رغښتوالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

رغښتوالی په ټولنپوهنه، بشرپوهنه، لرغونپونه، تاریخ، فلسفه او ژبپوهنه کې د کلتور او مېتودولوژۍ عمومي نظریه ده، دا په دې معنا چې د بشري کلتور توکي باید د دوی د اړیکو له لارې د پراخ سیسټم پر مټ درک شي. دا کار ځینې جوړښتونه څرګندوي، لکه: ټول هغه کارونه چې انسان یې کوي، په اړه یې فکر کوي، پوهه ترلاسه کوي او احساسوي یې.[۱]

په بله وینا: د فیلسوف سیمون بلیک برن له خوا د رغښتوالي لنډیز وړاندې شوی:[۲]

هغه باور لري، چې د انسان د ژوند پېښې د دوی له اړیکو پرته د پوهېدو وړ نه دي. دا اړیکې یو جوړښت رامنځته کوي او په سطحي ښکارندو کې د ځایي بدلونونو تر شا د انتزاعي جوړښت ټاکلي قوانین شته دي.

رغښتوالي په اروپا کې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې وده وکړه، ډېره یې په فرانسه او د روسیې په سترواکۍ کې، د فردیناند دي سوسور په جوړښتي ژبپوهنه کې او ورپسې د پراګ، مسکو او کوپنهاګن د ژبپوهنې په مکتبونو کې پراختیا وموندله. رغښتوالی د یوه فکري خوځښت په توګه د وجودي فلسفې وارث شو. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یو شمېر پوهانو د بشري علومو په برخه کې د خپلو کارونو لپاره د سوسور له مفاهیمو نه ګټه اخیسته. فرانسوي بشرپوه کلاد لېوي سټراوس لومړنی څېړونکی و، چې له رغښتوالي سره یې ډېره علاقه پیدا کړه.  [۳][۴]

د رغښتوالي د استدلال طرز له هماغه وخته په بېلابېلو برخو کې کارول شوی؛ لکه: په بشرپوهنه، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، ادبي کره کتنه، اقتصاد او معمارۍ کې. د لېوي سټراوس ترڅنګ، د رغښتوالي تر ټولو نامتو مفکران؛ ژبپوه رومن جاکوبسن او ارواپوه ژاک لاکان هم د یادولو وړ دي.

د ۱۹۶۰ لسیزې په وروستیو کې، د رغښتوالي بنسټیز اصول د فرانسوي روڼ اندو او فیلسوفانو له خوا د یوې نوې څپې تر برید لاندې راغلل، چې په هغو کې تاریخپوه مېشل فوکو، مارکسیستي فیلسوف ژاک درېدا، لویس التوسر او ادبي کره کتونکی رولان بارت شامل وو. که څه هم د دوی د کار توکي په رغښتوالي پورې اړه لري او ترې خبر هم دي، خو په پای کې دغه تیوریسنان د ماهرو رغښتوالو په توګه وپېژندل شول. [۵]

تاریخچه او مخینه[سمول]

رغښتوالی یوه مبهمه اصطلاح ده، چې په بېلابېلو شرایطو کې بېلابېلو فکري مکتبونو ته اشاره کوي. په دې توګه، په بشري او ټولنیزو علومو کې خوځښت، چې د رغښتوالي په نامه یادېږي، په ټولنپوهنې پورې اړه لري. د امیل دورکیم د ټولنپوهنې مفهوم پر «جوړښت» او «کړنې» ولاړ دی، د هغه له آثارو نه د جوړښتي کارکړنې ټولنیز مېتود را څرګند شو.[۶]

د دورکیم د جوړښت پر اصطلاح سربېره، د فردیناند دي سوسور د نښې پېژندنې مفهوم د رغښتوالي لپاره بنسټیز شو. سوسور، ژبه او ټولنه د اړیکو د یو سیسټم په توګه تصور کړ. د هغه ژبپوهنې هم تکاملي ژبپوهنه ونه منله.[۷]

د ۱۹۴۰ ز او ۱۹۵۰ ز لسیزو په اوږدو کې وجودي فلسفه، چې د ژان پل سارتر له خوا وړاندې شوه، په اروپا کې د روڼ اندو واکمن خوځښت و. رغښتوالی، په فرانسه کې د وجودي فلسفې په پایله کې په ځانګړي ډول په ۱۹۶۰ ز لسیزه کې په لوړه کچه راڅرګند شو. په فرانسه کې د رغښتوالي لومړنی محبوبیت، په ټوله نړۍ کې د خپرېدو لامل شو. د ۱۹۶۰ ز لسیزې په لومړیو کې، رغښتوالی د یوه خوځښت په توګه څرګند شو او ځینې په دې باور وو، چې دا د انساني ژوند لپاره واحدې تګلارې وړاندې کوي، چې ټولې برخې په کې رانغاړي. [۸][۹][۱۰]

