زرین دور/عصر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو په تاریخ کې زرین عصر هغه دوران و چې نږدې له ۱۸۷۰ څخه تر ۱۹۰۰ کال پورې يې پراختیا موندلې. دا دور په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو په شمال او لویدیځ کې د چټکې اقتصادي ودې عصر و. دا چې امریکايۍ ورځنۍ مزدوري له اروپايۍ ورځنۍ مزدورۍ څخه ډېره لوړه وه، په ځانګړي ډول د ماهرو کاریګرانو لپاره او صنعتي  کېدل مخ پر زیاتېدونکي ډول غیر ماهر کاري ځواک ته اړتیا درلوده، دا دور د ميلیونونه اروپايي مهاجرانو شاهد و.

د ۱۸۶۰ او ۱۸۹۰ کلونو تر منځ د صنعتي کېدلو چټکه پراختیا د واقعي اُجورې د ودې لامل شوه او ټول مخ پر ودې کاري ځواک يې پراختیا ومونده. د هر صنعتي کاریګر (چې ښځې، نارينه او ماشومان په کې شامل وو) د کلنۍ اوجورې منځنۍ کچه چې په ۱۸۸۰ کال کې ۳۸۰ ډالر  په ۱۸۹۰ کال کې ۵۶۴ ډالرو ته ورسېده چې په دې توګه په کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغی. په معکوس ډول، زرین عصر همدارنګه د شدیدې بې وزلۍ او نابرابرۍ دوران و، ځکه میلیونونه کډوال – چې ډېری له بې وزلو سیمو څخه و متحده ایالاتو ته راکډه شول او پر شتمنۍ ډېر تمرکز لاڅرګند او بحث پارونکی شو.    [۱][۲]

د رېل پټلی د ودې تر ټولو عام صنعت او د معدن او مالي چارو د کارخونو سیستم ارزښت ډېر لوړ و. له ختيځ متحده ایالاتو او اروپا څخه د کرنې، مالدارۍ او کان کېندنې پر بنسټ مهاجرت د لویديځ د چټکې ودې لامل شو. د کاریګرانو اتحادیو چې په صنعتي ښارونو کې په چټکۍ سره د ودې په حال کې وې خورا اهمیت وموند. دوه لویو رکودونو/ اقتصادي سوړ بازاریو د ۱۸۷۳ کال وېره او ۱۸۹۳ کال وېرې – په ټول هېواد کې وده ودروله او د ژورو ټولنیزو او سیاسي بدلونونو لامل شو.

سویلي امریکا، د امریکا تر کورنۍ جګړې وروسته له اقتصادي پلوه ويجاړه پاتې شوه. د سیمې اقتصاد مخ پرزیاتېدونکي ډول په توکو، پنبې او د تنباکو له تولیداتو سره وتړل شو. چې له ټيټو قیمتونو څخه کړېدل. په ۱۸۷۷ کال کې د بیارغونې د دور له پای سره په سویل کې افریقايي-امریکایان د رایې ورکولې له حق او سیاسي واک څخه بې برخې شول او له اقتصادي پلوه يې په ناسم وضعیت کې ژوند کاوه.

سیاسي لیدلوری له دې اړخه د پام‌وړ و چې له ځينو فسادونو سره سره په ټاکنو کې کډون ډېر اوچت و او ملي ټاکنې د دوه برابرو ګوندونو شاهدې وې. وتلې موضوعات کلتور (په ځانګړي ډول د قومي او نژادي ډلو د تعلیم د ممنوعیت په اړه) او اقتصاد (تعرفې او د پيسو عرضه) وو. د ښارونو له چټکې ودې سره سیاسي ماشینونو مخ پر زیاتېدونکي ډول د ښاري سیاست کنترول تر لاسه کړ. د سوداګرۍ په برخه کې ځواکمن نړيوال ټرسټونه/ trusts  (د څو شرکتونو اتحاد چې ورته سوداګریز توکي تولیدوي او د بازار ډېره برخه په لاس کې لري، ژباړن) په ځينې صنایعو کې جوړ شول. اتحادیې د ماشومانو د کاریګري د له‌منځه وړلو او په ورځ کې د اته ساعته کار لپاره په مذهبي/صلیبي جګړې لاس پورې کړ؛ د منځنی طبقې اصلاح غوښتونکو د ملکي خدمتونو د سمونې/اصلاح، د الکولي څښاک او د وربشو اوبو د منع کولو او د ښځو لپاره د رایې ورکولو د حق غوښتنه وکړه.  

