زلزله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زلزله او د هغې څخه عبرت:[سمول]

دا چي په جيولوژيکي لحاظ زلزله څنګه کيږي موږ کار نه په لرو خو چي اصلي سبب د زلزلې څشی دی او ولي زلزله کيږي په ځينو احاديثو کي يې يادونه سوېده خو دا نده اړينه چي بايد ټول هغه ګناهونه سوي وي کوم چي په احاديثو کي راغلي دي بلکي د امتحان او عذاب د نزول لپاره همدغه کفايت کوي چي ځيني خلګ مرتکب د ګناه سي او د الله تعالی خښم او قهر را پورته سي.

په عموم کي زلزله د الله له لوري عذاب دی چي د ځينو مخالفتونو او ګناهونو له کبله يې الله تعالی خپلو ځينو مخلوقاتو ته ورکوي خو د مسلمانانو لپاره رحمت هم کېدلای سي ځکه ممکن ددغه عذاب وروسته مسلمانان ځانونو ته متوجه سي او د ګناهونو څخه توبه وباسي او يا ممکن د ځينو مسلمانانو لپاره مرګ خير وي نو ځکه يې د زلزلې په سبب په نصيب سو.

پر هر حال مسلمان پدې باندي مکلف دی چي ټول هغه ګناهونه پسې پريږدي چي له کبله يې الله تعالی خوابدي کيږي او انسان يې په کولو باندي د عذاب مستحق ګرځي نو زموږ لپاره هم لازمه ده چي د پکتيکا او خوست ولايتونو پر پيښه د غمګينۍ او د اړو انسانانو سره د مرستي ترڅنګ ددې پيښي څخه عبرت هم واخلو، د ځانه سره حساب وکړو او ټوله هغه ګناهونه پسې پريږدو چي دداسي طبيعي آفتونو لامل جوړيږي.


په شريعت کې د زلزلې د پيښېدو وجوهات:

1 - ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:کله چې غنيمت دولت وشمېرل سي، امانت غنيمت وګڼل سي، زکات ورکول تاوان وبلل سي، د علم زده کړه بېله دين څخه د بل شي لپاره کيږي (د دنيوي مال او عهدې لپاره وي)،سړی د خپلي ښځي اطاعت کوي، مور يې پسې پرې ايښې وي، ملګری ځانته را نږدې کوي او پلار د ځانه څخه ليري کوي، په جوماتونوکې اوازونه پورته سي، د قبيلې مشر کوم فاسد سړی غوره سي، د قوم ملک، مشر او زعيم تر ټولو رذيل شخص سي، د يو چا قدر او عزت د هغه له وېري کيږي، ډمياني ښځي، د موسيقۍ او لهو لعب الات را څرګند سي، شراب وڅښل سي،د دې امت وروستني په اولنيو باندې لعنت ووايي، نو دوی دي د سره باد، زلزلې، په مځکه کي خسف کېدلو، مسخ کېدلو، د آسمان څخه په ډبرو او آفتونو د ويشتلو او نورو د قيامت د نښو انتطار وکړي، چې داسې به پرله پسې راځي لکه په يوه تار کې پيل سوي ملغلري چي تار يې وشليږي او پرله پسې يو په بل پسې راتوييږي.  

2 - ژباړه :د انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دی چي زه او يو بل کس ام المؤمنين حضرت عايشه رضي الله عنها ته ورغلو، نو هغه بل سړي د حضرت عايشې رضي الله عنها څخه وپوښتل: ای د مومنانو مور! د زلزلې په باب راته حديث بيان کړه! هغې ورته وفرمايل کله چي خلک زنا مباح وګڼي، شراب وڅښي او د موسيقۍ الات وږغوي، نو الله جل جلاله ته په اسمان کي خښم او غيرت ورسي، نو ځمکي ته ووايي چې پر دغه خلکو زلزله وکړه ،که دا خلک توبه وباسي، او دا ګناه پريږدي د هلاکت څخه به خلاص سي که نه نو ورباندي وبه يې نړوي، دې سړي پوښتنه ورڅخه وکړه: ای ام المؤمنين! آيا دا زلزله عذاب دی دوی ته؟ هغې ورته وويل چې نه، بلکې مومنانو ته رحمت او کافرانو ته عذاب او عقوبت دی.

