روماتولوجي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روماتولوجي د داخله طب او ماشوم طب يوه څانگه ده چې د روماتيکو ناروغيو پېژندنه او درملنه په کې ترسره کېږي. هغه ډاکټران چې په دې څانگه کې تخصص ترلاسه کوي روماتولوجېستان بلل کېږي. روماتولوجستان اصلاً د هغو روغتيايي ستونزو سره سرو کار لري چې هغه د بندونو، نرمو ووبونو، معافياتي ناروغيو، واسکولايټس يا د رگونو د تسپود او د کانېکټيف نسج ارثي بې نظمۍ او ناروغۍ دي.

د روماتولوجي نوم له يوناني لغت rheuma چې مانا يې "هغه څه چې د ويالې يا رود په څېر بهېږي"، او د -logy چې د زده کړې په مانا دی راوتلی.