رنتهمبور (زندان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رنتهمبور زندان د هند د راجستهان په سوای مادهیپور کې موقعیت لري ،دغه زندان د رنتهمبور په کلا کې و چې دغه کلا (قلعه) او جیل په ۹۴۴ زیږدیز کال د راجا سجراج ویر سینګ ناګیل له خوا چې د جاټانو دیو کوچني ایالت (سټيټ ) واکمن و جوړه شوې وه.

د رنتهمبور د زندان تاریخي شالید:[سمول]

د رنتهمبور زندان د هند د راجستهان په سوای مادهیپور کې موقعیت لري ،دغه جیل د رنتهمبور په کلا کې و چې دغه کلا( قلعه) او جیل په ۹۴۴ زیږدیز کال د راجا سجراج ویر سینګ ناګیل له خوا چې دجاټانو دیو کوچنی ایالت (سټيټ) واکمن و جوړه شوې وه، بیا وروسته په دولسمې زیږدیزې پیړۍ کې د څوهانو (چوهانو) مشهور واکمن پرتهوي راج ونیوله .په هند باندې د پښتنو غوریانو د سلطنت په وخت کې د غوري واکمنانو په لاس کې وه او ورپسې په ترتیب سره د التتمش ، سلطان نصیرالدین محمد او دهند دغلجیو واکمنانو هر یوه سلطان جلال الدین فیروزشاه غلجي او سلطان علاء الدین غلجي لاسته ورغله.ورپسې درنتهمبور کلا دهند دمیوار دسیمې دراجاګانو راناهمیر سینګ او راناکومبها په لاس کې وه چې وروسته درانا کومبها دزوی رانا اودی سینګ ته په لاس ورغله . دمیوار دسیمې دراجاګانو وروسته د رنتهمبور کلا د ګجرات د واکمن بهادرشاه او ورپسې دمغولو لاس ته ورغله . مغولو له دغې کلا نه د جیلخانې(زندان) په ډول کار اخیست او په تیره بیا اورنګزیب خپل ټول دښمنان د رنتهمبور په جیل کې بندیان کړي وو چې خوشال خټک هم پکې وو.

خوشال خان خټک او رنتهمبور:[سمول]

خوشال خټک د اورنګزیب په پاچاهي کې د رنتهمبور په زندان کې دوه کاله څلور میاشتې او شل ورځې قید تیر کړی دی .دا د ۱۶۶۶- ۱۶۶۷ او د ۱۶۶۸ کلونو موده وه . خوشال خټک په فراقنانه کې د دغه زندان حال داسې بیانوي او د اورنګزیب باچا د ظلمونو په ډاګه کوي.

یک تنها په کټ کې پروت یم

بندیوان دهند د کوټ یم

دا مې حال دا مې احوال دی

که وایه شي ډیر مقال دی

چې په ما باندې داحال دی

څه د پاسه یو نیم کال دی

په دا کوټ کې بندیوان دي

مسلمان دي که هندوان دي

لږ تر دوه سوه نه کم نه دي

بند په ظلم په ستم دي

چې یې وخت دپلار نیکه و

هومره بند په داځای نه و

چې بادشاه د هند اورنګ شو

بیدادي شوه جهان تنګ شو

دکوټونو بندیان ډیر شول

تر حسابه تر شمار تیر شول

هم راڼۍ هم راجاګان بنددي

شیرخواره هلکا ن بند دي

داچې بند دماسره دي

په هر سن د ماسره دي

راته واړه تله راتله کا

واړه کار زماپه زړه کا

راته لولي کتابونه

راته وایي خپل خوابونه

په شطرنج مې ړه بېر بېر کا

چې که غم له دله هېر کا

که کیسې که افسانې دي

داهمه انې بانې دي

زړه مې سود په هیچا نه کا

اورچې بل وي اوبه څه کا

څږک چې نرد رالره راوړي

وایم درد رالره راوړي

چې شطرنج رالره راوړي

ګویا رنج رالره راوړي

هغه زړونه چې رنځور دي

له همه هوسه دوردي

بې دلداره که ګلزاروي

دعاشق دسترګو خار وي

بې یارانو که بهشت وي

وحوشال وته به زشت وي

چې دسرای له لوریه راشي

په غه باد مې خاطر واشي

چې غه باد دما دغره دی

بوی دمشکو ورسره دی