روڼ اندي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روڼ اندی هغه چا ته ویل کېږي، چې د ټولنې د حقیقت په اړه په ژور اند، څېړنه او فکر کې ښکېل وي او موخه یې د ټولنې کره ستونزو ته د حال لارو موندل وي. له همدې امله د یوه عام روڼ اندي په توګه نفوذ ترلاسه کوي. روڼ اندی د دود په بنسټ یا د نوښټګر په توګه یا هم د منځګړي په توګه په سیاست کې په معمول ډول د یوې ایډیالوژۍ د رد، منځه ته راوړلو یا پراختیا په بنسټ او د ارزښتونو له یوه نظام څخه په ملاتړ له یو پرېکنده وړاندیز نه ملاتړ کوي یا د بې عدالتۍ په وړاندې غږ پورته کوي.  [۱][۲][۳]

رېښه پوهنیزه مخینه[سمول]

د لیک سړی[سمول]

د لیک سړی یا د "man of letters" اصطلاح، د فرانسوي اصطلاح belletrist یا homme de lettres څخه اخیستل شوې چې د اکادمیک کلمې مترادف نه ګڼل کېږي. د لیک سړی یوه سواد لرونکي کس ته ویل کېږي، چې لیکل او لوستل کولای شي او د سواد کمښت په دوره کې د نالوستې کلمې د متضاد په توګه ګڼل کېده . له همدې امله د ټولنې په لوړ قشر کې د لوی ارزښت خاوندان وو. په ۱۷مه او ۱۸ مه پېړیو کې، د Belletrist (ادیب) اصطلاح د literati اصطلاح (پوهانو) ته وکارول شوه، یعنې د ادیبانو د جمهوریت فرانسوي ګډونوال - چې ځينې وختونه د فرانسوي اتباعو په نامه هم یادېدل – چې د غونډو، ټولنیزو بنسټونو په ډول یې چې ډېری د ښځې له خوا کوربه کېدل وده وکړه  او موخه یې د ګډونوالو اخلاقي لارښوونې، زده کړې او دودیز سمونونه وو. [۴][۵]

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې سواد په اروپایی هېوادونو، لکه: انګلستان کې یوڅه عام شو، د "د لیک سړی" (ادیب) معنا پراخه شوه چې د "متخصص" په معنا یې دلالت کولو، یعنی هغه کس چې د ادب په اړه یې د خپل ژوند آثار په فکري توګه ترلاسه کړي وي (نه په نوښتګر ډول): لکه مقاله لیکونکی، ژورنالیست، کره کتونکی او داسې نور. په شلمه پېړۍ کې، د دې ډول چلند ځای په تدریجي ډول علمي تګلارې ونیو او د "لیک سړی" اصطلاح له کارولو ولوېده، چې د "روڼ اندي" د عمومي اصطلاح له خوا یې ځای ونیول شو، چې په متفکر شخص دلالت کوي.   [۶]

روڼ اندی[سمول]

د انګلیسي ژبې د روڼ اندي" intellectual" ترټولو پخوانۍ مخینه، په ۱۹مه پېړۍ کې موندل شوې، چې بایرن په ۱۸۱۳ ز کال کې ویلي دي چې: "کاشکې ! زه دومره غوره وی چې دې روڼ اندو ته مې غوږ نیولی وای". د ۱۹ مې پېړۍ په ترڅ کې، د دې را منځ ته شوي صفت نور ډولونه د اسم په بڼه په انګلیسي او فرانسوي ژبو کې راڅرګند شول، چې په ۱۹۸۰ مه ز لسیزه کې، د " intellectuel" صفت څخه اخېستل شوی نوم ( intellectuels) په ادبياتو کې په پراخه کچه څرګند شو. کولیني د دې وخت په اړه لیکي چې: " د ژبپوهنې د دې برخې ترمنځ ډېرې تجربې ترسره شوې ... کله نا کله د جمعې نوم په توکه د intellectuals  کارول، معمولا ًپه مجازي یا پیغوري موخې سره، د هغو خلکو په ډله دلالت کوي چې د خپلو فکري هڅو یا ادعا په بنسټ پېژندل کېږي.   [۷]

د ۱۹ مې پېړۍ په لومړیو کې بریتانوي سامویل تیلور کولریج د clerisy (د لوستې طایفې) اصطلاح را منځ ته کړه، چې موخه یې هغه فکري ټولنه وه چې د ملي دود ساتونکي وو. دا اصطلاح په سیکولري لیدلوري کې د انجیلی clergy (روحاني) په وړاندې کارول کېده. په تزاري روسیه کې، د  ۱۸۶۰ – ۱۸۷۰ ز کلونو تر منځ د intelligentsia (روڼ اندي) اصطلاح را څرګنده شوه چې، د دفتري کارکوونکو په ډله یې دلالت کاوه. په جرمنې کې خدای پېژندونکي الیستر مک ګرات وویل چې: په لسیزه کې په جرمنې کې د ټولنیز تاریخ یوه مهمه پېښه له ټولنیز اړخه د ناراضي، دالهایاتو له پلوه د لوستو، د شته نظام ضد  روڼ اندو را څرګندېدل وو. یوه فکري طبقه په اروپا کې له ټولنیز پلوه، په ځانګړې توګه د خپلو تګلارو روڼ اندو لپاره ډېره ارزښتناکه وه، چې د ټولنې په هنر، سیاست، ژورنالیزم او تعلیم کې د هغوی ګډون - هم د ملتپال، نړی وال پال او هم د توکمیزو احساساتو پر بنسټ - "د روڼ اندو" لیدلوری را منځ ته کړ. له دې سره، ځینې روڼ اندي د اکادمیکو په خلاف وو، سره له دې چې پوهنتونونه او اکاډمۍ، له روڼ اند پالنې سره مترادف وو.[۸]

