رساله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ستوری

پر پښتو پښتونولۍ مین ملی مبارز ارواښاد ډاکټر کبير ستوری په نوم د کونړ ولایت د خاص کونړ ادبي او کولتوري ټولنې د « ستوری » په نامه خپلواکه، ناپېيلی، کولتوری او ادبی دوه میاشتنۍ خپرونه ده. د پښتنو د ټاټوبی لرو او برو پښتنو، ادیبانو، شاعرانو،لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې لیکنی او شعرونه خپروي. مسوول مدير: عرفان الله کوټوال( ټیلیفون : 772931465-0093 ) مرستيال : هدايت الله حيات( ټیلیفون : 774322484-0093 ) سلاکاره ډله : مرستیال څېړونکی وجیه الله شپون ، عبدالقیوم زاهد مشواڼی او شفیع الله تاند کتنپلاوى : بصير بيدار ستورى ، محمد داود صدیقي ، عصمت الله ملنگ ، فضل الهادي عاصم ، میرسلام مجاور او گلرنگ کوچوان همکار غړي : رحيم الله خان، داود شاه داود، صادق فقير او رضوان الله شپون د ستوري استازي : کابل : استاد عبدالظاهر شكېب، ننگرهار : شفیع الله تاند، کونړ : نعمت الله کرياب، اسمار : طارق سالارزى، لغمان : امين الدين، باجوړ : سيد اغا مياخېل، پېښور : ذبيع شفق ، جرمني : نسيم خان ستوری
د انټرنټ په مټ تاسې مینه وال د « ستوری مجله » لوستلۍ شۍ

گوربت

گوربت دوه مياشتنۍ مجله ده چې د حفيظ الله غښتلي په مسوول مديريت يې له پېښور څخه په ١٩٩٩ کال خپروني پيل کړې. په مجله کې ډېرى سياسي، کلتوري او د پښتو ژبې پر وده او پرمختيا ليکنې خپروې شوي دي. گوربت د پښتو مجلو تر منځ لوړ تيراژه مجله ده چې په پېښور، کندهار، کوټه، ننگرهار، کونړ، خوست، غزني، وردگ، فراه، هلمند او گڼ شمېر نورو ولايتونو کې ميندل کېږي. گوربت توانيدلى چې له سياسي څېرو سره مرکې وکړي، د هېواد او سيمې په سياسيو حالاتو رڼا واچوي.
د انټرنټ په مټ تاسې مینه وال د « گوربت مجله » لوستلۍ شۍ Archived 2007-09-30 at the Wayback Machine.

ښکلا

ښکلا د بېنوا فرهنگي ټولني د دوې مياشتنۍ کلتوري او ټولنيزي خپروني نوم دی چي د څلورو کالو راهسي چاپيږي او دادی تر ٢٠٠۷ ميلادي کال ترنیمایی پوري ئې پرلپسې پنڅه ویشتمه گڼه له چاپه راوتلې ده ، نوموړې خپرونه د افغانستان څخه د باندي په عربي هيوادونو ، اروپا ، امريکا ، کاناډا ، برتانيه ، او استراليا کي هم لوستونکي او گډون وال لري . او همدا ډول وخت په وخت د هيواد د پېژندل شويو ليکوالو ، شاعرانو ، او پوهانو ارزښتناکي ليکني ، پوهنيزي څېړني ، اود افغانستان سره تړلي بېلابېل او په زړه پوري مالومات په پښتو ژبه خپروي . دښکلا مجلې په اړه نور معلومات : د امتياز څښتن: بېنوا فرهنگي ټولنه چلوونكى: عبدالله احسان چاپ ځای : کندهار افغانستان كــتنپلاوى : محمديار، محمد عمر واحدیار، صالح محمد صالح، خالدهادي، . كمپيوټر چارى : مختار احمد انتقام كلنۍ گډونونډي : افغانستان ١٥٠ افغانۍ ،پاکستان ٢٠٠ کلداري او بهرني هیوادونه ٤٠ يورو يا د هغه معادل پــــــته : خاد سړك، ښاري كلينيك ته مخامخ، هرات دروازه كندهار، د ښكلا مجلې دفتر.
د انټرنټ په مټ تاسې مینه وال د « ښکلا مجله » لوستلۍ شۍ Archived 2007-09-27 at the Wayback Machine.

کونړ غږ

د «کونړ غږ» خپلواکه، ناپېيلی، ادبی ،ټولنیزه، کولتوری مهالنۍ خپرونه دهیواد دپیاوړو ادیبانو، شاعرانو،لیکوالانو او پوهانو په زړه پورې لیکنی او شعرونه خپروي. کونړ غږ مجلی د امتیاز څښتن : په جرمنی کی دکونړدځوانانوکولتوري ټولنه مسوول مدير : ادریس غروال مرستيال : شاولی سالارزی کتنپلاوی : محمد شفا مشفق ، محمداکرام ماموند ، شفیق الله شاداب، خیبر جبارزی، هدایت الله ضیا، رفیع الله حیدری
ادریس غروال سالارزی مارکیټ د کونړ ولایت مرکز« اسد اباد» کونړ ولایت / افغانستان