Jump to content

روډولف ویرشو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روډولف لوډویګ کارل ویرشو (زوکړه: د ۱۸۲۱ زکال د اکتوبر ۱۳مه – مړینه: د ۱۹۰۲ زکال د سپټمبر ۵مه) جرمنی طبیب، انتروپولوژېست، پتالوژېست، تاریخ پوه، ژوند پوه، لیکوال، مدیر مسئول او سیاستوال و. نوموړی د «معاصرې پتالوژۍ پلار» او د ټولنیزې درملنې بنسټګر ګڼل کیږي چې همکارانو یې «د طبابت پاپ» باله. [۱][۲][۳][۴][۵]

ویرشو په فردریش ویلهلم پوهنتون کې د یوهانس پیټر مولر تر نظر لاندې طبابت ولوست. له ۱۸۴۷ زکال څخه تر ۱۸۴۸ زکال پورې نوموړي هغه مهال چې په شاریته روغتون (د برلین طبي پوهنتون) کې یې کار کاوه په پورتنۍ سیلزي (په اوسني پولنډ کې یوه تاریخي سیمه ده) کې یې د محرقې اړوند څېړنه وکړه او په دې سره یې په جرمني کې د عامې روغتیا د پالیسۍ بنسټ کېښود چې دغې چارې د هغه سیاسي او مسلکي ژوند ته لار همواره کړه. د ۱۸۴۸ زکال په انقلاب کې د هغه ګډون لامل وګرځېد چې راتلونکی کال هغه له شاریته روغتون څخه منفک شي. له دې وروسته نوموړي د طبي اصلاحاتو (Die Medizinische Reform) په عنوان مجله خپره کړه. نوموړي په ۱۸۴۹ زکال کې په وورتسبورګ پوهنتون کې د پتالوژیکې اناتومۍ د څانګې لومړنۍ څوکۍ خپله کړه. پنځه کاله وروسته شاریته روغتون هغه خپل نوي پتالوژیک انستیتیوت ته راوغوښت. نوموړی د پروس د استازو د جرګې غړی وټاکل شو او په رایشتاګ کې یې څوکۍ وګټله. د اتوفون بیسمارک  له مالي سیاستونو سره د هغه مخالفت لامل وګرځېد چې هغه دوه په دوه سیالۍ (دوئل) ته ور وبلي. له دې سره ویرشو د بیسمارک له کاتولیک ضد اقداماتو ملاتړ وکړ چې هغه دغو ته کلتوري مبارزه (Kulturkampf ) ویله. [۶]

نوموړی یو فعاله لیکوال و چې له ۲۰۰۰ څخه زیاتې علمي مقالې یې ولیکلې. د سلولي پتالوژۍ (Cellular Pathology؛ ۱۸۵۸ زکال) په نامه د نوموړي اثر د معاصرې پتالوژۍ بنسټ بلل کېږي چې د سلولي یا حجروي تیوري دریم حکم یې معرفي کړ: ټول ژوندي موجودات له حجراتو څخه جوړ دي («Omnis cellula e cellula »). نوموړی په ۱۸۴۹ زکال کې د فزیکي – طبي ټولنې (Physikalisch-Medizinische Gesellschaft ) او په ۱۸۹۷ زکال کې په جرمني کې د پتالوژۍ د ټولنې (Deutsche Gesellschaft für Pathologie ) یو له بنسټګرانو څخه و. نوموړي د پتالوژیکي اناتومي او فزیولوژي او کلنیکي درملنې د آرشیو (Archiv für Pathologische Anatomie und Physiologie und für Klinische Medicin ) په نامه مجله (له بینو راینهارد سره یوځای په ۱۸۴۷ زکال کې، وروسته یې نوم د ویرشو ارشیو ته واوښت) او د ایتونولوژي د مجلې (Zeitschrift für Ethnologie) په نامه؛ مجلې تاسیس کړې. دویمي یې د جرمني انټروپولوژیکي ټولنې، د انتروپولوژي په برخه کې د برلین ټولنې او همدارنګه د هغه له خوا د ایتنولوژي او تاریخ وړاندې مهال په نامه ټولنو چاپوله. [۷][۸][۹][۱۰]