سیمه‌ییزو دولتونو په ټول شمال او لویديځ کې په لومړنۍ کچه دولتي ښوونځي جوړ کړل. عالي دولتي ښوونځي راڅرګند شول. بېلابېلې مذهبي فرقې د غړیتوب او شتمنۍ له پلوه مخ پر زیاتېدو وې او کاتولیکان يې تر ټولو لویه ډله وه. هغوی ټول خپل تبلیغي فعالیتونه په نړیواله کچه پراخ کړل. کاتولیکانو، لوتریانو او انګلیکانو د دیني مدرسو پرانیستل پيل کړل او تر هغو يې لوی کالجونه، روغتونونه او بېلابېل خیریه بنسټونه تاسیس کړل. ډېری هغه ستونزې چې ټولنه په ځانګړي ډول بې‌وزلان ورسره مخ وو په بله پرمختللې دوره کې د سموونو/اصلاحاتو لپاره د هڅې لامل شول.    [۳]

د زرین دور اصطلاح په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې وکارول شوه او «د زرین دور: د نن ورځې کیسه» په نوم ناول څخه چې په ۱۸۷۳ کال کې د لیکوال مارک ټاوین او چارلز ډادلي وارنر له خوا لیکل شوی و اخیستل شوې او د جدي ټولنیزو ستونزو دوره چې له نازکې طلاکارۍ سره پوښل شوې وې په پېغوریز ډول یادوي. د زرین دور لومړۍ نيمه برخه په بریتانیا کې نږدې د وېکتوریا د دوران له منځنۍ برخې او په فرانسه کې د بلواپوک له دور سره سمون خوري. د یاد دور پيل د امریکا تر کورني جګړې وروسته کلونو کې د بیاروغونې په دوره (چې په ۱۸۷۷ کال کې پای ته ورسېده) کې رانغاړل کېږي. تر هغه وروسته په ۱۸۹۰ لسیزه کې پرمختللي دور وڅاره. [۴]

نوم او دور/عصر[سمول]

د زرین دور د اقتصادي غوړېدا لپاره کارول شوې اصطلاح ده، چې د امریکا تر کورنۍ جګړې وروسته پيل او د پېړۍ په پای کې پای ته ورسېده، دا اصطلاح په ۱۹۲۰ کال کې د تاریخ‌پوهانو له خوا چې د مارک ټواین له یو لږ پېژندل شوي ناول (زرین دور: د نن ورځې کیسه، ۱۸۷۳ کال) څخه يې اخیستې وه د دغې دور لپاره وکارول شوه. دا کتاب (د چارلز ډادلي په ګډه همکارۍ لیکل شوی و) د امریکا تر کورنۍ جګړې وروسته ژمنه شوی زرین دور په طنزي بڼه تشرېح کوي، په دې توګه چې جدي تولنزې ستونزې چې د اقتصادي ودې له نریو سرو زرو سره پوښل شوې دي انځوروي. په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې د «زرین دور» استعاره په امریکا کې د مشخصې تاريخي دورې لپاره وکارول شوه. دا اصطلاح د ادبي او فرهنګي منتقدانو او همدارنګه د تاریخ پوهانو لکه وان‌‌وېک بروکس، لوئس مامفورډ، چارلز اسټېن بېړد، ماري رېټر بېړد، ویرنون لوئس پارېنګټون او مېټیو جوزفسون له خوا ومنل شوه. د هغوی لپاره زرین دور د مادي پاله او فقر سره افراط او تفریط د وخت لپاره له سپکاوي سره مل اصطلاح وه.[۵][۶][۷]

د زرین دور لومړۍ نيمه برخه په بریتانیا کې نږدې د وېکتوریا د دوران له منځنۍ برخې او په فرانسه کې د بلواپوک له دور سره سمون خوري. د امریکا تاریخي دورو ته په پام سره د زرین دور د پیل په اړه نظرونه سره توپیر لري، بیخي د امریکا تر کورنۍ جګړې وروسته (چې په ۱۸۶۵ کال کې پای ته ورسېده) یا په ۱۸۷۳ کال کې، یا هغه مهال چې په ۱۸۷۷ کال کې د بیارغونې دوره پای ته ورسېده. هغه ټکی چې د زرین دور د پای په توګه یاد شوی هم توپير لري. په ټولیز ډول په ۱۸۹۰ لسیزه کې د پرمختللې دورې (ځينې وختونه په ۱۸۹۶ کال کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنې) د پيل په توګه وړاندې کېږي، خو همدارنکه په هغه مهالنۍ محدوده کې راځي چې په ۱۸۹۸ کال کې د امریکا او اسپانيې جګړه، په ۱۹۰۱ کال کې ولسمشرۍ ته د ټروډ، روزوېلټ الحاق او ان د پرمختللې دورې پای په کې شاملېږي چې په ۱۹۱۷ کال کې لومړۍ نړیوالې جګړې ته د متحده ایالاتو له ننه کېدو سره سمون خوري. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تېکنالوژيکي او صنعي پرمختګونه[سمول]

