رومي کليزه (جنتري/تقويم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رومي کليزه هغه کليزه وه چې رومي پاچايۍ او جمهوريت کار ځينې اخيست. عموماً په دې اصطلاح کې جوليايي کليزه هم شاملېږي، کومه چې د لومړۍ مخزېږديزې پېړۍ په وروستیو کې د ديکتاتور جوليس قيصر او سترواک اګسټس له خوا جوړه شوې وه او کله کله پکې هر هغه سيستم شاملېږي، کوم چې په رومي ډول کې د مياشتو د لومړۍ ورځې (kalends)، د مياشتې نهمې ورځې (nones) او د مياشتې نيمايي (ides) لپاره په پراخې شمېرنې سره د تاريخ په توګه وضع شوی وي. په دې اصطلاح کې عموماً د رومي مصر د اسکندريې کليزه، کومې چې د دې ځمکې د پخوانۍ کليزې بې ساري مياشتې جاري وساتلې؛ وروستي رومي سترواکۍ بيزانس کليزه، په کومه کې چې عموماً د لرغوني يوناني کليزې په ساده شمار کې د رومي مياشتو تاريخونه شامل وي او ګريګوري (ميلادي) کليزه، کومې چې د جولين نظام ښه کړ، تر څو دا له استوايي کال سره لا زيات نژدې کړای شي، نه دي شاملې.

په ټوليز ډول د رومي تاریخونو شمېر په راتلونکو درې اصولو کې تر سره کېږي: د مياشتې لومړی (کالينډز)، د مياشتې له نيمايي څخه لږ مخکې (ايډيز) او اته ورځې –نهه، په ټوليز ډول شمېرلو سره- له دې څخه مخکې (نونز). اصلي کليزه لس مياشتې لري چې په پسرلي کې له مارچ څخه پيليږي؛ ژمی يې د هغو ورځو په توګه پرېښودل شوی و چې په کليزه کې نه وې شاملې. په دې مياشتو کې اته دېرش «نونډينل» (د الف با د جريان په توګه) جريان سره مخ په وړاندې ځي، هره يوه يې د اتو ورځو اونۍ لري (نهه ورځې يې په ټوليز ډول شمېرل شوي دي، له همدې امله يې دا نوم دی) په مذهبي مراسمو او يو ولسي بازار سره پای مومي. وروسته بيا د ژمي موده په دوه مياشتو وېشل شوې وه چې هغه جنوري او فبروري دي. په دوديز ډول افسانوي لومړيو پاچايانو «رومولوس» او «نوما پومپيليوس» ته د لومړۍ ټاکل شوې کليزې د جوړولو امتياز ورکول کېږي، په کومه کې چې د مشاهداتي لمريزې کليزې په ډول د دې د اصليت اثار موجود دي. په ځانګړي ډول، داسې برېښي چې کالينډر، نونز او ايډيز په ترتيب سره د سپوږمۍ د مياشتې (هلال)، لومړۍ ربعې د سپوږمۍ او پوره سپوږمۍ په لومړي ځل ليدلو څخه اخيستل شوي دي. دا نظام د لمريز کال څخه يو څه لنډ پر مخ ځي او په خپلو مناسبو موسمونو کې د مذهبي مراسمو او نورو فعالتونو د ساتلو لپاره يې د ورځې زياتولو ته اړتيا درلوده. دا د سپوږميزو لمريزو جنتريو يو عام عنصر دی. د خرافاتي لاملونو پر بنسټ، د فرورۍ په مياشت کې دا ډول زياتېدل ان له هغې وروسته هم هم منځ ته راغلل کله چې دا مياشت وروستۍ مياشت نه بلل کېده.

