ریتا لیوي - مونتالچیني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ریتا لیوي مونتالچیني (زوکړه: د ۱۹۰۹ زکال د اپرېل ۲۲مه – مړینه: د ۲۰۱۲ زکال د ډسمبر ۳۰مه) د عصبی علومو ایټالوۍ عالمه وه. نوموړې په ۱۹۸۶ زکال کې د ودې د عصبي فکټور (nerve growth factor) د کشف له امله له خپل همکار سټنلي کوهن سره یوځای د فیزیولوژي یا طبابت برخې ته اړونده د نوبل جایزه ترلاسه کړه. [۱][۲][۳]

مونتالچیني له ۲۰۰۱ زکال څخه را وروسته د مړینې تر مهاله د ایټالیا په سنا جرګه کې د ټول ژوند لپاره د سناتورې په توګه خدمت وکړ. دغه څوکۍ د علومو په برخه کې د هغې د پام وړ مرستو له امله ورکړل شوه. د ۲۰۰۹ زکال د اپرېل په ۲۲مه نېټه نوموړې د نوبل جایزې هغه لومړنۍ ګټونکې شوه چې سل کاله عمر یې پوره کړ او د روم ښار په تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه. [۴][۵][۶][۷][۸]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

لیوي – مونتالچیني د ۱۹۰۹ زکال د اپرېل په ۲۲مه په تورین کې وزیږېده؛ پلار او مور دواړه یې ایټالوي یهودان و چې ریښه یې د روم سترواکۍ ته رسېده. هغه او غبرګولنې خور یې پائولا د دغې کورنۍ له څلورو ماشومانو څخه تر ټولو کوچني و. مور یې نقاشه اډلا مونتالچیني او پلار یې هم د برېښنا انجینر ادامو لیوي و چې د دوی کورنیو د شلمې پېړۍ په وروستیو کې په ترتیب سره له آستي او کاسله مونفراتو څخه تورین ته کډه کړې وه. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د نوې ځوانۍ په عمر، هغې د لیکوالۍ فکر په سر کې درلود او د سویډنۍ لیکوالې سلما لاګرلوف لیکنې یې ستایلې، خو وروسته له هغه چې د دوی د کورنۍ یو نږدې غړی د معدې د سرطان له امله ومړ، پرېکړه یې وکړه چې د تورین په پوهنتون کې به طب پوهنځی لولي. پلار یې هڅه کوله خپلې لوڼې کالج ته له تلو منع کړي، ځکه چې ویرېده دغه چاره به د مېرمنو او میندو په توګه د هغوی ژوند ګډوډ کړي، خو بالاخره یې د مونتالچیني له دغې هیلې ملاتړ وکړ چې غواړي ډاکټره شي. د تورین په پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د اعصابو د برخې ډاکټر جوزپه لیوي د مخ پر ودې عصبي سیسټم سره د هغې علاقه راوپاروله. مونتالچیني په ۱۹۳۶ زکال کې له فراغت وروسته په همدغه پوهنتون کې د ډاکټر لیوي د همکارې په توګه پاتې شوه، خو د هغې مسلکي چارې په ۱۹۳۸ زکال کې د بنیټو موسیلیني د هغه نژادي مانیفېست او قوانینو په معرفي کولو سره په ټپه ودرېدې چې یهودان یې له علمي او مسلکي چارو منع کول. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سیاسي چارې[سمول]

نوموړې د ۲۰۰۱ زکال د اګست په لومړۍ نېټه د ایټالیا د ولسمشر کارلو آزګلیو چیامپي له خوا د ټول عمر لپاره سناتوره وټاکل شوه.[۱۹]

د ۲۰۰۶ زکال د اپرېل له ۲۸مې نېټې څخه تر ۲۹ نېټې پورې ۹۷ کلنې لیوي مونتالچیني د نوې ټاکل شوې سنا په پرانیست غونډه کې چې د دغې جرګې رئیس په کې ټاکل کېده، ونډه واخیسته. هغې خپله رایه د کیڼ اړخي معتدل نوماند فرانکو ماریني په ګټه وکاروله. د رومانو پروډي د دولت څخه د ملاتړ له امله د ښي اړخو سناتورانو له نیوکو سره مخ شوه او هغه یې په داسې مهال کې د دولت په ژغورنې تورنه کړه چې په سنا جرګه کې یې قطعي اکثریت له لاسه ورکاوه. د هغې په ډېر عمر (زړوالي) باندې به افراطي کیڼ اړخي سیاستوال فرانچسکو سټوراس ملنډې وهلې. [۲۰][۲۱]

