رادیکالي مرکزپالنه( سنټریزم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رادیکالی مرکزپالنه یا سنټریزم (د رادیکال مرکز، د رادیکالي مرکز یا منځني اړخ په نامه هم یادېږي)هغه مفهوم دی، چې د شلمې پیړۍ په وروستیو کې په لویدیځو هېوادونو کې راڅرګند شوی.

په دې اصطلاح کې رادیکال په بنسټونو کې د اساسي اصلاحاتو بلنې لپاره د رادیکالي مرکزونو ډېرې لېوالتیا ته اشاره کوي. مرکزیت پالنه یا سنټریزم هغه باور ته اشاره کوي، چې ریښتیني حل لارې یوازې ایدیالیزم او احساس ته نه، بلکې ریالیزم یعنې واقعیت پالنې او پراګماتیزم یا عمل پالنې ته اړتیا لري. د رادیکالي مرکز پالنې یو متن مرکز پالنه د «بې فکره ایدیالیزم» په توګه تعریفوي، چې په اصل کې د جان اف کینیدي جمله ده.[۱][۲][۳][۴]

رادیکالي مرکزیت پالونکي د کیڼ او ښي اړخ نه نظریات راټولوي او تر ډېره هغه بیا له یو بل سره یوځای او ترکیبوي. ډېری یې د ټولنیزو ستونزو لپاره د عمومي ګټو په برخه کې له قوي دولتي څارنې سره د بازار پر بنسټ ولاړو حل لارو ملاتړ کوي. په مخ پر ودې هېوادونو کې د نړیوال مشارکت ډېروالی او د یوې پیاوړې منځنۍ طبقې د ودې لپاره ملاتړ شته. په امریکا کې ډېری رادیکالي مرکزیت پالونکي د لویو سیاسي ګوندونو په دننه کې فعالیت کوي؛ خو د نوښتونو او خپلواکو نوماندانو یا درېیم شخص نه هم ملاتړ کوي.[۵][۶][۷][۸]

په رادیکالي مرکزیت پالنې یا سنتریزم باندې یوه عامه نیوکه دا ده، چې سیاستونه یې یوازې د دودیز مرکزیت پالو له سیاستونو سره لږ توپیر لري. ځینې څارونکي رادیکالي مرکزیت پالنه یا سنتریزم په اساسي توګه د قطبي شویو خلکو او ډلو تر منځ د خبرو اترو او نوي فکر د پیاوړي کولو پروسې په توګه بولي. [۹][۱۰]

اغېزې او پروسیجرز[سمول]

د رادیکالي مرکزیت پالنې په سیاسي فلسفه باندې ځینې اغېزې په مستقیمه توګه سیاسي نه دي. رابرت سي سلومېن رادیکالي مرکزیت پال لیدلوری لرونکی فیلسوف یو شمېر فلسفي نظریې او افکار ارزوي، چې د تعادل، پخلاینې یا ترکیب نه ملاتړ کوي، لکه د کنفوسیوس په اړه د رېن نظريې، د معنا په هکله د ارستو نظريې، د میشل دومونتېن د زیدریوس اراسموس او انسان پالنې نظريې، د تاریخ په اړه د جیامباتیستا ویکو تکاملي لیدلوري، د ویلیام جېمز او جان دیوي د پراګماتیسم او د اروبېند غوس د مخالفینو د ادغام نظریې ملاتړ کول. ‎[۱۱][۱۲]

