راسل کرک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
راسل کرک
(انګلیسي: Russell Kirk د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
راسل کرک
راسل کرک

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ اکتوبر ۱۹۱۸[۱][۲][۳]
مړینه 29 اپرېل 1994 (76 کاله)[۱][۴] او 19 مې 1994 (76 کاله)[۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
ليکوال
خبريال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

راسل اموس کرک Russel Amos Kirk (۱۹۱۸ اکتوبر ۱۹ – ۱۹۹۴ ز کال د اپرېل ۲۹) د سياسي نظريو يو امريکايي پوه، اخلاقپوه، تاريخپوه، ټولنيز کره کتونکی او ادبي کره کتونکی و، چې د شلمې پېړۍ امريکايي محافظه کارۍ په اړه د خپل نفوذ له امله پېژندل کېږي. «د محافظه کار ذهن : The Conservative Mind» په نوم د نوموړي د ۱۹۵۳ ز کال کتاب، په متحده ايالتونو کې له جګړې څخه وروسته محافظه کار خوځښت ته بڼه ورکړه. ياد کتاب په انګليسي او امريکايي دود کې د محافظه کار فکر پرمختګ د Edmund Burke نظريې ته په ځانګړي ارزښت ورکولو سره په نښه کړ. کرک د دوديزې محافظه کارۍ مهم ملاتړ کوونکی ګڼل کېږي. [۷]

ژوند[سمول]

راسل کرک (Russell Kirk) د مشيګن ايالت په Plymouth کې زېږېدلی دی. نوموړی د Russell Andrew Kirk او Marjorie Pierce Kirk زوی و، چې پلار يې د رېل پټلۍ يو انجنير و. راسل کرک د خپل لېسانس بریليک له مشيګن ايالت پوهنتون (Michigan State University) تر لاسه او د ماسټرۍ خپرونه يې په ديوک پوهنتون (Duke University) کې ولوستله. نوموړي د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د امريکا وسله په وسله والو ځواکونو کې خدمت وکړ او له ازاد فکره ليکوال Isabel Paterson سره يې د ليک له لارې اړيکه ونيوله، چې د کرک لومړني سياسي فکر ته په بڼې ورکولو کې يې مرسته وکړه. د «زموږ دښمن، ايالت : Our Enemy, the State» په نوم د Albert jay Nock د کتاب له لوستنې څخه وروسته، کرک د کتاب له ليکوال سره هم لکه د تېر ليکوال اړيکې ټينګې کړې. له جګړې څخه وروسته يې په سکاتلېنډ کې د St Andrew پوهنتون کې ګډون وکړ. نوموړی په ۱۹۵۳ ز کال کې هغه يوازينی امريکايي شو، چې د ياد پوهنتون له لورې ورته د تورو دوکتورا (Doctor of Letters) بریليک ورکول کېږي. [۸]

کرک له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته محافظه کارانو لپاره په دې خبرتيا ورکولو سره يوه خپرونه رامنځته کړه، چې «د وګړو يوې لپې يا موټي، چې ځيني يې اخلاقي ځواب وينو ته په داسې ډول هيڅ نه دې کارول شوي؛ دا خپله سوداګري جوړه کړه، چې د ناګاساکي او هيروشيما وګړي بېخي له منځه يوسي. موږ بايد دا خپله سوداګري جوړه کړو، چې د دې ډول ناڅاپي پرېکړو شونتيا لنډه يا له منځه يوسو». [۹]

