Jump to content

رومانیا په دویمه نړیواله جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د دویمې نړیوالې جګړې په لومړیو کې رومانیا د پاچا دویم کارول تر واکمنۍ لاندې په جګړه کې بې پلوه هېواد و. ورته مهال د دغه هېواد فاشېستي سیاسي ځواک، په ځانګړې توګه اوسپنیز ګارد د خلکو ترمنځ خپل ځایګي او ځواک ته پراختیا ورکړه چې له نازي جرمني او د هغو له متحدینو سره د یو موټي کېدو غوښتونکی و. هغه مهال چې د رومانیا د ځکمنۍ بشپړتیا د خوندي کوونکو دوه هېوادونو – فرانسې او بریتانیا – پوځي شتمني د فرانسې په سقوط کېدو (د ۱۹۴۰ زکال له مۍ میاشتې څخه تر جون میاشتې) له منځه ولاړه، د رومانیا دولت له دې څخه په بې خبرۍ د ورته تضمین د ترلاسه کولو په هیله جرمني ته مخ واړوه، چې له وړاندې څخه د ۱۹۳۹ زکال پر مهال د مولوتوف – ریبنټروپ هوکړې په یو بشپړونکي پروتوکول کې د رومانیا پر قلمرو باندې د شوروي ادعاوې د جرمني له خوا منل شوې وې.

هماغه ډول چې له جرمني سره هوکړه شوې وه، شوروي اتحاد د ۱۹۴۰ زکال په اوړي کې بسارابیا او شمالي بوکووینا اشغال کړه. د ۱۹۴۰ زکال په اګست او سپټمبر میاشتو کې د جرمني او ایټالیا ترمنځ د رومانیا په دوه قلمروونو بحثونه وشول چې په هغو کې د رومانیا پر تاوان پرېکړه شوه: رومانیا شمالي ټرانسلوانیا د هنګري پر وړاندې له لاسه ورکړه او اړ شو چې سویلي دوبروجا بلغاریا ته پرېږدي. دغه مهال د رومانیا د دولت محبوبیت په پام وړ کچه راکم شو او په دې سره د دغه هېواد فاشېستي او پوځي اړخونه لا پسې پیاوړي شول چې بالاخره دوی د ۱۹۴۰ زکال په سپټمبر میاشت کې کودتاه وکړه او د مارشال یون آنتونسکو تر مشرۍ لاندې دیکتاتوري نظام واکمن شو. نوی رژیم په رسمي ډول د ۱۹۴۰ زکال د نومبر په ۲۳مه نېټه له محور ځواکونو سره لاس یو کړ. رومانیا د محور ځواکونو د غړي هېواد په توګه د ۱۹۴۱زکال د جون په ۲۲مه نېټه په شوروي اتحاد باندې په برید (بارباروسا عملیات) کې ونډه واخیسته، چې د نازي جرمني لپاره یې پوځي تجهیزات او نفت برابرول؛ همدارنګه یې ختیځې جبهې ته د جرمني د نورو ټولو متحدینو څخه زیات سرتېري ولېږل. رومانیایي ځواکونو د اوکراین او بسارابیا په جګړو او په ستالینګراد باندې برید کې پام وړ ونډه لرله. رومانیايي سرتېرو د رومانیا تر کنټرول لاندې سیمو کې د ۲۶۰۰۰۰ یهودانو په ځورونه او عام وژنه کې ونډه واخیسته، په داسې حال کې چې نیمايي هغه یهودان له جګړې جوړ راووتل چې په رومانیا کې یې دننه ژوند کاوه. رومانیا په اروپا کې د محور ځواکونو دریم لوی او په ټوله نړۍ کې یې د محور ځواکونو څلورم لوی پوځ په واک کې درلود او یوازې له جرمني، جاپان او ایټالیا څخه شاته و. دغه هېواد د ۱۹۴۳ زکال په سپټمبر میاشت کې د متفقینو او ایټالیا ترمنځ له کاسیبیله اوربند وروسته په اروپا کې د محور ځواکونو دویم لوی ځواکمن هېواد شو. [۱][۲][۳][۴]

