Jump to content

رحمت الله کيرانوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولانا محمد رحمت الله کیرانوي رحمة الله علیه (زوکړه 1817 مارچ 9_ مړینه 1891) د خلیل الله زوی او هند مشهوره بزرګ عالم وو. نوموړی د هندوستان په مظفرنګر کي د کیرانه ولسوالۍ اړوند په دربارکلا سیمه کي په ۱۲۳۳ هجري سپوږمیز کي وزېږېدی.

رحمت الله کيرانوي
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۹ مارچ ۱۸۱۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۸۹۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

مولانا په ۱۲۵۲ ه س کي د خپل خاله د لور سره واده وکړ، او له واده وروسته یې پلار خپل ټول مال ده ته وسپاره. تر مال سپارلو څه وخت وروسته یې پلار وفات سو، او مولانا خپل جایداد و خپل دویم ورور مولوی محمد جلیل صاحب ته پرېښود او خپله د زدکړي لپاره کیرانه ته ولاړی.

پېژندنه

[سمول]

کیرانوي په ۱۸۱۸ کال کې په مظفرنگر کې زېږېدلی وو. نوموړی د درېیم راشد خليفه عثمان بن عفان له نسل څخه وو. ددوی کورنۍ ته یوه لویه برخه شتمني چي د کیرانه ملکیت پکښي شامل وو، د اکبر باچا لخوا ورکړل سوې وه. د مولانا د کورنۍ ګڼو غړو لوړ موقفونه درلودل او یا هم فکري شخصیتونه وو. شیخ حکیم عبد الکریم چې د رحمت الله اتم نیکه کېدی، د اکبر بادشاه ډاکټر وو. کیرانوي د ۶ کلنۍ په عمر کي په اسلامي او دیني زده کړو پیل وکړ او په ۱۲ کلنۍ کي یې قرآن کریم یاد کړ. د هغه عربي او فارسي ژبي ښه زده وې، او وروسته ډهلي ته ولېږدول سو، چیري چي یې په بېلابیلو برخو لکه ریاضیاتو او طب کې زده کړي ترلاسه مړې، او د مفتۍ او دیني ښوونکي په توګه یې په کیرانه کي یوه دیني ښوونځۍ جوړه کړه.

لیکوالي

[سمول]

کیرانوې په عربي، فارسي او اردو کي کتابونه لیکلي دي.

د کیرانوي مشهوره اثر إظهار الحق (حقیقت څرګند سوی) چي اصلاً په عربي ژبه لیکل سوی کتاب دی په شپږو ټوکونو کې وروسته اردو ته وژباړل سو، او له اردو څخه یې لنډیز شوې انګلیسي نسخه د طه ټولني لخوا چاپ سوه. دغه کتاب د عیسوي پادري نیوکو ته د اسلام ځوابي کتاب دی. یاد کتاب لومړی اثر دی چي د بایبل د غلطیو او تضاداتو د تثبیت لپاره علمي دلایل وړاندي کوي. په کتاب کي د تثلیث عقیده د بایبل، عیسوي منابعو او نورو سرچینو له مخې رد سوې ده.

مړینه

[سمول]

کیرانوي په 1891 کال کي له نړۍ سترګي پټي کړې او د مکې مکرمې په جنة المعلی هدیره کي خاورو ته وسپارل سو.