رواني جګړې او د افغانانو مسولیتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان هیواد کي تقریبا ۴۰ کاله کېږي چي په يو او بل نوم د خارجیانو او داخلیانو خلاف جګړې رواني دي. اوس نو خلګ له جنګه ستړي شوي دي. نور نه غواړي چي په جنګونو کي خپل ځانونه او نور انسانان ووژني. خو جنګ لا په پوره شدت روان دی او د سړېدا هيڅ څرک يې نه مالومېږي. د روان جنګ په اړه خلګ پر څو ډلو ويشلي دي.

يوه ډله وايي، په دې جنګ کي د خارجيانو لاس دی او پر موږ يې په مطلق ډول تحمیل کړی دی. نه موږ په کي ملامت يو، نه يې د کولو توان لرو او نه يې اوس مهارولای شو.

بله ډله فکر کوي چي خارجيان زموږ د سوکالۍ لپاره راغلي. زموږ د هیواد جوړونې او رغونې لپاره يې میلياردونه ډالر لګولي او لا يې هم لګوي. نو جنګ خپله افغانانو روان کړی، ملامت هم دوئ دي او درول يې هم د دوئ په لاس کي دي.

یو شمېر نور کسان بیا فکر کوي چي د روس خلاف جنګ وو، که اوس د امريکا خلاف دی، په دواړو کي هم موږ ګرم يو او هم خارجیان. یاني دا چي موږ ورته د سون توکي برابر وو او بهرنيان د ولګيت خاشه او تیل را کوي چي د اور سرې لمبې ورته بلې کړو.

دا يو حقیقت دی چي که له هر ډول ستونزو سره مخ شواو  د سرچينې و حل لپاره يې له هر ډول تبعیض او تعصب څخه ځان خوندي نه کړو، نو د ستونزو ريښو ته ځان نه شو رسولای. د دې سترې ستونزې په اړه بايد داسي فکر وکړو چي له هيڅ يو لوري سره نه تعصب کوو او نه يې خواخوږي يو، خو د هیواد او خلګو په خاطر د ستونزو حل غواړو. مثلا: نه مي امريکا خوښه ده، نه طالب، القاعده، داعش، حقاني شبکه او نوري جګړماري ډلي. نه د چا د دفاع لپاره فکر کوم، نه يې خپل مسووليت بولم. خو یوازي دا غواړم چي د دې رواني کشالې په اصلي ريښه ځان پوه کړم چي ستونزه له کومه ځایه سرچينه اخلي.

دلته د لوستونکو په وړاندي يو څو پوښتنې ږدم، لکه: ایا موږ په خپله خوښه بهرنيانو ته اجازه نه وه ور کړې چي زموږ له خاورې بریدونه پلان کړي او نوره نړۍ ناارامه کړي او همداسي يې وکړل؟ ایا زموږ په مدرسو، مکتبونو، لېسو، پوهنتونو او مسجدونو کي هره ورځ موږ ته د کرکې، نفرت، جنګ جګړو، له نظام سره د ټکر، د نورو د باطلوالي، د ځان د حقانيت، د کافرانو او مشرکانو د هر ډول دښمنۍ، په ديني، دنیوي، سیاسي، اقتصادي، کلتوري او د ژوند په نورو برخو کي د مخالفت، کرکې او دښمنۍ درسونه نه را کول کېږي؟ ایا زموږ ملایان او د جوماتونو امامان د هغو طالبانو او خارجي جنګیالیانو ملاتړ نه کوي چي په پاکستان کي ميشت دي او د ګرمي په راتلو له پولې را اوړي او زموږ په خاوره کي جنګونه کوي؟ ایا زموږ د مدرسو او پوهنتونو په ديني برخه کي د هغه چا کتابونه د نصاب برخه نه دي چي د هغه په فتواوو دلته خلګ وژل کېږي؟ ایا زموږ ديني زده کوونکي لا هم د هغه هیواد په ديني درسګاوو کي زده کړې نه کوي چي زموږ هیواد يې وران کړی او همدې دیني زده کوونکو ته دا اوس هم دلته د جنګ، نفرت، وژنې، تخريب او ورانونې سبق ویل کېږي؟ ایا زموږ په چارواکو کي غله، خاینين، مفسدين، د بل د ګټو لپاره کار کوونکي، جاسوسان، شر اچونکي، جنګسالاران، جنګ ته لمن وهونکي، د انسانانو په وینو، سرونو، مالونو او عزتونو تجارت کوونکي، نااهل او له خپله مسلکه او دندې ناخبر چارواکي نه شته؟ ایا زموږ چارواکي او ديني کسان دواړه نن قاچاکبرو او د نشيي توکو کرونکو او تولېدونکو ته زمینه نه برابروي؟ ملا د خپل زکات لپاره د هغه چا ملایي نه کوي چي ښه ډېر تاریاک يې کرلي وي؟ د ولس مسلمان کسان مو په دې حرامو پیسو حج، عمرې، ودونه، خیراتونه، زکاتونه او د روژې ختمونه نه کوي؟