په هر حال ډېری اغېزې او مخکیني ذکر شوي جوړښتونه په سیاسي برخې پورې تړاو لري. د بېلګې په توګه: د بریتانیا رادیکالي مرکزیت پلوی سیاستوال نیک کلیګ ځان د سیاسي تیوریسن جان ستوارتمېل، پخواني لیبرال صدراعظم دیوېد لوید جورج، اقتصاد پوه جان مینارد کینز، ټولنیز اصلاح غوښتونکي ویلیم بیوریج او د لیبرال ګوند پخواني مشر جو ګریموند وارث ګڼي. جان اولون په خپل کتاب «خپلواک ملت ۲۰۰۴زکال » کې د متحده ایالاتو د ۲۱مې پیړۍ د سیاسي مرکزیت پالنې یا سنټریزم سرلارو لکه ولسمشر تیودور روزولېت، د سترې محکمې مشر ارل وارن، سناتور دانیل پاتریک مونیهان، سناتور مارګارت چیس اسمېت او سناتور ادوارد بروک په هکله بحث کوي. رادیکالي مرکزیت پال لیکوال مارک ساتین له ټاکنیز ډګر څخه بهر د وګړوسیاسي اغېزو ته اشاره کوي، لکه ټولنپال مفکر امیتای ایتزیوني، د مجلې خپرونکي چارلس پیټرز، د مدیریت برخې تیوریسن پیټر دراکر، د ښاري پلان جوړونې تیوریسن جین جاکوبز او د هیدي او الوین تافلر په نامه راتلونکي پالونکو«فیوچریسټ» ته اشاره کوي. ساتین بنیامین فرانکلین د منځني رادیکال د خوښې وړ بنسټ ایښودونکی بولي، ځکه چې هغه «په غوره توګه عملي» و، «په غوره توګه پنځګر» و او په دې وتوانېد، چې «جګړه ییزې ډلې او زخمي اړخونه دې ته اړ کړي، چې له خپلو اختلافاتو نه لاس واخلي».[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۲۰مې پیړۍ په وروستیو کې بنسټیز کارونه[سمول]

لومړني تعریفونه[سمول]

د ویلیم سافایر په نامه نامتو ژورنالیست په وینا: د «منځني رادیکال» کلیمه د نیویارکر د کارکوونکو له ډلې یولیکوال ريناتا ادلر په وسیله رامنځته شوه. هغې د خپلو مقالو د دویمې ټولګې په سریزه کې د رادیکال یوې منځنۍ برخې پر لور (۱۹۶۹ز)، منځنی رادیکلا د یو شفا بښونکي رادیکالیزم په توګه معرفي کړ. ادلر وویل چې: د ۱۹۶۰مې ز لسیزې له تاوتریخوالي نه ډک دریځونه او بیانونه د یو شمېر «عقلي» ارزښتونو لکه د «عقل، شرافت، سوکالۍ، انساني کرامت او انساني اړیکو» د ګټې لپاره ردوي. هغې د سپین پوستو او افریقایي -امریکایانو کارګرې طبقې د «پخلاینې» غوښتنه وکړه. [۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې ټولنپوه ډونال ډای وارن د رادیکال مرکزد هغو «منځنیو امریکایی رادیکالونو» نه جوړ شوی مرکز وباله، چې د لویو حکومتونو، ملي رسنیو او اکادمیکو شخصیتونو او دغه راز د شتمنو خلکو او د درغلۍ کوونکو شرکتونو په هکله شکمن وو. که څه هم دوی ښايي دیموکراتانو یا جمهوریت غوښتونکو او یا هم د جورج والاس په څېر پوپولیستانو ته رایه ورکړي؛ خو له سیاسي پلوه یې د بېوزلۍ احساس کاوه او د داسې رهبرانو په لټه کې وو، چې د هغوی اندېښنې حل کړي. [۲۰]