ویرشو لومړنی کس و چې د لوسمي (د وینې سرطان)، کوردوما، اکرونوز، آمبولي او ترومبوز په څېر ناروغۍ یې تشرېح کړې او هغو ته یې نومونه وټاکل. نوموړي د «نوروګلیا»، «اګنیسېز یا په جنین کې د غړو کمښت»، «پرانشیم»، «استئوئید»، «آمیلوئیدوز»، او «سپینا بیفیدا» په څېر بیولوژیکي اصطلاحات ابداع کړل او همدارنګه د ویرشو نوډ (Virchow's node)، ویرشو روبین سپېس (Virchow–Robin spaces)، ویرشو سېکل سېنډروم (Virchow–Seckel syndrome) او ویرشو ټرېډ (Virchow's triad) په څېر نور اصطلاحات د هغه په نوم ونومول شول. د تریشین په نامه ګرد چینجي د ژوندانه د دوران څخه د هغه توصیف د غوښې د ارزونې په ډول اغېز وکړ. هغه د وجود د سپړنې لومړنۍ سیستماتیکې کړنلارې ته پراختیا ورکړه او د عدلي طب په برخه کې یې د وېښتانو د تحلیل موضوع وړاندې کړه. هغه د ناروغیو د میکروبي والي له نظریې سره په مخالفت د ضدعفوني کولو اړوند د ایګناتس زملوایس نظریه رد کړه. نوموړي د اریایي نژاد اړوند نقد درلود او هغه یې د «نوردیکي جاودګرۍ» په توګه توصیف کاوه. هغه د یو داروین ضد کس په توګه خپله داروین «جاهل» او د هغه شاګرد ارنست هېګل یې «احمق» باله. ده د نئاندرتال انسان اصلي نمونه یوازې د یو شکلي تغیر لرونکي انسان په توګه وبلله. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

علمي ژوند[سمول]

په ۱۸۴۰ زکال کې نوموړي په پوځ کې د جراح کېدو په موخه د بېوزله کورنیو د تکړه ماشومانو لپاره یو پوځي فیلوشېپ ترلاسه کړ چې پر مټ یې هغه د برلین په فردرېش ویلهلم پوهنتون (اوس مهال د برلین هومبولت پوهنتون دی) کې د طبابت په برخه کې زده کړې پیل کړې. نوموړی تر ډېره د خپلې دوکتورا د لارښود استاد یوهانس پیټر مولر تر اغېز لاندې و. ویرشو د خپلې دوکتورا تېزس په قرنیه کې د روماتېزمي ناروغیو د نښو (De rheumate praesertim corneae) تر عنوان لاندې د ۱۸۴۳ زکال د اکتوبر په ۲۱مه دفاع کړ. نوموړی له فراغت وروسته د مولر تر لاس لاندې ډاکټر وګمارل شو. خو له دغې چارې ډېر لږ وروسته هغه په برلین کې شاریته روغتون ته د تخصص په موخه ولاړ. نوموړی په ۱۸۴۴ زکال کې د پتالوژېست رابرټ فروریپ طبي مرستیال وټاکل شو او له هغه څخه یې میکروسکوپي چارې زده کړې، همدا و چې له پتالوژۍ سره یې لیوالتیا ومونده. فروریپ د یوې تحلیلي مجلې مدیر مسئول و چې له بهرنیو لاسته راوړونو سره یې سروکار درلود او پر مټ یې ویرشو د فرانسې او انګلستان له علمي نظریاتو الهام واخیست. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