سوسور[سمول]

د رغښتوالي سرچینه په ژبپوهنه کې د فردیناند دي سوسور له کار سره او د پراګ او مسکو د مکتبونو له ژبپوهنې سره تړلې ده. په لنډه توګه، د سوسور جوړښتي ژبپوهنې درې اړوندې مفکورې وړاندې کړې.[۱۱][۱۲]

  1. سوسور د لانګ (د ژبې خیالي بڼه) او پارول ( ژبه، لکه څنګه چې په رښتیني ډول په ورځني ژوند کې کارول کېږي) ترمنځ د توپیر استدلال وکړ. هغه وویل چې:  نښه له یوه «دلالت» (ذهني مفهوم یا مفکوره) او یوه «دال» (غږ یا ښکاره انځور) نه جوړه شوې ده.
  2. لکه څنګه چې بېلابېلې ژبې د ورته شیانو یا مفاهیمو لپاره ځان ځانته کلیمې لري، نو په دې اړه هېڅ داسې حقیقی دلیل نشته، چې ولې یو ځانګړی دال د یوه مفهوم یا مفکورې د څرګندولو لپاره کارول کېږي. په دې توګه دا «اختیاري» دی.
  3. نښې خپله معنا له نورو نښو سره د اړیکو یا تضاد له امله ترلاسه کوي. په ژبه کې پرته له مثبتو اصطلاحاتو، توپیر شته دی.[۱۳]

لېوي سټراوس[سمول]

رغښتوالي د انسان د ازادۍ او ټاکنې مفهوم رد کړ او پر ځای یې پر دې تمرکز وکړ، چې د انسان تجربه او چلند د بېلابېلو جوړښتونو له خوا ټاکل کېږي. په دې اړه د لېوي سټراوس تر ټولو اړین اثر په ۱۹۴۹ز کال کې «د خپلوۍ لومړي جوړښتونه» دی. لېوي سټراوس د دویمې نړیوالې جګړې په لړ کې د نیویارک په یوه ښوونځي کې له رومن یاکوبسن سره پېژانده، چې هم د ده له رغښتوالي او هم د امریکا د بشرپوهنې له دودونو نه اغېزمن شوی و.

التوسر  [سمول]

که څه هم فرانسوي تیوریست التوسر زیاتره وخت له جوړښتي ټولنیزو تحلیلونو سره په اړیکه کې دی، چې د «جوړښتي مارکسیزم» په رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه، پر دغې ملتیا د التوسر له خوا په یوې ایټالیایۍ سریزه کې «پانګه لوستنه» نیوکه وشوه. التوسر په دې سریزه کې داسې وایي:

سره له دې چې موږ د جوړښتي ایډیالوژۍ نه د ځان جلا کولو لپاره احتیاطي تدابیر ترسره کړل... هغه اصطلاحات چې موږ یې کاروو په ډېرو برخو کې له جوړښتي اصطلاحاتو سره نږدې وو، چې د ابهام لامل نه شو. له ډېرو لږو استثناوو سره... زموږ تفسیر له مارکس نه عموما د رغښتوالي په توګه پېژندل شوی، چې قضاوت هم پرې شوی دی. موږ باور لرو، چې له اصطلاحي ابهام سره سره، زموږ د متنونو ژور تمایل له جوړښتي مفکورې سره نه و تړل شوی.[۱۴]

په ادبي نقد او تیوري کې[سمول]

په ادبي تیوري کې، جوړښتي نقد ادبي متنونه له لوی جوړښت سره تړي، چې ښایي یو ځانګړی ژانر، د متني اړیکو لړۍ، د نړیوال داستان جوړښتي بڼه، د تکراري نمونو او یا د موتیفونو سیسټم وي.[۱۵][۱۶]

د جوړښتي نښې پېژندنې برخه استدلال کوي، چې په هر متن کې باید یو جوړښت وي او دا تشرېح کوي، چې ولې د متن تشرېح د بې تجربه لوستونکو په پرتله د تجربه لرونکو لوستونکو لپاره اسانه ده. هر څه چې لیکل کېږي، ځانته قوانین یا د ادبیاتو ګرامر لري چې په ښوونیزو مؤسسو کې زده کېږي.[۱۷][۱۸][۱۹]

تفسیرونه او عمومي انتقادونه[سمول]

اوسمهال رغښتوالی د نورو طرزونو، لکه :د پُست غښتوالي او ادبي کره کتنې په پرتله لږ محبوبیت لري.  لکه څنګه چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ ز لسیزو سیاسي اړ دوړ (په ځانګړي ډول د ۱۹۶۸ز کال په می میاشت کې د محصلینو پاڅون) پر پوهنتونونو اغېزه وکړه، چې د واک مسئلو او سیاسي مبارزو د خلکو پام ځان ته را واړاوه. [۲۰]