په ۱۹۸۰یمه او ۱۹۹۰یمه لسیزو کې ډېریو لیکوالانو د رادیکالي مرکزیت پالنې یا سینټیزم په هکله خپل نظر او فکر بیان کړ. د بېلګې په توګه: د مریلین فرګسون په نامه مستقبل پوه او بیا جمعیت پال یا کل‌نګر د دې یادې نظریې لپاره یو هولیستیکي اړخ په اضافه کولو سره وویل:«د رادیکالي مرکز... بې طرفه نه دی، د واټ په منځ کې نه ده، بلکې د ټول واټ یوه بېلګه ده». د الن وولف په نامه ټولنپوه د سیاسي ټولګې پنځګره برخه یې په مرکزیت کې ښودلې ده:«د ښي او کیڼ اړخو رادیکالیستان پوهیږي، چې چېرته ولاړ دي، حال دا چې مرکزیت هغه څه وړاندې کوي، چې اصلي او د تمې وړ نه دي». سټینلي کراچ افریقایي ـ امریکایي تیوریسن د یو«راډیکالي پراګماتیست» په توګه د ځان په اعلانولو سره ډېری سیاسي مفکرین خپه کړل، کروچ څرګنده کړه: «زه دا تاییدوم، هرهغه څه چې زه فکر کوم، د کار کولو، الهام بښونکي او غیر عاطفي اوسېدو، د کاذبو بسته بندیو او د نسل له منځه وړلو څخه هاخوا د استدلال کولو غوره چانس لري».[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۹۵ز کال کې د جوکلاین په نامه ژورنالیست په نیوزویک کې په خپل اغېزناکه خبر:«د منځني رادیکال اړوند تعقیب» سره رادیکالي مرکزپالونکي د دودیزو ډیموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو په پرتله ډېر قهرجن او ناهیلي بیان کړل. کلاین وویل چې: دوی څلور پراخې مشترکې موخې لري: له سیاست څخه د پیسو ترلاسه کول، د بودیجې توازن، د مدنيت بیا رغونه او په ښه توګه د حکومت د اداره کولو څرنګوالی. دغه راز هغه وویل: د دوی اندېښنې«هغه څه چې د پام وړ فکري خوځښت باندې د بدلېدو په حال کې دي، د لیبرالیزم او محافظه کارۍ اړوند دودیزو مفاهیمو ځای پر ځای کولو له یوې هڅې نه کم څه نه دي» ته وده ورکوي.[۲۵][۲۶]

د ٢١مې پېړۍ بیاکتنه[سمول]

د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د رادیکالي مرکزپالنې یا سنټریسټ سیاست لپاره څلورپیژندګلوۍ خپرې شوې؛ ‎د تېد هالستد او مایکل لیند رادیکالي مرکز (۲۰۰۱زکال )، د میتیو مېلر دوه فیصدي حل لار(۲۰۰۳زکال)، د جان اولون خپلواک ملت (۲۰۰۴ ز کال) او د مارک ساټین منځنی رادیکال (۲۰۰۴ز کال) د دې کتابونو هڅه کوله، چې د رادیکالي مرکزپالنې یا سنټریزم مفهوم د «احتیاطي اشارو» او ژورنالیستیکي مشاهدې څخه لوړ او پراخ کړي او د یوې سیاسي فلسفې په توګه یې تعریف کړي.[۲۷][۲۸]

لیکوالان له بېلابېلو سیاسي شالیدونو نه خپل کار ته رسیدلي: اولون د نیویارک د جمهوري غوښتونکي ښاروال روډولف جیولیاني لپاره وینا لیکونکی و؛ میلر د ولسمشر بېل کلینتون د بودیجې په دفتر کې له خدمت کولو نه مخکې سوداګریز مشاور و. لیند د هري ترومن په سبک باندې د «ملي لیبرالیزم» یو توجیه کونکی و. هالستد «د پرمختګ د بیا تعریف کولو» په نامه یو فکري مکتب اداره کړی و او ساتین د متحده ایالاتو د زرغون ګوند بنسټیزه سیاسي وینا د«لس بنسټیز ارزښتونه»په توګه چمتو کړې وه. په هر حال په دې برخه کې یوه نسلي اړیکه موجوده ده: دا چې دې ټولو لیکوالانو د خپلو کتابونو د خپراوي په وخت کې له ۳۱ نه تر ۴۱ کلونو پورې عمر درلود (پرته له ستین څخه، چې نږدې۶۰ کلن و).[۲۹][۳۰]