ویرشو خپله لومړنۍ علمي مقاله په ۱۸۴۵ زکال کې خپره کړه چې په هغو کې یې د وینې د سرطان لومړنۍ پتالوژیکې موندنې وړاندې کړې. نوموړي په ۱۸۴۶ زکال کې د طبابت د جواز اخیستو ازموینه ورکړه او له ازموینې وروسته له ځنډ پرته په شاریته روغتون کې د پتالوژیک څېړونکي په توګه د فروریپ ځای ناستی شو. په ۱۸۴۷ زکال کې نوموړي خپله لومړۍ علمي رتبه ترلاسه کړه. له دې امله چې د هغه مقالو د جرمني پوهانو پام خپل نه کړ، هغه په ۱۸۴۷ زکال کې له خپل همکار بینو راینهارد سره یوځای د پتالوژیکي اناتومي او فزیولوژي او کلنیکي درملنې په نامه (Archiv für Pathologische Anatomie und Physiologie und für Klinische Medicin ) مجله چې د ویرشو د ارشیو په نوم پېژندل کېده؛ تاسیس کړه. د هغه له مړینې وروسته راینهارد دغه مجله په یوازې ځان ۱۱ کاله مخکې یووړه. دغې مجلې انتقادي مقالې د دغه معیار پر مټ خپرولې چې هېڅ منسوخ شوې، نه ازمویل شوې، یا هم اټکل کوونکې نظریې نه خپروي.  [۱۹][۲۰]

هغه د خپلو نورو جرمني سیالانو پر خلاف د طبي علومو په څېړڼه کې د اساسي اصولو په توګه په کلنیکي مشاهداتو، په حیواناتو باندې په ازموینې (څو د ناروغیو عوامل او د درملو اغېز ومومي) او په ځانګړې توګه په مایکروسکوپي کچه پتالوژیکې اناتومي ډېر باور درلود. هغه له دې هم مخکې ولاړ او څرګنده یې کړه چې حجره (سلول) د بدن اساسي واحد دی چې باید د ناروغیو د درک په موخه مطالعه شي. په داسې حال کې چې د حجرې یا سلول اصطلاح په ۱۶۶۵ زکال کې د انګلیسي عالم رابرټ هوک له خوا په بیولوژي کې د مایکروسکوپ څخه د ګټنې پر مهال ابداع شوه، خو لا هم نسجونه د ژوندي موجود جوړونکي واحدونه بلل کېدل او ټول د بیشا د ۲۱ انساجو په توګه په پام کې نیول کېدل، هغه مفهوم چې فرانسوي ډاکټر کزاویه بیشا تشرېح کړ. [۲۱][۲۲]