د رومي جمهوريت له جوړېدو وروسته، د مشرتابه سياسي شورا له خوا د کلونو ټاکل کېدل پيل شول او د ورځې د زياتولو واک د مشرانو پاپانو ډلې ته ورکړل شو، چا چې بالاخره د خپلو سياسي متحدينو تر واک لاندې کلونو په اوږدولو او د خپلو مخالفينو د واکونو د مودې د کلونو په لنډولو سره د خپل واک څخه ناسمه ګټه پورته کړه. له پومپي سره د خپلې جګړې له ګټلو وروسته، قيصر د روم د مشر پاپ په توګه د خپل واک په استعمالولو سره په ۴۶ مخزېږديز کې په کليزه کې اصلاحات پلي کړل، په تصادفي ډول د هغه د درېيمې شورا کال تر ۴۴۶ ورځو پورې روان و. په رومي مذهبي مراسمو کې د مداخلې څخه د ډډې کولو په موخه، دې اصلاحاتو خپلې ټولې ورځې د مياشتو په پای کې شاملې کړې او هېڅ ډول «نونز» يا «ايډز» يې برابر نه کړل، ان په هغو مياشتو کې هم نه چې يو دېرش ورځې يې درلودې. په جولین کليزه کې هر څلورم کال د فبرورۍ څلور وېشتمه (يوه دوه برابره شوې VI Kal. Mart. or ante diem bis sextum Kalendas Martias) بايد یوه ټوپ وهونکې ورځ وای، خو د قيصر له وژل کېدو وروسته پادريانو د دې اندازه د ټوليز شمېر په استعمال کولو سره پيدا کړه او په هرو درې کلونو کې يې په تېروتنې سره يوه اضافي ورځ (bis sextum) زياته کړه. خپل اصلي وخت ته د کليزې د بېرته راستنولو په موخه، اګسټس اړ کړای شو چې د يوې يا دوه لسيزو لپاره د کومې ورځې زياتول وځنډوي. جوړه شوې کليزه د لمريز کال په مقابل کې يو څه اوږده وه؛ تر شپاړسمې پېړۍ پورې د «ايستر» تاريخ د جغرافيايي برابرۍ څخه دومره لرې شوی و چې پاپ ګريګوري ديارلسم د کليزې د برابرولو امر وکړ، د کوم په پايله کې چې ګريګوري جنتري جوړه شوه.

تاريخ[سمول]

له تاريخ مخکې زمانو سپوږميزه کليزه[سمول]

باور دا دی چې اصلي رومي کليزه يوه مشاهداتي لمريزه کليزه وه، د کومې مياشتې چې د نوې مياشتې د سپوږمۍ د لومړيو نښو څخه پېلېدې. له دې امله چې د سپوږميزې جريان شا او خوا 29+12  ورځې اوږد وي، په دې ډول مياشتو کې له ۲۹ څخه تر ۳۰ ورځو پورې توپير وي. دا ډول دولس مياشتې له لمريز کال څخه لس يا يوولس ورځې کمې وي؛ له برابرۍ پرته، دا ډول کال د اسلامي کليزې په ډول د موسمونو سره له برابرۍ دباندې په چټکۍ سره اوړي. د وروستیو کليزو او له هغې سره اړوندو مذهبي مراسمو موسمي اړخونو ته په کتنې سره، شونې ده چې له دې څخه د کوم ډول زياتوالي يا د ژمي پر مهال د کليزې د ځنډولو په مخ ډډه شوې وي.

د روم داتو ورځو اونۍ چې «نونډینل» جريان دی، له اتروسکانو سره شريکه شوه، چا چې دا د شاهي ليدنو کتنو د جدول په توګه وکاروله. غالباً دا د ابتدايي کليزې يوه برخه وه او دا په رومي افسانو کې په ډول ډول طريقو د رومولس او سرويس ټوليس په نوم سره نومول شوې ده.