کرک د خپلو زده کړو په بشپړولو سره د مشيګن ايالت په خپل alma mater کې يوه پوهنيزه دنده تر لاسه کړ. په ۱۹۵۹ ز کال کې يې وروسته له هغې له دندې څخه لاس واخيست، چې د زده کوونکو ګڼه کې د چټکې ودې او د دوديزو ازادو هنرونو په لګښت کې د پوهنځيو تر منځ پر ورزشي چارو او تخنيکي روزنه باندې د ټينګار له بې ځايه تصور يا خرافاتو څخه آزاد شو. له هغې څخه وروسته يې مشيګن ايالت «غوا پوهنځی : Cow College» يا «پياوړی پوهنتون : Behemoth University» وګڼله. نوموړي وروسته وليکل چې پوهنيز سياسي پوهان او ټولنپوهان«لکه د بې عقله سپيانو يو جنس يا ډول» وو. کرک د خپل ژوند په وروستيو کې په کال کې يو سمستر په Hillsdale College کې تدريس وکړ، چې نوموړی په کې د انساني پوهې ځانګړی رسمي پروفيسور و. [۱۰][۱۱]

کرک په پرله پسې ډول په ۱۹۵۵ ز کال کې «ملي کتنې : National Review » او په ۱۹۵۷ ز کال کې «عصري دوره : Modern Age» په نومونو دوه امريکايي محافظه کار مجلې چاپ او په رامنځته کولو کې يې مرسته وکړه. نوموړی له ۱۹۵۷ ز کال څخه تر ۱۹۵۹ ز کال پورې د “Modern Age” مجلې بنسټګر سمونکی و. څه موده وروسته د ميراث بنسټ (Heritage Foundation) ځانګړی ملګری شو، چې يو شمېر بيانونه يې هم په کې ورکړل. [۱۲]

کرک د مشيګن ايالت له پرېښودلو څخه وروسته، د مشيګن په Mecosta کې خپل پلرني کور ته ستون شو، چې زياتره کتابونه، پوهنيزې مقالې، بيانونه او د متحد ورځپاڼې ستون وليکه. ياد ستون ۱۳ کلونه دوام وکړ، چې له مخې يې کرک پر امريکايي سياست او معنوي ژوند باندې خپل نفوذ پلی او ښکاره کړ. نوموړی په ۱۹۶۳ ز کال کې کاتوليک مذهب ته واوښت او له Annette Courtemanche سره يې واده وکړ، چې څلور لوڼې يې درلودې. کرک او مېرمن يې د خپلې مېلمه پالنې له امله وپېژندل شول، چې په Mecosta کې يې خپل کور ته د زياتو سياسي، فلسفي او ادبي څېرو هرکلي کاوه او سياسي کډوالو، ګرځندويانو او نورو خلکو ته يې پناه ورکوله، چې کور يې «د تقوا غونډۍ : Piety Hill» په توګه پېژندل کېده. د دوی کور د پوهنتون زده کوونکو لپاره د محافظه کار فکر په اړه د سيمينار د يوې لړۍ ځای شو. د تقوا غونډۍ اوس د کلتوري نوي والي لپاره د راسل کرک مرکز (Russell Kirk Center for Cultural Renewal) لري. کاتوليک مذهب ته له اوښتون څخه وروسته، کرک د (Una Voce America) د بنسټ ايښودونکي پلاوي غړی شو. [۱۳][۱۴][۱۵]

کرک له موټر چلونې ډډه وکړه او موټران يې«د دومي نيکن ډلې ميخانيکي راهبان : mechanical Jacobins» وګڼل. همدرانګه يې له تلويزيون او هغه څه سره اړيکه نه درلوده، چې نوموړي «برېښنايي کمپيوټرونه Electronic computers» ګڼل. [۱۶][۱۷]

نوموړي تل په کليشه يي ډول د «محافظه کار» رايې کارونې ثبت نه دی ساتلی. «په ۱۹۴۴ ز کال کې د Franklin Delano Roosevelt او Thomas Dewey تر منځ له نه ټاکنې سره مخامخ شو؛ کرک سترواکۍ ته «نه» وويل او د Norman Thomas په ګټه يې رايه وکاروله، چې د سوسياليست ډلې نوماند و. د ۱۹۷۶ز کال ولسمشريزو ټاکنو کې يې Eugene McCarthy ته رايه ورکړه. په ۱۹۹۲ ز کال کې يې د جورج ايچ ډبليو بوش (George H. W. Bush) پر وړاندې د Pat Buchanan د لومړنۍ ننګونې ملاتړ وکړ او په مشيګن ايالت کې يې د Buchanan د ټاکنيزې مبارزې د ايالتي مشر په توګه خدمت وکړ. [۱۸][۱۹][۲۰]

