روجر بيکن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

روجر بيکن (شا اوخوا 1219/20 - 1292)، څوک چې په علمي امتياز د «ډاکتر ميرابيليس» په نوم هم پېژندل کېږي، د منځنيو پېړيو يو انګريز فلسفي او فرانسيسکي (Franciscan د مسيحيت يوه څانګه ده) راهب و، چا چې د تجربو په مټ د طبيعيت په مطالعه د پام وړ ټينګار کړی. د جديد پړاو په لومړيو کې، نوموړی د يو جادوګر په توګه پېژندل کېدو، او په ځانګړي ډول د خپل میخانيکي يا تورو کوډو وحشي سر د کيسې له امله يې شهرت موندلی و. نوموړی کله کله (په بنسټيز ډول له نولسمې پېړۍ راهيسې) له خپل ښوونکي «رابرټ ګروسيټسټ» سره يو ځای د نوې ساينسي طريقې د لومړني اروپايي وکيلانو څخه د يو په ډول پېژندل کېدو. بيکن د ابن الهيثم (الحازن) تجربوي طريقه ارستو ته د منسوبو ليکنو په مشاهداتو پلې کړه. بيکن د تجربوي ازموينې اهميت هغه مهال وموند، کله چې د هغه له خوا تر لاسه شوې پايلې له هغو څخه مختلفې وې، د کومو وړاندوينه چې ارستو کړې وه.[۱]کينډۍ:Sfnp[۲]

د هغه د ژبپوهنې کار د نړيوالې پښويې (ګرامر) د ابتدايي اعلان لپاره وړاندې شو، او د يوويشتمې پېړۍ بيا ارزونه ټينګار کوي چې بيکن په بنسټيز ډول د منځنيو پېړيو يو مفکر و، د هغه ډېره تجربوي پوهه په علمي روايت کې له کتابونو څخه تر لاسه شوې وه. په هر حال، نوموړی د منځنيو پېړيو د پوهنتون پر نصاب د بيا کتنې لپاره تر يو بريده مسئول و، په کوم کې چې په دوديزو څلوروګونو علومو کې د بصرياتو (ليدپوهنه) زياتوالی وليدل شو.

د «Opus Majus» په نوم د بیکن تر ټولو عمده اثر، د پاپ په غوښتنه په 1267ز کال کې په روم کې «پاپ کليمنټ» څلورم ته استول شوی و. سره له دې چې باروت په لومړي ځل په چين کې موندل شوي او تشریح شوي و، بيکن په اروپا کې لومړی هغه څوک و چې د باروتو فارموله يې ثبت کړي.

ژوند[سمول]

روجر د ديارلسمې پېړۍ په لومړيو کې د انګلستان د «سمرسيټ» په «الچيسټر» کې زېږېدلی و، که څه هم کله کله د هغه د زېږېدو نېټه شا او خوا 1210، 1213 يا 1214 او يا 1215 ته کمه کړای شوې ده. په هر حال، اوسني پوهان د شا اوخوا 1220ز کال نېټې لپاره استدلال وړاندې کوي، خو بيا هم په دې اړوند اختلاف شته. د هغه د زېږېدو د نېټې يوازينۍ سرچينه د «Opus Tertium» په نوم د هغه د 1267ز کال د اثر يوه جمله ده، چې لیکلي "له هغه وخته چې ما Alphabetum زده کړي څلوېښت کاله تېر شوي دي". نوي تاريخونه اټکل کوي چې نوموړی الفبا تورو ته اشاره کوي، خو د «Opus Tertium» په بل ځای کې دا روښانه شوې ده چې بیکن دا اصطلاح ابتدايي زده کړو ته اشارې کولو لپاره کاروي، هغه درې ګوني علوم يا څلورګوني علوم دي، کومو چې د منځنيو پېړيو نصاب جوړ کړی و. داسې برېښي چې د هغه کورنۍ په ښه حالت کې وه.[۳][۴][۵][۶][۳]

