روز لیوینګسټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
روز لیوینګسټون
روز لیوینګسټون
روز لیوینګسټون

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ ډيسمبر ۱۸۸۰[۱]
نيويارک   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 26 ډيسمبر 1975 (95 کاله)[۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
منهټن [۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ټولنیز فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

روز لیوینګسټون (شاوخوا په ۱۸۷۶ کې زېږېدلې اوپه  ۱۹۷۵ ز د دسمبر په ۲۶ مه مړه شوې) د چينایانو د ښارګوټي په ملایکه مشهوره ده، د ښځو د رایې ورکولو د حق یوه پلوۍ وه چې د فاحشو او د غلامۍ د جنسي قرباینانو د آزادۍ لپاره يې کار کاوه. هغه د هېريټ بورټن لېډلا (Harriet Burton Laidlaw) او نورو مخکښو څېرو او د روزلیوینګسټون احتیاطي کمېټې په مالي او ټولنیز ملاتړ د نیویارک د چینایانو په ښارګوټي او نورو ښارونو کې له جبري فحشا نه د نجونو د ژغورنې لپاره کار وکړ او د منن() Mann - د سپين پوستو غلامانو قاچاق) قانون په تصویب کې یې مرسته وکړه، چې د ایالتونو تر منځ جنسي قاچاق په یوه فدرال جرم بدل شي.  

هغه د ځوانۍ په دوران کې وتښتول شوه او په جنسي غلامه بدله شوه. هغې ته يې نشه یي توکي ورکړل چې په تریاکو روږدې شوه او په ۱۶ کلنۍ کې يې دوه ماشومان وزېږول. هغه په ۱۹۰۳ ز کال کې وژغورل شوه. لومړی هغې فکر وکړ چې غواړي له هېواده بهر د یوې مبلغې په توګه کار وکړي. په ورته حال کې وپوهېده چې په نیویارک کې ښه کارونه ترسره کولی شي. هغې ځان تبلیغۍ ګاڼه او د شپې له خوا به د هغو تنکیو کم عمره او ځوانو نجونو په لټه کې وه چې جنسي غلامۍ ته اړ کېدلې. هغه یوه کوچنۍ او ډنګره ښځه وه، هغه له وهلو ټکولو او ډزو سره هم مخامخ وه، ځینې وختونه به د خپلو پرهرونو د رغېدلو لپاره په میاشتو په روغتون کې وه. کله چې هغې نجونې وژغورلې او له هغوی سره یې مرسته وکړه، چې  آزاد ژوند وکړي، هغې د ماشومانو او ځوانو ښځو د جبري جنسي فعالیتونو په اړه وینا وکړه. هغې د ښځو د رایې ورکولو له حق نه هم دفاع وکړه.

د یوې جنسي غلامې په توګه د هغې ماشومتوب خپله له روز نه او په څرګند ډول يې نه تائیدول، له ځینو نورو نامعلومو سرچینو، سرچينه اخلي او په بېلابېلو روایتونو کې کوچني اختلافات شته. د مثال په ډول: هغه بیا هېڅکله د خپلو دوو زېږولیو ماشومانو په اړه څه نه وايي.

لومړنی ژوند[سمول]

روز لیوینګسټون شاوخوا په ۱۸۷۶ ز کال کې نړۍ ته راغلې. هغې وویل: د عقیدې له پلوه یوه ميټوډېسته (Methodist) لویه شوې. په لس کلنۍ کې له خپل کور نه وتښتول شوه او د نیویارک د چينايانو په ښارګوټي کې په تریاکو روږدې او فحشا ته مجبوره شوه. هغې له تښتوونکو نه دوه ماشومان وزېږول چې لومړی ماشوم یې په ۱۲ کلنۍ او دویم يې په ۱۵ کلنۍ کې نړۍ ته راوړ. هغه په ۱۹۰۳ ز کال کې وژغورل شوه او په هم ‌هغه کال نیویارک ته راغله. هغه لومړی نیویارک ته د یوې بهرنۍ مبلغې په توګه راغله، خو وروسته له دې چې په نشه یي توکو روږدې نجلۍ يې ژغورل شوې وليده، پرېکړه یې وکړه چې کولی شي په نیویارک ښار کې یوه خپلواکه مبلغه وي. [۴][۵][۶][۷][۸]

کاري ژوند[سمول]

لیوینګسټون لومړی په ۱۹۰۳ ز کال کې د باکسټر په سن‌شاین سيټلېمنټ (Sunshine Settlement) کې، د نيوریارک ښار د بايارډ په ۱۰۶ سړک کې د تصفیې غورځنګ ټولنیز اصلاحي خوځښت کې کار کاوه، چې په ۱۹۰۰ز کال کې رامنځته شوی و، چې میندو او بې‌وزلو ماشومانو ته یې د روغتیايي خدمتونواو زده‌کړو په برابرولو سره او له سمندري سمندر غاړو نه د روغتيايي لیدنو له لارې مرسته کوله. د انجيل خدمتونه او ويناوالۍ هلته تر سره کېدې او یو وړکتون، یو د خياطي(ګنډلو) ښوونځی او یو کتابتون یې وړاندې کړی و. پېرودونکو کولی شوی، د طبي او حقوقي  سلا او مشورو غوښتنه وکړي. یادې ادارې، دغه خدمتونه شاوخوا تر ۱۹۱۱ ز کال پورې وړاندې کول. [۹][۱۰]

