ریچارډ ترویتیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ریچارډ ترویتیک (زوکړه: د ۱۷۷۱ زکال د اپرېل ۱۳مه – مړینه: د ۱۸۳۳ زکال د اپرېل ۲۲مه) بریتانوی مخترع او د کانونو په برخه کې انجینر و. د کانونو د کېپتان د زوی په توګه نوموړی د کورنوال د کان په زړه کې وزېږېد، له همدې امله د ډېر لږ عمر څخه له کانونو او د کانونو له انجینرۍ سره بلد و. نوموړی په بخار باندې د واټ پر سر او ریلي ټرانسپورټ یو له مخکښانو څخه و چې په دغه برخه کې یې لومړنۍ چاره هم لوړ فشار لرونکي بخار ماشین او همدارنګه د بخار پر مټ چلېدونکي لوکوموتیف ریل ګاډي ته پراختیا ورکول وو. په دې سره د نړۍ لومړي ریل ګاډي د ۱۸۰۴ زکال د فبروري په ۲۱ مه خپل لومړنی سفر ترسره کړ، هغه مهال چې د ترویتیک له خوا جوړ شوي لوکومتیف په مرثرتیدویل ښار کې د پنیدارن د اوسپنې د کارخونې څخه تر ولز پورې د موجودې اوسپنې پټلۍ څخه په ګټنې سفر وکړ. [۱][۲][۳]

له دې وروسته په داسې حال کې چې په پیرو کې یې د کانونو په برخه کې د سلاکارۍ دنده مخته وړه، له بهر سره یې لیوالتیا پیدا کړه او د کوستاریکا یو شمېر برخې یې وکتلې. هغه د خپل مسلکي ژوند پر مهال ګڼ شمېر لوړې او ژورې تجربه کړې آن تر دې چې یو مهال له مالي ماتې سره مخ شو او همدارنګه د هغه مهال د کانونو او بخار له انجنیرانو سره له شدیدې سیالۍ رنځېده. نوموړی د کانونو او انجینرۍ په برخه کې د خپل کاري دوران په اوج کې یو پېژندل شوی او درناوي وړ کس و، خو د ژوند په وروستیو کې له عامه ډګر څخه لرې شو.

ترویتیک ډیر پیاوړی وجود درلود او د کورنېش غېږ نیونې اتل و. [۴][۵][۶]

ماشومتوب او لومړنی ژوند[سمول]

ریچارډ ترویتیک د کامبورن او ردروث ترمنځ د ایلوګان کلي په تریجاجوران استوګنځي کې وزیږېد، دا د کورنوال د غني معدني کانونو په زړه کې ځای و. نوموړی د خپلې کورنۍ له شپږو ماشومانو څخه تر ټولو کوچنی او همدارنګه یوازنی هلک و. ده ۱۸۸ سانتي متره (۶ فوټه او ۲ انچه) قد درلود چې هغه مهال ډېر لوړ قد و؛ ورته مهال ورزشکار و چې د ښوونځي د زده کړو پر ځای یې تر ډېره په ورزش تمرکز کاوه. نوموړی د کامبورن کلیوالي ښوونځي ته ولاړ، خو هلته یې له زده کړو څخه چندان ګټه وه نه لېده. د هغه د ښوونځي یو ښوونکي دی د یو «نافرمانه، ټنبل، ناغېړه، تر ډېره غیرحاضر او بې پامه زده کوونکي» په توګه توصیف کړی. یوازنۍ استثنا چې ده د زده کړو په برخه کې لرله هغه هم په حساب کې وه او په هغو کې یې ځانګړی استعداد درلود، په داسې حال کې چې د پوښتنو ځوابونه یې په غیرمتعارفه بڼه ترلاسه کول خو ځوابونه به یې سم وو. [۷]

ترویتیک د کانونو په برخه کې د کېپتان ریچارډ ترویتیک (۱۷۳۵ – ۱۷۹۷ زکال) او د کان ویستونکي د لور آن تیګ (مړینه: ۱۸۱۰ زکال) زوی و. هغه د ماشومتوب پر مهال تل دې ته پام کوه چې د بخار پر مټ چلېدونکي د اوبو ماشینونه څخه ډول د قلعي او مسو له ژورو کانونو څخه اوبه پورته پمپ کوي. نوموړی د یوې مودې لپاره د ویلیام مرداک ګاونډی و چې د بخار په ماشینونو کې یو له مخکښانو څخه و او د مرداک د ازموینو تر اغېز لاندې هغه په واټونو باندې د چلېدونکو بخار ماشینونو له سیسټم سره بلد شو. [۸]

