رم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د رم ډولونه[سمول]

د RAMحافظه په لاندې دوو ډولونوویشل شوې ده:

  • ديناميکي رم(Dynamic RAM)
  • ثابت رم(Static RAM)

دديناميکي رم په جوړښت کې له خاذن څخه کار اخيستل شوی دی او بايد د هغه منځپانگه په پرله پسې ډول د کنترول د برخې په واسطه تازه شي له هغې پرته خپله منځپانگه له لاسه ورکوي. په هرو۱۵ ملي ثانيو کې ددې تازه گۍ مقدار يو ځلې دی.دديناميکي رم قيمت او چټکتيا د ثابت رم په پرتله لږده.د ثابت رم په جوړښت کې له ترانزستورنو(Transistors) څخه کار اخيستل شوی او پرله پسې تازه کولو ته اړتيا نه لري.له هغه څخه د د معلوماتو د اخيستلو او په هغه کې د ساتلو پر مهال دلوړې چټکتيا لرونکی دی. ثابت رم د هغه د قيمت د زياتوالي له امله لږ د گټې اخيستو وړ گرځي. د CMOS(Complementary Metal Oxide Simi-Conductors)ساتنځی چې د سيستم عيارسازي، د معلومات ذخيره یې په غاړه او دبطرۍ په واسطه چارچېږي،د ثابت رم بيلگه ده.

د رم ټوټې[سمول]

رم ټوټې په لاندې ډول دي:

  1. Single Inline Memory Module) SIMM ) د SIMM حافظه د 30او72 پينو ((Pins په دوو ډولونو کې جوړه شوې ده،د30 پينو ډول يې د 8بيتي (Bit) او د72 پينو ډول يې د 32 بيتي جوړښت لرونکي وي.
  2. (:DIMM(Dual Inline Memory Module د DIMM ټوټې کولای شي چې په هر دواړو خواوو کې Data وساتي او د 64 بيټي جوړښت لرونکي دي.
  3. EDO(Extension Data Out د حافظې دا ډول د تخنيکي او ظاهري بڼې له مخې SIMM ته ورته ده مگر دلوستلو د عمليې پر مهال د ډيرې چټکتيا لرونکې ده.البته د ساتنځي دا ډول په هغه اصلي دړو(Main Boards) کې چې د هغه د نصبولو وړتيا ولري د گټې اخيستو وړ دي.