که پر دې پوښتنو فکر وکړو او بیا راته مالومه شي چي هو والله! دا خو شته مګر له دې سره بیا هم نور ملامت دي نو دا د انصاف پرېکړه نه ده. موږ اوس هم پوهېږو چي د نورو په لمسون د نورو د ګټو لپاره جنګېږو او پرون هم پوهېدو. له روس سره جنګېدونکي کسان ښه پوهېږي چي دوئ د اور خاشاک او نورو ورته د اور بڅرکي ور غورزول. خو لا هم په فخر وايي چي موږ مجاهدين يو، ولس مو بايد قدر وکړي؟ د روس خلاف جنګ د شريعت له مخې مطلق ناروا او حرام جنګ وو. نه امیر مالوم، نه هدف مالوم، نه وس لرم، نه اتفاق لرم، نه په دين پوهېږم، نه میکانيزم لرم، نه د دې نظام لپاره بدیل لرم، مګر جهاد کوم؟ په دې شرايطو کي چي څوک دا اقدام کوي، نتيجه به يې تل هغه وي چي موږ وليده!

اوس بیا هماغه پخوانی درس تکرارېږي. زما پر اوږه د بل توپک، د بل د ګټو لپاره، خو نښه زما سړی دی، زما هیواد دی، زما نظام دی او هر څه ناخوالې بیا هم ماته پاتېږي. ښه پوهېږو چي جنګ نه په فقر کېږي او نه په چندو، نه په زکاتو کېږي او نه په سرسايو. نو دا د جنګ پیسې له کومه کېږي؟ د طالب او نورو جنګیاليو زخميانو څوک تداوي کوي؟ ځای څوک ور کوي؟ ټرينيګ څوک ور کوي؟ په هیواد کي ځای څوک ور کوي؟ لار ګودر، ښار ښارګوټی، داخلي و خارجي څوک ور ښيي؟ امريکا ولي پاکستان ته هغه ډول ګواښ نه کوي چي لومړۍ ورځ د بهرنيو چارو وزیر کولن پاول ورته وکړ؟ امريکا ولي پاکستان ته لس زره لکه ډالر د نړۍ په مخ کي ښکاره ور کوي؟ طالب ولي په هغه هیواد کي پنا اخلي چي په قانون کي يې له شريعت سره ښکاره مخالفتونو دي؟ ولي هغه هیواد ته ور ځي چي تر خپل هیواد هلته ډېر تبعیضي او غیر انساني سلوک ور سره کېږي؟ هيڅ طالب مشر د افغان دولت په زندانونو کي له شکنجو څخه نه دی مړ شوی ، مګر په پاکستان کي يوه پېښه نه، بلکي څو واري داسي شوي چي طالب مشران د شکنجې له امله یا هلته مړه شوي او یا داسي حد ته رسول شوي چي مرګ هم پرې ښه وي. مثالونه يې ډېر دي، د دفاع وزیر ملا عبید الله، استاذ یاسر، لوړ پوړی طالب چارواکی ملا نذیر، د مینونو او فدایانو مسوول حاجي حافظ، د زمانې په لنډ واټن کي د طالبانو دوه امیران ملا عمر او ملا منصور، د طالبانو د دوستانو (القاعده) مشر اسامه او سلګونه نور.هلته د فحشا لپاره ځانګړي مرکزونه شته، په قانون کي د اسلام خلاف مادې شته، خلګ يې له شريعت خوښتونکو ګوندونو څخه کرکه لري، هيڅ وخت خلګو شريعت خوښتونکو ګوندونو ته دومره رایه نه ده ور کړې چي د دې ګوندونو مشران د لومړي وزیر چوکۍ ته ورسوي، مګر له دې هر څه سره طالب او نور په اصطلاح مجاهدين هلته پنا اخلي او هغه ملک ورانوي چي که همدا طالب او حزبي دلته په انتخاباتو کي ځان نوماند کړي نو زه په قسم وايم چي له هر بل ګوند او نوماند څخه به يې همدا اسلام کاري ډلې او کسان په لوی اکثريت ګټي؟