په ۱۹۸۰ ز لسیزه کې، بیا جوړونې او د هغې د منطقي جوړښت پر ځای د ژبې پر بنسټیز ابهام ټينګار وده وکړه. د پېړۍ په پای کې، رغښتوالي ته له تاریخي پلوه د فکري مکتب په توګه کتل کېده، خو هغو خوځښتونو چې دا یې رامنځته کړی و، د رغښتوالي پر ځای یې خپل ځان ته د خلکو پام واړاوه.[۲۱]

ځینو تیوریستانو او پوهانو پر رغښتوالي سختې نیوکې کړي یا یې رد کړی دی. فرانسوي هرمینیټیک فیلسوف پاول ریکوور (۱۹۶۹ز) په لېوي سټراوس په جوړښتي تګلاره کې د اعتبار له حدودو د تېرېدو له امله نیوکه وکړه.[۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. Calhoun, Craig, ed. 2002. "Structuralism." In Dictionary of the Social Sciences. Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:ISBN.
  2. Blackburn, Simon, ed. 2008. "Structuralism." In Oxford Dictionary of Philosophy (2nd rev. ed.). Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:ISBN. p. 353.
  3. Deleuze, Gilles. 2002. "How Do We Recognise Structuralism?" In Desert Islands and Other Texts 1953-1974. Trans. David Lapoujade. Ed. Michael Taormina. Semiotext(e) Foreign Agents ser. Los Angeles and New York: Semiotext(e), 2004. 170–192. کينډۍ:ISBN: p. 170.
  4. Mambrol, Nasrullah (2016-03-20). "Structuralism". Literary Theory and Criticism Notes. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sturrock, John. 1979. "Introduction." In Structuralism and Since: From Lévi Strauss to Derrida.
  6. Sylvain Auroux, E.F.K. Koerner, Hans-Josef Niederehe, Kees Versteegh (2008 ) History of the Language Sciences, 2nd volume, p.1882
  7. Meike Watzlawik, Alina Kriebel, Jaan Valsiner (2015) Particulars and Universals in Clinical and Developmental Psychology: Critical Reflections A book honoring Roger Bibace, pp.33, 44-45
  8. Walton, David (2012), "Poststructuralism: Roland Barthes and Jacques Derrida", Doing Cultural Theory, SAGE Publications Ltd, د کتاب پاڼي 88–104, د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Moore, Margaret. "LibGuides: Literary Theory: 1910-2010: Post-Structuralism". arthumref.libguides.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Post-Structuralism". obo (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Blackburn, Simon, ed. 2008. "Structuralism." In Oxford Dictionary of Philosophy (2nd rev. ed.). Oxford: Oxford University Press. کينډۍ:ISBN. p. 353.
  12. de Saussure, Ferdinand. 1916. Cours de linguistique generale, published by C. Bally and A. Sechehaye. Paris: Payot.
  13. de Saussure, Ferdinand. [1916] 1959. Course in General Linguistics, translated by W. Baskin. New York: Philosophical Library. p. 120.
  14. Louis Althusser and Étienne Balibar. Reading Capital trans. Ben Brewster. London: NLB, 1970. p. 7.
  15. Barry, P. 2002. "Structuralism." Pp. 39–60 in Beginning Theory: An Introduction to Literary and Cultural Theory. Manchester: Manchester University Press.
  16. Slavutin, Evgeny, and Vladimir Pimonov. 2018. Plot Structure. Moscow: Nauka / Flinta Publishing.
  17. Nöth, Winfried. 1995. Handbook of Semiotics. Indiana University Press. p. 312.
  18. Selden, Raman, Peter Widdowson, and Peter Brooker. 2005. A Reader's Guide to Contemporary Literary Theory (5th ed.). Harlow. p. 76..
  19. Belsey, Catherine. 1983. "Literature, History, Politics." Pp. 17–27 in Literature and History 9.
  20. Marshall, J. D., ed. 2004. Poststructuralism, Philosophy, Pedagogy. Springer. p. xviii.
  21. Finlayson, Alan, and Jeremy Valentine. 2002. Politics and post-structuralism: an introduction. Edinburgh University Press. p. 8.
  22. Kuper, Adam. 1973. Anthropologists and Anthropology: The British School 1922–72. Penguin. p. 206.
  23. Ricœur, Paul. [1969] 2004. The Conflict of Interpretations: Essays in Hermeneutics [Le conflit des interprétations: Essais d’herméneutique]. Continuum. pp. 49, 78ff.