روزا لوکزامبورګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روزا لوکزامبورګ (زوکړه: د ۱۸۷۱ زکال د مارچ ۵مه نېټه – مړینه: د ۱۹۱۹ زکال د جنوري ۱۵مه نېټه) پولنډي الاصله جرمنۍ انقلابي سوسیالېسته، ارتدوکس مارکسېسته او د جګړې ضد فعاله وه. نوموړې د نوولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د پولنډ او جرمني د انقلابي سوسیالېستي خوځښت مخکښه غړې شوه.

روزا د پولنډ د پاچاهۍ په یوه سیکولار یهودي کورنۍ کې وزیږېده او په ۱۸۹۷ زکال کې یې د جرمني تابعیت ترلاسه کړ. همدغه کال نوموړې د زوریخ پوهنتون د حقوقو پوهنځي د سیاسي اقتصاد له څانګې څخه د دوکتورا سند ترلاسه کړ او په اروپا کې یو له هغو لومړنیو مېرمنو څخه شوه چې په دومره کچه یې زده کړې کړې وې. ورپسې یې په ترتیب سره د پرولتاریا ګوند، د پولنډ او لېتوانیا د پاچاهۍ د سوسیال دیموکرات ګوند، د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند، خپلواک سوسیال دیموکرات ګوند، سپارتاکوس ټولنې او د جرمني د کمونېست ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.

وروسته له هغه چې د جرمني سوسیال دیموکرات ګوند د ۱۹۱۵ زکال پر مهال په لومړۍ نړیواله جګړه کې د جرمني له ګډون ملاتړ وکړ، لوکزامبورګ او کارل لیبکنشت د جګړې پر ضد د سپارتاکوس ټولنه (Spartakusbund) تاسیس کړه چې دغه ټولنه بیا وروسته د جرمني په کمونېست ګوند بدله شوه. د نومبر د انقلاب پر مهال هغې د سره بیرغ (Die Rote Fahne) په نامه اخبار تاسیس کړ. لوکزامبورګ د ۱۹۱۹ زکال په جنوري میاشت کې د سپارتاکېستانو پاڅون تېروتنه وباله، خو د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند په مشرۍ یې د وایمار جمهوریت د راپرځولو لپاره د هر ډول هڅو څخه ملاتړ اعلان کړ او د خبرو اترو لپاره یې هر ډول هڅې رد کړې. د سوسیال دیموکرات ګوند څخه د فریدرېش ایبرت کابینې د فرای کورپس په نامه د دولت د ملاتړ لرونکې ملیشه وسله والې ډلې په لېږلو سره چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني د سترواکۍ له پخوانیو سرتېرو څخه جوړه وه؛ دغه پاڅون او سپارتاکوس ټولنه یې وځپل. د فرای کورپس ځواکونو د دغه پاڅون پر مهال لوکزامبورګ او لیبکنشت ونیول، شکنجه یې کړل او وروسته بیا اعدام شول. [۱][۲][۳]

لوکزامبورګ په دواړو لینینېستي او د مارکسېزم په نرم سوسیال دیموکرات مکتب باندې د شدیدو نیوکو کولو له امله تل د کیڼ اړخو سیاستوالو، څېړونکو او نظریه ورکوونکو ترمنځ ځانګړی ځایګی لرلی. ورته مهال لوکزامبورګ او لیبکنشت په پراخه کچه د ختیځ جرمني د کمونېستي دولت له خوا د کمونېستي شهیدانو په توګه ستایل شوي دي. د جرمني له اساسي قانون څخه د خوندیتابه فدرال ادارې څرګنده کړې چې د لوکزامبورګ او لیبکنشت بت سازي د یوویشتمې پېړۍ په اوږدو کې د سخت دریځو کیڼ اړخو په مهم دود اوښتې ده. د پولنډۍ خټې او همدارنګه له پولنډي کلتور سره د پیاوړو اړیکو لرلو له امله، په ۱۹۱۸ زکال کې د پولنډ د دویم جمهوریت د خپلواکۍ اړوند د هغې له دریځ سره د پولنډ د سوسیالېستي ګوند مخالفت او وروسته هم د ستالینېستانو پر وړاندې د هغې شدیدو نیوکو نوموړې د پولنډ دریم جمهوریت ته په اړوندو ننیو سیاسي بحثونو کې په یوه جنجالي بحث پارونکې تاریخي څېرې اړولې ده.[۴][۵][۶][۷][۸]

افکار[سمول]

انقلابي سوسیالېستي دیموکراسي او د اکتوبر پر انقلاب نیوکې[سمول]

لوکزامبورګ په پیل کې دیموکراسۍ او انقلاب ته د اړتیا اړوند خپله ژمنتیا څرګنده کړې وه. له دیموکراسۍ څخه د لوکزامبورګ فکر د سټنلي آرنوویتز د افکارو په څېر و چې هغه یې «په نه بیان کېدونې ډول عمومي شوې دیموکراسي» بلله او د «کمونېزم له اصلي جریان» څخه یې د هغې د پام وړ فاصلې ښکارندويي کوله؛ دغې چارې عملا د کمونېست ګوند رول کم کاوه، خو د کارل مارکس د نظریې په څېر یې څرګندوله چې کارګره طبقه باید خپل ځانونه د کوم لوړ مقام له لرلو پرته آزاد کړي.