کرک په تاريخ ليکنو کې هم مرسته وکړه. نوموړي ته په ۱۹۸۹ ز کال کې د ولسمشر رونالډ ريګن (Ronald Reagan) له لورې د ولسمشريزو اتباعو نښان (Presidential Citizens Medal) ورکړل شو. [۲۱]

نظريات[سمول]

محافظه کار ذهن[سمول]

محافظه کار ذهن: «له برک څخه تر ايلايټ پورې : From Burke to Eliot» تر سرليک لاندې د کرک د دوکتورا پايليک په مادي ډول د ۲۰ پېړۍ برک (Burke) نوي والي يا بيا خپرونې سره مرسته وکړه. ياد پايليک لاندې برخو ته هم پام کړی دی: [۲۲]

  • محافظه کار سياستپوهان، لکه: John Adams, Alexander Hamilton, Fisher Ames, George Canning, John C. Calhoun, John Randolph of Roanoke, Joseph de Maistre, Benjamin Disraeli او Arthur Balfour؛
  • د پېژندل شويو ليکوالانوله خوا د لیکنو محافظه کارانه مفاهیم، لکه: Samuel Taylor Coleridge, Sir Walter Scott, Alexis de Tocqueville, James Fenimore Cooper, Nathaniel Hawthorne, James Russell Lowell, George Gissing, George Santayana, Robert Frost او T. S. Eliot؛
  • بریتانوي او امريکايي ليکوالان، لکه: Fisher Ames, John Randolph of Roanoke, Orestes Brownson, John Henry Newman, Walter Bagehot, Henry James Sumner Maine, William Edward Hartpole Lecky, Edwin Lawrence Godkin, William Hurrell Mallock, Leslie Stephen, Albert Venn Dicey, Robert Nisbet, Paul Elmer More او Irving Babbitt.

د «سفري محافظه کار لوستونکی : The Portable Conservative Reader» اثر، چې کرک کره يا سم کړ، د پورتنيو ذکر شويو زياتره ليکوالانو نمونه يي ليکنې لري.

ژوند ليکونکی Bradely J. Birzer استدلال کوي، چې د معاصر محافظه کار خوځښت په هڅونه کې د کرک د ټول اهميت له امله د نوموړي زيات پيروان د محافظه کارۍ د تاريخ پر وړاندې د هغه له غير عادي چلند سره همغږي نه دي. لکه څرنګه چې د کره کتونکي Drew Maciag له لورې لنډيز شوی:

لکه څرنګه چې د Birzer څېړنه څرګندوي، د محافظه کارۍ په اړه د کرک پوهېدنه بې سارې، ځانګړې، روحاني، د خواصو د حکومت پلوې او په ځينو اړخونو کې له عصري او اروپايي پلوې وه، چې په متحده ايالتونو کې يې له سياسي محافظه کارۍ سره لږ ورته والی وزېږاوه. «محافظه کار ذهن : Conservative Mind» کتاب په برياليتوب سره له جګړې څخه وروسته ليبراليزم ته يوه فکري يا معنوي ننګونه پيل کړه، مګر د محافظه کارۍ هغه ډول چې کرک لومړيتوب ورکړ، ان په امريکايي ښي اړخ (American Right) [ډلو کې] لږ شمېر مينه وال (غوره کوونکي) وموندل. [۲۳]