بيکن په اکسفورډ کې زده کړه وکړه. که څه هم شونې ده چې «رابرټ ګروسيټسټ» د «بيکن» له راتګ څخه یو څه موده مخکې له هغه ځايه تللی و، د هغه اثارو او ميراث تقريباً په باوري ډول په ځوان عالم اغېز کړی و، او شونې ده چې وروسته بيکن په «لنکن» کې له هغه او د «شيرووډ» له «وليام» سره کتلي وي. بيکن په اکسفورډ کې ماستري تر لاسه کړه، چې د ارستو په اړه يې درس ورکاوه. داسې شواهد نه شته چې هغه دې دوکتورا تر لاسه کړې وي. (د ډاکتر ميرابيليس لقب له مړينې وروسته يو وياړ و). دا هم ثبت ده چې د روجر بيکن په نوم يو تېز او توند روحاني عالم په 1233ز کال کې په اکسفورډ کې د پاچا په مخ کې وينا کړې ده.[۳][۷][۸]

په 1237ز کال يا له دې وورسته لسيزه کې کوم مهال، هغه د پاريس په پوهنتون کې د استادۍ يوه بلنه ومنله. په ياد پوهنتون کې نوموړي د لاتيني ګرامر، ارستويي منطق، رياضي، هندسې، او فلکياتو او د موسيقۍ په رياضياتي اړخونو درسونه ورکړل. د هغه د پوهنځي په همکارانو کې «Robert Kilwardby, Albertus Magnus» او «Peter of Spain» شامل وو، څوک چې په راتلونکي کې پاپ جان XXI شو. «Cornishman Richard Rufus»  يې علمي مخالف و. په 1247ز کال يا له دې ډېر ژر وروسته، نوموړي په پاريس کې خپله دنده پرېښوده.[۹][۹][۱۰]

د يو خصوصي عالم په توګه، په راتلونکې لسيزه کې د هغه استوګنځايونه څرګند نه دي، خو احتمالا د 1284-1251ز کلونو په شا او خوا کې هغه په اکسفورډ کې و، چېرته چې نوموړي له «ايډم مارش» سره وليدل او په 1251ز کال کې په پاريس کې و. داسې برېښي چې هغه د بصرياتو په اړه ډېری عربي او يوناني اثار لوستي وو (چې هغه مهال د ليدلوري «perspectiva» په توګه پېژندل کېدل). په «Opus Tertium» کې یوه حواله وايي چې يو وخت هغه له خپلو مطالعاتو څخه دوه کاله وقفه (دمه) اخيستې وه.[۵][۱۱]

د 1250ز لسيزې تر وروستيو پورې، د پاچا له خوا د خپلو «émigré Poitevin» (کډوال خپلوان) خپلوانو سره د توپيري چلند پر ضد خفګان د بغاوت لامل وګرځېد، او په پايله کې يې د اکسفورډ او «ويسټ منسټر» قوانين پلي شول، کوم چې يوه باروني شورا او تکراري پارلمانونه جوړ کړل. پاپ اربن څلورم په 1261ز کال کې پاچا ته له خپل سوګند څخه تبرئه ورکړه، او له ابتدايي ناکام مقاومت څخه وروسته، «Simon de Montfort» د يو ځواک مشري وکړه، چې د  وروستيو فصلونو د خرابۍ له امله ستر شوی و، کوم ځواک چې دويم باروني جنګ تعقيب کړ. د بیکن خپله کورنۍ سخته شاهي ملاتړې بلل کېده: د «De Montfort's» پلویانو د هغوی شتمنۍ مصادره کړې، او ډېر غړي يې تبعيد کړل.