شخصي ژوند[سمول]

د لیوي مونتالچیني پلار، آدامو لیوي، د برېښنا انجینر او ریاضي پوه و او مور یې ادلا مونتالچیني بیا نقاشه وه. د دغې کورنۍ یهودي ریښه د روم سترواکۍ ته اړوندېده؛ له همدې امله د دوی محدودې او سنتي مخینې ته په پام آدامو خوښ نه و چې د کورنۍ نجونې یې کالج ته ولاړې شي ځکه چې پر باور یې دغه چارې بیا له ماشومانو او کور څخه په پالنه کې د هغوی د چارو مخنیوی کاوه. [۲۲][۲۳]

لیوي مونتالچیني د جینو په نامه مشر ورور درلود چې په ۱۹۷۴ زکال کې د زړه د سکتې له امله ومړ. نوموړی د هغه مهال یو له ډېرو پېژندل شوو ایټالوي معمارانو څخه و او همدارنګه د تورین پوهنتون استاد و. دوه خویندې یې لرلې: انا چې له ریتا پنځه کاله مشره وه او پاولا چې د هغې غبرګلونې وه؛ وروسته بیا مشهوره هنرمنده شوه او د ۲۰۰۰ زکال په سپټمبر میاشت کې د ۹۱ کلونو په عمر مړه شوه.

نوموړې په ۲۰۰۳ زکال کې د افترا او سپکاوي کولو له امله د بپه ګریلو پر وړاندې شکایت وکړ. ګریلو د یوه پروګرام پر مهال دغې ۹۴ کلنې مېرمنې ته د «زړې فاحشې» په نامه خطاب کړی و. [۲۴]

لیوي موتالچیني هېڅکله هم واده ونکړ او کوم ماشوم یې هم نه درلود. نوموړې په ۲۰۰۶ زکال کې د یوې مرکې په ترڅ کې وویل: «ما هېڅکله له خپلې دغې پرېکړې څخه د پښېمانۍ احساس نه دی کړی... زما ژوند د غوره انساني اړیکو، کار او خپلو لیوالتیا وو څخه ډک و. هېڅکله مې د یوازیتوب احساس نه دی کړی». نوموړې د ۲۰۱۲ زکال د ډسمبر په ۳۰مه نېټه د ۱۰۳ کلونو په عمر په روم کې په خپل کور کې مړه شوه. [۲۵][۲۶][۲۷]

د هغې له مړینې وروسته، د روم ښاروال جیانو آلمانو څرګنده کړه چې د هغې مړینه «د ټول بشریت لپاره» یو لویه ضایع ده. ښاروال نوموړې د «مدني وجدان، کلتور او زموږ د مهال د څېړنیزې روحیې لرونکې» په توګه د یادولو پر مټ وستایله. ایټالوي ستورپوهې او فیزیک پوهې مارګاریتا هک له سکای «TG24 TV» سره په خبرو کې نوموړې د داسې کس په توګه یاده کړه چې واقعا د ستاینې وړ ده. د ایټالیا لومړي وزیر ماریو موټي د لویي مونتالچیني «کاریزماتیک او پیاوړي» شخصیت ته په نغوتې ورته درناوی وکړ او څرګنده یې کړه هغې «په هغو جګړو کې دفاع وکړه چې باور یې پرې درلود». د واټیکان ویاند، فدریکو لومباردي د نوموړې مدني او اخلاقي هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه چې دا د ایټالیا او ټولې نړۍ لپاره «الهام بخښونکې» بېلګه وه.  [۲۸][۲۹]

جایزې او ویاړونه[سمول]

لویي مونتالچیني په ۱۹۶۶ زکال کې د امریکا د علومو او هنر د اکاډمۍ غړې وټاکل شوه.[۳۰]