3 - په ځینو روایاتو کي راځي چي د سود خوړلو له کبله هم انسانان ددې مستحق ګرځي چي الله تعالي دي زلزله ورباندي وکړي.

پورته احاديثو ته په نظرکولو سره دې نتيجې ته رسيږو چي که چيري هر قوم غواړي الله يې د داسي آفتونو او مصيبتونو څخه وژغوري نو بايد لاندي نکاتو ته پوره پاملرنه وکړي.

1. په غنيمت او امانت کي دي خيانت نکوي.

2. زکات ورکول دي ځانته تاوان نه بولي.

3. د الله ددين څخه بغير د بل مقصد لپاره دي تحصيل د علم نکوي.

4.  ځانونه دي د ښځو تابع نه جوړوي.

5. خپل مور او پلار دي نه آزاروي.

6. تر مور او پلار دي د نورو ملګرو سره تړاو نه ډېروي.

7. په مساجدو کي دې بې ځايه ږغونه او آوازونه نه پورته کوي.

8. فاسد او ګمراه خلګ دي د ځانونو لپاره مشران نه ګرځوي.

9. د ويري څخه دي د چا عزت نکوي.

10. د موسيقي، شرابو او مسکراتو څخه دي ځانونه ليري وساتي.

11. پر پخوانيو اسلافو او علماو دي بد نه وايي.

12. زنا دي روا نه بولي او عملا دي هم نکوي.

13. سود دي نه خوري.

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِذَا اتُّخِذَ الْفَىْءُ دُوَلاً وَالأَمَانَةُ مَغْنَمًا وَالزَّكَاةُ مَغْرَمًا وَتُعُلِّمَ لِغَيْرِ الدِّينِ وَأَطَاعَ الرَّجُلُ امْرَأَتَهُ وَعَقَّ أُمَّهُ وَأَدْنَى صَدِيقَهُ وَأَقْصَى أَبَاهُ وَظَهَرَتِ الأَصْوَاتُ فِى الْمَسَاجِدِ وَسَادَ الْقَبِيلَةَ فَاسِقُهُمْ وَكَانَ زَعِيمُ الْقَوْمِ أَرْذَلَهُمْ وَأُكْرِمَ الرَّجُلُ مَخَافَةَ شَرِّهِ وَظَهَرَتِ الْقَيْنَاتُ وَالْمَعَازِفُ وَشُرِبَتِ الْخُمُورُ وَلَعَنَ آخِرُ هَذِهِ الأُمَّةِ أَوَّلَهَا فَلْيَرْتَقِبُوا عِنْدَ ذَلِكَ رِيحًا حَمْرَاءَ وَزَلْزَلَةً وَخَسْفًا وَمَسْخًا وَقَذْفًا وَآيَاتٍ تَتَابَعُ كَنِظَامٍ بَالٍ قُطِعَ سِلْكُهُ فَتَتَابَعَ.[سنن ترمذي 2372]

عن أنس بن مالك ، أنه دخل على عائشة ورجل معه ، فقال لها الرجل : يا أم المؤمنين ، حدثينا عن الزلزلة ، فقالت : « إذا استباحوا الزنا ، وشربوا الخمر ، وضربوا بالمغاني ، وغار الله عز وجل في سمائه فقال للأرض : تزلزلي بهم . فإن تابوا ونزعوا ، وإلا هدمها عليهم . قال : قلت : يا أم المؤمنين ، أعذاب لهم ؟ قالت : بل موعظة ورحمة وبركة للمؤمنين ، ونكال وعذاب وسخط  على الكافرين.[العقوبات 17]

مولوي نورالحق مظهري