رومي داچيا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رومي داچيا (/ˈdeɪʃə/ DAY-shə؛ چې د داچيا ترایانه، په لاتیني ژبه: تراجنا داچیا؛ یا Dacia Felix؛ حاصلخېزه/ خوشحاله داچيا په نوم هم یاديږي) له ميلاد څخه وروسته له ۱۰۶ کال څخه تر ۲۷۱-۲۵۷ پورې د روم امپراتورۍ له ولایتونو څخه وه. چې په قلمرو کې يې د اوس‌مهال اولتنیا، ترانسیاونیا او بانات سیمې شاملېدلې (اوس مهال له وروستي مورد پرته چې د رومانیا، مجارستان او صربستان تر منځ وېشل شوې ده نورې ټولې په رومانیا کې دي). د رومیانو د واکمنۍ پر مهال د امپراتورۍ د یو سرحدي ولایت په توګه سازمان شو. اټکل کېږي چې د رومي ډاچیا د وګړو شمېر د ۶۵۰۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰۰۰۰ کسانو تر منځ وي. تر دوو لښکر لېږدونو وروسته چې د دسبالوس پاچاهي يې ورانه کړه د تراژان له‌خوا (۹۸-۱۱۷) فتحه شوه. که څه هم رومیانو ټوله اشغال نه‌کړه؛ کرېشنا، مارامورش او د مولداوي ډېره برخه د خپلواکو ډاچيانو تر کنترول لاندې پاتې شوه.  

له امپراتورۍ سره یې تر ادغام وروسته، رومي داچيا د تل‌پاتې اداري وېش شاهده وه. په ۱۱۹ کال کې په دوه برخو ووېشل شوه: داچيا سوپریور (برنۍ داچیا) او داچيا انتریور (ښکتنۍ داچيا؛ چې وروسته د مالونسیس داچيا په نوم ونومول شوه). سوپریور داچيا د ۱۲۴ او ۱۵۸ کلونو تر منځ د داچيا اپولنسیس او داچیا پورولیسنسیس په نوم په دوه ولایتونو ووېشل شوه. دا درې ولایتونه وروسته په ۱۶۶ کال کې سره متحد شول او د روانو مارکونیک جګړو له امله د تریس داچیا («درې داچيا») په نوم وپېژندل شول. دا سیمه د روم پر پراخ استعمار متمرکزه وه. نوي معادن پرانیستل شول او د معدني ډبرو استخراج شدید شو، حال دا چې په سیمه کرنه، مالداري او سوداګري وغوړېده. رومي داچيا په ټول بالکان کې مېشت پوځ ته ډېر ارزښت درلود او له نږدې لسو پېژندل شويو ښارونو سره چې ټولو له پخوانیو پوځي کمپونو څخه سرچينه اخیسته او له دې ډلې څخه اتو يې د استعمار تر ټولو لوړه درجه لرله په یو ښاري ولایت بدله شوه. اولپيا ترایانا سارمیزګتوسا د امپراتورۍ د قانون جوړونې، مالي او مذهبي مرکز او د نائب‌الحکومه (مالي افسر) د استقرار ځای و، حال دا چې اپولوم د روم د داچيا پوځي مرکز و.  

رومي داچيا د خپلو رامنځته کېدو راهیسې له لویو سیاسي او پوځي تهدیدونو سره مخ شوه. خپلواک داکیان چې له سرماتیانو سره متحد شوي و په ولایت کې يې ثابت بریدونه تر سره کړل. تر هغوی وروسته کارپي (یوه ډاکياني قبیله) او په تازه توګه دننه شوي جرمني قبایل (ګوت‌یان، تایفلي، هرولي او باستارنا) له هغوی سره متحد شول. دې ټولو د روم امپراتورانو ته د دې ولایت ساتنه ستونزمنه کړې وه، ځکه د ګالینوس د واکمنۍ پر مهال (۲۵۳-۲۶۸) نږدې له‌منځه تللې وه. اورلیان (۲۷۰-۲۷۵) له ميلاد څخه وروسته په ۲۷۱ یا ۲۷۵ کال کې رومي داچيا په رسمي ډول پرېښوده. هغه خپل پوځيان او غیر نظامي اداره له داچیا څخه تخيله کړه او داچياتورلیانا يې له پلازمېنې سره په ښکتنۍ موزیا کې رامنځته کړه. د رومي شویو نفوس لا پرېښودل شوی و او برخلیک يې د رومیانو تر خروج روسته د بحث‌وړ دی. د یوې نظریې پر بنسټ هغه لاتيني ژبه چې پر داچیا کې پرې خبرې کېدلې تر ډېره پرې په نننۍ رومانیا کې خبرې کېږي او په رمانیايي ژبه بدله شوې چې رومانیان یې د داکو-رومیانو (د داچيا رومي شوی نفوس) لمسیان کړي. د دې خلاف د بلې نظریې له مخې د رومانیایانو سرچینه په حقیقت کې د بالکان په ټاپووزمه کې ده.

