Jump to content

ريچل کارسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ريچل لويس کارسن

ريچل لويس کارسن (۲۷ مۍ، ۱۹۰۷ ز– ۱۴ اپريل، ۱۹۶۴ز) يوه امريکايۍ تبعه د سمندري ژوند پوهانده، لیکواله او د طبيعي سرچينو د ساتنې د پلوي خوځښت غړې وه چې د نړيوال چاپېريال ساتنې خوځښت د ودې نسبت د هغې اغېزناک کتاب «چوپ پسرلی» (۱۹۶۲ز) او نورو لیکنو ته کېږي.

کارسن خپل مسلکي ژوند، د متحده ايالاتو په کب روزنځای کې د اوبو اړوند ژوند پوهاندې په توګه پيل کړ او په ۱۹۵۰ز کلونو کې به يې په بشپړ ډول د طبيعيت په اړه لیکنې کولې. په ۱۹۵۱ ز کال کې زيات پلورل شوی او ستايل شوی د هغې کتاب « زموږ شا او خوا سمندر» د متحده ايالاتو د کتاب ملي جايزه وګټله، د ځیرکې لیکوالې او مالي خونديتابه په توګه وپېژندل شوه. د هغې بل کتاب « د سمندرغاړه» او د لومړي کتاب بيا خپره شوې نسخه «د سمندر تر باد لاندې » هم تر ټولو زيات پلورل شوي کتابونه وو. د سمندر په اړه دا درې ګونې ليکنې له سمندرغاړو نيولې، تر ژورو پورې ټول سمندري ژوند راسپړي. د ۱۹۵۰مو کلونو په پای کې، کارسن خپله پاملرنه د طبيعي سرچينو ساتنې لورته وګرځوله، په ځانګړې ډول کله چې هغې باور پيدا کړ چې ځينې ستونزې د مصنوعي خځنده ضد کيمياوي موادو له امله رامنځ ته شوي دي. د هغې د دې هڅو پايله، د هغې کتاب چوپ پسرلی (۱۹۶۲ ز) و، چې د ژوند چاپېريال په اړه يې د امريکا د خلکو بې مخينې اندېښنې له ځانه سره لرلې. سره له دې چې (چوپ پسرلی ) د کيمياوي موادو د جوړولو د شرکتونو له سخت مخالفت سره مخامخ شو، بيا يې هم د خځنده وژونکو کيمياوي موادو په ملي پاليسۍ کې بدلون رامنځته کړ، چې په پايله کې يې په ټول هېواد کې په ډي ډي ټي (يو ډول کيمياوي مواد دي چې د خزنده وو د له منځه وړلو لپاره جوړېدل او کارېدل) او پر نورو خځنده ضد کيمياوي موادو بنديز ولګېد. له هغې څخه د چاپېريال ساتنې يو سيمه یيز خوځښت الهام واخيست او په پايله کې يې، د متحده ايالاتو د چاپېريال ساتنې اداره رامنځته شوه. کارسن ته له مرګ وروسته، د ولسمشر جيمي کارټر له خوا د ازادۍ ولسمشريز ميډال ورکړل شو[۱].[۲]

ژوند او کار

[سمول]

وختي ژوند او زدکړه

[سمول]

ريچل کارسن د مۍ مياشتې په ۷ نېټه ۱۹۰۷ زکال د سپرينګډال، پينسلوانيا سره نږدې د پيتسبورک د اليګيني سمندر څخه لږ پورته د کورنۍ په کرونده ځای کې زېږېدلې وه. هغه د ماريه فريزير او د بېمې د پلورونکي راربرټ وارډن کارسن لور وه. هغې خپل زيات وخت د کورنۍ په پنځه شپېته ايکړه کرونده کې تېر کړ. د يوې لېواله لوستونکې په توګه، هغې په اته کلنۍ کې د کيسو ليکل پیل کړل (کیسې يې ډېر ځله د حيواناتو په اړه وې). لومړۍ کیسه يې په لس کلنۍ کې خپره شوه. هغې په ځانګړي ډول د سینټ نيکولس له مجلې (چې همدې مجلې د هغې لومړۍ کيسې خپرولې)، د بيټريکس پاوټر له ليکنو او جين سټراټن پوټر له ناولونو او له لس کلنۍ وروسته، د هرمن ميلول، جوزف کونريډ او روبرټ لويس سټيوينسن له ناولونو خوند اخيست. طبيعي نړۍ او په ځانګړي ډول سمندر، د هغې د خوښې د ادبياتو لړۍ وه. تر لسم ټولګي کارسن د سپرينګډال کوچني ښوونځي ته ولاړه، ليسه يې په نږدې پارناسس پينسلوانيا کې بشپړه کړه او په۱۹۲۵ زکال کې په داسې حال کې فارغه شوه چې د ټولګي په څلور څلوېښتو زده کوونکو کې لومړۍ وه.[۳][۴]

