رسمیت پیژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حکمتونو رسمیت پیژندنه د دولتونو او حکومتونو رسمیت پېژندنه! دا چې نن سبا د نوي حکومت په راتګ سره د حکومت رسمیت پېژنده اصلاح ډېره کارول کېږي او د اطلاعاتي وسیلو څخه یې ډېره اورو نو راځئ چې نن پدې اصطلاح سره ځانانو پوه کړو او سرونه پرې خلاص کړو چې د هیوادونو رسمیت پېژندنه څه مانا! د دولتونو رسمیت پېژندې په رابطه به تاسې ذهن ته ډول ډول پوښتنې راځي لکه: ۱: د دولتونو رسمیت پیژندنه په څه مانا او مفهوم؟ ۲: د دولتونو رسمیت پېژندنه به اختیاري وي او که اجباري؟ ۳: د دولتونو رسمیت پېژندنه به کوم ډول حقوقي اثار او نتایج ولري؟ ۴: د دولتونو رسمیت پیژندنه د ملګرو ملتونو له خوا څرنګه صورت نیسي؟ ۵: رسمیت پیژندنه په څو ډوله ده؟ ۶: د دولتونو او حکومتونو رسمیت پیژندنه ورته دي او کنه توپیر سره لري.؟ که غواړئ د دولتونو او حکومتونو رسمیت پیژندنه وپیژنئ او پورته سوالونو ځوابونه پیدا کړئ نو مونږ سره تم شئ نر څو مو په یاده موضوع سرونه سره خلاص شي. لړمړی: د دولتونو رسمیت پیژندنه څه معنی او مفهموم لري.؟ په حقوقي لحاظ د دولت رسمیت پېژندنه هغه حالت ویل کېږي چې یو جدیدالایجاد سیاسي ټولنه چې کله یې د یو دولت ټول متشکله عناصر ( نفوس، قلمرو، حکومت او عالي قدرت) پوره کړې وي او همداشان اسقلالیت ولري، دبین المللي وجایبو د اجراء توانمندي ولري او همدارنګه د همدې ټولنې د ثبات، دوام او استقرار ولري نو پدې حالت کې د پخواني دولت لخوا د نوي دولت په توګه ومنل شي، نو پخوانۍ دولتونو دغه عمل ته رسمیت پېژندنه وای. په لنډ ډول د یو نوی دولت رامنځته کېږې او د پخوانیو دولتونو لخوا یې په رسمیت وپېژندل شي همدي حالت ته د دولت رسمیت پېژندنه وای.

  • د دولتونو په رسمیت پېژندنه کې لاندې معیارونه په نظر کې ساتل کېږي!

• نفوس • قلمرو( خاوره) • حکومت • عالي قدرت • د بین المللي وجایبو د اجراء قابلیت • داخلي او خارجي سیاست استقلالیت • ثبات، دوام او استقرار یې هم د اطمنان وړ وي. خو ولې په عمل کې د دولتونو په رسمیت پېژندنه کې اکثره هیوادونه دا معیارونه په پام کې نه نیسي، بلکي خپل شخصي سیاسي ملاحظات پالي. که چېرته یو دولت پورته ټول معیارونه پوره کړې وي، او بیا هم د بعضو هیوادونو لخوا په رسمیت نه پېژندل کېږي، نو یاد دولت د شکایت حق لري او شکایت به د ملګرو ملتونو دفتر ته کوي. دوهم: د دولتونو رسمیت پېژندنه اختیاري ده او که اجباري؟ څرنګه چې د دولتونو په رسمیت پېژندنه کې حقوقي معیارونه زیات په نظر کې نه نیول کېږي، هیوادونه خپل سیاسي ملاحظات په نظر کې نیسي نو بناً رسمیت پېژندنه اخیتاري ده نه اجباري. دریم: د دولتونو رسمیت پېژندنه کوم حقوقي اثار او نتایج لري. کله چې یو دولت په رسمیت وپېژندل شي یو لړ حقوقي اثار او نتایج ترې رامنځته کېږي. مهم اثار یې په لاندې ډول دي. ۱: د سیاسي مذاکراتو د اجراء او سیاسي نمایندګیو( سفارت خانو) د ایجاد لحیثه کله چې یو دولت د بل دولت لخوا په رسمیت ونه وپېژندل شي نو دوی یو سیاسي موضوع په رابطه سیاسي مذاکرات نه شي کولای او نه هم سیاسي نمایندګۍ خلاصولی شي خو غیری سیاسی مذاکرات کیدای شي لکه اقتصادي، فرهنګي، علمي، مدني... او قونسلګرۍ هم ایجادولي شي ځکه قونسلګرۍ غیري سیاسي نمایندګي ده. استثناً که چېرته دوه دولتونه یو بل لا نه وي پېژندلي خو د سیاسي