مخینه(شالید)[سمول]

په ۱۹۳۴ز کال کې د نیو یارک د پولیسو ادارې د راپور له مخې، په کال کې شاوخوا ۴۰۰۰ ښځې په یاد ښار کې ورکېدلې او ډېری نورې پرته له دې چې ورکېدل يې په رسمي ډول ثبت شي ورکېدلې. ښځې او نجونې د فزیکي اختطاف، نشه‌يي توکو او يا په ناپوهۍ کې دې صنعت ته د کار یا دندې په موخه د غلطولو له لارې په جنسي غلامانو بدلېدې. ډېری نجونې چې لیوینګسټون وژغورلې، دې ته ورته یو څه یې ویل:« ما له هغه سره ولیدل، هغه زما سره ښه و. وروسته یې د موټر سپرلۍ ته وبللم.» وروسته یې نجونې بل کس ته سپارلې، چې هغوی یې وهلې ډبولې، نشه‌يي توکي یې ورکول، مسمومولې یې او یا یې نور ناوړه چلند ورسره کاوه. نجونې به تر ډېره د ایالتي کرښو له لارې لېږدول کېدې. لیوینګسټون وپوهېده چې د نیویارک لاندینۍ لوېدیځه برخه (Lower East Side) کې یو د لیلام ځای دی، چې هلته نجونې او ښځې پلورل کېږي. د هغوی تښتوونکو زیاتره نجونې په نشه‌يي توکو روږدې کولې، داسې چې د هغوی رام کول او کنترول اسانه و. په پای کې ځینې نجونې وژغورل شوې او بېرته یې کړنې ښې او عادي وې، خو ځينې نورې چې وژغورل شوې، ډېرې ماتې شوې وې او باید بسنټيزه پالنه یې شوې وی، ځینې نورې ډېر ژر مړې شوې او پاتې نورې د جنسي کارکوونکو په توګه بندیانې پاتې شوې وې.   [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ژغورنه[سمول]

د لیوینګسټون تمرکز پر هغو نجونو و چې عمر یې له ۹ کلونو نه تر ۱۷ کلونو پورې و، هغې دا د خپل ژوند دنده وګرځوله، تر څو په زرګونه ښځې او نجونې له جنسي غلامۍ نه آزادې کړي چې شاوخوا له ۱۹۰۳ ز یا ۱۹۰۴ز کال نه یې خپل کار پیل کړ. د هغې د کار طریقه داسې وه چې نارینه جنسي غلامان یې څارل، تر څو وپوهېږي، کومې ښځې اسیرې شوې، چې له هغوی سره ملګري وکړي او تېښتې ته یې وهڅوي. هغه به په کوچنیو تریاک خونو، د نڅا په تالارونو او بارونو کې په ځانګړې ډول د نیویارک د چینایانو په ښارګوټي او بروکلن نېوي يارډ (Brooklyn Navy Yard) کې د غلامو نجونو په لټه کې وه. ځینې وختونه هغه له ښار نه بهر بوستون، نیویارک، برېجپورټ، نیوهن او شیکاګو ته تلله. په ۱۹۰۷ز کال کې د ټولو ۸۰۰ سپين پوستو له ډلې نه۳۰۰ نجونو چې عمرونه یې له اتلس کلونو نه لږ وو، د چینایانو په ښارګوټي کې جنسي کاریګرې وې. ۶ کاله وروسته هغه په دې وتوانېده، چې هلته هېڅ داسې نجلۍ پيدا نه‌کړي، چې عمر یې له اتلس کلونو نه کم وي. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

هغې نارینه څېره لرله، چې ويښتان یې لنډول او نارینه جامې به یې اغوستې او د ژغورنې لپاره د نجونو په لټه وه ، چې وکولی شي، د شپې په نورو ځایونو او نڅاګانو کې ورسره یو ځای شي. [۱۹][۲۰][۲۱]