متفقینو ځواکونو له ۱۹۴۳ زکال راوروسته د رومانیا په بمبارد کولو پیل وکړ او همدارنګه د شوروي مخکې تلونکو ځواکونو هم په ۱۹۴۴ زکال کې په دغه هېواد برید وکړ. دغه مهال په جګړه کې د ونډې لرلو له امله له دولت څخه د خلکو ملاتړ راکم شو او د جرمني – رومانیا جبهې د شوروي د برید له امله وپاشل شوې. د رومانیا پاچا، میخایل د یوې کودتا مشري وکړه او انتونسکو یې له واکه راوپرځاوه (د ۱۹۴۴ زکال د اګست میاشت) او د جګړې تر پایه د متفقینو په څنګ کې ودرېد (آنتونسکو د ۱۹۴۶ زکال په جون میاشت کې اعدام شو). له ګټونکي لوري سره له دغه اوږد مهالې اړیکې سربېره، لویه رومانیا بېرته وه نه رغېده. خو له دې سره هم دغه هېواد وکولای شول ټرانسلوانیا له هنګري څخه بېرته ونیسي.

مخینه

[سمول]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته رومانیا چې د انتانت ځواکونو په خوا کې یې د محور ځواکونو پر وړاندې جګړه کړې وه او خپل قلمرو ته یې تر یوه بریده پراختیا ورکړې وه؛ وه یې شو کولای چې د اتریش – هنګري او روسیې د سترواکیو له پاشل کېدو څخه د رامنځته شوې خلا پر مټ د ټرانسلوانیا، بسارابیا او بوکووینا سیمې بېرته خپلې کړي. دغه چاره د «لویې رومانیا» د جوړېدو په برخه کې د رومانیا لرغونې ملت پالونکې موخې ته د لاسرسي لامل وګرځېده او وه یې شو کولای ټول قومي رومانیايي وګړي په خپله غېږ کې راغونډ کړي. ورته مهال په نوو نیول شوو سیمو کې مجارستاني، جرمني، بلغاریايي، اوکرایني او روسي پام وړ لږکیو ډلو هم شتون درلود چې له امله یې رومانیا له خپلو څو ګاونډیو هېوادونو سره په دښمنۍ کې ښکېل شو. دغه چاره ځینې وختونه هم له تاوتریخوالي څخه د ډکو نښتو لامل ګرځېده چې بېلګې یې هم د هنګري او رومانیا جګړه او همدارنګه تاتاربوناري پاڅون دی. یوګوسلاویا او چکسلواکیا د هنګري د الحاق پالنې له چارې سره د مخالفت په موخه په ۱۹۲۱ زکال کې کوچنی انتانت اتحاد رامنځته کړ. همدغه کال رومانیا له پولنډ سره د نوي رامنځته کېدونکي شوروي اتحاد پر وړاندې دفاعي اتحاد رامنځته کړ چې بیا په ۱۹۳۴ زکال کې یوګوسلاویا، یونان او ترکیې هم د بالکان درې ګونی اتحاد جوړ کړ؛ آن شک دا دی چې بلغاریا هم په دغه اتحاد کې ګډون درلود. [۵][۶]

له نوولسمې پېړۍ وروسته رومانیا نسبتا دیموکراتیک مشروطه سلطنت او تر یوې کچې یې لویدیځ پلوه لیدلوری درلود، خو دغه هېواد په ۱۹۳۰مه لسیزه کې د لوی اقتصادی ناورین او همدارنګه د اوسپنیز ګارد په څېر د فاشېستي خوځښت په رامنځته کېدو له مخ پر زیاتوالي کړکېچ سره مخ شو؛ ځکه چې هغو د دولت پر ضد له انقلابي ترهګرۍ ملاتړ کاوه. د دغه هېواد مستبد پاچا دویم کارول په هېواد کې د ثبات راوړو په پلمه په ۱۹۳۸ زکال کې سلطنتي دیکتاتوري اعلان کړه. د دغو داخلي بدلونونو سره په موازاتو کې اقتصادي فشارونه او همدارنګه د هېټلر د تهاجمي بهرني سیاست پر وړاندې د فرانسې او انګلستان کمزوری غبرګون لامل وګرځېد رومانیا په تدریجي ډول له خپلو لویدیځو متحدینو لرې او محور ځواکونو ته نږدې شي. [۷][۸]

د ۱۹۳۹ زکال د اپرېل په ۱۳مه نېټه، فرانسې او بریتانیا ژمنه وکړه چې د رومانیا د پاچاهۍ خپلواکي تضمین کړي. ورته مهال له شوروي اتحاد سره د ورته تضمین د ترلاسه کولو اړوند خبرې اترې وروسته له هغه له ماتې سره مخ شوې چې رومانیا له خپلو پولو څخه د سره پوځ د تېرېدو مخه ونیوله. [۹][۱۰]