مذاکراتو ضرورت پېښ شي نو ددې لپاره قاعده داده چې دواړه هیوادونه به اعلامیه خپروي او ددې خبرې تصریح او توضیح به اعلام کوي، چې دا مذاکرت د رسمیت پېژندنې په مانا ندي بلکي د ضرورت په بناء دي، خو که چېرته یاد هیوادونه اعلامیه خپره نکړي نو دا د ضمني رسمیت پېژندې په مانا دي یعنی پخواني دولت نوی دولت په رسمیت وپېژندلو. ۲: د یو دولت د موجوده سیاسي وضعې د انتقاد او اعتراض له حیثه: که چېرته یو دولت بل نوی دولت په رسمیت نه وي پېژندلی نو دا د پخواني دولت حق دی چې د نوي دولت په سیاسي رژیم او سیاسي ساختمان انتقاد او اعتراض وکړي، ولې کله چ یو دولت بل دولت په رسمیت وپېژني نو حق نلري چې د هغه دولت په سیاسي وضعه او سیاسي رژیم انتقاد وکړي. البته په نورو برخو کې لکه د بشر حقوقو په برخه کې یا نورو مسایلو کې اعتراض کولای شي خو په سیاسي لحاظ یې نشي کولای. ۳: د رسمیت پېژندنې بیرته اخیستو له حیثه: رسمیت پېژنده په دوه ډوله ده: ۱- موقتي ۲- دایمي. که چېرته یو دولت د بل دولت لخوا په موقتي ډول وپېژندل شي دې نو یاد دولت کولای چې کله یې خوښه شي بېرته خپله رسمیت پېژندنه واخلي ولې که دایمي ډول یې وپېژني بیا حق نلري چې رسمیت پېژندنه د نوی دولت څخه واخلي تر هغه وخت پورې چې تر څو یاد دولت له منځه تلی نه وي.مثلاً تجزیه شي. څلورم: د ملګرو ملتونو لخوا د دولت د رسمیت پېژندنې څرنګوالی ځیني وختونه داسې ویل کېږي چې ملګرو ملتونو فلانی دولت په رسمیت وپېژندلو یا یې ونه پېژنده، نو دلته دا سوال مطرح کېږي چې د ملګرو ملتونو لخوا به د دولت په رسمیت پېژندل څه شکل ولري او څرنګوالی به یې څه وي؟ ځواب یې پدې شکل دی، م م د نورو دولتونو غوندې یو دولت په رسمیت نه پېژني نه اعلان کوي او اطلاع ورکوي، دغه چاره یوازې دولتونه مخ ته وړي چې یو دولت په رسمیت وپېژني او کنه!؟ کومه خبره چې د م م پورې رابطه پیدا کوي هغه په م م کې د جدید تاسیس دولت عضویت دی چې دا ځانته طرزالعمل لري، مثلا یو دولت غواړي په ملګرو ملتونو کې عضویت یا غړیتوب واخلي نو ددې لپاره به یو رسمي لیک م م سرمنشي ته د تقاضاء نامي تر عنوان لاندې لېږي، بیا د م م سرمنشي یې د امنیت شورا ته راجع کوي او د امنیت شورا یې د غور او بررسۍ لپاره یو کمیسون ته سپاري کله چې مربوطه کمیسون په اکثریت اراو سره د اړوند دولت عضویت تائید کړو نو د خپلې پریکړې او تصمیم په هکله امنیت شورا ته خبر ورکوي که د امنیت په شورا کې د دایمي غړو په شمول په غوڅ اکثریت یا دوه ثلث اراو تایید شوه نو بیا د م م عمومي اسمبلۍ ته سپارل کېږي، په عمومۍ اسمبله په یوه جلسه کې پرې غور کوي که بیا هم په مطلق اکثریت یعنی دوه ثلثه اراو تائید شوه نو لدې وروسته په ملل متحد کې دغه دولت عضویت حاصلوي او کله چې یو دولت په ملل متحد کې عړیتوب حاصل کړ نو په عمومي اسمبله کې د عضوه هیوادونو نمایندګان وجود لري نو دا پدې مانا ده چې ددې دولت عضویت ټولو غړو هیوادونو ومانه او کله یې چ عضویت ومانه نو دا په دې دلالت کوي چې دا هیواد یې حکماً په رسمیت وپېژنده، خو هغه هیوادونه چ غړي هیوادونه دي خو نوی هیواد د خپلو سیاسي ملاحظاتو په اساس په رسمیت نه پېژني همغه دولت نماینده به په م م کې اعلام کوي. نوټ: په دوه حالتونو کې طبعاً د یو دولت عضویت په ملل متحد کې له منځه ځي: اول: یو دا چ یو دولت خپل حقوقی بین المللي اهلیت له لاسه ورکړي یعنې د یو دولت