رومانتیکه ملت پالنه یا رومانتیک نشنلېزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رومانتیکه ملت پالنه (همدارنګه ملي رومانتېزم، ارګانیک ملت پالنه یا هویتي ملت پالنه) د ملت پالنې هغه ډول دی چې دولت خپل سیاسي مشروعیت د یوې ارګانیکې پایلې په توګه د هغو کسانو له یوموټي توب ترلاسه کوي چې پر هغو حکومت کوي. په دغه چاره کې د یو ملت د ژبې، نژاد، قومیت، کلتور، مذهب او رواج فکتورونه شاملېږي چې په خپله ابتدایي معنی کې د هغو کسانو په معنی دی چې په هماغه کلتور کې زېږېدلي. دغه اصطلاح کېدای شي قومي ملت پالنې یا مدني ملت پالنې ته وکارول شي. رومانتیک نشنلېزم/ملت پالنه د سلسلوي یا د سترواکیو د برترۍ پر وړاندې رامنځته شو، چې له پورته څخه یې کښته خوا ته د دولت مشروعیت ټاکه؛ له یو پاچا یا بل ځواک څخه یې سرچینه اخیسته او د هغوی شتون یې توجیه کاوه. [۱][۲]

د رومانتېزم د کلیدي موضوعاتو او د هغو د تل پاتې میراثونو ترمنځ د هنر او سیاسي فلسفې په برخو کې د رومانتیکې ملت پالنې کلتوري څرګندونو له روڼ آندۍ وروسته رول درلود. د ملت پالنې لومړنيو تحرکاتو له ملي ژبو او فولکور څخه تر معنوي ادابو او سیمه يیزو رواجونو او تر هغو خوځښتونو پورې چې د اروپا نقشه یې له سره رسم کړه او د ملتونو د برخلیک ټاکنې غوښتنې یې کوله په ځان کې رانغاړل؛ ملت پالنه د رومانتیکېزم یو کلیدي موضوعاتو څخه و چې د هغو رول، عبارات او معنی یې بیانوله. رومانتیک نېشنلېزم د فرهنګي تولید او سیاسي فکر له دې تعامل څخه سرچینه اخیسته چې «د ملت ستاینه (چې د هغوی د ژبې، تاریخ او کلتوري ځانګړنو له مخې تعریف کېږي) هنري بیان ته د یو الهام بخښونکي ایډیال په توګه د دغه بیان په ابزاري کولو سره د سیاسي شعور په لوړونکي اوړي». [۳]

له تاریخي پلوه په اروپا کې د رومانتیکې ملت پالنې لپاره وده کوونکی کال ۱۸۴۸ زکال و، هغه مهال چې په ټوله دغه لویه وچه کې یوه انقلابي څپه خپره شوه. په بېلابېلو برخو (لکه ایټالیا) کې ګڼ شمېر ملت پاله انقلابونه وپاشل شول او یو شمېر څو ملیتي دولتونه (لکه د اتریش سترواکي) ونړېدل. په داسې حال کې چې په پیل کې انقلابونه د ارتجاعي قدرتونو واک ته ورغلل او پخوانی نظم په چټکۍ سره بېرته رامنځته شو خو ګڼ شمېر نورو انقلابونو د اروپا په ډېری برخو کې د آزاد توب پر لور لومړي ګامونه اوچت کړل او د اروپا په ډېرو برخو کې یې د معاصرو دولتونو بنسټ کېښود.

لنډه تاریخچه[سمول]

د روسو (۱۷۱۲ – ۱۷۷۸ زکال) او جوهان ګوتفرید ون هردر (۱۷۴۴ – ۱۸۰۳ زکال) نظریاتو په اروپا کې لومړني رومانتیک نشنلېزم ته الهام وروبخښه. هردر استدلال کاوه چې ملتونه د جنیټیک پر ځای د اوبو او هوا، جفرافیا «خو تر هغو ځانګړی د ژبو، تمایلاتو او شخصیتونو» محصول دی. [۴]

د ۱۸ مې پېړۍ په لومړیو کې د خپل پیل راهیسې رومانتیک نشنلېزم په تاریخي قومي کلتور تکیه لري چې له رومانتیک آرمانونو سره مطابقت لري؛ فولکلور د رومانتیک ملت پاله مفهوم په توګه وده وکړه. ګریم وروڼو د هردر له لیکنو څخه په الهام اخیستو د داستانونو ایډیال ټولګه راغونډه کړه او هغې ته یې د اصلي جرمني عنوان وټاکه. 

