Jump to content

زوړ تړون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زوړ تړون (ډېری د OT په لنډیز) د عیسوي انجیل د قانون لومړۍ برخه ده، چې په ځانګړې توګه د عبراني انجیل یا تناخ د ۲۴ کتابونو پر بنسټ، د اسرائیلو له خوا د پخوانیو مذهبي عبراني لیکنو ټولګه ده. د عیسوي انجیلونو دویمه برخه نوی تړون ده چې په کوین یوناني ژبې لیکل شوی.[۱]

په زوړ تړون کې بېلابېل کتابونه شامل دي چې د بېلابېلو لیکوالانو له خوا د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوي. عیسویان په دودیز ډول زوړ تړون په څلورو برخو ویشي: لومړی پنځه کتابونه یا پینټایچ (چې له یهودي تورات سره سمون لري)؛ د تاریخ کتابونه چې د اسرائیلو تاریخ د کنعان له سوبې څخه نیولې تر بابل کې د دوی ماتې او جلاوطنۍ پورې پېښې بیانوي؛ شعري او د «حکمت کتابونه» په بېلابېلو بڼو کې، په نړۍ کې د ښه او بد پوښتنو او د انجیل د پیغمبرانو کتابونه او له خدای څخه د لرې کېدو د پایلو خبرداري په اړه بحث کوي.[۲]

هغه کتابونه چې د زوړ تړون قانون جوړوي، د هغو ترتیب او نومونه د مسیحیت په بېلابېلو څانګو کې توپیر لري. د ختیځ ارتودوکس او اورینټل ارتودوکس کلیساګانو قانون تر ۴۹ پورې کتابونه لري؛ کاتولیک قانون ۴۶ کتابونه لري؛ او تر ټولو عام قانون پروتستانت ۳۹ کتابونه لري. د کاتولیک ټولو قوانینو لپاره ۳۹ ګډ کتابونه شتون لري. هغوی د تناخ له ۲۴ کتابونو سره په ترتیب او متن کې د ځینو توپیرونو په درلودلو سره سمون لري، اضافي شمېرې د ځینو متنونو وېش منعکس کوي (سامویل، پاچاهان، تاریخ، عزرا- نحمیا) چې د عیسوي انجیل په جلا کتابونو کې شتون لري.  

هغه کتابونه چې د عیسوي زوړ تړون برخې دي، خو د عبري قانون برخې نه دي ځینې وختونه د تثنیه په توګه تشریح کېږي. په عموم کې، پروټیسټانټ انجیلونه په خپل قانون کې د تثنیه کتابونه نه شاملوي، خو د انګلیسي او لوتري انجیلونو ځینې نسخې دا ډول کتابونه په جلا برخو کې ځای پر ځای کوي چې د پیغمبري الهام په نوم یادېږي.

لومړنۍ پوهه

[سمول]

ښایي د پنځو کتابونو ځینې کیسې له پخوانیو سرچینو څخه اخیستل شوي وي. امریکایی ساینس لیکونکی هومر ډبلیو سمیټ د لرغوني انجیل د پیدایښت داستان او د ګیلګمش د سومري جنګي حماسې تر منځ ورته والی په ګوته کوي، لکه د عدن په باغ کې د لومړي انسان (آدم/انکیډو) پیدایښت، د پوهې ونه، د ژوند ونه او غولوونکی مار. پوهانو لکه اندریو ار جورج د پیدایښت سیلاب داستان او د ګیلګمش سیلاب افسانې کې ورته والی په ګوته کوي. د موسی د اصلي کیسې او د اکاد سارګون د کیسو ترمنځ ورته والی، په ۱۹۰۹ کال کې د ارواپوه اوټو رینګ له خوا یادونه وشوه او د شلمې پیړۍ د لیکوالانو لکه ایچ جي ویلز او جوزف کیمبل له خوا مشهورې شوې. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]

جوړښت

[سمول]

پنځه لومړني کتابونه - پیدایښت، مهاجرت، د قانون او دین کتاب، د شمیرو کتاب او د تثنیې کتاب - په پارس دورې (۵۳۸-۳۳۲ مخکې له میلاد) کې خپلې اوسنۍ بڼې ته ورسېدل او د دوی لیکوالان د تبعید شویو مهاجرانو ممتازه ډله وه چې په هغه وخت کې یې د عبادت ځای کنټرول درلود. د جوشوا، قاضیانو، سمویل او پاچاهانو کتابونه، د کنعان له فتحې تر د بیت المقدس محاصرې پورې د اسراییلو تاریخ جوړوي.[۹][۱۰]