په ۱۹۶۸ زکال کې نوموړې د متحده ایالاتو د علومو اکاډمۍ غړې وټاکل شوه؛ په دې سره لسمه ښځه شوه چې د دغې اکاډمۍ غړیتوب یې ترلاسه کړ.[۳۱][۳۲]

په ۱۹۷۰ زکال کې نوموړې د امریکایي لاسته راوړونو له اکاډمۍ څخه د طلایي قاب جایزه واخیسته.[۳۳]

په ۱۹۷۴ زکال کې نوموړې د پاپي علومو د اکاډمۍ غړې وټاکل شوه.[۳۴]

په ۱۹۸۳ زکال کې یې د کلمبیا له پوهنتون څخه د لوئیزا ګراس هورویتز جایزه ترلاسه کړه.[۳۵]

په ۱۹۸۵ زکال کې د اعصابو علومو ته اړونده د رالف ډبیلو جرارډ جایزه ورکړل شوه.

په ۱۹۸۶ زکال کې د متحده ایالاتو د فلسفې ټولنې غړې وټاکل شوه. [۳۶]

لیوي مونتالچیني په ۱۹۸۶ زکال کې له خپل همکار سټنلي کوهن سره یوځای د طبابت برخې ته اړونده د نوبل جایزه او همدارنګه د اساسي طبي څېړنو په برخه کې د آلبرټ لاسکر جایزه ترلاسه کړه. په دې سره نوموړې د امیلیو سګره، سلواډور لوریا (د مونتالچیني ملګری او همکار) او فرانکو مودیلیاني وروسته د ایټالیا د کوچنۍ (له ۵۰ زرو څخه لږ وګړي) خو ډېرې زړې یهودي ټولنې څلورمه غړې وه چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړه. [۳۷][۳۸]

په ۱۹۸۷ زکال کې نوموړې د علومو ملي مډال ترلاسه کړ چې په متحده ایالاتو کې د علومو په برخه کې تر ټولو عالي مډال دی. [۳۹].

لیوي په ۱۹۹۵ زکال کې د علومو د سلطنتي ټولنې بهرنۍ غړې وټاکل شوه.[۴۰]

په ۱۹۹۹ زکال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او د کرهڼې د سازمان (FAO) د مشر ژاک ډیوف له خوا د دغه سازمان د غوره نیت د سفیرې په نوم ونومول شوه. [۴۱]

په ۲۰۰۱ زکال کې نوموړی د ایټالیا د ولسمشر، کارلو آزلیو چیامبي له خوا د ټول عمر لپاره سناتوره وټاکل شوه.[۴۲]

په ۲۰۰۶ زکال کې د هغې د زیږون ځای تورین ښار پلتخنیک پوهنتون ورته د بایو مډیکل انجینرۍ افتخاري دوکتورا ورکړه.

په ۲۰۰۸ زکال کې یې د هسپانیا د مادرید له کمپلوتنسه پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا واخیسته.

په ۲۰۰۹ زکال کې یې د اروپا د علومو اکاډمۍ څخه د لئوناردو داوینچي جایزه ترلاسه کړه.