کله چې په لېسه کې وه، د ښځو لپاره د پينسلوانيا په پوهنځي کې (اوس د چاټم پوهنتون په نوم پېژندل کېيږي) کارسن تريو بريده يوازې وه. په اصل کې هغې انګليسي ولوسته، خو د ۱۹۲۸ زکال په جنوري کې يې خپل تخصص ژوندپوهنې ته بدل کړ. بيا هم هغې د ښوونځي د زده کوونکو ورځپاڼې او بشپړوونکو ادبياتو کې مرسته کوله. سره له دې چې هغه په ۱۹۲۸ زکال کې د جانز هوپکينز پوهنتون څخه فارغه شوه، خو بيا هم د مالي ستونزو له امله، هغه اړ شوه چې وروستی کال د پينسلوانيا د ښځو په پوهنځي کې پاتې شي. نوموړې په ۱۹۲۹ زکال کې په اعلی درجه فارغه شوه. په مارين بيولوژيکي لابراتوار کې د دوبي(اوړي) له يوې دورې وروسته، هغې په جانز هوپکينز پوهنتون کې د ۱۹۲۹ ز کال په مني کې د ژوپوهنې او ارثياتو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. [۵][۶]

له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته په لومړي کال کې، کارسن د نيم وخت زده کوونکې شوه، په داسې حال کې چې د ريمونډ پيرلز په لابراتوار کې يې د مرستيالې دنده لرله، چېرته چې هغې له مږو او مچانو ته ورته يوې خځندې سره کار وکړ، تر څو د زده کړې لپاره پيسې تر لاسه کړي. له يو ډول مارانو او موش خرما (پيښو پړانګ) سره له ناکام پيل وروسته، هغې په کبانو کې د پرونوفراس (د ماهيانو بدني جوړښت کې د پښتورګو اړوند) د جنيني ودې په اړه خپله د پای پروژه بشپړه کړه. د ۱۹۳۲ ز کال د جون په مياشت کې يې په ژوپوهنه کې د ماسترۍ سند بشپړ کړ. نيت يې درلود چې دوکتورا پيل کړي، خو په ۱۹۳۴ ز کال کې هغه اړ شوه چې جانز هاپکينز پوهنتون په دې موخه خوشې کړي چې، د پوره وخت لپاره د ښوونکې په توګه دنده پيدا کړي، تر څو د سترمالي رکود پر مهال، له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. په ۱۹۳۵ زکال کې، ناڅاپه د هغې پلار مړ شو، چې په دې سره يې پخوانی کړکېچن مالي حالت نورهم خراب شو او کارسن د خپلې زړې مورپالنې ته پاتې شوه.  د لېسې د زده کړو پر مهال، د هغې د بيولوژي د روزوونکې ميري سکاټ سکينکر په هڅوونه، کارسن د متحده ايالاتو د کب روزنې له ادارې سره لنډمهاله دنده پيل کړه او د راډيو څخه د اوونيزو تعليمي خپرونو لړۍ لپاره به يې لیکنې کولې چې د دې لړۍ نوم « تر اوبو لاندې مينه » وه. د ۵۲ اووه دقيقه يي پروګرامونو لړۍ د اوبو پر حيواناتو تمرکز کاوه او موخه يې دا وه چې د کبانو ژوند او د ادارې کار ته د عامو خلکو لېوالتيا راواړوي. دا هغه هدف و چې له کارسن مخکې ډېر ليکوالان نه وو توانيدلي، تر سره يې کړي. کارسن همداراز د چسيپيک په خليج کې د  سمندري ژوند په اړه سيمه یيزو ورځپانو او مجلو ته مقالې لیکل پيل کړل، چې دا مقالې د يادې لړۍ لپاره د هغې پر څېړنو ولاړې وې.[۷][۸]

د راډيو د لړيو په بريا سره، د کارسن مدير خوشحاله و او له هغې يې وغوښتل چې د کب روزنې د ادارې په اړه يوې عامې رسالې ته معرفتي لیکنه وکړي. مدير همداراز د کارسن د بشپړ وخت دندې خوندي کولو لپاره کار وکړ چې دا هم برابره شوه. د دولتي دندې د ازموينې پر مهال، هغې له ټولو برخه والو څخه زياتې نمرې تر لاسه کړې او په ۱۹۳۶ ز کال کې، کارسن لومړۍ مېرمن شوه چې د کبانو د روزنې ادارې له خوا د اوبو اړوند ژوندپوهاندې په توګه، د پوره وخت په مسلکي  دنده وګمارل شوه.[۹]

د دندې لومړي کلونه او خپرونې

[سمول]

