رسول پولس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پولس یا پل (پخوا شائول طرسوسي بلل کېده؛ زوکړه: احتمالا له میلاد وړاندې یا وروسته ۵ کال – مړینه: له میلاد وروسته ۶۴/۶۵ کال) چې تر ډېره د رسول پولس او سېنټ پولس په نومونو هم پېژندل کېږي، د عیسويانو پر باور هغه رسول دی چې د عیسویت د لومړۍ پېړۍ پر مهال یې د عیسی(ع) لارښوونې ترویج کړې دي. نوموړی چې د حواریانو د دورې یو له مهمو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي، په کوچنۍ آسیا او اروپا کې یې له ۴۰ مې لسیزې څخه تر ۵۰مې لسیزې پورې ګڼ شمېر عیسوي ټولنې رامنځته کړې دي. [۱][۲][۳][۴][۱][۵]

د پولس د ژوندانه او اثارو اړوند د اطلاعاتو اصلي منبع نوي تړون ته اړوند د رسولانو د اعمالو کتاب (عیسویانو ته اړوند یو مذهبي کتاب) دی چې د دغه کتاب نږدې نیمه محتوا د هغه ژوند مستند کړی. د دغه کتاب پر بنسټ پولس د یو فریسي په توګه ژوند کړی او د عیسی د لومړنیو هغو زده کوونکو په ځورونه کې یې لاس لرلی چې په ډېر احتمال هغه هیلنېستي تښتېدلي یهودیان و چې له عیسویت منلو وړاندې په اورشلیم کې استوګن و. د سټیفان د اعدام له تائید لږ وروسته، پولس دمشق ته پر لار و چې هلته عیسویان ونیسي او هغوی لاس تړلي اورشلیم ته راولي. د غرمې پر مهال د لمر له رڼا روښانه رڼا د هغه او د هغه د ملګرو په چاپېر پرېوته چې له امله یې دوی پر ځمکه را پرېوتل او ګویا عروج کړي عیسی په شفاهي ډول هغه ته د خپلو پیروانو د ځورونې یادونه وکړه. له دې وروسته هغه ړوند شو او ښار ته د ننوتو په قوماندې سره د هغه د سترګو لید بېرته د دمشقي حنانیه له خوا جوړ شو. د دغو پېښو وروسته پولس د تعمید غسل وکړ او له ځنډ پرته یې اعلان وکړ چې عیسی د یهودیت مسیح او د خدای زوی دی (العیاذ بالله). هغه درې تبلیغي سفرونه وکړل څو د عیسویت پیغام په کوچنۍ آسیا، یونان، مقدونیې، قبرس، یهودیه او سوریه کې غیریهودي ټولنو ته ورسوي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نوي تړون له ۲۷ کتابونو څخه ۱۴ یې پولس ته اړوند بلل کېږي. د پولس اووه رسالې د نورو په پرتله د محققینو له خوا په مختلفو درجو د ډیر اعتبار لرلو له امله هېڅ تر بحث لاندې نه نیول کېږي. ورته مهال د پولس له خوا عبراني وګړو ته د رسالې تالیف خپله د پولس له خوا نه دی تائید شوی او له همدې امله په دویمه او دریمه پېړۍ کې دغه رساله له شک سره مخ شوې. ورته مهال له پنځمې پېړۍ څخه تر شپاړلسمې پېړۍ پورې دا بې له شکه منل شوې موضوع وه چې پولس د عبرانیانو د کتاب لیکوال دی، خو نن ورځ دغه لیدلوری په نږدې بشپړه توګه د څېړونکو له خوا رد شوی دی. یو شمېر څېړونکي باوري دي چې د هغه شپږ نورې رسالې د ده په نامه د ده څخه د پاتې شوو لیکونو او مطالبو څخه په ګټنې لیکل شوې هغه لیکنې چې اوس مهال شتون نه لري. دغه مستعار لیکوال د هغه د بحث سره مخ رسالو پر وړاندې ګڼ شمېر ستونزې رامنځته کړي. [۱۳][۱][۴][۱۴][۱۵][۱۳][۱۶]

نن ورځ د پولس رسالې د لویدیځ د لاتیني او پروتستانت سنتونو او همدارنګه د ختیځ د ختیځو کاتولیک او ارتدوکس سنتونو په الهیاتو، عباداتو او نورو چارو کې حیاتي ریښه لري. [۴][۱۷]

ژوند لیک[سمول]

لومړنی ژوند[سمول]

د پولس د ژوندانه دوه اصلي اطلاعاتي منابع چې د هغه د ژوندانه د لومړنیو مهالونو اړوند معلومات وړاندې کوي د رسولانو د اعمالو کتاب او همدارنګه لومړنیو عیسوي ټولنو ته د پولس له خوا په لیکل شوو لیکونو کې هغه ته اړوند اټوبیوګرافیکي معلومات دي. پولس په ډېر احتمال سره له میلاد وړاندې ۵ کال یا هم له میلاد وروسته ۵ کال کې زېږېدلی. د رسولانو د اعمالو کتاب ښيي چې پولس په اصل کې رومي و، خو هلموت کوستر د وړاندې شوو شواهدو پر بنسټ د دغه متن سره مخالف دی. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

نوموړی په طرسوس ښار کې د استوګنې یوې یهودي کورنۍ څخه و. طرسوس د مدیترانې په سواحلو کې د سوداګرۍ له لویو مراکزو څخه و چې د خپل پوهنتون له امله یې شهرت درلود. دغه ښار د مقدوني سکندر له مهاله چې له میلاد وړاندې ۳۲۳ کال کې مړ شوی، په کوچنۍ آسیا کې یو له اغېزمنو ښارونو څخه و.[۲۲][۲۳][۲۳]

