ریښتینی سیاست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ریښتینی سیاست (په آلماني کې: [ʁeˈaːlpoliˌtiːk]؛ یعنې ریښتینی، واقعي، عملي سیاست) د معینو شرطونو او عواملو په پام کې نیولو سره په ډیپلوماټیکو یا سیاسي پالیسي ګانو کې ښکېل کېدو ته اشاره کوي، نه دا چې خپل ځان په ښکاره ډول آیډیولوژیکو مفهومونو او اخلاقي مقدمو ته اړ کړي. له دې نظره، د خپلو فلسفي کړنو له اړخه خپل ځان له واقع بینه او عملي اړخونو سره شریکوي. په ساده ډول په سیاست کې دا ډول کړنو ته پراګماتیزم ویل کېږي. د بېلګې په ډول «د پراګماتیکو یا ریښتینو سیاستونو تعقیب او څارنه».

په داسې حال کې چې ډېری وخت د یوې مثبتې او بې طرفه اصطلاح په توګه کارول کېږي، د Realpolitik یا ریښتیني سیاست اصطلاح ځینې وختونه د سپکاوي په ډول د هغو سیاسي پالیسي ګانو لپاره چې اجباري، غیر اخلاقي یا ماکیاولیستي ګڼل کېږي، هم کارول کېږي. په شلمه پېړۍ کې د ریښتیني سیاست له مخکښو پلویانو څخه کولی شو د هنري کسینجر، جورج اف کنان، زبیګنیو برژزنسکی او هانس دیتریش ګنشر او همدارنګه ځینو سیاستوالو لکه چارلس دوګل او لي کوان یو ته اشاره وکړو.[۱][۲]

رېښه[سمول]

د ریښتیني سیاست اصطلاح د لودویګ وون روچاو له خوا، چې یو آلمانی سیاستوال او لیکونکی وو په نولسمه پېړۍ کې جوړه شوه. په ۱۸۵۳ کال کې د هغه کتاب Grundsätze der Realpolitik angewendet auf die staatlichen Zustände Deutschlands «د ریښتیني سیاست اصول چې د آلمان ملي دولت کې ترسره کېږي» د دې اصطلاح معنا داسې بیانوي:[۳][۴]

د هغو قوتونو مطالعه چې دولتونه جوړوي، ساتي یې او دولتونو ته تغییر ورکوي، ټول د سیاسي لیدلوري اصل دی او دا خبره جوته کوي چې د زور یا ځواک قانون د نړۍ پر دولتونو داسې حاکمیت کوي، لکه د فزیک په نړۍ چې د جاذبې قانون حاکمیت کوي. پخواني سیاسي علوم په بشپړه توګه له دې حقیقت څخه خبر وو، خو غلطه او زیان رسوونکې پایله یې ترلاسه کړه – د ډېر ځواکمن حق. اوسني عصر دا غیراخلاقي غلطي اصلاح کړې ده، خو په داسې حال کې چې د ډېر ځواکمن حق ادعا یې ماته کړه، اوسني عصر له حد څخه ډېر دې ته متوجه وه چې د ځواکمنانو ریښتینی ځواک او دا چې د هغوی سیاسي نفوذ نه ماتېدونکی دی، له پامه وغورځوي.

تاریخ پوه جان بیو، سپارښتنه کوي چې هر هغه څه چې نن ورځ د عصري ریښتیني سیاست په معنا دی، د دې اصطلاح له اصلي معنا څخه یې انحراف کړی. ریښتینی سیاست د اروپا ۱۹مې پېړۍ په منځ کې له روښانتیا سره د دولت جوړونې او ځواکمن سیاست له ټکر سره سم راڅرګند شو. په دې موضوع کې بیو داسې استدلال کوي؛ چې دا په یوې داسې نړۍ کې چې د لیبرالي روښانتیا له قوانینو څخه پیروي نه کوي د لیبرالي روښانتیا موخو ته د رسېدو د معما په ځواب کې لمړنۍ هڅه وه.

خپرونکي، خبریال او د لیبرالي سیاست اصلاح کوونکي، فون روشاو دا اصطلاح په ۱۸۵۳م کال کې جوړه کړه او په ۱۸۶۹م کال کې یې دویم جلد ور زیات کړ چې د هغه مخکېني استدلالونه یې لا اصلاح کړل. روشاو په پاریس کې د ۱۸۴۸م کال تر پاڅون پورې جلاوطنی وو، د انقلاب په ترڅ کې بېرته راوګرځېد او د د لېبرال ملي ګوند په یوې پېژندل شوې څېرې بدل شو. کله چې د ۱۸۴۸م کال د لېبرالي انقلابونو لاسته راوړنې د جبري دولتونو قرباني شوې یا هم د ځواکمنو ټولنیزو قوتونو لکه طبقه، مذهب او ملتپالنې له خوا وخوړل شوې، د بیو په وینا: روشاو په دې فکر پیل وکړ چې څنګه کېدای شي، داسې یو کار چې په دومره مینې او لېوالتیا سره پیل شوی وو، د دوامدارې پایلې له لاسته راوړلو پرته ماته وخوړه.

