رحمت شاه سائل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رحمت شاه سايل
رحمت شاه سائل

رحمت شاه "سائل" (په انگرېزي: Rahmatshah Sayel) د پښتو ژبې شاعر دی چې د شعرونو گڼ شمېر ټولگې يې خپرې شوي. همداراز د هغه شعرونه د گڼ شمېر سندرغاړو لخوا وييل شوي هم دي. نوموړی د عوامي نشنل پارټۍ غړيتوب درلود او دم مهال په پېښور کې د باچاخان مرکز لخوا د مياشتينۍ خپرونې پښتون مجلې پازوال هم دی.

مخينه

امين گل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درگی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. رحمت شاه سايل لس ماشومان لري . او لا پخپل کلي کې اوسي.

زده کړې

زده کړه يې تر څلورم ټولگي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. له ماشومتوبه يي د ورځپاڼو له لوستلو سره مينه پيدا شوه او تل به يي لوستلې. تر دې چې ليکل او لوستل يي پوره پکې زده کړل او بيا خو يي وروسته آن مقالې هم ورته ليکلې.

دندې

رحمت شاه سايل د خپل د عمر لويه برخه، په خپل کلي کې د درزي په توگه تېره کړې. دوه کاله کېږي چې د باچاخان په مرکز کې د پښتون مياشتينۍ پازوال دی او همدغې خپرونې ته ليکنې چمتو کوي.

ادبي ژوند

رحمت شاه سايل له ماشومتوب نه په شعر وييلو پيل کړی. هغه خپل لومړنى شعر په ١٣ کلنۍ کې ووايه او بيا يې شل کاله وروسته خپل لومړنى کتاب چاپ کړ. د نوموړي گڼ شمېر شعرونو نه سندرې جوړې شوي چې د ډېرو سندرغاړو لخوا وييل شوي.

چاپ شوي آثار

د رحمت شاه سايل تر ډېر کتابونه خپاره شوي چې د هغه د ټولو خپرو شوو کتابونو لړليک په لاندې توگه دی:

  1. د وير په چم کې وار د نغمو دی - شعري ټولگه
  2. د لمبو په سيوري - شعري ټولگه
  3. د ښايستونو د سپرلي بادونه - شعري ټولگه
  4. درد چې د څړيکو څانگې وسپړلې - شعري ټولگه
  5. د وينو رنگ په لمبو څنگه ښکاري؟ - شعري ټولگه
  6. تا له تصوير په گلاب جوړ کړم که نه - شعري ټولگه
  7. د چينارونو نه لمبې ووتې - شعري ټولگه
  8. حالات چې اور اوروي - شعري ټولگه
  9. ته به په خپل تصوير کې څوک ځايوي - شعري ټولگه
  10. زه د خزان د پاڼې پاڼې سره ورژېدم - شعري ټولگه
  11. آخري سندره - افسانې

ناچاپه آثار

د رحمت شاه سايل ځينې نور کتابونه لا تر اوسه پورې نه دي چاپ شوي چې هغه په دې ډول دي:

  1. ريبار ـ د شعرونو لومړۍ ټولگه.
  2. سره بڅري ـ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولگه.
  3. د ثقافت تاريخي بنيادونه ـ نثر
  4. ټپه که ستاينه - نثر
  5. هر تصوير زما تصوير - مقالې
  6. خبرلوڅ تصويرونه - مقالې
  7. په في الميزان کې د هېواد معنوي اړخونه - نثر

باندنۍ تړنې