رلف نورثم
رلف شیرر نورثم (زوکړه: د ۱۹۵۹ زکال د سپټمبر ۱۳مه) امریکايي ډاکټر او سیاستوال دی چې له ۲۰۱۸ زکال څخه یې تر ۲۰۲۲ زکال پورې د ویرجینیا ایالت د ۷۳م والي په توګه خدمت وکړ. هغه د ماشومانو د اعصابو متخصص و چې له ۱۹۸۴ زکال څخه یې تر ۱۹۹۲ زکال پورې د متحده ایالاتو په پوځ کې د ډاکټر په توګه دنده ترسره کړه. نورثم د دیموکرات ګوند د غړي په توګه وړاندې له دې چې په ۲۰۱۷ زکال کې د ویرجینیا ایالت د والي څوکۍ ته د جمهوري غوښتونکي ګوند د نوماند اد ګلسپي پر وړاندې بریا خپله کړي له ۲۰۱۴ زکال څخه یې تر ۲۰۱۸ زکال پورې د ویرجینیا د مرستیال والي په توګه خدمت وکړ. نورثم له دې امله چې د ویرجینیا ایالت د اساسي قانون پر بنسټ یې ځان بیاځلي دغې څوکۍ ته نشو نوماند کولای د ۲۰۲۲ زکال په جنوري میاشت کې یې دنده پرېښوده او پر ځای جمهوری غوښتونکی ګلن یانکین والی شو. [۱][۲][۳][۴]
د والي په توګه د نورثم په مهمو لاسته راوړونو کې د سپما پر بنسټ روغتیايي پالنو د قانون له مخې د میډي کېډ پروګرام د پوښښ پراختیا، د اعدام د جزا لغو کول، د ماري جوانا (چرسو) آزادول او د حد اقل امتیازاتو زیاتوالی شاملېږي. د هغه د ولایت پر مهال ویرجینیا ایالت د سي ان بي سي (CNBC) تلویزیون له خوا په پرله پسې ډول دوه ځله «د سوداګرۍ لپاره غوره ایالت» وګڼل شو، دا د متحده ایالاتو لومړنی ایالت و چې دوه کاله یې دغه عنوان خپل کړ. نورثم د کویډ – ۱۹ وبا پر مهال د دغه ایالت مشري پر غاړه لره او په دې سره په متحده ایالاتو کې یوازنی والي و چې خپله یې د طبابت جواز درلود. [۵][۶][۷][۸][۹]
لومړنی ژوند، کورنۍ تاریخچه او زده کړې[سمول]
نورثم د ۱۹۵۹ زکال د سپټمبر په ۱۳مه د ویرجینیا د ختیځ ساحل په ناساوډوکس ښار کې وزیږېد. هغه او د هغه دوه کلن مشر ورور توماس د ویرجینیا له اونانکوک څخه بهر د اوبو پرغاړه یوې مزرعې کې را لوی شول. د دوی کورنۍ ۷۵ جریبه (۳۰ هکټاره) ځمکه لرله چې په هغو کې یې کرهڼه او مالداري کوله. د نوې ځوانۍ پر مهال نورثم په تانژیر ټاپو کې په یوه کشتۍ کې د کب نیونکي په توګه کار کاوه؛ سربېره پر دې یې د خپل ګاونډي په فارم کې د میټلنډ په نامه د خوراکي توکو د یوه پلورنځي د ګدام د مسئول په توګه هم کار کړی. هغه او توماس د نژادي بنسټ له مخې په یو جلا ښوونځي کې زده کړې وکړې. نورثم د اونانکوک له عالي لیسې څه فارغ شو، هغه ښوونځی چې د هغه ټولګیوال په کې تر ډېره افریقايي الاصله امریکایان و. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
د نورثم مور، نانسي بي. شیرر د واشنګټن ډي. سي اصلي اوسېدونکی وه. هغه په نورث همپتون – اکوماک مموریال روغتون کې نرسه وه او پلار ېې هم همالته جراح و. نانسي په ۲۰۰۹ زکال کې مړه شوه. د نورثم پلار، ویسکاټ بي. نورثم د وکیل په توګه خدمت وکړ او د دویمې نړیوالې جګړې له شاهدانو څخه و. هغه په ۱۹۶۰مه لسیزه کې سیاست ته ننوت او د دریو دورو لپاره یې په ویرجینیا کې د اکوماک ښار د همګټي څارنوال په توګه دنده ترسره کړه. وروسته له هغه چې د څلورمې دورې لپاره یې ټاکنې وبایللې د اکوماک او نورث همپتون ښارونو د مدني او جنايي محکمې قاضي وټاکل شو. د ویسکاټ نورثم پلار، توماس لانګ نورثم یو مهال په دغه محکمه کې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې وه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