ترویتیک د لومړي ځل لپاره د ۱۹ کلنۍ په عمر په ایسټ سټرې پارک نومي کان کې په کار پیل وکړ. هغه له کار سره مینه لرله او ډېر ژر یې دلته د سلاکارۍ ځایګی ترلاسه کړ چې دغه ډول ځایګی ترلاسه کول د یو ځوان کارګر لپاره نا دوده چاره وه. نوموړی له دې امله چې خپل پلار ته یې زیات درناوی درلود، د کارګرانو ترمنځ یې محبوبیت درلود.

واده او کورنۍ[سمول]

ترویتیک په ۱۷۹۷ زکال کې د هایل له اوسېدونکې جین هاروې سره واده وکړ. دوی شپږ ماشومان ستر کړل:[۹]

  • ریچارډ ترویتیک (۱۷۹۸ – ۱۸۷۲ زکال)
  • آن ایلیس (۱۸۰۰ – ۱۸۷۷ زکال)
  • الیزابت بانفیلډ (۱۸۰۳ – ۱۸۷۰ زکال)
  • جان هاروې ترویتیک (۱۸۰۷ – ۱۸۷۷ زکال)
  • فرانسېس ترویتیک (۱۸۱۲ – ۱۸۷۷ زکال)
  • فریدریک هنري ترویتیک (۱۸۱۶ – ۱۸۸۳ زکال)

حرفوي ژوند[سمول]

د جین پلار، جان هاروې چې وړاندې په کارن هېل ګرین کې آهنګر و، د هاروې آپ هېل په نامه یې د اوسپنې د ویلې کولو کارخونه جوړه کړه. د هغه شرکت د اوبو د پمپ کوونکو لویو ثابتو ماشینونو د جوړولو له امله چې تر ډېره په کانونو کې ورڅخه ګټنه کېده، په نړیواله کچه شهرت وموند. تر دغه مهاله پورې د بخار د ماشینونو په څېر ګڼ شمېر نورو اتومسفیري ماشینونو شتون درلود چې په ۱۷۱۲ زکال کې د توماس نیوکامن له خوا اختراع شوي و او د لږ فشار د ماشینونو په نوم یادېدل. جیمز واټ له مټیو بولټون سره د خپل شراکت پر مټ د نیوکامن ماشینونو د موثریت د زیاتوالي په موخه یو شمېر اختراع ګانې وکړې چې په دغو کې تر ټولو بحث پارونکې یې د جلا خازن اختراع وه.

تریویتیک په ۱۷۹۷ زکال کې په دیڼګ ډونګ کان کې انجینر وټاکل شو او هلته (د اډوارډ بول په همکارۍ) د لوړ فشار لرونکو بخاري ماشینونو په کارونه کې له مخکښانو څخه شو. هغه د بخار د ماشینونو په جوړولو او اصلاح پیل وکړ څو د جلا خازن د اختراع په برخه کې واټ ته د امتیاز د ورکړې څخه مخه ونیسي.

نوموړي همدارنګه په پلانجر پمپ کې چې هغه هم بیم لرونکی ماشین و او د کورنوال د قلعي په کانونو کې ترې په پریمانه کچه ګټنه کېدله له دغې چارې ګټنه وکړه او په هغو کې یې پیسټون منعکس کړ څو هغه د اوبو پر مټ چلېدونکي ماشین ته واړوي.

وروستۍ پروژې[سمول]

ترویتیک د پخوانیو مخترعینو په تشویق چې هغوی هم ورته بریاوو ته لاسرسی موندلی و، له پارلمان څخه د مالي مرستې غوښتنه وکړه، خو د دغې مرستې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.

په ۱۸۲۹ زکال کې نوموړي یو تړلی سایکل لرونکی د بخار ماشین او ورپسې عمودي لوله یي بایلر جوړ کړ.

