زهره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کينډۍ:Use dmy dates مونږ سنګه وکولاي شو چې په اسانه توګه پښتو انګلیسی ته او انګلیسی پښتو ته ترجمه کړو. کينډۍ:Infobox planet

زهره (سمبول:♀) د لمریز غونډال دوهمه سیاره ده چې په ۲۲۴،۷ ځمکنیو ورځو کې یوه پلا پر لمر را چورلي. دا سیاره کومه پنځیزه (طبیعي) سپوږمۍ نه لري. د روم له لرغوني ادبیاتو څخه یې د مینې او ښکلا د خدایگوټې نوم پر ایښی دی. تر لمر او سپوږمۍ وروسته، زهره د شپې په اسمان کې تر ټولو روښانه طبیعي توکی دی چې د ځلا درجه یې -۴،۶ ته رسېږي--- یانې دومره ځلا لري چې سیوری جوړ کړي. په دې خاطر چې زهره د ځمکې یوه لاندېنۍ سیاره (inferior planet) ده، نو ځکه دا هیڅکله هم له لمر څخه لیرې نه مالومېږي. د دې سیارې غځېدنه (elongation) چې ډېر شي ۴۷،۸ درجو ته رسېږي. د دې سیارې په اړه ځینې لنډ مالومات په لاندې ډول دي:

۱- زهره تر ځمکې یو لږ نوکي کوشنۍ ده؛ او په لوی سر کې د لمریز غونډال شپږمه لویه سیاره ده.

۲- په لمریز غونډال کې، زهره د واټن له مخې لمر ته دوهمه نږدې سیاره ده --- چې له لمر څخه ۱۰۸ ملیون کیلو متره (۶۷ ملیون میله) واټن لري.

۳- د زهرې یوه ورځ د ځمکې ۲۴۳ ورځې کېږي او کال یې بیا د ځمکې ۲۲۵ ورځې دی.

۴- زهره یوه ځمکوزمه (terrestrial) سیاره ده چې مخ یې لکه د سپوږمۍ هغې کندې کندې دی او په زرونو غرونه او اورشیندي لري. ځمکې ته د ورته سایز، جوړښت، او لمر ته د نږدېوالي له کبله دا سیاره کله نا کله "د ځمکې خور" هم بلل کېږي.

۵- د زهرې پنډه او زهرجنه هواوېجه (اټموسفیر) له کاربن ډای اکسایډ (carbon dioxide) او نایټروجن (nitrogen) رغښت مومي؛ او د سلفوریک اسیډ (sulfuric acid) دایمي وریځ لري چې د تېزاب څاڅکي اوروي.

۶ـ زهره سپوږمیانې نه لري.

۷- زهره کړیانې نه لري.

۸- تر ۴۰ زیاتو تشیالبېړيو له زهرې څخه لیدنې کړي دي. د ۱۹۹۰مو کلونو په پیل کې، د ماجلان (Magellan) په نامه تشیالبېړۍ د زهرې د مخ ۹۸٪ نقشه کشي کړه.

۹- په زهرې کې د ژوند کومه نښه نه ده موندل شوې. د زهرې لوړه تودوښه چې کابو ۴۸۰ درجو ته رسېږي له زهرې څخه د ژوند کولو لپاره یو نامناسب ځای جوړوي --- یانې دومره تودوښه لري چې سرپ کې ویلي کېدای شي.

۱۰- د زهرې محوري حرکت (axial movement) د ځمکې او نورو سیارو په پرتله بېساری دی --- یانې نورې ټولې سیارې چې کوم ډول محوري حرکت کوي زهره یې په مخالف سمت کې کوي چې دې ته په ستورپوهنه کې (retrograde rotation) وایي. نو د دې مطلب دا شو چې په زهرې کې لمر له لوېدیځه را خېژي او ختیځ کې لوېږي.

۱۱- پښتانه هم زهره له ډېرې مودې پېژني --- یانې زهره هغه ستورى دی چې ماښام راخېژي. ځيني پښتانه يې "د مېلمه سترگه" او ځینې یې بیا "د ماښام سترگه" بولي ... چې د پښتنو د مېلمه پالنې یو ستر ثبوت دی.

۱۲ـ زهره له ځمکې څخه په لغړو سترگو هم لیدل کېدای شي؛ ځکه چې دا ځمکې ته ډېره نږدې ده --- یانې له ځمکې څخه ۴۲ ملیون کیلو متره واټن لري.

۱۳- د زهرې تر ټولو جگ غر ماکسویل (Maxwell Montes) نومېږي چې د ځمکې له مونټ اېورسټ سره په جگواله کې کابو یو شی دی.

۱۴- داسې لاسوندونه ترلاسه شوي چې په زهرې کې یو وخت سمندرونه ول خو د لمر تونده تودوښه د دې سمندرونو د خوټکېدا او ورکېدا لامل شوي دي.

۱۵- په ۱۹۷۰ کې، وېنرا ۷ (Venera 7) لومړنۍ تشیالبېړۍ وه چې د زهرې پر مخ کښېناسته خو د ډېرې گرمۍ له کبله یوازې ۲۳ دقیقې مواد راټول کړه او له منځه ولاړه.