د تاریخ دوه کتابونه د پنځه کتابونو او تثنیه تاریخ په څېر ډیر ورته مواد پوښي اوښایي تاریخ یې تر څلورمې مخکې له میلاد پیړۍ پورې ورسېږي. ښایي تاریخونه او عزرا-نحمیا د درېیمې مخکې له میلاد پېړۍ په اوږدو کې پای ته رسېدلي وي. په کاتولیک او ارتودوکس زړو تړونونو کې دوه د (کاتولیک زاړه تړونونه) او څلور (اورتودوکس) د مکابیس کتابونه شامل دي، چې په دویمې او لومړۍ مخکې له میلاد پیړیو کې لیکل شوي دي.[۱۱][۱۲]

موضوعات

[سمول]

په ټول زاړه تړون کې، خدای په دوامداره توګه د هغه چا په توګه چې نړۍ یې رامنځته کړې ښودل شوی. که څه هم په زوړ تړون کې خدای په دوامداره توګه د یوازینی خدای په توګه چې تل شتون لري، نه دی ښودل شوی، هغه تل د هغه خدای په توګه چې یوازې اسرائیل یې عبادت کوي ښودل شوی، یا یو «ریښتینی خدای» چې یواځې یهوا (YHWH) یا مطلق واکدار دی یاد شوی، او دواړو، یهودانو او عیسویانو تل انجیل (هم «زوړ» او «نوی» تړون) د خدای تعالی د یووالي د اثبات په توګه تفسیر کړی دی.[۱۳]

زوړ تړون، د الله (ج) او د هغه د غوره شويو خلکو یعنې اسرائیلو ترمنځ پر ځانګړې اړیکې ټینګار کوي، خو د عیسویانو لپاره لارښوونې هم په کې شاملې دي. دا اړیکه د انجیل په تړون (تړون) کې څرګندیږي چې د موسی (ع)له خوا ترلاسه شوی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

جوړونه

[سمول]

پر قوانینو او انجیل باندې د سپېڅلي کتاب د بدلون بهیر اوږد و او ددې پېچلتیا لامل هم د زاړه تړون ډولونه دي چې تر ننه پورې شتون لري. تیموتی ایچ لیم، په ایډینبورګ پوهنتون کې د عبراني انجیل او د دویم معبد یهودیت پروفیسور، زوړ تړون یې «په ښکاره ډول د غوره اللهي متنونو د ټوللګې په توګه یاد کړی چې د انساني بهیر له لارې لیکل شوی او سم شوی دي». هغه وايي چې دا جادويي کتاب نه دی، او نه دا په لفظي توګه د خدای له خوا لیکل شوی او انسانانو ته لیږدول شوی. د ۵ مخکې له میلاد پیړۍ په شاوخوا کې، یهودیانو د تورات پنځه کتابونه (د زوړ تړون پینټایچ) یې د غوره مقام درلودونکي بلل.[۲۰][۲۱]

یوناني

[سمول]

د عبراني متنونو ژباړه یوناني ته په ۲۸۰ کال کې په اسکندریه کې پیل او تر ۱۳۰ مخکې له میلاد پورې یې دوام  وکړ. دا لومړنۍ یوناني ژباړې - په واقعیت کې د بطلمیوس فیلادلفوس په سپارښتنې ترسره شوي - د اټکل شویو شمیر ژباړونکو له لوري د سیپټوګینټ (په لاتین کې د «اویا») په نوم یادیږي، چې (له دې امله د دې لنډیز «LXX») ده. دا سیپټوګینټ په ختیځ ارتودوکس کلیسا کې د زاړه تړون د بنسټ په توګه پاتې دی. دا کتاب په ډېریو ځایونو کې له ماسوري متن څخه توپیر لري او ډیری کتابونه په کې شامل دي چې نور یې په ځینو روایتونو کې نه منل کیږي: ۱ او ۲ اسډراس، جودیت، توبیت، ۳ او ۴ مکابیان، د حکمت کتاب، سیراچ او باروچ په کې شامل دي.[۲۲][۲۳]

لاتین

[سمول]