په ۲۰۱۱ زکال کې یې د روم په سپینزا پوهنتون کې د کاناډا له مک ګېل پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه.[۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  2. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  3. "The Nobel Prize in Physiology or Medicine 1986". The Nobel Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Bradshaw RA (2013). "Rita Levi-Montalcini (1909–2012) Nobel prizewinning neurobiologist and eminent advocate for science". Nature. London. 493 (7432): 306. Bibcode:2013Natur.493..306B. doi:10.1038/493306a. PMID 23325208. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Rita Levi-Montalcini". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Abbott, A. (2009). "Neuroscience: One hundred years of Rita". Nature. 458 (7238): 564–567. doi:10.1038/458564a. PMID 19340056. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . The Doyenne of Neuroscience celebrates her 100th birthday.[مړه لينکونه]
  8. (په 30 April 2009 باندې). Secret of Longevity: No Food, No Husband, No Regrets or anything like that at all.
  9. "Scheda di attività – Rita Levi-Montalcini". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 30 December 2012 باندې). Dr. Rita Levi-Montalcini, Nobel Winner, Dies at 103. The New York Times.
  11. https://www.economist.com/news/obituary/21569019-rita-levi-montalcini-biologist-died-december-30th-aged-103-rita-levi-montalcini Rita Levi-Montalcini
  12. Costantino Ceoldo (31 December 2012). "Homage to Rita Levi Montalcini". د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۱۳. Born and raised in a Sephardic Jewish family in which culture and love of learning were categorical imperatives, she abandoned religion and embraced atheism. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Reynolds, Lauren (15 March 2018). "Five facts about Rita Levi-Montalcini, who figured out how neurons grow". Massive Science. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Levi-Montalcini, Rita (18 April 1988). In Praise of Imperfection: My Life and Work. Basic Books. د کتاب پاڼې 28. Bibcode:1988piml.book.....L. Mother and Father both came from Sephardic families which had moved respectively from Asti and Casale Monferrato, two towns of some importance in Piedmont, to settle in Turin at the turn of the century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 30 December 2012 باندې). Levi-Montalcini, Italian Nobel Laureate, Dies at 103. Bloomberg
  16. (په 4 March 2008 باندې). Oldest living Nobel laureate arrives today on solidarity visit. 98- year-old Italian neurologist Rita Levi-Montalcini triumphed over Mussolini's anti-Jewish edicts. The Jerusalem Post.
  17. (په 30 December 2012 باندې). Dr. Rita Levi-Montalcini, Nobel Winner, Dies at 103. The New York Times.
  18. (په 30 December 2012 باندې). Nobel-winning scientist Levi-Montalcini dies in Rome at 103, biologist studied growth factor. Fox News Channel
  19. "Scheda di attività – Rita Levi-Montalcini". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Mastella: sì al procedimento su Storace". la Repubblica. 17 October 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Dispetto alla Montalcini al seggio". La Repubblica. 14 April 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Elliott, Ellen. "Women in Science: Rita Levi-Montalcini (1909–2012)". The Jackson Library. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Rita Levi-Montalcini- Biography". The Nobel Prize. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gian Marco Chiocci (5 October 2007). "Tra "vaffa" e condanne, Camere tabù per Grillo" (په اطالوی ژبه کي). Il Giornale. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Reynolds, Lauren (15 March 2018). "Five facts about Rita Levi-Montalcini, who figured out how neurons grow". Massive Science. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Rita Levi-Montalcini, pioneering Italian biologist, dies at 103". The Guardian. 20 December 2012. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 30 December 2012 باندې). Addio al premio Nobel Rita Levi Montalcini. ANSA
  28. (په 30 December 2012 باندې). Nobel-winning biologist Rita Levi-Montalcini dies at 103. NBC News
  29. Alberto Statera (په June 9, 2010 باندې). I massoni di sinistra. Nelle logge sono 4mila..
  30. "Book of Members, 1780–2010: Chapter L" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Wasserman, Elga (2000). The Door in the Dream: Conversations With Eminent Women in Science. Joseph Henry Press. د کتاب پاڼې 61. د کتاب نړيواله کره شمېره 0309086191. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Yount, Lisa (2007). A to Z of Women in Science and Math. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1438107950. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Golden Plate Awardees of the American Academy of Achievement". achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Rita Levi-Montalcini". The Pontifical Academy of Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Rita Levi-Montalcini – The Embryo Project Encyclopedia". ASU. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مارچ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. American Philosophical Society Member History (Dr. Rita Levi-Montalcini)
  37. (په 30 December 2012 باندې). Nobel-winning scientist Levi-Montalcini dies in Rome at 103, biologist studied growth factor. Fox News Channel
  38. "Albert Lasker Basic Medical Research Award: 1986 Winners". Lasker Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ فبروري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Yount, Lisa (2007). A to Z of Women in Science and Math. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1438107950. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Anon (2015). "Fellowship of the Royal Society 1660–2015". London: Royal Society. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Meet the Goodwill Ambassadors". FAO. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په 13 April 2006 باندې). Prodi May Need Elderly Senators to Keep Government. Bloomberg
  43. "E' scomparsa Rita Levi Montalcini, premio Nobel per la medicina, tra i soci fondatori di Città della Scienza". Città della Scienza. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)