په لومړیو کې لوکزامبورګ د روسیې په انقلاب کې په ټولواکۍ غوښتونکو لیدلورو نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه چې د دیموکراتیکو بنسټونو او نورو ملاتړونو پرته «په یوه عامه جوړښت کې د ژوندانه چارې ګډوډیږي»، همدارنګه یې څرګندوله چې د دغه ډول آزادیو نشتون «په ګوتو د شمار سیاستوالو د دیکتاتورۍ لامل ګرځي». هغې ویلي: [۹]

د حکومت د ملاتړو او یوازې د یو ګوند د غړو لپاره آزادي – هر څومره چې زیاته هم وي – په اصل کې آزادي نه ده. آزادي د تل لپاره او په ځانګړې ډول آزادي د هغه چا لپاره ده چې بل ډول افکار لري. دا له «عدالت» څخه د هېڅ ډول متعصبانه درک له امله نه ده بلکې له دې امله ده چې په سیاسي آزادۍ کې ټول هغه څه چې لارښوونکي، سالم او پاک دي، دغې اساسي ځانګړنې ته اړوندېږي او هغه مهال چې «آزادي» په یو ځانګړي امتیاز واوړي، بیا یې نو موثریت له منځه ځي. [...] خو سوسیالېستي دیموکراسي بیا داسې څه نه ده چې یوازې په یوه ژمنه شوې سیمه کې د سوسیالېستي اقتصاد له رامنځته کېدو وروسته پیل شي. دا د هغو کسانو لپاره د کریسمېس د ډالۍ په توګه هم نه ده چې په دغه موده کې یې په صادقانه توګه له ګوتو په شمار سوسیالېستي دیکتاتورانو ملاتړ کړی دی. سوسیالېستي دیموکراسي د طبقاتي حکومت د پاشل کېدو او د سوسیالېزم د رامنځته کېدو سره هم مهاله پیل کېږي.

په هغه مقاله کې چې د اکتوبر له انقلاب لږ وړاندې خپره شوه، لوکزامبورګ په ۱۹۱۷ زکال کې د روسیې د فبروري انقلاب د «پرولتاریا انقلاب» په توګه بللی و او په کې یې څرګنده کړې وه چې «لېبرال بورژوازي» د «پرولتاریا ځواک» په کارولو سره په یو خوځښت بدله شوې. هغې زیاته کړې وه چې اوس مهال د روسي پرولتاریا دنده له «امپریالېستي بورژوازي» سره له مبارزې سربېره «امپریالېستي» نړیوالې جګړې ته پای ټکی اېښودل دي. نړیوالې جګړې روسیه د یو سوسیالېستي انقلاب لپاره چمتو کړې ده. له همدې امله «د جرمني د پرولتاریا پر وړاندې هم [...] د شرافت مسئله او همدارنګه یوه ډېره برخلیک ټاکونکې پوښتنه مطرح ده». ورته مهال هغې په خپلو څو اثارو، له دې ډلې په هغه مقاله کې چې د بند پر مهال یې لیکلې وه او له مړینې څخه وروسته یې د روسیې د انقلاب تر عنوان لاندې د هغې د وروستي ملتیا کوونکي پاول لیوي له خوا خپره شوه (د دغې مقالې خپرېدل لامل وګرځېدل هغه له دریم انټرنشنل وشړي) د بلشویکانو په یو لړ سیاستونو باندې یې کلکې نیوکې وکړې. په دغو کې د اکتوبر له انقلاب وروسته د ۱۹۱۸ زکال په جنوري میاشت کې د روسیې د بنسټ اېښودونکې ټولنې ځپل او د خود مختارۍ په موخه د ټولو ملتیونو له حق څخه ملاتړ شامل و. د لوکزامبورګ په خبره بلشویکي ستراتیژیکو تېروتنو د انقلاب د بروکرات کېدو په څېر لوی ګواښونه رامنځته کړي. هغې لیکلي چې د اکتوبر د انقلاب نیمګړتیاوې د «نړیوالې پرولتاریا د بشپړې ماتې» د دورې منعکس کوونکې دي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

بلشویکي نظریه ورکوونکو لکه ولادیمیر لینېن او لئون تروتسکي دغو نیوکو ته ځواب ورکړ او استدلال یې وکړ چې د لوکزامبورګ افکار د کلاسیکو مارکسېستي مفاهیمو پر بنسټ دي او نشي کېدلای چې هغه د ۱۹۱۷ زکال د روسیې اړوند پلي شي. هغوی څرګنده کړې چې له بورژوازي ګوندونو سره د مخ کېدنې په څېر د واقعي تجاربو لارښوونو دوی اړ کړي څو په مارکسېستي ستراتیژۍ بیاکتنه وکړي. د دغه استدلال د برخې په توګه څرګنده شوې چې له بند څخه د لوکزامبورګ له وتلو وروسته هغه خپله اړ شوه څو د جرمني له ملي شورا سره مقابلې ته مخه کړي، هغه اقدام چې دوی یې د روسیې د بنسټګرو له شورا سره خپلې نښتې ته ورته بولي. [۱۴]