په غربي عیسویت یا مسیحیت کې د روم سترواکۍ په لویدیځ کې، لاتیني د لومړنیو عیسویانو د لومړنۍ ګډې ژبې په توګه د یوناني ژبې پرځای راغله، او په ۳۸۲ میلادي کال کې لومړي پاپ داماس، د هغه وخت مخکښ عالم جیروم ته دنده وسپارله چې یو تازه لاتیني انجیل د Vetus Latina پر ځای، کوم چې د سیپټوګینټ لاتیني ژباړه وه رامنځته کړي.[۲۴][۲۵]

د جیروم اثر، چې ویلګیټ نومیږي، له عبراني ژبې څخه مستقیمه ژباړه وه، ځکه چې هغه د سیپتواګینټ په سمولو کې د عبراني متنونو د غوره والي لپاره په دواړو فلسفي او روحاني اساساتو استدلال کاوه. د هغه زوړ تړون ولګیټ معیاري انجیل شو چې په لویدیځ کلیسا کې کارول کیږي، په ځانګړې توګه د Sixto-Clementine Vulgate په توګه، په داسې حال کې چې په ختیځ کې کلیساګانې د سیپټوګینټ کارولو ته دوام ورکوي، او دا لړۍ تراوسه دوام لري.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچینې

[سمول]
  1. Jones 2000، م. 215.
  2. Lim, Timothy H. (2005). The Dead Sea Scrolls: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. p. 41.
  3. Bronowski, Jacob (1990) [1973]. The Ascent of Man. London: BBC Books. pp. 72–73, 77. ISBN 978-0-563-20900-3.
  4. Wells, H. G. (1961) [1937]. The Outline of History: Volume 1. Doubleday. pp. 206, 208, 210, 212.
  5. Campbell, Joseph (1964). The Masks of God, Vol. 3: Occidental Mythology. p. 127.
  6. Otto Rank (1914). The myth of the birth of the hero: a psychological interpretation of mythology. English translation by Drs. F. Robbins and Smith Ely Jelliffe. New York: The Journal of nervous and mental disease publishing company.
  7. George, A. R. (2003). The Babylonian Gilgamesh Epic: Introduction, Critical Edition and Cuneiform Texts. Oxford University Press. p. 70. ISBN 978-0-19-927841-1.
  8. Smith, Homer W. (1952). Man and His Gods. New York: Grosset & Dunlap. p. 117.
  9. Rogerson 2003، مم. 153–54.
  10. Blenkinsopp 1998، م. 184.
  11. Coggins 2003، م. 282.
  12. Grabbe 2003، مم. 213–14.
  13. Barton 2001، م. 9: "4. Covenant and Redemption. It is a central point in many OT texts that the creator God YHWH is also in some sense Israel's special god, who at some point in history entered into a relationship with his people that had something of the nature of a contract. Classically this contract or covenant was entered into at Sinai, and Moses was its mediator."
  14. Hayes 2006.
  15. Levine 2001، م. 46.
  16. Berman 2006، م. unpaginated: "At this juncture, however, God is entering into a "treaty" with the Israelites, and hence the formal need within the written contract for the grace of the sovereign to be documented.30 30. Mendenhall and Herion, "Covenant," p. 1183."
  17. Ska 2009، م. 213.
  18. Ferguson 1996، م. 2.
  19. Coogan 2008، م. 106.
  20. Lim, Timothy H. (2005). The Dead Sea Scrolls: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. p. 41.
  21. Lim, Timothy H. (2005). The Dead Sea Scrolls: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. p. 41.
  22. Gentry 2008، م. 302.
  23. Würthwein 1995.
  24. Rebenich, S., Jerome (Routledge, 2013), p. 58. ISBN 9781134638444
  25. Würthwein 1995، مم. 91–99.
  26. "The Bible".
  27. Everett Ferguson, "Factors leading to the Selection and Closure of the New Testament Canon", in The Canon Debate. eds. L. M. McDonald & J. A. Sanders (Hendrickson, 2002) p. 320; F. F. Bruce, The Canon of Scripture (Intervarsity Press, 1988) p. 230; cf. Augustine, De Civitate Dei 22.8
  28. McDonald & Sanders, editors of The Canon Debate, 2002, chapter 5: The Septuagint: The Bible of Hellenistic Judaism by Albert C. Sundberg Jr., page 72, Appendix D-2, note 19.
  29. Kevin P. Edgecomb, Jerome's Prologue to Jeremiah, archived from the original on 2013-12-31, نه اخيستل شوی 2022-03-14 {{citation}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)