زورواکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

زورواکي يا د ديكتاتورۍ (په انگرېزي: Dictatorship) كلمه له ديكتي نه اخيستل شوې ده. په اصطلاح كې هغه روش دى چې يو نفر خپله خبره يا امر په مطلقه شكل په نورو خلكو تحميلوي. په پخواني روم كې ديكتاتور هغه چاته ويل كېده چې په بحراني حالاتو كې به يې د شپږو مياشتو له پاره په كاملو اختياراتو حكومت كاوه. ديكتاتوري د حكومت يو شكل دى چې لاندې خصوصيات لري:

  1. د قدرت نه محدوديت
  2. د پخوانيو قوانينو نقضول او د عالي قدرت ترلاسه كول
  3. د جانشينۍ له پاره د منظمو قوانينو نشتوالى.
  4. د فرمانروا او حكمران له پاره د قوانينو او سنتونو نشتوالى چې دده پر اعمالو نظارت وكړي.
  5. د يوې كوچنۍ ډلې د گټو د ساتلو له پاره له قدرته كار اخيستل
  6. د ملت په خلكو باندې د ډار او ويرې له لارې د دولت د احترام تعميل
  7. له ترور نه كار اخيستل
  8. د يوه سړي په لاس كې د قدرت تمركز

د ديكتاتور لفظ په هغه حكمران اطلاقيږي چې د فردي او مطلقه حكومت ممثل وي. هر گوند چې سياسي قدرت په لاس كې واخلي او نورو گوندونو ته د فعاليت اجازه ورنه كړي، ديكتاتور بلل كېږي. ديكتاتوري بده ده، فردي وي او كه گوندي. زموږ گران هېواد د ديكتاتورۍ ډيرې دورې تېرې كړي دي، خو د تره كي، امين او كارمل دورې له ټولو څخه ترخې وې. د مجاهدينو اخواني ډلو هم په ديكتاتورۍ عقيده درلوده او طالبانو هم ديموكراسي نه منله.