توماس لانګ نورثم هغه مهال چې ویسکاټ نورثم یوازې څوارلس کاله عمر درلود ومړ او څو کاله وروسته د ویرجینیا په مودست ښار کې د هغوی کورنۍ مزرعه چېرې چې وېسکاټ زیږېدلی و، وپلورل شوه. دغه مزرعه پیل کې د رلف د غور نیکه جیمز څخه دغې کورنۍ ته په میراث شوه چې هغه له خپل زوی لیوي جېکوب سره یوځای غلامان لرل – د هغه په کورنۍ کې ریمونډ نورثم ته اجازه ورکړل شوه څو د رنګي سرتېرو په ۹مه ډلګۍ (د اتحادیې پوځ – کورنۍ جګړه) کې نوم ثبت کړي. رلف نورثم د خپلې کورنۍ له دغې تاریخچې نه و خبر چې هغوی غلامان لرل تر دې چې پلار یې د ولایت څوکۍ ته د هغه د نوماندۍ پر مهال د خپل اصل او نسب اړوند څېړنې وکړې. نورثم د خپلې کورنۍ له دغې تاریخچې څخه په خبرېدو وویل، «دا چې خبر شوم چې زما نیکونو غلامان لرلي ما ځوروي او خواشینی کېږم، د غلامانو موضوع زه تل ځورولی یم. زما د کورنۍ پېچلې کیسه د ویرجینیا د تاریخ په څېر پېچلې ده. موږ یو مترقي ایالت درلود، خو یو مهال مو په اتحادیه کې د نورو ټولو ایالتونو په پرتله زیات غلامان لرل». [۲۷][۲۸][۲۹]
په عالي لیسه کې د زده کړو پر مهال ټولو باور درلود چې نورثم یو له مخکښو زده کوونکو څخه دی، همدا و چې له پوهنځي څخه په دویمه درجه فارغ شو. نوموړی د خپل ښوونځي د باسکټبال او بیسبال د لوبډلو غړی و. نورثم په ۱۹۸۱ زکال کې د ویرجینیا له پوځي انستیتیوت څخه فارغ شو، چېرې چې نوموړي د دغه انستیتیوت د افتخاري مشر په توګه خدمت وکړ او له هغه ځایه یې د ژوند پوهنې (بیولوژي) په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. نوموړی د ویرجینیا دویم والي و چې په دغه پوځي انستیتیوت کې یې زده کړې کړې وې؛ له دغه پوځي انستیتیوت څخه فارغ شوی لومړنی والي ویسټموریلانډ ډیوس و چې په ۱۸۷۷ زکال کې یې دلته زده کړې وکړې او په ۱۹۱۷ زکال کې د دغه ایالت منتخب والي شو. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
نورثم د ختیځې ویرجینیا طبي کالج ته ولاړ او په ۱۹۸۴ زکال کې یې له دغه ځایه د ډاکټرۍ سند ترلاسه کړ. [۳۷]
د متحده ایالاتو پوځ او د طبابت مسلک[سمول]
نورثم له ۱۹۸۴ زکال څخه تر ۱۹۹۲ زکال پورې د متحده ایالاتو په پوځ کې د طبي برخې د افسر په توګه خدمت وکړ. په پوځ کې د خدمت پر مهال نوموړي د تکزاس د سن آنتونیو په بروک پوځي طبي مرکز کې د ماشومانو د ناروغیو په برخه کې تخصص واخیست او له دې څخه یې وروسته په واشنګټن ډي سي کې د والټر ریډ په پوځي طبي مرکز او همدارنګه د مریلنډ په بالتیمور کې د جان هاپکېنز په روغتون کې د ماشومانو د اعصابو په برخه کې فیلوشېپ ترسره کړ. د صحرا د توپان (ډیزرټ سټورم) د عملیاتو پر مهال هغه د جرمني په لنډشټل سیمه ییز طبي مرکز کې د ټپیانو پالنه وکړه. [۳۸]
نورثم په ۱۹۹۲ زکال کې په پوځ کې له اته کاله خدمت وروسته د جګړن په رتبه د متحده ایالاتو له پوځ څخه ترخیص واخیست. [۳۹][۴۰][۴۱]
سرچينې[سمول]
- ↑ "Dr. Ralph Northam MD". U.S. News & World Report. U.S. News & World Report L.P. د لاسرسينېټه February 1, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په November 8, 2017 باندې). Ralph Northam Wins the Virginia Governor's Race. The New York Times.
- ↑ "Constitution of Virginia, Article V. Executive, Section 1. Executive power; Governor's term of office". Legislative Information System. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په January 15, 2022 باندې). Republican Glenn Youngkin is sworn in as the governor of Virginia. NPR.
- ↑ . Northam signs Medicaid expansion into law on steps of Virginia Capitol.
- ↑ . Virginia Governor Signs Law Abolishing The Death Penalty, A 1st In The South. NPR.org.