پولس په خپله ځان «د اسرائیلو له ریښې، له بنیامین قبیلې، د عبرانیانو عبري، د شریعت پلوي او یو فریسي» بللی. په بیابل کې د پولس د کورنۍ اړوند ډېر کم معلومات راغلي. د رسولانو د اعمالو کتاب د هغه کورنۍ ته په اشارې څرګندوي چې هغه «یو فریسي دی او له فریسیانو زېږېدلی». د پولس وراره او همدارنګه یې د خور زوی د رسولانو د اعمالو په کتاب کې یاد شوي ۲۳: ۱۶. په رومن ۱۶: ۷ کې هغه څرګندوي چې د هغه خپلوان آندرونیکس او یونیا له ده وړاندې عیسویان شوي او د مخکښو رسولانو په ډله کې و. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

دغه کورنۍ د دیني تقوا تاریخ لري. په ښکاره توګه د هغه کورنی نسب پریمانه فریسایي نسلونو، سنتونو او قواعدو ته اړوند دی. د اعمالو کتاب وايي چې هغه یو صنعتګر و چې د چرم ګرۍ او خېمو په جوړولو کې بوخت و. دغه چاره کېدای شي له پریسیلا او آکیلا سره د هغه ارتباط وښيي چې له هغو سره په خېمه جوړولو کې شریک و او وروسته د تبلیغ په ډله کې مهم تبلیغ کوونکي شول. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

په داسې حال کې چې نوموړی لا ځوان و، اورشلیم ته ولېږل شو څو د جمالائیل په ښوونځي کې زده کړې وکړي؛ جمالائیل په تاریخ کې د یهودي قانون تر ټولو پام وړ ښوونکی پاتی شوی. ورته مهال معاصرې څېړنې هم دا تائید کوي چې پولس په اورشلیم کې له جمالائیل سره زده کړې کړې دي. نوموړی د یهودي قوانینو د یو څېړونکي په توګه جوړېدو ته چمتوالی نه نیو او په ډیر احتمال سره یې هیڅکله هم له هیللي ښوونځي سره اړیکه نه ده لرلې. د هغه د کورنۍ غړو هم کېدای شي په اورشلیم کې ژوند کاوه ځکه چې یو مهال یې خوریي د ده ژوند ژغورلی. له دې وروسته تر هغه مهاله د ده د ژوندانه اړوند نور زیات معلوت شتون نه لري، کله یې چې د تښتېدلي هلني شوي یهودي، سټیفان په شهادت کې فعاله ونډه واخیسته. [۳۶][۲۹][۲۹][۲۹][۳۷][۲۲][۳۸][۳۹]

له دې سره دا څرګنده ده چې پولس کولای شو په آرامي ژبه خبرې وکړي، معاصرې څېړنې ښيي چې کوئینه یوناني د هغه لومړنۍ ژبه وه. پولس په خپلو لیکنو کې په کلکه سره د رواقي فلسفې اړوند خپلې پوهې څخه ګټنه کړې او تر ډېره یې رواقي اصطلاحات او استعارې کارولې دي څو عیسویت ته له تازه اوښتو غیریهودیانو سره د انجیل په درک او د عیسی پېژندنې په برخه کې مرسته وکړي. [۲۲][۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Sanders 2019.
  2. Rhoads 1996، ص. 39.
  3. Dunn 2001، ص. 577، Ch 32.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Powell 2009.
  5. Brown 1997، ص. 442.
  6. کينډۍ:Bibleverse
  7. کينډۍ:Bibleverse
  8. کينډۍ:Bibleverse
  9. کينډۍ:Bibleverse
  10. کينډۍ:Bibleverse
  11. کينډۍ:Bibleverse
  12. Dunn 2009، صص. 345–346.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Brown، Fitzmyer او Murphy 1990، ص. 920, col.2، Ch 60:2.
  14. Carson او Moo 2009.
  15. Kümmel 1975، صص. 392–94, 401–03.
  16. Brown 1997، ص. 407.
  17. Aageson 2008، ص. 1.
  18. Koester 2000، ص. 107.
  19. کينډۍ:Bibleref2,کينډۍ:Bibleref2
  20. White 2007، صص. 145–47.
  21. Dunn 2003، صص. 19–20.
  22. ۲۲٫۰ ۲۲٫۱ ۲۲٫۲ Dunn 2003، ص. 21.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ Wright 1974، ص. 404.
  24. کينډۍ:Bibleverse
  25. کينډۍ:Bibleverse
  26. کينډۍ:Bibleverse
  27. کينډۍ:Bibleverse
  28. Dunn 2003، ص. 22.
  29. ۲۹٫۰ ۲۹٫۱ ۲۹٫۲ ۲۹٫۳ Dunn 2003، صص. 21–22.
  30. کينډۍ:Bibleverse
  31. کينډۍ:Bibleverse
  32. کينډۍ:Bibleverse
  33. کينډۍ:Bibleverse
  34. کينډۍ:Bibleverse
  35. Dunn 2003، صص. 41–42.
  36. کينډۍ:Bibleverse
  37. کينډۍ:Bibleverse
  38. کينډۍ:Bibleverse
  39. Dunn 2009، صص. 242–44.
  40. Lee 2006، صص. 13–26.
  41. Bruce 2000، ص. 43.
  42. Kee 1983، ص. 208.