روډ جکسن (د وبايي ناروغيو متخصص)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سر روجر پينروز « Sir Roger Penrose OM FRS HonFInstP» (د 1931ز کال د اګست په اتمه زېږېدلی)، يو برتانوی رياضي پوه، د رياضي فيزيک پوه، د ساينس فيلسوف او په فيزيک کې د نوبل جايزې تر لاسه کونکی دی. نوموړی د اکسفورډ په پوهنتون کې د رياضي متقاعد افتخاري پروفيسر، د اکسفورډ د وډهم کالج افتخاري همکار، او د کمبريج د سينټ جان کالج او د لندن کالج پوهنتون افتخاري همکار دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

پينيروز د عام نسبيت او کاينات پېژندنې په رياضياتي فيزيک کې ونډه درلوده. نوموړي ګڼې جايزې او انعامونه تر لاسه کړي، د 1988ز کال په فيزيک کې د «ولف» جايزې په ګډون، کومه جايزه يې چې د پينيروز-هاکن د انفراديت د قضيو (اصولو/ساينسي قوانينو) لپاره په شريکه له «سټيفن هاکن» سره تر لاسه کړې وه، په 2020ز کال کې په فيزیک کې د دې کشف په پار د نوبل جايزه ورکړل شوه، "د تور غار جوړېدل د نسبيت د عمومي تيورۍ يوه پياوړې وړاندوينه ده". نوموړی يو له سترو ژونديو فيزيک پوهانو، رياضي پوهانو او ساينسپوهانو څخه بلل کېږي، او په طبيعي او رسمي علومو کې د خپل کار د پراختيا او ژورتيا له امله مشهور دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

د ايسيکس په کولچسټر کې زېږېدلی روجر پينروز د طبي ډاکټرې مارګريټ (Leathes) او روانپوه او جنيات پوه «ليونل پينروز» زوی دی. د هغه پلرني نيا او نيکه په ايرلينډ کې زېږېدلی هنرمند « J. Doyle Penrose» او د لومړي بارون پيک اور « Alexander Peckover » لور «The Hon. Elizabeth Josephine» وو؛ د هغه مورني نيا او نيکه روان پوه « John Beresford Leathes » او روسۍ يهودڼه «Sonia Marie Natanson» وو. هنرمند «Roland Penrose» يې کاکا و، انځورګره «LeeMiller» يې د کاکا مېرمن (تينديار) او د دوی زوی «Antony Penrose» يې د اکا زوی دی. پينروز د فيزيک پوه «Oliver Penrose»، جنيات پوهې «Shirley Hodgson» او د شطرنج لوی استاد «Jonathan Penrose» ورور دی. د دوی ميرنۍ مور رياضي پوهه او د کمپيوټري علومو عالمه «Max Newman» وه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

پينروز خپل ماشومتوب د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په کاناډا کې تېر کړ، چېرته چې د هغه پلار د «اونټيريو» په لندن کې کار کاوه. نوموړي په لندن کالج پوهنتون کې زد کړې وکړې او په 1952ز کال کې یې د لندن له پوهنتون څخه په رياضياتو کې د لومړۍ درجې سند تر لاسه کړ. [۲۸][۲۹][۳۰]

په 1955ز کال کې، کله چې «پېنروز» محصل و، د «E. H. Moore» عام شوی معکوس ماټريکس يې بيا معرفي کړ، کوم چې د Moore–Penrose معکوس په نوم هم پېژندل کېږي، همدا معکوس له د ه مخکې په 1951ز کال کې د «Arne Bjerhammar» له خوا بيا هم  اختراع شوی و. د هندسې او فلکياتو د پروفيسر « Sir W. V. D. Hodge» تر څارنې لاندې د خپلو څېړنو له پيل وروسته، «پينروز» خپله دوکتورا په 1958ز کال کې، د کامبريج په سينټ جان کالج کې پای ته ورسوله، خپله رساله یې د الجبر پوه او هندسه پوه «John A. Todd» تر څارنې لاندې د الجبري هندسې د ټينسر (tensor يو الجبري شکل يا شی دی) په طريقو کې وليکله. نوموړي له خپل پلار سره يو ځای په 1950ز لسيزه کې د «پينروز» مثلث جوړ او وده ورکړه، او دا يې «په خپله خالصه بڼه کې ناشونتيا» په توګه تشریح کړ، او له هنرمند « M. C. Escher» سره يې مواد تبادله کړل، د چا لومړيو ناشونو شيانو رسمونو چې په جزوي ډول په هغې اغېز کړی و. د دې په مقابل کې د «Escher» ځړوبی او صعود او نزول له «پينروز» څخه متاثر وو.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لکه چې شنونکي منجيت کمار وايي:

په 1954ز کال کې د يو محصل په توګه، «پينروز» په امسټرډام کې په يو کنفرانس کې ګډون کاوه، چېرته چې په تصادفي ډول هغه د Escher د کار له يو نندارتون څخه ليدنه وکړه. ډېر ژر هغه هڅه کوله چې خپلې ناشونې شمېرې سره يوځای کړي او ټرايبر يې کشف کړ – ټرايبر يو مثلث دی چې د حقيقي، سخت درې بعديز شي په څېر ښکاري، خو داسې دی نه. له خپل پلار سره يوځای، څوک چې خپله هم يو فيزیک پوه او رياضي پوه و، پينروز يوه داسې زينه طرحه کړه چې په يو خت کې پورته او ښکته وي. له دې وروسته يوه ليکنه وشوه او يوه کاپي يې Escher ته واستول شوه. د تخليقي وړتياوو د يو جرياني بهنګ په بشپړولو سره، د هندسي تصوراتو هالنډي استاد د خپلو دوه شهکار تخليقونو تر سره کولو ته وهڅول شو.[۳۸]

څېړنه او مسلک[سمول]

پينروز د 1956–57 تعليمي کال د لندن په بيډفورډ کالج کې د مرستيال استاد په توګه تېر کړ، او له هغې وروسته د کيمبرج په سينټ جان کالج کې د څېړنې همکار و. د درې درې کلنې دندې پر مهال، نوموړي په 1959ز کال کې له «Joan Isabel Wedge» سره واده وکړ. د دې بورس له ختمېدو مخکې «پينروز» د 1959–61 کال لپاره د ناټو د څېړنې بورس تر لاسه کړ، لومړی په «پرنسټن» او بيا په «سايراکيز» پوهنتون کې. د لندن پوهنتون ته په راستنېدو سره، پنروز دوه کاله 1961–63 د لندن په کينګ کالج کې د څېړونکي په توګه تېر کړل، له دې وروسته متحده ايالاتو ته راستون شو، تر څو په اسټن کې د ټيکساس په پوهنتون کې د مرستيال ميلمه پروفيسر په توګه 1963–64 کلونه تېر کړي. نوموړي وروسته د 1966–67 او 1969 کلونه د پرنسټن په «يشيوا» او «کارنيل» کې د ميلمه په دندو کار وکړ.[۳۹]

په 1964ز کال کې، کله چې هغه د لندن په بريک بيک کالج کې زده کونکی و (او د کاينات پوه Dennis Sciama، چې هغه مهال په کامبريج کې و، په مرسته د هغه پاملرنه له سوچه رياضي څخه د فلکياتي فيزیک لور ته اوښتې وه)، د کالټیک د Kip Thorne په وينا "روجر پينروز په هغو رياضياتي وسايلو کې انقلاب راوست، کوم چې موږ د فضا وخت د ځانړګتياوو د تحليل لپاره کارول". تر دې وخته، د عمومي نسبيت د منحني هندسې په اړه کار، د پوره زيات ورته والي سره تر ترتيبونو پورې محدود و، تر څو په څرګند ډول د اين شټاين معادلې د حل وړ وګرځي، او په دې اړه شک و چې ايا دا ډول قضيې عامې وې. د دې موضوع په اړوند يو ليدلوری د اغتشاش تيورۍ استعمال و، کومه چې په «پرنسټن» کې د «John Archibald Wheeler» په مشرۍ جوړه شوې وه. دويمه، او په ډېر بنسټيز ډول اختراعي ليدلوری، د پينروز له خوا پيل شوی ليدلوری، د فضا وخت تفصيلي هندسي جوړښت له نظره غورځول و، او د دې پر ځای د فضا د ټوپولوژي (نقشه جوړول)، يا ډېر نه ډېر د هغې په منسجم جوړښت توجه مرکوزول و، ځکه دا وروستۍ ده ـ لکه څه دول چې د رڼا د مخروطو په واسطه ټاکل کېږي ـ کومه چې د رڼا په څېر د geodesics تګ کرښه او په همدې سبب د هغې سببي اړيکې ټاکي. د پينروز د دوران جوړونې لیکنې اهميت "جاذبيتي سقوط او فضا وخت تفردات" د دې يوازينۍ پايله نه وه، د دې لنډيز په دې شوی دی چې که کوم شی، لکه مړ کېدونکی ستوری له يوې خاصې نقطې څخه مخکې چاودېږي، نو بيا هيڅ شی د جاذبې قوې سيمه له دې څخه نه شي منع کولای، څو تر دې حده پياوړی شي چې يو ډول انفراديت جوړ کړي. دې په بل سياق او سباق کې هم همدا ډول عمومي پايلې تر لاسه کولو ته لاره هواره کړه، په ځانګړي ډول کايناتي سترې چاودنې ته، د کومې په اړه چې هغه د «Dennis Sciama» د تر ټولو مشهور زده کونکي «سټيفن هاکنګ» سره يو ځای وڅېړله. د پينروز-هاکنګ انفراديت تيوريانې د امل کمار رای چودري د رايی چودري له معادلې څخه متاثرې وې.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