هغه وویل چې د روښانتیا لویه لاسته راوړنه دا وه ترڅو ښکاره کړي چې ښایي اړینه نه وي چې سمه وي. هغه غلطي چې لېبرالانو ترسره کړه دا وه چې هغوی فرض کاوه چې د ډېر ځواکمن قانون له منځه تللی، یوازې له دې امله چې د هغه قانون ناعادلانه توب ښکاره شوی وو. روشاو ولیکل چې « ریښتینی سیاستوال پوهېږي چې د جریکو د دیوالونو نړولو لپاره عادي کولنګ له زورور مارتول څخه ګټور دی». د روشاو مفهوم د آلماني مفکرینو له خوا د نولسمې پېړۍ په منځ او وروستیو کې واخیستل شو او د نولسمې پېړۍ په منځ کې د اوتو وان بیسمارک له دولت دارۍ سره د آلمان متحد کولو پورې وتړل شو. تر ۱۸۹۰ز کال پورې، د ریښتیني سیاست اصطلاح کارونه ډېره پراخه وه، خو په زیاتېدونکې توګه له خپل اصلي معنا څخه جلا شوه. [۵]

په نړیوالو اړیکو کې سیاسي ریښتینولي (ریالیزم)[سمول]

په داسې حال کې چې ریښتینی سیاست، سیاسي تمرین ته اشاره کوي، په نړیوالو اړیکو کې د سیاسي ریالیزم مفهوم هغه نظري چوکاټ ته اشاره کوي چې د هغه موخه د نړیوالو اړیکو په حوزه کې د پېښو په اړه وضاحت ورکول دي. د سیاسي ریالیزم نظریه له دې ځایه سرچینه اخلي چې دولتونه د نړیوالو اړیکو د لوبوونکو په توګه د ریښتیني سیاست په تمرین سره د خپلو ګټو په لټه کې دي. برعکس، ریښتینی سیاست کولی شو د هغو پالیسيو د تمرین په توګه تعریف کړو چې د سیاسي ریالیزم له منل شوو پالیسیو سره همغږی دی. په هرحال، ټولیزه کاري فرضیه دا ده چې سیاست په ټوله کې د ځواک پر تعقیب، مالکیت او د ځواک پر کارولو پورې تړلی دی (همدارنګه د ځواک سیاست هم وګورئ). په هرحال، د نړیوالو اړیکو ځینې واقع بینان لکه کنت والتز، د دولت پالیسي ته د امنیت او پایښت له اړخه ګوري نه د دې لپاره چې خپل ځان ته ځواک ترلاسه کړي.

تاریخ او څانګې[سمول]