په ۱۸۳۰ زکال کې نوموړي د ذخیرې د خونې لپاره د بخارۍ لومړنی ډول اختراع کړ. په دغو کې لږ اور لرونکی لوله یي بایلر شامل و چې یو جلا کېدونکی دود کش یې درلود چې کېدلای شو په خونه کې دننه او یا هم بهر هغو ته وصل شي او د وصلېدو په صورت کې بایلر ګرم راشي، له ګرمېدو وروسته د ګرمو اوبو دغه بایلر هغه ځای ته څرخول کېده چې تودوخې ته به یې اړتیا لرله او تولید کېدونکې تودوخه هم کېدلای شوه د تنظیم کېدونو دروازو پر مټ تغیر ومومي.

نوموړي په ۱۸۳۲ زکال کې د اصلاحاتو د لایحې د تصویب د لمانځنې په موخه د ۱۰۰۰ فوټه (۳۰۰ متره) په لوړوالي یوه لویه پایه طراحي کړه چې قطر یې ۱۰۰ فوټه (۳۰ متره) و او پر سر باندې یې هم د ۱۲ فوټه (۳.۷ متره) په لویوالي د اسپ یوه مجسمه نصب کېدله. په پام کې وه چې دغه پایه د چدن له ۱۰ فوټ مربع ۱۵۰۰ ټوټو څخه جوړه شي او وزن یې هم ۶۰۰۰ لوی ټنه (۶۱۰۰ ټنه؛ ۶۷۰۰ کوچني ټنه) وي. په دغه وړاندیز کې یو شمېر عامه ګټې هم په پام کې نیول شوې وې خو د هغو د جوړېدو چارې هېڅکله هم ترسره نه شوې.

وروستۍ پروژه[سمول]

نږدې همدغه مهال نوموړی د جې اېنډ اي هال کمپنۍ د بنسټګر جان هال له خوا د بېړیو په ماشین کې د پراختیا د رامنځته کولو په موخه دارتفورد ته ور وبلل شو. د هغه په چارو کې یو غبرګون رامنځته کوونکی توربین شامل و چې ترویتیک د دغې چارې له امله ۱۲۰۰ پونډه ترلاسه کړل. نوموړی په دغه پروژه کې د کار پر مهال د کینټ، دارتفورد د های سټریټ سیمې په بول هوټل کې استوګن و.

مړینه[سمول]

په دارتفورد کې له شاوخوا یو کال کار وروسته، ترویتیک د سږو په ناروغۍ اخته شو، له همدې امله اړ شو چې په بول هوټل کې چې هلته استوګن و تقاعد شي. په دغه ځای کې له یوې اونۍ بستروالي وروسته نوموړی د ۱۸۳۳ زکال د اپرېل میاشتې په ۲۲مه نېټه ومړ. هغه پیسې نه لرلې او هېڅ خپلوان او ملګری یې د هغه د مړینې ځای ته حاضر نه شول. د هال په چارو کې د هغه همکارانو د نوموړي د جنازې لپاره پیسې راغونډې کړې او د هغه د جنازې د لېږدونکو په توګه یې عمل وکړ. دوی همدارنګه یوه ساتونکي ته پیسې ورکولې څو د شپې پر مهال له غلو څخه د هغه قبر وساتي، ځکه چې دغه مهال د اجسادو غلا معمول چاره وه.

ترویتیک د دارتفورد د ایسټ هال په سنټ اډمونډ هدیره کې خښ کړای شو، قبر یې هم کومه ډبره نه لرله. دغه هدیره په ۱۸۵۷ زکال کې وتړل شوه او د قبرونو ډبرې یې هم له ۱۹۵۶ زکال څخه تر ۱۹۵۷ زکال پورې له منځه یووړل شوې. [۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. Crump, Thomas (2007). The Age of Steam: The Power that Drove the Industrial Revolution. Carroll & Graf. د کتاب پاڼي 66–67. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-78672-047-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Richard Trevithick's steam locomotive | Rhagor". Museumwales.ac.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 21 February 2004 باندې). Steam train anniversary begins. BBC News.
  4. Longhurst, Percy: Cornish Wrestling, The Boy's Own Annual, Volume 52, 1930, p167-169.
  5. Trevithick, Ricard, Encyclopedia Britannica Vol XXIII, Maxwell Sommerville (Philadelphia) 1891, p589.
  6. Cornish wrestling champion of 150 years ago, Cornish Guardian, 17 March 1966, p10.
  7. Hodge, James (2002). Richard Trevithick. Aylesbury: Shire Publications Ltd. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85263-177-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite ODNB
  9. "Facts about Richard Trevithick". Steam Trains of British Railways. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Dartford Council, East Hill Cemetery page". Dartford.gov.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)