دا د جاذبې قوې د سقوط په سيمه ييز ليد کې وه چې د پينروز ونډه پکې تر تولو زياته پرېکړه کونکې وه، د کوم پيل چې د هغه د 1969ز کال د کايناتي سانسور په اټکل سره شوی و، د دې اغېز لپاره چې راتلونکی هر ډول انفراديت د يو پټ شوي فضا وخت د سيمې په شا اوخوا کې د يو ښه چلند لرونکې پېښې د افق په داخل کې محدود شي، د کوم لپاره چې «Wheeler» د تور غار اصطلاح چمتو کړې ده، له کوم څخه چې يوه ليدونکې بهرنۍ سيمه پياوړې؛ خو د محدودو تاوېدو (انحناء) سره پاتې کېږي، له کوم څخه چې جاذبې قوې يو څه انرژي د پينروز د پروسې په مټ را ايستل کېدای شوای، په داسې حال کې چې شونې ده شا او خوا مادې له ودې څخه نوره انرژي خوشې کېدای شي، کوم چې د کواسارونو په څېر فلکي طبيعي ښکارندو لامل ګرځېدای شي.[۴۸][۴۹][۵۰][۵۱]

سرچينې[سمول]

  1. "Roger Penrose | Biography, Books, Awards, & Facts". مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. کينډۍ:Who's Who
  3. "Oxford Mathematician Roger Penrose jointly wins the Nobel Prize in Physics | University of Oxford". www.ox.ac.uk (په انګلیسي ژبه کي). 6 October 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ferguson, Kitty (1991). Stephen Hawking: Quest for a Theory of Everything. Franklin Watts. کينډۍ:Isbn
  5. Misner, Charles; Thorne, Kip S.; Wheeler, John Archibald (1973). Gravitation. San Francisco: W. H. Freeman. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7167-0344-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (See Box 34.2.)
  6. Siegel, Matthew (8 January 2008). "Wolf Foundation Honors Hawking and Penrose for Work in Relativity". Physics Today (په انګلیسي ژبه کي). 42 (1): 97–98. doi:10.1063/1.2810893. ISSN 0031-9228. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:MacTutor Biography
  8. روډ جکسن په انټرنېټ موويز ډېټابېس کی
  9. "The Nobel Prize in Physics 2020". NobelPrize.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 6 October 2020 باندې). Nobel Prize in Physics Awarded to 3 Scientists for Work on Black Holes – The prize was awarded half to Roger Penrose for showing how black holes could form and half to Reinhard Genzel and Andrea Ghez for discovering a supermassive object at the Milky Way's center. The New York Times.
  11. "Roger Penrose". New Scientist (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Roger Penrose". biography.yourdictionary.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Greatest Mathematicians born between 1860 and 1975 A.D." fabpedigree.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "A&S Remembers Physicist Who Was a Pioneer in Einstein's Theory of General Relativity". College of Arts & Sciences at Syracuse University (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Britain has some of the greatest theoretical scientists, so why won't it properly fund them? | Thomas Fink". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2020-12-08. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Sir Roger Penrose, Eminent Mathematician, Author of 'The Emperor's Mind' Will Speak at Williams College on Friday, Oct. 12". Office of Communications (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Roger Penrose and the precision and beauty of Mathematics. Listen to him explain it and be inspired ". Sylvia Vetta (په انګلیسي ژبه کي). 2020-11-09. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Sir Roger Penrose, one of the greatest scientists of our times, visited NTUU "KPI" | Igor Sikorsky Kyiv Polytechnic Institute". kpi.ua. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 2021-07-07 باندې). Why a 'genius' scientist thinks our consciousness originates at the quantum level - Scientific and Medical Network.
  20. Brookfield, Tarah (2018). Our voices must be heard : women and the vote in Ontario. Vancouver. OCLC 1066070267. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-6019-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Brookfield, Tarah (2018). Our Voices Must Be Heard: Women and the Vote in Ontario (په انګلیسي ژبه کي). UBC Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7748-6022-2. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Rudolph Peters (1958). "John Beresford Leathes. 1864–1956". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society. 4: 185–191. doi:10.1098/rsbm.1958.0016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Roger Penrose. Cycles of Time: Is It Possible to Discern the Previous Universe Through the Big Bang? پر يوټيوب باندې