مخینه[سمول]

داچيانو او ګټایانو د روم له امپراتورۍ سره د داچيا تر الحاق مخکې تر ډېره له رومیانو سره اړیکې درلودې. په هر حال د رومیانو پام هغه مهال د ښکتني دانیوب شاوخوا سیمو ته ورزیات شو کله چې بوربیستا (له ميلاد څخه مخکې د ۴۴-۸۲ کال) لرغوني قبایل سره متحد کړل او یرغلګر لښکرلېږد يې د پراختیا لپاره چمتو کړ. په لويديځ کې د هغه پاچاهي تر اتوپیا پورې او په سویل کې تر بالکان پورې پراختیا ومونده. [۱][۲][۳]

له ميلاد څخه مخکې په ۷۴ کال کې رومي لژیون‌نان د ګایوس اسکریبونیوس کوریو په مشرۍ ښکتني دانیوب ته ورسېدل او له ډاچیانو سره په اړیکه کې شول. د بوربیستا د واک او نفوذ په اړه د رومیانو اندېښنه هغه مهال غښتلې شوه چې هغه د روم په سیاست کې پر فعال رول پيل وکړ. د فارسالوس تر جکړې وروسته د پامپي په ملاتړ د روم جمهوریت په کورنۍ جګړه کې د ګډون لپاره د هغه د وروستۍ شېبې پرېکړه په‌دې معنا وه چې که له پامپيانو سره معامله وشي، ژولیوس سزار به خپلې سترګې د داچيا پر لور واړوي. له ميلاد څخه مخکې په ۴۴ کال کې د پارتي سزار د پلان شوي لښکرلېږد د یوې برخې په توګه هغه له داچيا څخه تېرېدو او د بوربیستا له‌منځه وړلو ته چمتو شو، په دې توګه د هغه د پاچاهۍ له‌منځه تللو ته هيله‌من و. که څه هم د سزار د ترور له امله دا لښکرلېږدونه پر داچیا ونه شول، خو بوربیستا ونه‌شو کولی تر خپلې واکمنۍ لاندې قبایلو تر منځ حقیقي اتحاد رامنځته کړي. تر هغې طرحې وروسته چې د هغه د ترورو لامل شوه د هغه پاچاهي په څلورو بېلابېلو سیاسي بنسټونو ووېشل شوه، چې وروسته په پنځو بنسټونو بدل شول چې یو يې د کوچنیو پاچاهانو په‌واسطه اداره کېده. [۱][۴][۵][۶][۷][۸]

د بوربېستا له مړینې څخه د دسبالوس تر راڅرګندېدو پورې رومي پوځیانو له داچیانو او ګټایانو سره نښتې ته دوام ورکړ. د موزیا او پانونیا پر څېرمه ولایتونو د قبایلو پرلپسې یرغل د دې لامل شو چې سیمه‌ییز قومندانان او امپراتوران د داچيانو خلاف سزايي ګامونه پورته کړي. دې ټولو تر روم مخکې دورې د وروستیو په ډېره برخه کې د روم امپراتوري او داچيان په ټولنیزو، ديپلوماتیکو او تل پاتې سیاسي اړیکو کې وساتل. دا چاره داچيانو ته د مطلوب موقعیت د ورکړې شاهده وه، داسې چې د amicii et socii - «د روم د ملګرو او متحدانو» په نوم پېژندل کېدل، که څه هم د اکتاویانوس پر مهال دې چارې د مهمو رومي افرادو له ملاتړ سره تړاو درلود. چې بېلګه يې له مارکوس انتونیسو سره د اکتاویانوس د اقداماتو په بهیر کې ولیدل شوه. له ميلاد څخه مخکې په ۳۵ کال کې اکتاویانوس د یو داسې متحد په لټه کې وو چې د انتونیوس اروپايي ولایتونه وګواښلی شي؛ له داچیانو سره يې د اتحاد وړاندیز وکړ چې په ترڅ کې يې د داچیانو د پاچا له لور کوتیسو سره واده وکړ او په بدل کې يې کوتیزو د اوکتاویانوس له لور جولیا سره واده وکړ.   [۳][۹][۱۰]

که څه هم باور دا دی چې د رومیانو تر منځ د سلطنتي یرغملونو دود ښايي له میلاد څخه مخکې د لومړۍ پېړۍ په لومړنۍ نيمه برخه کې پيل شوی وي، خو په باوري ډول د اکتاویانوس د واکمنۍ پر مهال پېښېدل او تر روم مخکې دورې تر وروستیو پورې دود و. له بل لوري لرغونې سرچينې په داچيا کې د رومي سوداګرو او صنعت‌کارانو له موجودیت څخه خبر ورکوي، په‌داسې حال کې چې دا سیمه د تښتېدلو رومي غلامانو د پناه‌ځای په توګه هم وه. دا دود او فرهنګي او سوداګریز تبادل په ټوله سیمه کې د روم د سوکه پراختیا او نفوذ شاهد و، چې د اوراستیه غرونو په شاوخوا کې په څرګنده توګه د لېدلو وړ و. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Georgescu 1991، ص. 4.
  2. Pop 1999، ص. 14.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Oltean 2007، ص. 50.
  4. Schmitz 2005، ص. 10.
  5. Oltean 2007، ص. 48.
  6. Burns 2003، ص. 195.
  7. Oltean 2007، ص. 43.
  8. Mócsy 1974، صص. 17–18.
  9. Pârvan 1928، صص. 157–158.
  10. Bunson 2002، ص. 165.
  11. Oltean 2007، ص. 52.