د لسو مياشتو افسانوي کليزه[سمول]

روميانو خپله خپل لومړی منظم کال د لسو ټاکلو مياشتو لرونکي په توګه تشريح کړی دی چې هره مياشت يې دېرش يا يو دېرش ورځې لري. دا ډول اعشاري وېش د عامو رومي کارونو لپاره برابر و. د يو دېرشو ورځو څلور مياشتې (مارچ، مۍ کوينټليس او اکتوبر) بشپړې (پليني) او نورو ته منځ خالي (کاوي) ويل کېدل. د دې ۳۰۴ ورځې کټ مټ ۳۸ ننډينل جريانونه درلودل. په عام ډول ويل کېږي چې دې سيستم د کال پاتې ۵۰ ورځې د يو غېر منظم ژمي موسم په توګه پرېښي دي، په داسې حال کې چې د «ليسينيس ميسر» په ورک شوي تاريخ کې په څرګند ډول داسې ويل شوي دي چې تر ټولو لرغونې رومي کليزه د دې پر ځای د ورځې د زياتولو څخه کار اخلي او «ميکروبييس» ادعا کوي چې د لسو مياشتو کليزې ته اجازه ورکړل شوې وه چې بدله شي، تر څو د دوبي او ژمي مياشتې په بشپړ ډول بې ځايه شي، په کوم وخت کې چې هغه اضافي ورځې چې تر هېڅ مياشتې پورې اړيکه نه لري په ساده ډول په کليزه کې داخلې کړای شي، تر دې چې وليدل شول هر څه خپل سم ځای ته راوړل شوي دي.[۱][۲][۳]

وروستيو رومي لیکوالانو د دې کليزې امتياز رومولس ته ورکړ، څوک چې د دوی لومړی افسانوي پاچا او کلتوري اتل و، که څه هم دا په نورو کارونو او دودونو کې هم عام و، د چا اصليت چې له دوی څخه ورک شوی و. ځينې پوهان د دې کليزې په شتون هم شک لري، ځکه چې دا وروسته يواځې له جمهوري او شاهي سرچينو څخه تاييد شوې ده او يواځې د سپتمبر څخه تر ديسمبر پورې مياشتو د ناسمو نومنو څخه يې تايید کېږي. Rüpke د جولين کليزې د لومړيو لسو مياشتو اوږدوالی سره اټکل شوي رومولان کال د اوږدوالي سمون هم شکمن بللی دی.[۴]

د رومولوس کليزه
انګليسي لاتيني معنا د ورځو په حساب اوږدوالی
مارچ Mensis Martius د مارس مياشت ۳۱
اپريل Mensis Aprilis د اپرو مياشت (اپروډيټ)[۵] ۳۰
می Mensis Maius د مایا مياشت[۶] ۳۱
جون Mensis Iunius د جونو مياشت ۳۰
جولای Mensis Quintilis

Mensis Quinctilis

پنځمه مېاشت ۳۱
اګست Mensis Sextilis شپږمه مياشت ۳۰
سپتمبر Mensis September اومه مياشت ۳۰
اکتوبر Mensis October اتمه مياشت ۳۱
نومبر Mensis November نهمه مياشت ۳۰
ديسمبر Mensis December لسمه مياشت ۳۰
د کال اوږدوالی: ۳۰۴


په هر حال، د دې تر څنګ ځينې نور روايتونه هم موجود دي. د پلوټارک « Parallel Lives» کاږی چې د رومولس کليزه لمريزه وه، خو په دې عمومي اصل ولاړه وه چې يو کال بايد تر ۳۶۰ ورځو پورې دوام پيدا کړي. مياشتې په دويمه درجه او په بې ترتيب ډول پلې کړای شوې وې، په داسې حال کې چې ځينې يې شل ورځې شمېرل کېدې او ځينې نورې يې بيا پنځه دېرش يا له دې زياتې ورځې شمېرل کېدې.[۷][۸]

سرچينې[سمول]

  1. Censorinus, Macrobius, and Solinus, cited in کينډۍ:Harvp
  2. کينډۍ:Harvp.
  3. Macrobius، Book I, Ch. 12, §3.
  4. کينډۍ:Harvp.
  5. "April". Dictionary.com Unabridged. Randomhouse Inc. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "May". Dictionary.com Unabridged. Randomhouse Inc. د لاسرسي‌نېټه January 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Harvp.
  8. کينډۍ:Harvp.