هغې وروسته له دې چې نجونې او ځوانې ښځې وژغورلې، د هغوی د بیاروزنې وړاندیز يې وکړ او د خپلي عیسوي عقیدې سره سم یې هغوی ته خدمت وکړ. هغه د چینایانو د ښارګوټي د ملایکې په نامه یادېده، هغې خپل ځان یوه خپلواکه ټولنیزه کارکوونکې او مرسته کوونکې بلله. هغې یوه اته کلنه تښتول شوې نجلۍ، وروسته له هغې وژغورله، چې پلار یې د هغې د موندلو غوښتنه وکړه. په داسې حالاتو کې د هغې زړورتیا او د نجونو د ژغورنې په اړه د هغې چټک فکر ورسره مرسته کوله، لکه یو وخت هغې یوه نجلۍ وژغورله، چې د درېیو نارینه‌وو له خوا تښتول شوې وه. هغې یادونه وکړه چې: په خپل جېب کې وسله لري او پولیسو ته په تمه شوه او پولیسو هغه کسان ونیول. هغه د نجونو د ژغورنې لپاره، له چټګ څار او سرعت سره په ټکسي‌ګانو کې تلله. کله به یې چې نجونې وژغورلې، هغه به یې د پولیسو ځای یا په خپل اپارتمان کې د ماشومانو ټولنې ته وړلې او له کورنۍ سره به یې اړیکه نیوله. هغه په دې حقیقت پوهه وه، چې کورنۍ ته بېرته ستنېدل یوه ستونزمن بهیر دی. له دې امله يې، په بېړې سره کورنیو یا مور او پلار ته د نجونو په سپارلو باور نه درلود. [۲۲][۲۳][۲۴]

سرچینې[سمول]

  1. د ټولټال کار کتنه په: https://familypedia.fandom.com/wiki/File:Rose_Livingston_(1884-1976)_death_in_the_Daily_News_of_New_York_City,_New_York_on_19_January_1976.jpg، https://www.newspapers.com/clip/46554677/only-human-by-sidney-fields/ او https://www.familysearch.org/tree/person/memories/LX74-619 — سرليک: A Proper Farewell To Rose — نشرونه لخوا د: Only Human — ارزښت: She died on December 26, "The day after Christmas," Mike said. "She was born on Christmas day."
  2. A Proper Farewell To Rose — د نشر نېټه: ۸ ډيسمبر ۲۰۲۱ — نشرونه لخوا د: Only Human — د خپرولو نیټه: ۱۹ جنوري ۱۹۷۶
  3. د ټولټال کار کتنه په: https://familypedia.fandom.com/wiki/File:Rose_Livingston_(1884-1976)_death_in_the_Daily_News_of_New_York_City,_New_York_on_19_January_1976.jpg، https://www.newspapers.com/clip/46554677/only-human-by-sidney-fields/ او https://www.familysearch.org/tree/person/memories/LX74-619 — سرليک: A Proper Farewell To Rose — نشرونه لخوا د: Only Human
  4. (په January 19, 1976 باندې). Only Human.
  5. (په March 17, 1933 باندې). 22 Beatings and Medal Reward Angel of Chinatown - Rose Livingston. El Paso Herald-Post.
  6. Dutka, Alan F. (2014). AsiaTown Cleveland: From Tong Wars to Dim Sum (په انګلیسي ژبه کي). Arcadia Publishing. د کتاب پاڼې 29. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781625850867. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په March 4, 1934 باندې). 'Angel' Braves Dens of Vice to Rescue Girls.
  8. (په November 4, 1937 باندې). Gets Cup for Lone Fight Against Vice - Rose Livingston. The Evening Sun.
  9. Bibliography of College, Social, University and Church Settlements (په انګلیسي ژبه کي). Blakely Press. 1905. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Sunshine Settlement of New York City records". New York Public Library Archives. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په September 16, 1934 باندې). White Slave Racket, America's Growing Curse: Rose Livingston, "Angel of Chinatown", Warns Mothers to Be on Their Guard. St. Joseph Gazette.
  12. (په March 25, 1928 باندې). The American Truth - Rose Livingston. The Times.
  13. (په March 25, 1928 باندې). The American Truth, part 2 - Rose Livingston. The Times.
  14. (په March 11, 1913 باندې). Rev. Hopkins Tells of Wart to White Slavery Traffic. The Akron Beacon Journal.
  15. "Finds Mission Work at Home" (PDF), The New York Sun, March 21, 1934 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Suffragists Give Talk In The Park. Miss Rose Livingston and Mrs. Myron Vorce Give Address", Mansfield Shield, October 13, 1914 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. United Press (August 17, 1934), "Chinatown Angel Found Destitute", Berkeley Daily Gazette – عبر newspapers.com (clipping) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په March 5, 1927 باندې). 'Angel of Chinatown' Holds Her Anniversary.
  19. (په March 25, 1928 باندې). The American Truth - Rose Livingston. The Times.
  20. (په March 25, 1928 باندې). The American Truth, part 2 - Rose Livingston. The Times.
  21. (په March 4, 1934 باندې). 'Angel' Braves Dens of Vice to Rescue Girls.
  22. Rosen, Ruth (1983), The Lost Sisterhood: Prostitution in America, 1900-1918, JHU Press, د کتاب پاڼې 57, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801826658 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Lui, Mary Ting Yi (September 1, 2009), "Saving Young Girls from Chinatown: White Slavery and Woman Suffrage, 1910–1920", Journal of the History of Sexuality, 18 (3): 393–417, doi:10.1353/sex.0.0069, PMID 19739340, S2CID 27886467 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Finds Mission Work at Home" (PDF), The New York Sun, March 21, 1934 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)