موجودیت له منځه ولاړ شي. لکه د یو هیواد تجزیه یا د یو دولت منځه تګ. دوهم: یو دولت د ملل متحد څخه اخراج شي یا به اجباري وي یا به اختیاري. ښه اوس راځو دې ته چ د دولتونو رسمیت پېژندنه په څو ډوله ده. دا مختلف انواع لري. لکه د صریح والي او غیر صریحوالي له حیثه. صریحه پېژندنه هغه ده چې یو دولت له نورو دولتونو له خوا په واضیح ډول په رسمیت وپېژندل شي چې دا د یوې اعلامي په صادرولو سره او یا هم د قرارداد په واسطه صورت نیسي. او غیرصریحه پېژندنه داده چې یو دولت نور دولتونه په صریح او واضح ډول نه پېژني. نه اعلان کوي او نه هم قرارداد لاسلیک کوي بلکې داسې اعمال او حرکات کوي چې حکماً یا په ضمني ډول د رسمیت پېژندنې معنی او مفهوم ارایه کوي نو ځکه ورته ضمني رسمیت پېژنده هم وایې. مثلاً یو هیواد نوی دولت سره سیاسي مذاکرت پیلوی یا هم سیاسي نماینده ګۍ تبادله کوي خو نه قرارداد شوی وي او نه هم اعلام خو دلته یو قید شته هغه دا کله چې یو یو دولت د بل نوی دولت سره چې لا نه وي پېژندل شوی که سیاسي مذاکرات پیلوی او لدې مخکې یو اعلامیه خپروي چې دغه مذاکرات د فلانۍ.موضوع د حل په موخه دي نه د رسمیت پېژندنې نو دا د رسمیت پېژندنې مانا نه ورکوي. دوهم ډول رسمیت پېژندنه: موقتي والي او غیر موقتي والي لحیثه: د دولتو موقتي یا دیفکتو رسمیت پېژندنه ددې لپاره ده چې دولتو رسمیت پېژندنه یو حساسه موضوع ده که چېرته یو دولت په دایمي ډول په رسمیت وپېژندل شي نو بېرته یې ترې نشي اخیتسلی، بعضي دولتونه د یو دولت د رسمیت پېژندنې د شرایطو په اړوند لکه د هغوی د دوام او اینده استقرار په رابطه ورته شک پیدا کېږي نو موقته پېژندنه د همدې لپاره ده. ددې رسمیت پېژندنې حقوقي اثار او نتایج دادي چې دا دولت هر وخت وغواړي خپله رسمیت پېژندنه اخیستلی شي. او دایمي رسمیت پېژندنه داده چې یو هیواد د نوي دولت د ثبات، استقرار او دوام څخه ډاډه وي نو نوی دولت په دایمي ډول پېژني او بیرته ترې نشي اخیستلی. خو په دوه حالاتو کې یا دا چې دولت له منځه ولاړ شي او یا دا چې په ملل متحد کې عضویت له لاسه ورکړې. ★اوس یوې مهمې موضوع ته راځو، هغه دا چې دولت او حکومت رسمیت پېژندنه څه توپېر لري!؟ چې دا ډېره مهمه خبره ده چې باید توپېر یې وشي. ډیری داسې خلک دي چې دولت او حکومت یو ګڼي او دواړه په یوه مانا کاروي چې دا یوه حقوقي او لفظي اشتباه ده، دولت او حکومت ډېر توپېرونه لري خو یو عمده او ساده توپېر دادی چې دولت کل دی او حکومت جز دی، حکومت د دولت یوه برخه ده. اول: که یو دولت دمخه په رسمیت نه وي وپېژندل شوی نو حکومت رسمیت پېژنده څرنګه صورت نیسي؟ ځواب: ددې حکومت رسمیت پېژندنې لپاره نورو اجراتو ته ضرورت نشته بلکې د دولت په رسمیت پېژندنه کې د حکومت رسمیت پېژندنه هم شامل ده او منطق دادی څرنګه چې حکومت د دولت د متشکله عنصر دی نو که دولت په رسمیت پېژنې نو دا پدې مانا چې ټول متشکله عناصر یې په پېژني نو حکومت خود په خوده په رسمیت پېژني. خو دلته یوه خبره شته هغه دا که یو هیواد وغواړي چې زه فلان حکومت په رسمیت پېژنم خو دولت نه پېژنم نو دا خو اول درسته او منطقي خبره نده ځکه د کل په اساس جز پېژندل کېږی، د جز په اساس کل نه. خو که بیا هم یو هیواد داسې عمل وکړي نو جز ټول په رسمیت پېژندنه کې شامل شو خو کل نه. خو دې ډول رسمیت پېژندنې نه ضمني رسمیت پېژندنه ویلی شو او نه حقوقي او منطقي اساس لري. دوهم: که دولتونه په رسمیت مخکنې پېژندل شوي وي خو حکومت یې تغیر وکړي نو ایا پخواني دولت به د نوی دولت حکومت له سره پېژني او کنه پخوانۍ رسمیت پېژندنه ورته کافي ده؟ ددې سوال ځواب پدې ډول ویلی شو که چېرته د یو دولت حکومت تغیر وکړې، نوی کوم حکومت چې رامنځته شوی نو ایا دا په قانوني ډول منځ ته راغلی او کنه په غیر قانوني، که چېرته په قانوني لارو راغلی وي، مثلاً د پخواني حکومت موده ختمه شوي وي او نوي حکومت قانوناً منځ ته راغلی وي یا د پخواني حکومت مشر فوت شوي وي نو په داسې حال کې پخواني حکومت چې په رسمیت پېژندل شوی و نو د هغه قایم مقام ته هم د پخوانی د رسمیت پېژندنې اعتبار وجود لري او نوی پېژندنې ته ضرورت نشته. خو که چېرته نوی حکومت په قانوني توګه منځ ته نه وي راغلی بلکي په غیر قانوني ډول منځ راغلی وی مثلاً د کودتا یا اختشاش په ذریعه راغلی وی نو دلته یوه خبره ضروري ده هغه دا چې دا نوی حکومت به له دوو حالتو خالي نه وي. یو: نوی حکومت به په غیر قانوني ډول منځ ته راغلی وی خو رژیم یا د نظام ډول به یې تغیر نه وي کړی. دوه: هم به نظام تغیر کړ وی او هم به حکومت تغیر کړی وی، نو دلته نورې خبرې پیدا کېږي. اول: د حکومت تغیر پدې شکل د حقوقي نګاه څخه مدار د اعتبار دی او کنه؟ ځواب: ددې سوال د ځواب په اړوند دوه نظری دي: لومړۍ نظریه: بعضي حقوق دانان پدې باور دي چې دا ډول حکومتونه چې هم نظام او هم حکومت تغیر کړی حقوقو له نګاه نه باور وړ ندي او رسمیت په پېژندنه هم بذات نه مطرحیږي. دوهمه نظریه: دوهمه نظریه داسې وای که چېرته یو حکومت په قانوني ډول راغلی وی او که په غیر قانوني نو دا د هیوادونو داخلي موضوع ده چ بل دولت رسمیت پېژندنې پورې کوم اعتبار نه لري، بل دولت ته یوازې د رسمیت پېژندنې معیارونه مهم دي. که یو نوی دولت د رسمیت پېژندنې معیارونه پوره کړی وي نو ددې نظرې له مخې حق لري چې په رسمیت وپېژندل شي. نو ددې نظرې له مخې دا ډول دولتونو حکومتونو ته هماغه پخوانۍ رسمیت پېژندنه کافي ده اګر که په غیر قانوني ډول راغلی وي خو معیارونه شرط دي. دریم: د حکومت د رسمیت پېژندنې معیارونه حکومتونه هم د دولتونو په شان ځانته حقوقي معیارونه لري خو اکثر وخت دې معیارونو ته پام نه کېږي، هیوادونه یوازې خپل شخصي ملاحظات او اړیکې په نظر کې نیسي او په عمل کې نه پیاده کېږي. خو ولې اصول او پرانسپ له مخې د حکومت رسمیت پېژندل خپل حقوقي معیارونه لري چ په دوه ډوله دي. ۱. ثبات، دوام او استقرار: کله چې په یو حکومت په دوام، ثبات او استقرار اطمینان حاصل شي نو رسمیت پېژندنې وړتیا پیدا کوي. ۲. دوهم معیار دادی چې ددې لپاره د قلمرو او نفوس څخه دفاع وکولای شي نو باید په ټول هیواد یا خاوره باندې تسلط او واک ولري. خو له دوهم معیار څخه هم تخلف شته او هم استثناء. تخلف: په ۱۹۳۶ م کال په هسپانیا کې د فرانکو په نوم یو جنرال د زور حکومت رامنځته کړ، مخکې لدې چ په ټول هیواد تسلط پیدا کړې نو المان او ایټالیې لخوا په رسمیت وپېژندل شو. استثناء: جلاوطنه حکومتونه چې په خاوره بیخي تسلط نلري خو د تسلط د لرلو لپاره او د هغې د لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې کوي نو نور دولتونه حقوقاً دا حق لري چې هغه په رسمیت وپېژني. لکه په دوهم نړیوال جنګ کې د چک، فرانسې او هالینډ جلا وطنه حکومتونه. Associate pro.. Suliman Salem