  24. (په 19 March 2016 باندې). Lee Miller, the mother I never knew. The Guardian.
  25. "Illustrated Mathematics". Farleys House and Gallery (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Roger Penrose – Biography". Maths History (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. AP and TOI staff. "Scientist of Jewish heritage among trio to win Nobel prize for black hole finds". www.timesofisrael.com (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۶ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په 23 March 2009 باندې). Just Visiting: Sir Roger Penrose. Toronto Star.
  29. کينډۍ:Who's Who
  30. "Roger Penrose – Biography". Maths History (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Penrose, R. (1955). "A generalized inverse for matrices". Mathematical Proceedings of the Cambridge Philosophical Society. 51 (3): 406–413. Bibcode:1955PCPS...51..406P. doi:10.1017/S0305004100030401. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Zheng, Wenjie. "The 100th anniversary of Moore–Penrose inverse and its role in statistics and machine learning". www.zhengwenjie.net. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. کينډۍ:Cite thesis
  34. "Roger Penrose wins 2020 Nobel Prize in Physics for discovery about black holes". University of Cambridge (په انګلیسي ژبه کي). 6 October 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Welch, Chris (23 March 2012). "'Frustro' typeface applies the Penrose impossible triangle concept to words". The Verge (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Baggini, Julian (2012). Philosophy: All That Matters (په انګلیسي ژبه کي). John Murray Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4441-5585-3. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Ascending and Descending by M.C. Escher – Facts about the Painting". Totally History (په انګلیسي ژبه کي). 21 May 2013. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 15 October 2010 باندې). Cycles of Time: An Extraordinary New View of the Universe by Roger Penrose – review.
  39. "Professor Sir Roger Penrose awarded the 2020 Nobel Prize in Physics". King's College London (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Roger Penrose – Biography". Maths History (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "The second Cambridge Cutting Edge Lecture: Professor Sir Roger Penrose". Cambridge Society of Paris (په انګلیسي ژبه کي). 12 March 2019. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Thorne, Kip; Thorne, Kip S.; Hawking, Stephen (1994). Black Holes and Time Warps: Einstein's Outrageous Legacy (په انګلیسي ژبه کي). W. W. Norton & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-31276-8. مؤرشف من الأصل في ۰۳ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. Ellis, George F. R.; Penrose, Sir Roger (1 January 2010). "Dennis William Sciama. 18 November 1926 – 19 December 1999". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society (په انګلیسي ژبه کي). 56: 401–422. doi:10.1098/rsbm.2009.0023. ISSN 0080-4606. S2CID 73035217. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Penrose, Roger (January 1965). "Gravitational Collapse and Space-Time Singularities". Physical Review Letters. 14 (3): 57–59. Bibcode:1965PhRvL..14...57P. doi:10.1103/PhysRevLett.14.57. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Clark, Stuart. "A brief history of Stephen Hawking: A legacy of paradox". New Scientist (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Roger Penrose". New Scientist (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Wolchover, Natalie (6 June 2019). "Physicists Debate Hawking's Idea That the Universe Had No Beginning". Quanta Magazine (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. کينډۍ:Cite arXiv
  49. Curiel, Erik (2020), "Singularities and Black Holes", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Summer 2020), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Kafatos, M.; Leiter, D. (1979). "1979ApJ...229...46K Page 46". The Astrophysical Journal. 229: 46. Bibcode:1979ApJ...229...46K. doi:10.1086/156928. مؤرشف من الأصل في ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Penrose process". Oxford Reference (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)