- ↑ Oliver, Ned (April 7, 2021). "Marijuana will be legal in Virginia on July 1. Here's what is and isn't permitted under the new law". Virginia Mercury (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه May 25, 2022. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "LIS > Bill Tracking > SB7 > 2020 session". lis.virginia.gov. د لاسرسينېټه May 25, 2022. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Cohn, Scott (July 13, 2021). "Virginia is back as America's Top State for Business in 2021". CNBC (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه October 30, 2022. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Satchell, Emily (May 16, 2017). "Meet the candidates: Democrat Ralph Northam". WAVY-TV. مؤرشف من الأصل في March 21, 2019. د لاسرسينېټه June 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Ghosh, Shreesha (October 6, 2017). "Who Is Ralph Northam? Trump Says Virginia Gubernatorial Candidate Supports MS-13 Gang". International Business Times. د لاسرسينېټه June 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په October 24, 2017 باندې). The lure of the steady physician: Is Northam's résumé enough in the age of Trump?.
- ↑ Andrews, Kate (October 16, 2017). "Son of the Shore". Richmond Magazine. د لاسرسينېټه June 16, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په October 24, 2017 باندې). The lure of the steady physician: Is Northam's résumé enough in the age of Trump?.
- ↑ Carol Vaughn (November 7, 2017). "Eastern Shore native Ralph Northam will be the next Virginia governor". DelmarvaNOW.com. د لاسرسينېټه January 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Harry Minium (په March 7, 2007 باندې). [{{{url}}} Ocean View resident to run for Va. Senate]. The Virginian Pilot.
- ↑ Wilson, Patrick (June 2, 2017). "Ralph Northam's ancestors owned slaves. He found out only recently". Richmond Times-Dispatch. مؤرشف من الأصل في October 29, 2021. د لاسرسينېټه June 16, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په July 27, 2014 باندې). Ralph Northam, Va.'s low-key lieutenant governor, juggles politics and pediatrics.
- ↑ Carol Vaughn (November 7, 2017). "Eastern Shore native Ralph Northam will be the next Virginia governor". DelmarvaNOW.com. د لاسرسينېټه January 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په April 29, 1956 باندې). Nancy B. Shearer Wed; Johns Hopkins Graduate is Bride of Wescott Northam. The New York Times.
- ↑ Gregory S. Schneider (November 4, 2017). "Ralph Northam: Amid politics of extremes, candidate sticks to mild image". The Roanoke Times. د لاسرسينېټه June 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په October 24, 2017 باندې). The lure of the steady physician: Is Northam's résumé enough in the age of Trump?.
- ↑ Carol Vaughn (November 7, 2017). "Eastern Shore native Ralph Northam will be the next Virginia governor". DelmarvaNOW.com. د لاسرسينېټه January 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په April 29, 1956 باندې). Nancy B. Shearer Wed; Johns Hopkins Graduate is Bride of Wescott Northam. The New York Times.
- ↑ Gregory S. Schneider (November 4, 2017). "Ralph Northam: Amid politics of extremes, candidate sticks to mild image". The Roanoke Times. د لاسرسينېټه June 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Carol Vaughn (November 7, 2017). "Eastern Shore native Ralph Northam will be the next Virginia governor". DelmarvaNOW.com. د لاسرسينېټه January 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په October 24, 2017 باندې). The lure of the steady physician: Is Northam's résumé enough in the age of Trump?.
- ↑ Wilson, Patrick (June 2, 2017). "Ralph Northam's ancestors owned slaves. He found out only recently". Richmond Times-Dispatch. مؤرشف من الأصل في October 29, 2021. د لاسرسينېټه June 16, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Wilson, Patrick (June 2, 2017). "Ralph Northam's ancestors owned slaves. He found out only recently". Richmond Times-Dispatch. مؤرشف من الأصل في October 29, 2021. د لاسرسينېټه June 16, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په July 27, 2014 باندې). Ralph Northam, Va.'s low-key lieutenant governor, juggles politics and pediatrics.
- ↑ "Lieutenant Governor: Ralph Northam". The Virginian-Pilot. د لاسرسينېټه October 28, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په June 1, 2017 باندې). Full interview transcript: Lt. Gov. Ralph Northam.
- ↑ (په June 3, 2017 باندې). After giving Democrats a brief scare in 2009, Northam says he'd be 'steady hand' as governor. Richmond Times-Dispatch.
- ↑ Carol Vaughn (November 7, 2017). "Eastern Shore native Ralph Northam will be the next Virginia governor". DelmarvaNOW.com. د لاسرسينېټه January 15, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په April 13, 2017 باندې). How Donald Trump Blew Up the Virginia Governor's Race. Politico.
- ↑ Jones, Irisha (November 10, 2017). "Ralph Northam second VMI grad elected as Virginia's governor". WSLS (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسينېټه January 10, 2022. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Lieutenant Governor: Ralph Northam". The Virginian-Pilot. د لاسرسينېټه October 28, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ Zagursky, Erin. "Virginia's new governor to help celebrate W&M's 325th year". William & Mary. د لاسرسينېټه February 1, 2018. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په July 27, 2014 باندې). Ralph Northam, Va.'s low-key lieutenant governor, juggles politics and pediatrics.
- ↑ (په March 11, 2012 باندې). Norfolk doctor had key role in state ultrasound debate. Virginian-Pilot.
- ↑ (په August 8, 2015 باندې). Children's hospitals offer many advantages. Richmond Times-Disparch.