رومانتیک نشنلېزم د هګل (۱۷۷۰ – ۱۸۳۱ زکال) په فلسفه کې یوه کلیدي څانګه رامنځته کړه چې استدلال یې کاوه چې د «دوران ارواه» یا zeitgeist په ځانګړي مهال کې په ځانګړو کسانو کې شتون لري. هغه مهال چې د وګړو دغه ډله د تاریخ فعال ټاکونکي شول یوازې له دې امله و چې د هغوی فرهنګي او سیاسي پیر را رسېدلی و. په پروتستانتي اصلاحاتو کې د جرمنيانو د ونډې له امله هګل (لوتري و) استدلال وکړ چې د هغه په تاریخي مهال کې zeitgeist یا د دوران ارواه په جرمني ژب ویونکو کې د ننه شوې.

په قاره یي اروپا کې رومانتیکانو په پیل کې د فرانسې انقلاب منلی و، خو وروسته یې ځانونه د ناپلئون د فراملي سترواکۍ د سیسټم اړوند انقلاب ضد مبارزه کې ولیدل. د خودمختارۍ او ملي پوهې هغه احساس چې انقلابي ځواکونو ته یې وړتیا وربخښله اشرافي رژیمونو ته په جګړه کې ماتې ورکړي د فرانسې د سترواکۍ (۱۸۰۴ – ۱۸۱۴ زکال) پر وړاندې د مقاومت د راغونډېدو په نقطه واوښت. په پروس کې د نورو په خوا کې د کانت شاګرد ګوتلیب فیشته (۱۷۶۲-۱۸۱۴ زکال) د ناپلئون سره د مبارزې د بنسټ په توګه د معنوي تجدید د پراختیا استدلال وړاندې کړ. په جرمني کې د Volkstum یا « folkhood» کلمه د فرانسې د برترۍ غوښتنې پر وړاندې د مقاومت د برخې په توګه ابداع شوه.

ملت پالنه او انقلاب[سمول]

په بالکان کې رومانتیک نظریات له کلاسیک یونان سره د اړیکو لرلو له امله چې فیلهلنېزم (یونان دوستۍ) ته الهام بخښونکي و، د یونان د خپلواکۍ جګړه (۱۸۲۱- ۱۸۳۰ زکال) یې القا کړه، چې په کې رومانتیک شاعر لورډ بایرون د شدیدې تبې له امله ومړ. د ویلیام ټیل روسیني اوپرا چې له مرکزي ملي اسطورو څخه په ګټنې یې سویس یو موټی کاوه د رومانتیک اوپرا پیلامه څرګندوي؛ همدارنګه په بروکسل کې د بهرني ظلم د مخینې (Auber's La Muette de Portici) پر وړاندې له رومانتیکې اوپرا وروسته پاڅون (د ۱۸۳۰ زکال اګست میاشت) په ۱۸۳۰ – ۱۸۳۱ زکال پورې د بلجیم انقلاب ته لار برابره کړه چې د رومانتیک نشنلېزم په موډل کې لومړنی بریالی پاڅون و. د ورډي اوپرا کورس (نغمه غږونکي) ډله هغه تر ظلم لاندې وګړي و چې د ایټالیا دوه نسله وطن پرستانو په ځانګړې توګه «Va pensiero» (نابوکو، ۱۸۴۲ زکال) ته یې الهام ورکړ. د اقتصادي او سیاسي قدرتونو په خوا کې د رومانتیک نشنلېزم تر اغېز لاندې جرمني او ایټالیا دواړو سیاسي اتحاد او هغو خوځښتونو ته لاسرسی وموند چې د قومي ډلو پر بنسټ یې ورته ملتونه رامنځته کول. په بالکان کې (د بېلګې په توګه کارینتیان ټول پوښتنې ته مراجعه وکړۍ، ۱۹۲۰ زکال) د بالتیک سمندرګي او د مرکزي اروپا په داخلي برخو کې د هغو ګلونه نوي وغوړېدل چېرې چې په پایله کې هابسبورګان د رومانتیک نشنلېزم څپې ته تسلیم شول. په ناروې کې رومانتېزم نه یوازې په ادبیاتو بلکې ملي سبک ته یې د مخکې تلونکي حرکت په معمارۍ او اخلاقو کې هم تجسم وموند. له دې وړاندې د رومانتیکې ملت پلنې پیاوړو عناصرو په شمالي امریکا کې د روڼ آندۍ د عقل پالنې په فصاحت او بلاغت (بدیع په علم)، له لویې بریتانیا څخه د امریکا مستعمراتو د خپلواکۍ په اعلامیه او همدارنګه په ۱۷۸۷ زکال کې د متحده ایالاتو د اساسي قانون د مسودې په لیکلو کې او له دې سربېره د پاڅونو په څپه کې چې په ۱۸۱۰ زکال کې د ارجنټاین د مۍ میاشتې له انقلاب وروسته یې د هسپانیې ټولو امریکايي مستعمراتو ته لار ومونده د نوي سیمه ئیز هویت څخه د الهام اخیستونکو پاڅونونو په فصاحت او بلاغت کې شتون درلود.  [۵][۶]

