زراعتي اقتصاد – کرنیز اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تخصص، وېش او کارېدونکو توکو د سرچینو د کارېدنې مطالعه ده، له دې د لاسته راوړل شوي تولید مطالعه ده. په پرمختیایي اقتصاد کې اړین رول لري، که چېرې د کرنې محصول د ملت له اړتیا څخه اضافه شي په اقتصاد کې د ټکنالوجۍ او سوداګرۍ د ودې راز ګڼل کیږي.


مونږ کولای شو ووایو چې که چېرې د یو هېواد زېات خلک په کرنې خپلې اړتیا پوره کوي نو د عوایدو منځنۍ کچه یې کمه ده خو دا په دې مانا نده چې د هېواد زېات خلک په کرنه بوخت دي نو هېواد بې وزله ده. خو داسې ویلای شو چې یو هېواد بې وزله ده ځکه ډېری خلک یې په کرنه خپل ژوند مخکې وړي لکه افغانستان او د پورتنۍ بېلګې لپاره هسپانیا او یونان چې ډیری خلک یې په کرنه بوخت دي مګر هېوادونه یې بې وزله ندي او د اروپا نیمه زراعتي اړتیا پوره کوي همداسې فرانسه او جرمني یې هم لویې بېلګې دي.