په فرانسه کې، دریفوس کړنو (له ۱۸۹۴-۱۹۰۶ ز پورې) چې د فرانسې د درېم جمهوریت (۱۸۷۰-۱۹۴۰ز) لپاره د یهودیت ضد د هویت ملتپاله کړکېچ و، په "عامه ‌ډول د روڼ اندو" بشپړ راڅرګندېدل په ګوته کړل، چې په ځانګړې توګه ایملي زولا، اوکتاو میربیو او اناتول فرانس په مخامخ ډول د فرانسې خلکو ته یهودیت ضد په اړه وینا کوله. له دې وروسته، د "روڼ اندي" د اصطلاح کارول عام شول، خو په پیل کې د سپکاوي په معنا وه، چې د هغې د فرانسوي نوم کارول په ۱۸۹۸ ز کال کې په جورجس کلیمینسو پورې اړه لري. له دې سره، په ۱۹۳۰ ز کال کې، د "روڼ اندي" اصطلاح، له خپلو پخوانیو تعصبي مفاهیمو څخه تېره شوه او په پراخه کچه د منل شوې اصطلاح په توګه یې محدودو مفاهیمو ته کارول ځانګړي شول او د ډریفس د کړنو له امله، دې اصطلاح په انګلیسي ژبه کې هم په عمومي توګه د پام وړ کارونه ترلاسه کړه.

د روڼ اندي اصطلاح، په شلمه پېړۍ کې د ټولنیز حیثیت مثبت مفهوم ترلاسه کړ، چې د intellect (درک) او intelligence (هوش) نه اخیستل شوې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې د روڼ اندي کړنو په عامه برخه کې مثبتې پایلې را منځ ته کړې او د اخلاقي مسؤلیت، بشرپالنې او پیوستنون له لارې، بې له عوام فریبي، پلارسالاره نظام او تاوتریخوالي څخه یې د خلکو فکري پوهه لوړه کړه. ټولنپوه فرانک فریدي وایي چې: "روڼ اندي د هغوی د دندو پر بنسټ نه، بلکې د هغې تګلارې پربنسټ، چې دوی پرې عمل کوي، هغه تګلاره چې دوی خپل ځان ته ګوري او د هغې (ټولنیز او سیاسي) ارزښتونه، چې دوی پرې ولاړ دي،پېژندل( تعریف) کېږي. [۹][۱۰]

د توماس سویل له قوله: د روڼ اندي اصطلاح، د یوه کس، شخصیت یا مسلک لپاره د وصفي اصطلاح په توګه باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:  

  1. زده کړیال: د تیوریو د پراختیا لپاره د تحصیل کوونکي  پوهه.  
  2. تولیدوونکی:  چې د  فلسفې، ادبي کره کتنې، ټولنپوهنې، قانون، طب ، ساینس او داسې نورو څانګو کې فرهنګي پانګه را منځ ته کړي.
  3. هنرمند: چې په ادبیاتو، موسیقي، انځورګري، مجسمې جوړولو او نورو برخو کې هنر رامنځته کړي. [۱۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. The New Fontana dictionary of Modern Thought Third Edition, A. Bullock & S. Trombley, Eds. (1999) p. 433.
  2. Jennings, Jeremy and Kemp-Welch, Tony. "The Century of the Intellectual: From Dreyfus to Salman Rushdie", Intellectuals in Politics, Routledge: New York (1997) p. 1.
  3. Pascal Ory\Ory, Pascal and Sirinelli, Jean-François. Les Intellectuels en France. De l’affaire Dreyfus à nos jours (The Intellectuals in France: From the Dreyfus Affair to Our Days), Paris: Armand Colin, 2002, p. 10.
  4. The Oxford English Reference Dictionary Second Edition, (1996) p. 130.
  5. The New Cassel's French–English, English–French Dictionary (1962) p. 88.
  6. "Littérateur, n.". Discover the Story of English (الطبعة Second (1989)). Oxford English Dictionary. June 2012 [First published in New English Dictionary, 1903]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Collini, Stefan (2006). Absent Minds. Intellectuals in Britain. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0199291055. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kramer, Hilton (1999). The Twilight of the Intellectuals. Chicago: Ivan R. Dee. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Williams, Raymond. Keywords: A Vocabulary of Culture and Society (1983)
  10. Furedi, Frank (2004). Where Have All The Intellectuals Gone?. London and New York: Continuum Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sowell, Thomas (1980). Knowledge and Decisions. Basic Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)