حال دا چې، دا څلور کتابونه په یو غږ خبرې نه کوي، دوی په دې کتابونو کې هغه انګیرنې، تحلیلونه، پالیسۍ او ستراتیژۍ څرګندوي، چې د ۲۱مې پېړۍ د سیاسي فلسفې په توګه د رادیکالي مرکزپالنې یا سنټریزم لپاره د پارامترونو په ټاکلو کې یې مرسته کوي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

انګیرنې[سمول]

زموږ ستونزې د وخت په ضایع کولو سره نه حلېږي، بلکې په ډېریو برخو کې اساسي او بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا ده. [۳۷][۳۸]

زموږ د ستونزو د حلولو لپاره په پراخه کچه نویو پیسو مصرفولو ته اړتیا نه ده. [۳۹][۴۰]

په هر حال، زموږ د ستونزو حل د کیڼ او ښي اړخ غوره نظریو په کارولو کې نغښتی ده، چې په هر بل ځای کې یې د موندلو امکان شته دی. [۴۱][۴۲]

د فکر په برخه کې له ټاکل شوي چوکاټ څخه بهر اضافي او پنځګرو نظریو ته هم اړتیا لري. [۴۳][۴۴][۴۵]

دا ډول فکر، د نړۍ له موجوده حالت یا هم د انسان د طبیعت له معتدل درک او پوهې نه جلا کولای نه شو. په دې برخه کې د ایډیالیزم یا ارمان پالنې او ریالیزم یا واقعیت پالنې یو ترکیب ته اړتیا ده. جان اولون وايي: «له ریالیزم پرته ایډیالیزم کمزوری دی» او «له ایډیالیزم پرته ریالیزم خالي دی». [۴۶][۴۷]

سرچينې[سمول]