د اکتوبر د انقلاب له مشاهدې وروسته، لوکزامبورګ ادعا وکړه چې دا د جرمني کارګرانو تاریخي مسئولیت دی چې د ځان لپاره انقلاب وکړي او پر مټ یې جګړې ته پای ټکی کېږدي. هغه مهال چې د جرمني انقلاب پیل شو، لوکزامبورګ له ځنډ پرته د یو ټولنیز انقلاب تحریک کولو ته مخه کړه، چې د ادعا له مخې یې کولای شوای د بلشویکانو د انقلاب په څېر پایلو څخه مخه ونیسي. [۱۵][۱۶][۱۷]

د پانګې غونډونه[سمول]

د پانګونې د راغونډولو (The Accumulation of Capital) په نامه اثر د لوکزامبورګ یوازنی اثر دی چې په رسمي توګه یې د اقتصاد په برخه کې خپور کړ. په دغه اثر کې یې استدلال کړی چې کپیټلېزم نویو منابعو، د اضافي ګټې لپاره بازارونو او همدارنګه د کاري قوې زېرمو ته د لاسرسي په موخه په غیر کپیټلېستي سیمو کې دایمي پراختیا ته اړتیا لري. د لوکزامبورګ په خبره مارکس د سرمایې په نامه خپل کتاب کې تېروتی دی چې ګویا پرولتاریا د خپلو تولیدي وسایلو د پلور وړتیا نلري او د خپلو معیارونو پر بنسټ له دې امله چې دغو توکو ته تقاضا شتون لري، د کپېټلېستانو لپاره ناشونې وه چې په یو تړلي کپیټلېستي نظام کې ګټه وکړي؛ ځکه چې د دغه ډول توکو لپاره تقاضا په لږ کچه وه او له همدې امله د توکو ارزښت په پیسو نه شو اوښتلی. د لوکزامبورګ په خبره کپیټلېستان هڅه کوي خپل اضافي توکي غیرکپیټلېستي اقتصادونو ته صادر کړي، له همدې امله د کپیټلېستي دولتونو په توګه د امپریالېزم ښکارنده په کمزورو اقتصادونو باندې د غلبې په موخه رامنځته شوه. ورته مهال دغه چاره د غیرکپیټلېستي اقتصادونو د له منځه تلو لامل وګرځېده او هغه هم په مخ پر زیاتوالي ډول په کې ادغام شول. د غیرکپیټلېستي اقتصادونو په له منځه تلو سره به نور د اضافي توکو د تخلیې په موخه بازار شتون ونلري او بیا نو کپیټلېزم له سقوط سره مخ کېږي.[۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. (په 2019-01-09 باندې). The Murder of Rosa Luxemburg review – tragedy and farce. The Guardian.
  3. Frederik Hetmann: Rosa Luxemburg. Ein Leben für die Freiheit, p. 308.
  4. Leszek Kołakowski ([1981], 2008), Main Currents of Marxism, Vol. 2: The Golden Age, W. W. Norton & Company, Ch III: "Rosa Luxemburg and the Revolutionary Left".
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Winczewski, Damian (2020-04-18). "Prawdziwe oblicze Róży Luksemburg?". histmag.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Luxemburg, Rosa (1940). "The Problem of Dictatorship". The Russian Revolution. ژباړن Wolfe, Bertram. New York: Workers Age Publishers. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Luxemburg, Rosa (September 1918). "The Russian Tragedy". Spartacus. شمېر 11. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "The Nationalities Question in the Russian Revolution (Rosa Luxemburg, 1918)". Libcom.org. 11 July 2006. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مې ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Luxemburg, Rosa. "On the Russian Revolution". Collected Works. 4. د کتاب پاڼې 334. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Luxemburg, Rosa. "The Politics of Mass Strikes and Unions". Collected Works. 2. د کتاب پاڼې 245. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Luxemburg, Rosa. "Fragment on War, National Questions, and Revolution". Collected Works. 4. د کتاب پاڼې 366. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Luxemburg, Rosa. "The Historic Responsibility g". Collected Works. 4. د کتاب پاڼې 374. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Luxemburg, Rosa. "The Beginning". Collected Works. 4. د کتاب پاڼې 397. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Luxemburg, Rosa (September 1918). "The Russian Tragedy". Spartacus. شمېر 11. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ نومبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Kołakowski, Leszek (2008). Main Currents of Marxism. W. W. Norton & Company. د کتاب پاڼي 407–415. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Scott, Helen (2008). "Introduction to Rosa Luxemburg". The Essential Rosa Luxemburg: Reform or Revolution and The Mass Strike. په وسيله د Luxemburg, Rosa. Chicago: Haymarket Books. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1931859363. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)