په 1256 يا 1257ز کال کې، نوموړی په پاريس يا اکسفورډ کې د فرانسيسکي نظم يو روحاني شو، نوموړي د «Grosseteste» او «Marsh» په څېر د انګريزو فرانسيسکنانو د علمي بېلګې پيروي وکړه. له 1260ز کال وروسته، د یو قانون له امله د بيکن فعالیتونه محدود شول، کوم قانون چې د هغه د ديني مذهب روحانيون د روحاني له تاييد پرته د کتابونو يا رسالو له خپرولو منع کول. شونې ده چې هغه د غور او فکر لپاره د خپل وخت د محدودولو په موخه په عادي کارونو کې ساتل شوی و، او هغه خپلې درملنې ته د علمي ژوند څخه د غېر حاضرۍ په سترګه کتل.[۱۲]

د 1260ز لسيزې تر نيماي پورې، نوموړي د داسې ملاتړو هڅه پيلوله، چا چې کولای شول اکسفورډ ته د بېرته ستنېدو لپاره د هغه لپاره پانګه او اجازه تر لاسه کړي. بالاخره بيکن د ناربون د راهب «Guy de Foulques»، د «سبينا» کارډينال او انګلستان د شاهي او باروني څانګو ترمنځ مذاکرات کونکي پاپ له ځای ناستي سره د بلدتيا په مټ وتوانيد چې د خپلو مشرانو د مداخلو مخه ونيسي.

په 1263 يا 1264ز کال کې، د بيکن يو پیغام وړونکي، د لاون ريمنډ له خوا يو پيغام «Guy de Foulques» ته باور ورکړ چې بيکن له مخکې څخه د ساينس يو لنډيز بشپړ کړی دی. په حقيقت کې، هغه د څېړنې لپاره پيسې نه درلودې، دا خو لا څه چې نقل يې جوړ کړي، دا ډول کار او د خپلې کورنۍ څخه د مالي مرستې تر لاسه کولو هڅې د بارونانو د دويمې جګړې له امله له ناکامۍ سره مخ شوې. په هر حال، په 1265ز کال کې، «Guy de Foulques» په «پيروګيا» کې يوې غونډې ته راوبلل شو، کومه غونډه کې چې هغه د پاپ کلیمن څلورم په توګه وټاکل شو. وليام بينيکور، څوک چې له مخکې څخه د «هينري» درېيم او پاپ تر منځ پيغام وړونکی و، اوس يې د بيکن او کليمنټ تر منځ ليکونه لېږدول. د 1266ز کال د جون د مياشتې په دوه ويشتمه نېټه د کليمنټ په دې ځواب کې چې "د اوسنيو حالاتو لپاره لیکنې او غرامتونه" پيل شول، بيکن ته لارښونه وکړه، چې د هغه له کوم نافذو حکم له «بنديزونو» دې سرغړونه نه کوی، بلکې خپل کار ته دې په ډېر خفيه ډول دوام ورکړي.

په داسې حال کې چې د هغه مهال پوهنځي تر ډېره بريده د ارستو د معلومو نصوصو په اړوند د شخړو تر حل کولو پورې محدود وو، د کلیمنټ ملاتړ بيکن ته په خپل وخت کې د علم په حالت په پراخه کچه غور او فکر کولو سره مرسته وکړه. په 1267 يا 68ز کال کې، بيکن پاپ ته خپل «Opus Majus» واستاوه، کوم کې چې د ارستو د منطق او ساينس په یو نوي الاهياتيو کې شاملولو په اړه د هغه اندونه وړاندې شوي وو، په دې اثر کې د جملې د طريقې پر ضد، چې هغه مهال مشهوره وه، د «ګروسيټسټ» د متن پر بنسټ ليدلوري ملاتړ شوی و.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Bacon" Archived 15 June 2018 at the Wayback Machine. entry in Collins English Dictionary.
  2. "Who is Roger Bacon?". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Hackett (1997), "Life"، ص. 10.
  4. Hackett (1997), "Life"، صص. 10–11.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Hackett (1997), "Life"، ص. 9.
  6. Hackett (1997), "Life"، ص. 11.
  7. Paris, Chron. Maj., Vol. III, pp. 244–245.
  8. Hackett (1997), "Life"، ص. 12.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Hackett (1997), "Life"، ص. 14.
  10. Hackett (1997), "Life"، صص. 13–14.
  11. Hackett (1997), "Life"، ص. 15.
  12. Hackett (1997), "Life"، صص. 13–17.
  13. Hackett (1997), "Life"، صص. 17–19.