هري جاففا (Harry Jaffa) چې د ليو سټراس (Leo Strauss) زده کوونکی دی، وليکل: «کرک د برک (Burke) يو بې وسه پوه و. پر ميتافزيکي لامل باندې د برک بريد يوازي د معاصرې فلسفې په هڅې پورې اړه لري، چې له قضيو او په همدې ډول له پايلو څخه يې شکمن ګومان له منځه يوسي. [۲۴]

راسلو (۲۰۰۴ز کال) استدلال کوي، چې کرک هغه څه ومنل، چې د ۱۹ مې پېړۍ امريکايي کاتوليک مفکر (Orestes Brownson) د فدراليزم د داسې يوې نسخې د څرګندولو په موخه «سيمه یيزه ديموکراسي» وګڼله، چې د بنسټګرانو او نورو محافظه کارانو له انګېرنو څخه په يوه برخه کې د توپيري انګېرنو پر بنسټ وه. کرک نور په دې باور و، چې سيمه یيزه ديموکراسي د مرکزي حکومت له ايالتونو سره د يوازې ولایتونو په توګه او له واشنګټن څخه د خپلواک، خپلواکو سياسي واحدونو په توګه چلند کولو تر منځ کړکېچ پخلا کولی شو. په پای کې سيمه یيزې ديموکراسۍ کرک ته لاره هواره کړه، چې د متحده ايالتونو په ځانګړو تاريخي حالتونو کې د انفرادي (شخصي) حقونو يوه نظريه جوړه کړي، په داسې حال کې چې د دې ډول حقونو نړيوال مفهوم يې نه مانه. [۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?1516 — subject named as: Russell Kirk — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12329757f — subject named as: Russell Kirk — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  3. subject named as: Russell Kirk — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF12929
  4. https://www.baltimoresun.com/news/bs-xpm-1994-05-03-1994123082-story.html
  5. د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n79007261 — د نشر نېټه: ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۹ — خپرونکی: Library of Congress
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12329757f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. "Kirk, Russell Amos - Encyclopedia.com". www.encyclopedia.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "About Russell Kirk". kirkcenter.org. The Russell Kirk Center. 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Polner, Murray (March 1, 2010) Left Behind, The American Conservative
  10. Kirk, Russell, ed., 1982. The Portable Conservative Reader. Viking: xxxviii.
  11. Mary Catherine Meyer (February 25, 2016) Kirk should be on the Liberty Walk, The Hillsdale Collegian
  12. Many published in his The Politics of Prudence (1993) and Redeeming the Time (1998).
  13. "THE MARRIAGE THAT SHAPED AMERICAN CONSERVATISM". Lee Edwards. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Update: The Latin Mass in America Today". Regina Magazine. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Timothy Stanley (February 8, 2012). "Buchanan's Revolution: How Pitchfork Pat raised a rebellion—and why it failed". The American Conservative. The American Ideas Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په November 28, 1962 باندې). The Mechanical Jacobin. General Features
  17. Kirk, Russell (1987). "Humane Learning in the Age of the Computer". CERC: Catholic Education Resource Center. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Continetti, Matthew (19 October 2018). "The Forgotten Father of American Conservatism". The Atlantic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Kauffman, Bill (May 19, 2008) When the Left Was Right, The American Conservative
  20. McCarthy, Daniel (October 12, 2012) How Does a Traditionalist Vote?, The American Conservative
  21. "Russell Kirk". The Heritage Foundation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Which went into 7 editions, the later ones with the title The Conservative Mind: From Burke to Eliot. Regnery Publishing. 7th edition (2001). کينډۍ:ISBN
  23. Drew Maciag review of Bradley J. Birzer, Russell Kirk: American Conservatism (2015) in The Journal of American History 103#4 (March 2017) p. 1096. doi:10.1093/jahist/jaw600
  24. Harry V. Jaffa (اپریل 13, 2006). "Harry V. Jaffa Responds to Claes Ryn". The Claremont Institute. د اصلي آرشيف څخه پر سيپټمبر 27, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه مې 10, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "The Conservative Mind" (PDF). kirkcenter.org. 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)