  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد  هندوستان
ولسوالۍ مرکزي ډهلي
پلازمینه د:
پراخوالی
وروستي مالومات

زوړ ډيلي یا شاه‌جهان‌آباد اوسمهال د نوې ډیلي یوه ولسوالی ده او په پخوا کی د هند پلازمینه وه چی د شاه‌جهان گورکانی په امر یی په ۱۰۱۷ هجری شمسی کی بنیاد کښیښول سو . دغه ښار د گورگانیانو د حکومت تر پایه ددی هیواد پلازمینه وه . په پخوا وخت کی دی ښار ښایسته مسجدونه او کلاگانی در لودی او د هند د ښایست یوه بیلگه وه نو ځکه یی هر باچاه د نیولو ارمان هم درلودی په ۱۷۶۱ کی احمد شاه بابا هم دهند تر نیولو وروسته د ډیلی پر تخت کښینستی . نن ورځ زوړ ډیلي همداسی زوړ یادگار پاته دی او دا ښار ډیره زیاته ګڼه ګوڼه هم لری. دود او ګرزونو دا پخوانی ښار دغه حال ته رارسولی دی چی وس خو زیات خلگ ورته په تاریخی نظر هم زیات نه گوری ، او ددی ځای زیاتره جمیعت مسلمانان دی

د احمدشاه بابا وینا د ډیلی پر تخت دناستی وروسته[سمول]

"ستا د عشق له مینو ډک شول ځیګرونه

ستا په لاره کې بایلي ځلمي سرونه

تاته راشمه زړګی زما فارغ شي بې له تا مې اندیښنې د زړه مارونه

که هر څه مې د دنیا ملکونه ډیر شي زما به هیر نه شي دا ستا ښکلي باغونه

د ډیلي تخت هیرومه چې را یاد کړم زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه

د رقیب د ژوند متاع به تار په تار کړم چې په تورو پښتانه کا ګزارونه

د فرید او د حمید دور به بیا شي چې زه وکاندم پر هر لوري تاختونه

که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا یې زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه

احمد شاه به دغه ستا قدر هیر نه کا که ونیسي د تمام جهان ملکونه

— احمدشاه بابا, کله چی یی هند ونیوی او دزوړ دهلی پر تخت کښینستی