نو دا حقیقت بايد ومنو چي موږ خام مواد توليدوو او خارجیان اور ور کوي. زموږ، ملا، طالب، ملک، چارواکی او حتا عام خلګ لا هم په يو نه يو ډول د جنګ اور ته ور پوکي. دا چي موږ خپله جنګي ذهنيت لرو. د سون توکي برابر وو. وژنې خوند را کوي. د مدرسې او پوهنتون نصاب مو دې فکر ته جوړ دی او د سولي و امن لپاره هيڅ کار نه دی پر شوی او نه اوس پر کېږي، نو بیا خارجي خو له خدایه غواړي باد و باران!

نو چي داسي ده څه به کوو؟ دې مسووليت ته به روشنفکره کسان اوږه ور کوي. نه له ټولو چارواکو تمه کېږی چي د سولي او امن لپاره دي کار وکړي او نه په عمومي توګه طالب او ملا دې ته چمتو دي چي له جنګه لاس واخلي او سوله ییزه طریقه غوره کړي. عام خلګ څه له طالب سره ولاړ دي، يو څه له دولت سره او ځيني يې هک پک دي چي په دې سرچپه اتڼ کي د چا لوری ونیسي؟

هغه کسان چي د ستونزې په جرړه پوه شوي مسووليت لري چي په هره برخه کي کار کولای شي، بايد ځان ونه سپموي او همدا نن خو څه کوې، بايد وختي يې لا کار شروع کړی وي. دينپوهان دنده لري چي د دين سوله ییزه څېره را برسېره کړي. نوي  ديني سوله پاله ادبيات رامنځته کړي. د شريعت او اسلام تر پوښښ لاندي د هر جګړمار له څېرې نقاب پورته کړي او ولس په دې پوه کړي چي د خدای، رسول، قران او دين لپاره نه وژل کېږو، بلکي د دې بدمرغې څېرې لپاره دا ۴۰ کاله سره وژنو.

ویناوال مسووليت لري چي د سولي او امن په ارزښت، ښه والي، اړتيا او په خاصه توګه زموږ لپاره پر اړتيا يې ویناوي وکړي. جنګ بد وګڼي، د ژوند وژونکی، د سوکالي ختمونکی، د پر مختګ په وړاندي خنډ او د ولسونو د زوال لامل وبولي. شاعر دنده لري چي د سولي د ارزښت او اهميت په اړه اشعار وليکي او جنګ يو ډېر کرغېړن او نهايت بده پدېده معرفي کړي. لیکوالانو ته په کار ده چي اوس مهال دې موضوع ته خپلې ليکنې ځانګړې کړي. د سولي او جنګ پر مختلفو اړخونو ليکنې وکړې. په ځانګړې توګه هغه لیکوالان چي د دې ستونزې په ريښو خبر دي، له ډېره وخته يې پر عواملو غور کوي، موږ هم پېژني او بهرنیان يې هم له پامه نه دي اچولي. لکه: عبد الغفور ليوال، محمد محق، اسد الله غضنفر، مجيد قرار، عبد الغفور پېروز، محمد یار یار، امين دريځ، رحمت الله اندړ، محب الله زغم او دې ته ورته نوور هیواد پاله، انسان پاله، علم پاله او ولس پاله ليکوالان. ژورنالیستان دي په خپلو لیکنو، مرکو او راپورنو کي د جګړې ويرونکې څېره بربنډه کړي. په راډيو، ټلويزون، ورځپانو، اونیزو، جريدو او مجلو کي د جګړې د هر اړخ په اړه له پوهانو سره مرکې وکړي. د دې جګړې هر اړخيز زیانونه وارزوي. پر اقتصاد، علم، اخلاقو، دين، هوا ګرمونې او نورو يې د ناوړه پایلو په اړه خپرونې تنظيمول، دې موضوع ته میلمانه را بلل، ليکنې کول، را پور تیارول، د جنګ ځپلو سيمو انځورونه ښودل او هر ډول ډارونکو نتايجو ته ګوته نیول د دوئ ایماني او انساني مسووليت دی.