د متحده ایالاتو د کب روزنې په اداره کې، د کارسن لومړی مسئوليت دا و چې د کبانو شمېر تجزيه او له ساحې څخه د معلوماتو رپوټ ورکړي او د عامو خلکو لپاره رسالې او نورې لیکنې وليکي. د پيل د نقطې په توګه، د خپلو څېړنو او له نورو سمندري  ژوندپوهانو سره د سلا مشورو په کارولو سره، هغې( د بالټيمور سن) او نورو ورځپاڼو لپاره منظمې مقالې لېکلې، خو د ۱۹۳۷ زکال په جنورۍ مياشت کې د هغې د مشرې خور په مرګ سره، د نوموړې کورني مسئوليتونه لاپسې زيات شول او کارسن د خپلې مور او خور د دوه بچیانو لپاره يوازينۍ نفقه ګټونکې شوه.[۱۰]

د ۱۹۳۷ زکال په جولای مياشت کې اتلانتيک مياشتنۍ « د اوبو نړۍ » په نوم، د يوې لیکنې بيا کتل شوې نسخه ومنله ، کومه چې کارسن د کب روزنې د ادارې د رسالې لپاره په لومړي ځل لیکلې وه. د هغې لارښود د يادې موخې لپاره دغه لیکنه ډېره ښه بللې وه. هغه لیکنه (تراوبو لاندې) سرلیک سره خپره شوه. د سمندر په اوږدو کې د يوه سفر دا ډېره عام فهمه لیکنه وه. نوموړې لیکنه د لیکوالۍ په مسلک کې د کارسن لپاره د عطف نقطه وګرځېده. خپروونکې اداره سايمن او شيسټر له دې لیکنې څخه متاثره شوه، له کارسن سره يې اړیکه ونيوله او وړانديز يې وکړ چې لیکنې ته د کتاب په بڼه وده ورکړي. د څو کلونو د لیکنې نتيجه « تر اوبو لاندې باد » (۱۹۴۱ز) کتاب په بڼه راووته، چې ډېر ښه غبرګونونه يې درلودل، خو ډېر لږخرڅ شو. په ورته وخت کې، د کارسن د مقالې لیکلو برياوې روانې وې، د هغې ځانګړتياوې په (سن) مجله، طبيعيت، او کاليرز کې راڅرګندې شوې. کارسن هڅه وکړه چې په ۱۹۴۵ ز کال کې دا اداره پرېږدي، (چې هغه مهال د متحده ايالاتو د کب او وحشي ژوند خدماتو ته انتقال شوه).  سره له دې چې د طبيعيت پالونکو لپاره کمې دندې برابرې وې، ځکه چې د ساينس لپاره ډېرې پيسې د مينهاتين په پروژه کې د تخنيکي برخو لپاره ځانګړې  شوې وې. د ۱۹۴۵ ز کال په نيمايي کې، کارسن په لومړي ځل د ډي ډي ټي له موضوع سره مخامخ شوه، يو نوی انقلابي خځنده وژونکی – چې په هيروشيما او ناګاساکي کې د اتومي بمبارد څخه وروسته دا مواد « د خځنده بمب» په نوم زيات وستايل شول – دا د خونديتابه او ژوند چاپېريال د اغېزو د ازموينې لپاره يوازې يو  پيل و. هغه مهال د کارسن د ليکوالۍ لپاره ډي ډي ټي يوه لېوالتيا وه او چلوونکو دا موضوع زړه راښکوونکې ونه ګڼله، هغې تر ۱۹۶۲ زکال پورې، بيا په ډي ډي ټي کې هېڅ هم خپاره نه کړل.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. "National Book Awards—1952". National Book Foundation. Retrieved March 19, 2012. (With acceptance speech by Carson and essay by Neil Baldwin from the Awards 50th-anniversary publications.)
  2. Paull, John (2013) "The Rachel Carson Letters and the Making of Silent Spring", Sage Open, 3(July): 1–12. doi:10.1177/2158244013494861
  3. Lear, 7–24
  4. "Maine Women Writers Collection—Research—Featured Writers—Rachel L. Carson Collection, 1946–1964". University of New England. نه اخيستل شوی 2014-08-04.
  5. "Rachel Carson". U.S. Fish and Wildlife Service. نه اخيستل شوی 23 April 2014.
  6. Lear 1997, pp. 27–62
  7. Smith, Michael (Autumn 2011). ""Silence, Miss Carson!" Science, Gender, and the Reception of "Silent Spring"". Feminist Studies. 27 (3): 733–752. doi:10.2307/3178817. JSTOR 3178817.
  8. Lear 1997, pp. 63–79
  9. Lear 1997, pp. 79–82
  10. Lear 1997, pp. 82–85
  11. Lear 1997, pp. 85–113
  12. Lear 1997, pp. 114–20
  13. Lear 1997, pp. 121–60