له ۱۸۴۷ زکال څخه تر ۱۸۴۸ زکال پورې د پروس دولت په پورتنۍ سیلزي کې نوموړی د محرقې د مطالعې په موخه وګماره. له همدغو طبي څېړنو را وروسته هغه د قربانیانو او د هغوی د بې وزلۍ په لیدو سره د ټولنیز طبابت او سیاست اړوند خپلو لیدلورو ته پراختیا ورکړه. په داسې حال کې چې هغه د دغې وبا په برخه کومه ځانګړې بریا ترلاسه نه کړه، خو په پورتنۍ سیلزي کې د محرقې د وبا اړوند د هغه ۱۹۰ پاڼې لرونکی راپور لامل وګرځېد په ۱۸۴۸ زکال کې د جرمني د عامې روغتیا د پالیسۍ د عطف نقطه جوړه کړي. نوموړی د ۱۸۴۸ زکال د مارچ په ۱۰مه برلین ته راوګرځېد او یوازې ته ورځې وروسته دولت ضد انقلاب وشو چې په هغه کې ده فعال رول درلود. نوموړي د سیاسي بې عدالتۍ سره د مبارزې او همدارنګه د ټولنیزې درملنې د ترویج کولو په موخه د همدغه کال په جولای میاشت کې د طبي اصلاحاتو (Die Medizinische Reform) په نامه اوونیزه مجله تاسیس کړه. د دغه ورځپاڼې لومړنۍ ګڼه تر دې عنوان لاندې چې «طبابت یو ټولنیز علم دی» او «طبیب د بې وزلو طبیعي وکیل» دی؛ خپره شوه. سیاسي فشارونو هغه اړ کړ څو د ۱۸۴۹ زکال په جون میاشت کې د دغې مجلې چاپ بند کړي او همدارنګه له خپلې رسمي دندې منفک کړای شو. [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. "Virchow" Archived 26 August 2014 at the Wayback Machine.. The American Heritage Dictionary of the English Language.
  2. Silver, G A (1987). "Virchow, the heroic model in medicine: health policy by accolade". American Journal of Public Health. 77 (1): 82–88. doi:10.2105/AJPH.77.1.82. PMC 1646803. PMID 3538915. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Nordenström, Jörgen (2012). The Hunt for the Parathyroids. Chichester, West Sussex: John Wiley & Sons. مخونه 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-118-34339-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Huisman, Frank; Warner, John Harley (2004). Locating Medical History: The Stories and Their Meanings. Baltimore: Johns Hopkins University Press. مخونه 415. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8018-7861-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Duden – Virchow". خونديځ د اصلي څخه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Kulturkampf". Encyclopædia Britannica. 
  7. Buikstra, Jane E.; Roberts, Charlotte A. (2012). The Global History of Paleopathology: Pioneers and Prospects. Oxford: Oxford University Press. مخونه 388–390. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-1953-8980-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Kuiper, Kathleen (2010). The Britannica Guide to Theories and Ideas That Changed the Modern World. New York, NY: Britannica Educational Pub. in association with Rosen Educational Services. مخونه 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61530-029-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Zeitschrift für Ethnologie". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۱۷ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Skoczylas, M; Pierzak-Sominka, J; Rudnicki, J (2013). "O formach aktywności dydaktycznej Rudolfa Virchowa w zakresie medycyny". Problems of Applied Sciences. 1: 197–200. خونديځ د اصلي څخه ۲۰ فبروري ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Rudolf Virchow". Encyclopædia Britannica. 
  12. Oien, Cary T (2009). "Forensic Hair Comparison: Background Information for Interpretation". Forensic Science Communications. 11 (2): Online. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ مارچ ۲۰۱۶. لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Silberstein, Laurence J.; Cohn, Robert L. (1994). The Other in Jewish Thought and History: Constructions of Jewish Culture and Identity. New York: New York University Press. مخونه 375–376. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-7990-3. خونديځ د اصلي څخه ۰۹ اکتوبر ۲۰۲۱. لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Glick, Thomas F. (1988). The Comparative reception of Darwinism. Chicago: University of Chicago Press. مخونه 86–87. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-29977-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "Rudolf Ludwig Carl Virchow". Encyclopedia of World Biography. (2004). HighBeam™ Research, Inc.. 
  16. Weller, Carl Vernon (1921). "Rudolf Virchow—Pathologist". The Scientific Monthly. 13 (1): 33–39. Bibcode:1921SciMo..13...33W. JSTOR 6580. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Rudolf Ludwig Karl Virchow". Whonamedit?. خونديځ د اصلي څخه ۰۸ فبروري ۲۰۱۹. لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Weisenberg, Elliot (2009). "Rudolf Virchow, pathologist, anthropologist, and social thinker". Hektoen International Journal. Online. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۴ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  20. "Rudolf Ludwig Carl Virchow". Encyclopedia of World Biography. (2004). HighBeam™ Research, Inc.. 
  21. کينډۍ:Cite Americana
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Taylor, R; Rieger, A (1985). "Medicine as social science: Rudolf Virchow on the typhus epidemic in Upper Silesia". International Journal of Health Services. 15 (4): 547–559. doi:10.2190/xx9v-acd4-kuxd-c0e5. PMID 3908347. S2CID 44723532. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Azar, HA (1997). "Rudolf Virchow, not just a pathologist: a re-examination of the report on the typhus epidemic in Upper Silesia". Annals of Diagnostic Pathology. 1 (1): 65–71. doi:10.1016/S1092-9134(97)80010-X. PMID 9869827. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Brown, Theodore M.; Fee, Elizabeth (2006). "Rudolf Carl Virchow". American Journal of Public Health. 96 (12): 2104–2105. doi:10.2105/AJPH.2005.078436. PMC 1698150. PMID 17077410. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)