د ۱۹۳۹ زکال د اګست په ۲۳مه نېټه جرمني او شوروي اتحاد د مولوتوف – ریبنتروف تړون لاسلیک کړ. د دغې هوکړې د یوې پټې ضمیمې پر بنسټ په بسارابیا (له ۱۸۱۲ زکال څخه تر ۱۹۱۸ زکال پورې د روسي سترواکۍ تر کنټرول لاندې وه) کې د شوروي اتحاد ګټې په رسمیت وپېژندل شوې. د شوروي اتحاد سره دغه ژمنې په سیمه کې په ښکاره ډول د جرمني د هر ډول لېوالتیا له نه شتون سره ترکیب درلود.

اته ورځې وروسته نازي جرمني د پولنډ په دویم جمهوریت برید وکړ. پولنډ چې تمه یې لرله بریتانیا او فرانسه به یې مرستې ته ودانګي، پرېکړه یې وکړه چې له رومانیا سره خپل اتحاد ته شا کړي او له رومانیايي پله (Romanian Bridgehead) څخه ګټنه وکړي. رومانیا د دغه جګړې پر مهال په رسمي ډول بې پلوه دریځ خپل کړ او د شوروي اتحاد او جرمني تر فشار لاندې یې د پولنډ د پرځېدلي دولت هغه تښتېدلي چارواکي د سپټمبر په ۱۷مه نېټه ونیول چې د پولنډ او رومانیا له پولې څخه تېر شوي و او هغوی یې دې ته اړ کړل چې خپل واکونه په تبعید کې د پولنډ د دولت کچې ته را ټیټ کړي. د سپټمبر په ۲۱مه نېټه د رومانیا د لومړي وزیر آرماند کالینسکو له ترور وروسته پاچا دویم کارول هڅه وکړه د څو میاشتو لپاره خپل بې پلویتوب وساتي، خو د فرانسې د دریم جمهوریت تسلیمۍ او له قاره یي اروپا څخه د انګریزي ځواکونو شاتګ د رومانیا لپاره ټولې هغه ژمنې بې معنی کړې چې دغو دواړو هېوادونو ورکړې وې. [۱۱][۱۲]

په ۱۹۴۰ زکال کې رومانیا د لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته ترلاسه کړې ځمکنۍ لاسته راوړنې تر ډېره بریده له لاسه ورکړې. په جولای میاشت کې د شوروي اتحاد له ضرب الاجل وروسته رومانیا هوکړه وکړه چې بسارابیا او شمالي بوکوینا خوشي کړي (شورویانو همدارنګه ځانته هرتسا ښار هم الحاق کړ چې په ضرب الاجل کې یې د هغو هېڅ یادوونه هم نه وه کړې). د بسارابیا دوه پر دریمه برخه د شوروي اتحاد له ډېرې لږ برخې سره یو ځای کړای شوه او د مولداویا سوسیالیستي شوروي جمهوریت یې جوړ کړ. پاتې نورې برخې (شمالي بوکوینا، د هوتین ښارګوټي نیمه شمالي برخه او بوجاک) د اوکراین شوروي سوسیالیستي جمهوریت ته اړوند شول.

سرچينې

[سمول]
  1. U.S. government Country study: Romania, c. 1990. کينډۍ:PD-notice
  2. According to historian and author Mark Axworthy, the second largest Axis army in Europe, arguably, belonged to Romania, though most would dispute this, regarding the Italian army as more significant.
  3. Third Axis Fourth Ally: Romanian Armed Forces in the European War, 1941–1945, by Mark Axworthy, Cornel Scafeș, and Cristian Crăciunoiu, page 9.
  4. David Stahel, Cambridge University Press, 2018, Joining Hitler's Crusade, p. 78
  5. Axworthy, p. 12
  6. Axworthy, p. 13
  7. Axworthy, p. 22
  8. Axworthy, p. 13
  9. U.S. government Country study: Romania, c. 1990. کينډۍ:PD-notice
  10. Henig, Ruth (2013). The Origins of the Second World War 1933–1941. Routledge. pp. 92–93. ISBN 9781134319879.
  11. Michael Alfred Peszke. The Polish Underground Army, the Western Allies and the Failure of Strategic Unity in World War II, McFarland, 2005, ISBN 0-7864-2009-X
  12. U.S. government Country study: Romania, c. 1990. کينډۍ:PD-notice