تکنالوژیکي پرمختګونه[سمول]

زرین دور د اقتصادي ودې دوره وه ځکه متحده ایالات له بریتانیا څخه په صنعتي کېدولو کې پر مخ روان وو. دا هېواد په چټکتیا سره نویو سیمو ته د خپل اقتصاد د پراختیا په حال کې و، په ځانګړي ډول درنې صنایع لکه کارخونې، د رېل پټلۍ او د ډبرو د سکرو د استخراج په برخه کې. په ۱۸۶۹ کال کې د لویو وچو/براعظمونو تر منځ لومړنۍ د اورګاډي لار لرې پرتو معدنونو او څړځایونو ته پرانیستل شوه. وروسته له نیویارک څخه سانفرانسیکو ته سفر د ۶ میاشتو پر ځای ۶ ورځې وخت نیوه. د ۱۸۶۰ او ۱۸۸۰ کلونو تر منځ د اروګاډي د پټلۍ د ميل ګړندیتوب درې برابره شو او په ۱۹۲۰ کال کې دوه برابره شو. نوې پل‌لارې پخوانۍ جلا شوې سیمې له لویو مارکېټونو سره ونښلولې او د دوی د کرنې، مالدارۍ او کان‌کېندنې سوداګرۍ ته يې د پراختیا اجازه ورکړه، چې په ريښتیا يې هېودانی مارکېټ رامنځته کړ. د امریکا د فولادو تولید د بریتانیې، جرمني او فرانسې له ټول تولید څخه مخکې شو.  [۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. 1890 Census Bulletin (11th Census). United States Census Office. 1892. د کتاب پاڼې 2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stiglitz, Joseph (2013). The Price of Inequality: How Today's Divided Society Endangers Our Future. W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼې xxxiv. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0393345063. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Hudson, Winthrop S. (1965). Religion in America. New York: Charles Scribner's Sons. د کتاب پاڼي 228–324. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nichols, Christopher M.; Nancy C. Unger (2017). A Companion to the Gilded Age and Progressive Era. John Wiley & Sons. p. 7.
  5. Upchurch, T. Adams (2009). Historical Dictionary of the Gilded Age. Scarecrow Press. د کتاب پاڼې 82. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0810862999. د لاسرسي‌نېټه April 7, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Horowitz, Joseph (2012). Moral Fire: Musical Portraits from America's Fin de Siècle. University of California Press. د کتاب پاڼي xi–xii. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Lapolla, Jordan (July 2006). "Thoughts on Periodizing the Gilded Age: Capital Accumulation, Society, and Politics, 1873–1898" (PDF). Journal of the Gilded Age and Progressive Era: 193–94. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  8. Marcus, Robert (1971). Grand Old Party: Political Structure in the Gilded Age, 1880–1896. New York: Oxford University Press. OCLC 108077. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jackson, Joy J. (1997). New Orleans in the gilded age: Politics and urban progress, 1880–1896. Baton Rouge: Louisiana Historical Association. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0807109106. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. De Santis, Vincent (1973). The Gilded Age, 1877–1896. Northbrook, Illinois: A. H. M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0882955360. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Grob, Gerald N.; Billias, George Athan (1972). From Jacksonian Democracy to the Gilded Age-Historical Interpretations: 1815–1896 (الطبعة 2nd). New York: Free Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0029129104. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Leary, William; Link, Arthur S. (1978). Progressive Era and the Great War, 1896–1920 (الطبعة 2nd). Arlington Heights, Illinois: A. H. M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0882955742. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Nugent, Walter (2002). Johnston, Robert; Johnson, Benjamin H. (المحررون). "Welcome to the Journal of the Gilded Age and Progressive Era". The Journal of the Gilded Age and Progressive Era. 1 (1): 7–9. doi:10.1017/S1537781400000050. JSTOR 25144281. S2CID 164198505. importance of these six decades in American history … between 1865 and the 1920s الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Nichols, Christopher M.; Nancy C. Unger (2017). A Companion to the Gilded Age and Progressive Era. John Wiley & Sons. p. 7.
  15. Stephen E. Ambrose, Nothing Like It in the World; The Men Who Built the Transcontinental Railroad 1863–1869 (2000)
  16. Kennedy, Paul M. (1989). The rise and fall of the great powers: economic change and military conflict from 1500 to 2000. Vintage Books. د کتاب پاڼي 242–44. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0679720195. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)