په ۱۹ مه پېړۍ کې محافظه کاري او انقلاب[سمول]

د ناپلیون په سقوط سره د فرانسې د لومړنۍ سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته د اتریشي اشرافي کلمنس فون مترنیخ په مشرۍ محافظه کارو عناصرو په اروپا کنټرول ترلاسه کړ؛ چې له امله یې د ۱۹ مې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د اروپا پر قاره یي سیاست باندې د لویو قدرتونو ترمنځ د واک د توازن ارمانونه حاکم شول. د ویانا له کانګرس او په هغو پسې د اروپا د کنسرت سیسټم وروسته څو لویو سترواکیو د اروپا پر سیاستونو کنټرول ترلاسه کړ. په دغو سترواکیو کې روسي سترواکي، بېرته رغول شوې د فرانسي پاچاهي، د پروسيا تر ولکې لاندې د جرمني کنفدریشن، د اتریش سترواکي او عثماني امپراتوري شاملېدل.

محافظه کارو ځواکونو تر هغه مهاله په اروپا واک درلود کله چې د ۱۸۴۸ زکال انقلابونو ټولې اروپا ته لار ومونده او پخوانی نظام یې له ګواښ سره مخ کړ. د مختلفو کلتوري ډلو په خوا کې ګڼ شمېر خوځښتونه رامنځته شول چې د ملي هویت حس ته یې په پراختیا ورکولو پیل وکړ. په داسې حال کې چې په پیل کې ټول دغه انقلابونه له ماتې سره مخ شول او ارتجاعي ځواکونو بیاځلي سیاسي کنټرول ترلاسه کړ خو دغو انقلابونو د څو ملیتي څو سترواکیو تر واک لاندې اروپا د کنسرت د پای خوا ته د دوامداره پرمختګ څرګندويي کوله چې په پایله کې په اروپا کې د ملي معاصر دولت د رامنځته کېدو لامل وګرځېدل؛ هغه بهیر چې په نیمه یا یوه پېړۍ کې نه بشپړېدونکی و. د مرکزي او ختیځې اروپا سیاسي وضعیت تر ډېره د دوو نړیوالو جګړو په واسطه رامنځته شو، خو په دغو دوو منطقو کې شته ملي هویتونو هغه مهال د شلمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې معاصر ملي دولتونه رامنځته کړل کله چې شوروي اتحاد وپاشل شو او له امله یې د یوګوسلاویا او چکسلواکیا څو ملتي نوي دولتونه رامنځته شول.

سرچينې[سمول]

  1. Joseph Theodoor Leerssen, Anne Hilde van Baal, and Jan Rock, eds. Encyclopedia of romantic nationalism in Europe (Amsterdam University Press, 2018.)
  2. Joep Leerssen, "Notes toward a Definition of Romantic Nationalism." Romantik: Journal for the study of Romanticisms 2.1 (2013): 9-35. online
  3. Joep Leerssen, "Notes towards a Definition of Romantic Nationalism", Romantik: Journal for the Study of Romanticisms, 2.1 (2013): 9-25 (28).
  4. King, Brian (2016). "Herder & Human Identity". Philosophy Now (112). https://philosophynow.org/issues/112/Herder_and_Human_Identity. Retrieved 2 September 2018. 
  5. Miroslav Hroch, "Introduction: National romanticism", in Balázs Trencsényi and Michal Kopeček, eds. Discourses of collective identity in Central and Southeast Europe, vol. II National Romanticism: The Formation of National Movements, 2007:4ff.
  6. Oscar Julius Falnes, National romanticism in Norway, 1968.