زاهدالله ځلاند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زاهدالله ځلاند د پښتو ژبې ځوان لیکوال، ژباړن او ژورنالست د ښاغلي لعل پاچا شینواري، چې په سیداگل شینواري مشهور دی، زوی په ۱۹۸۹ زېږدیز کال د پښتونخوا په هنگو سیمه کې دې نړۍ ته سترگې غړولي دي.

زاهدالله ځلاند له آره د ننگرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د گاڼې کلي اوسېدونکی دی.

زده کړې[سمول]

نوموړی د پښتونخوا په هنگو ولسوالۍ کې د افغان کډوالو د حضرت بلال (رض) عالي لېسې څخه په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې فارغ شوی او خپلې لوړې زده کړې یې د پښتو ژبې په ادبیاتو کې، په ننگرهار کې ترسره کړې دي.

رسمي دندې[سمول]

په کابل کې د ژوندون راډیو تلوېزیون، ملي راډیو تلوېزیون او د هېواد په څو سیمو کې د بېلابېلو غږیزو او انځوریزو رسنیو سره د خبریال، ریپورټر او ژباړن په توگه کار کړی دی.

همدارنگه د هنگو، جلال آباد او کابل کې په څو لېسو کې د ښوونکي په توگه او همدا راز په کابل کې د څو شرکتونو سره کار کړی دی.

ځلاند په بېلابېلو انټرنېټي پښتو وېبپاڼو او ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټوېټر کې، وخت پر وخت، خپلې لیکنې او ژباړې هم خپروي او همدا راز په انټرنېټي نړۍ کې دوه وېبلاگونه غاټول Archived 2016-05-02 at the Wayback Machine. او شمله هم لري، چې خپلې لیکنې، ژباړې او د هېواد، سیمې او نړۍ په اړه بېلابېل نوي، تازه او په زړه پورې خبرونه او پېښې په کې خپروي.

دا هم وگورئ[سمول]

لال پاچا ازمون

سرچینې[سمول]