  1. Halstead, Ted; Lind, Michael (2001). The Radical Center: The Future of American Politics. New York City: Doubleday/Random House. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-385-50045-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Avlon, John (2004). Independent Nation: How the Vital Center Is Changing American Politics. New York City: Harmony Books/Random House. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-5023-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Satin, Mark (2004). Radical Middle: The Politics We Need Now. Boulder, Colorado: Westview Press/Basic Books. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8133-4190-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Avlon (2004), p. 109.
  5. Olson, Robert (January–February 2005). "The Rise of 'Radical Middle' Politics". The Futurist. Vol. 39 no. 1. Chicago, Illinois: World Future Society. د کتاب پاڼي 45–47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Miller, Matthew (2003). The Two Percent Solution: Fixing America's Problems in Ways Liberals and Conservatives Can Love. New York City: Public Affairs/Perseus Books Group. د کتاب پاڼې 71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58648-158-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Halstead, Ted, المحرر (2004). The Real State of the Union: From the Best Minds in America, Bold Solutions to the Problems Politicians Dare Not Address. New York City: Basic Books. د کتاب پاڼي 13–19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-05052-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Avlon (2004), Part 4.
  9. Marx, Greg (25 July 2011). "Tom Friedman's 'Radical' Wrongness". Columbia Journalism Review. New York City: Columbia University. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Krattenmaker, Tom (27 December 2012). "Welcome to the 'Radical Middle'". USA Today newspaper, p. A12. Retrieved 5 March 2013.
  11. Solomon, Robert C. (2003). A Better Way to Think About Business: How Personal Integrity Leads to Corporate Success. Oxford University Press. کينډۍ:ISBN.
  12. Solomon, Robert C.; Higgins, Kathleen M. (1996). A Short History of Philosophy. Oxfordshire, England: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 93, 66, 161, 179, 222, 240, and 298. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-510-196-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Satin (2004), p. 22.
  14. Satin (2004), pp. 10, 23, and 30
  15. Avlon, John (2004), pp. 26, 173, 223, 244, and 257.
  16. Stratton, Allegra; Wintour, Patrick (13 March 2011). "Nick Clegg Tells Lib Dems They Belong in 'Radical Centre' of British Politics". The Guardian (London). Retrieved 1 February 2013.
  17. Safire, William (14 June 1992). "On Language: Perotspeak". The New York Times Magazine, p. 193, page 006012 in The New York Times Archives. Retrieved 5 October 2018.
  18. Adler, Renata (1969). Toward a Radical Middle: Fourteen Pieces of Reporting and Criticism. Random House, pp. xiii–xxiv. کينډۍ:ISBN.
  19. Adler (1969), p. xxiii.
  20. Warren, Donald I. (1976). The Radical Center: Middle Americans and the Politics of Alienation. University of Notre Dame Press, Chap. 1. کينډۍ:ISBN.
  21. Ferguson, Marilyn (1980). The Aquarian Conspiracy: Personal and Social Transformation in the 1980s. J. P. Tarcher Inc./Houghton Mifflin, pp. 228–29. کينډۍ:ISBN.
  22. Crouch, Stanley (1995). The All-American Skin Game; or, The Decoy of Race. Pantheon Books, p. 1 of "Introduction". کينډۍ:ISBN.
  23. Author unidentified (30 January 1995). "The 100 Smartest New Yorkers". New York Magazine, vol. 28, no. 5, p. 41.
  24. Wolfe, Alan (1996). Marginalized in the Middle. University of Chicago Press, p. 16. کينډۍ:ISBN.
  25. Klein, Joe (24 September 1995). "Stalking the Radical Middle". Newsweek, vol. 126, no. 13, pp. 32–36. Web version identifies the author as "Newsweek Staff". Retrieved 18 January 2016.
  26. Satin (2004), p. 10.
  27. Giddens, Anthony (2000). The Third Way and Its Critics. Polity Press, Chap. 2 ("Social Democracy and the Third Way"). کينډۍ:ISBN.
  28. Giddens, Anthony (1998). The Third Way: The Renewal of Social Democracy. Polity Press, pp. 44–46. کينډۍ:ISBN.
  29. Stratton, Allegra; Wintour, Patrick (13 March 2011). "Nick Clegg Tells Lib Dems They Belong in 'Radical Centre' of British Politics". The Guardian (London). Retrieved 1 February 2013.
  30. Reeves, Richard (19 September 2012). "The Case for a Truly Liberal Party". The New Statesman, p. 26. Retrieved 7 January 2013.
  31. Smith, Ben (7 February 2011). "The End of the DLC Era". Politico website. Retrieved 31 December 2016.
  32. Halstead and Lind (2001), p. 263.
  33. Burns, James MacGregor; Sorenson, Georgia J. (1999). Dead Center: Clinton-Gore Leadership and the Perils of Moderation. Scribner, p. 221. کينډۍ:ISBN.
  34. Satin (2004), p. ix.
  35. Ray, Paul H.; Anderson, Sherry Ruth (2000). The Cultural Creatives: How 50 Million People Are Changing the World. Harmony Books/Random House, pp. xiv and 336. کينډۍ:ISBN.
  36. Klein, Joe (24 September 1995). "Stalking the Radical Middle". Newsweek, vol. 126, no. 13, pp. 32–36. Web version identifies the author as "Newsweek Staff". Retrieved 18 January 2016.
  37. Halstead and Lind (2001), p. 16.
  38. Satin (2004), pp. 3–5.
  39. Avlon (2004), pp. 277–93 ("Radical Centrists").
  40. Miller (2003), pp. ix–xiii.
  41. Avlon, John (2004). Independent Nation: How the Vital Center Is Changing American Politics. New York City: Harmony Books/Random House. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-5023-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Miller (2003), pp. xii–xii.
  43. Avlon (2004), p. 21.
  44. Halstead and Lind (2001), pp. 6–12.
  45. Utne, Leif (September–October 2004). "The Radical Middle". Utne Reader, issue no. 125, pp. 80–85. Contains brief interviews with 10 radical centrists including Halstead, Satin, Tom Atlee, Laura Chasin, Joseph F. McCormick, and Joel Rogers. Retrieved 3 February 2013.
  46. Satin (2004), pp. 5–6.
  47. Avlon, John (2004). Independent Nation: How the Vital Center Is Changing American Politics. New York City: Harmony Books/Random House. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4000-5023-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)