دا يو حقیقت را سره ومنئ چي که خپله د ځان د ګټې لپاره څه ونه کړو، نو نه د خدای اصل او قانون دا دی چي د يو قوم، ملت او يو کس حالت بدلوي او نه يې هم پردي انسانان. قران کي الله دا اصل بیان کړی چي موږ تر هغو د يو قوم حالت نه بدلوو چي دوئ يې د بدلون لپاره ليڅي ونه نغاړي. (الرعد: ۱۱) نور دولتونه، موسیساتې او استخبارات ولي هغه کار وکړي چي موږ يې خپله د خپلو ګټو په خاطر نه کوو؟ جنګونو او خړوپړو حالاتو کي يو شمېر حکومتونه او استخبارات خپلې ګټې لټوي. نو که موږ کلک هوډ وکړو چي دې جنګونو ته پای ټکی کښېږدو، نو بیا را سره بهرنیان هم یو لاس کېږي، طالب هم اخیر پوه کېږي او الله هم د بدلون اصل همداسي بیان کړی.

که موږ له ځان سره فکر وکړو چي په دې کړنو خو مو ترهګرپاله وژني؟ نو يوځل دې حقیقت ته هم وګورئ چي بدلون له قربانۍ پرته نه شي راتلای. اروپا چي له ستونزو ووته، ایا پوهانو يې قربانۍ ور نه کړې؟ ترکانو سختې ورځې تېري نه کړې؟ نو بدلون وخت، قرباني، زحمت او د مال لګول غواړي. که موږ نن قرباني ور کړو، نو ارو مرو به موو راتلونکی نسل سوکاله او ارام ژوند ولري. که يې ور نه کړو، نو زموږ په شان به د هغوئ ژوند هم تريخ او بې مزې وي. موږ له دې پرته هم وژل کېږو. ړانده مايونه، ړندې بمبارۍ، د جنګونو له امله د خرابي هوا زیاتوب، د فساد له وجې د ښارونه د هوا ککړتوب او نور ګڼ عوامل شته چي هره ورځ مو کدرونه را څخه اخلي. ډېر داسي کسان هم وو چي هيڅ یو لوری يې نه وو غندلی خو نن نه شته. نو دا چي د نوور مزدوران مو هسي هم وژني، د بل ګولۍ ډېري دي چي افغانان په مړه شي او دلته لا هغه کارخانې له کاره نه دي لوېدلې چي د سون خام مواد ورته چمتو کوي، نو پر موږ فرض ده چي ژر لاس په کار شو. په مجلس، وینا، مقاله، میلمستيا او هر ځای کي د سولي په ملاتړ او د جنګ پر ناولتوب خبرې وکړو، خلګ متوجې کړو، نورو ته ور پام کړو، را سره ملګري يې کړو، دا يون لا تېز، چټک او غټ کړو او یوه داسي ورځ به ژر راشي چي زموږ دا هڅې به رنګ را وړي لازمي نه ده چي موږ دي ارو مرو ژوندي يو.

د هغې ورځې په هیله چي په افغانستان کي سوله و امن وي، نظام حاکم وي، ټولو ولسونه او قومونه يو له بله سره په سوله، امن او ښه فضا کي کار او ژوند وکړي او د دې هیواد هر بچی د افغان انسان د ګټې لپاره را پاڅېدلی وي.