  • د عصري ډیپلوماسۍ د څانګو او سوابقو او د نړیوالو اړیکو ځانګړي پارادایم لیدو لپاره سیاسي ریالیزم برخې ته مراجعه وکړئ.
  • سان تزو، یو چینایی نظامي ستراتیژیست چې په خپل لیکل شوي د جګړې هنر کتاب کې یې د ریښتیني سیاست د عناصرو او وروستیو پرمختګونو وړاندوینه هم کړې.
  • توسیدید، یوناني تاریخ پوه چې د پلوپونیزین جګړې تاریخ یې لیکلی او هغه د ریښتیني سیاست د مخکښ فکري وړاندې کوونکي په توګه هم یاد شوی.
  • چاناکیا (یا کاوتیلیا)، په آرتاشاسترا کې لومړنی هندي سیاستوال او لیکونکی.
  • ابن خلدون، عرب تاریخ لیکونکی او تاریخ پوه او د عصري تاریخ لیکنې یو له بنسټ ایښودونکو څخه، د وخت نړیوال تاریخ یعنې مقدمه لیکونکی.
  • هان في، چینایی عالم چې د قانونیت نظریه یې وړاندې کړه او د سلطان کین په دربار کې یې خدمت کاوه – وروسته یې چین متحد کړ او د جنګېدونکو هېوادونو پړاو ته یې د پای ټکی کېښود. د هغه نظریه په دوو برخو (سزا او انعام د دولت د ابزارو په توګه) متمرکزه ده. هغه د یوه بې پلوه او لاس وهونکي حاکم په هکله نظریه ورکړه چې د دولت د رئیس په توګه عمل کوي او په عین حال کې اجرائیه قوه په پټه د خپلو وزیرانو له لوري کنټرول کوي – هغه کسان چې د هر سیاست ریښتینی مسئولیت مني.
  • نیکولو ماکیاولي، یو ایټالیوی فیلسوف چې Il Principe (شهزاده) یې لیکلی او په هغه کې معتقد دی چې د یو شهزاده (سیاستوال) یوازېنۍ موخه د مذهبی یا اخلاقی غور پرته د قدرت لاس ته راوړل دي. په هرحال، د هغه د نظریې د ماهیت او اخلاقي توب په هکله علمي بحثونه موجود دي.
  • کاردینال ریشلیو، فرانسوی سیاستوال چې کورنی ډله ییز توب یې له منځه یووړ او فرانسې ته یې په بهرنیو چارو کې د یوه مسلط مقام په لور لارښوونه وکړه.
  • توماس هابز، انګلیسی فیلسوف چې لویاتان یې لیکلی په کوم کې چې هغه وویل چې د طبیعت وضعیت همدې اصطلاح ته جوړ دی چې «د ټولو جګړه د ټولو په وړاندې».
  • لوی فردریک، د پروسیا سلطان چا چې د جګړې او ډیپلوماسۍ له لارې پروسیا په یوه لوی اروپایي قدرت بدل کړ.
  • Charles Maurice de Talleyrand-Périgord، فرانسوی ډیپلوماټ چا چې فرانسې او اروپا ته د بېلابېلو سیاسي سیسټمونو له لارې لارښوونه کوله.
  • شهزاده کلمنس ونزل وان مترنیخ، په کوبلنس کې زېږېدلی اتریشی سیاستوال چې د سیاسي انقلاب مخالفت یې وکړ.
  • کارل وان کلاوزویتز، د پروسیا جنرال او نظامي ستراتېژېست چې د (Vom Kriege) جګړې په هکله یې لیکلي دي.
  • کامیلو بنسو له کاوور څخه، یو ایټالیوی سیاستوال چې په ډیپلوماټیک ډول بریالی شو د ساردینیا پاچاهي په اروپا کې په یو نوي او لوی ځواک بدله کړي، هغه کابو متحده ایټالیا کنټرول کړه کومه چې قدرت ته د ده له راتګ څخه مخکې د ساردینیا له پاچاهۍ څخه پنځه برابره لویه وه.
  • اتو وان بیسمارک، یو پروسیایی سیاستوال چې د ځواک د توازن اصطلاح یې رامنځته کړه. د ځواک توازن د سولې د ساتلو په معنا ده او د ریښتیني سیاست تمرین کوونکي په ډېر دقت سره هڅه کوي ترڅو له وسله والو سیالیو څخه ډډه وکړي.
  • د سیاسي ریالیزم د شلمې پېړۍ پلویان عبارت دي له هانس مورګنتاو، هنری کیسینجر، جورج اف کنان او همدارنګه ځینې سیاستوال لکه شارلس دو ګل او لی کوان یو.
  • د مائو زیدونګ د درې نړۍ نظریه د هغه د منتقدینو له خوا د ريښتیني سیاست په توګه تشرېح شوې ده، په شمول د انور خوجه، څوک چې استدلال کوي چې دا نظریه د یوې قوي آیډیولوژیکې پایې پر بنسټ نه ده او یوازې له غرب سره د اړیکې د توجیه لپاره کارول کېږي.

سرچينې[سمول]

  1. "Hans-Dietrich Genscher: A Life of Longing for Stability". www.handelsblatt.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Humphreys, Adam R. C. (2014). Gibbons, Michael T; Ellis, Elisabeth; Coole, Diana; Ferguson, Kennan (المحررون). Realpolitik (په انګلیسي ژبه کي). John Wiley & Sons, Ltd. د کتاب پاڼي 3151–3152. doi:10.1002/9781118474396. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781118474396. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Haslam, Jonathan (2002). No Virtue Like Necessity: Realist Thought in International Relations since Machiavelli. London: Yale University Press. د کتاب پاڼې 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-09150-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. von Rochau, Ludwig (1859). Grundsätze der Realpolitik angewendet auf die staatlichen Zustände Deutschlands. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bew, John (2014). Real Realpolitik: A History. Washington, D.C.: The Library of Congress. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)