رادار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
روسی څارونکی رادار گما د ماکس په نندارتون کی
Parola on Ural 375 truck.jpg

رادار یو څارونکی سیستم دی چې د اجسامو د واټن، زاویې او چټکتیا د مشخصولو لپاره رادیويي څپې کاروي. رادار د الوتکو، بېړیو، فضايي بېړیو، هدایت کېدونکو توغندیو، موتوري نقلیه وسایلو، د اوبو او هوا د جوړښتونو او سیمو د څارنې لپاره هم کارول کېدای شي. د رادار سیستم له یوه لېږونکي یا ټرانسمېټر څخه جوړ دی چې په رادیويي یا هم مایکرو وېو ساحه کې الکترو مقناطیسي څپې تولیدوي، یو لېږونکی انتن او یو هم اخیستونکی انتن لري (تر ډېره همدغه انتن د لېږلو او اخیستلو لپاره کاروي) او د جسم یا اجسامو د ځانګړنو د مشخصولو لپاره یو اخیستونکی او پروسېسر لري. رادیويي څپې له لېږونکي څخه منعکسېږي او اخیستونکي ته ور ګرځي او د جسم د ځای او چټکتیا په اړه معلومات ورکوي.[۱][۲]

رادار تر دویمې نړیوالې جګړې په وړاندې دوره او د جګړې په جریان کې د ګڼو هېوادونو له‌خوا په پټ ډول د پوځي استفادې لپاره جوړ شو. د رادار په جوړېدو کې یو مهم پرمختګ په بریتانیا کې د منګټرون اختراع کېدل وو چې تر یو متر د لاندې ریزولوشن لرونکو کوچنیو سیستمونو د جوړېدو زمینه یې برابره کړه. د رادار (RADAR) اصطلاح په ۱۹۴۰ ز کال کې د امریکا متحدو ایالتونو د سمندري ځواک له‌خوا د (radio detection and ranging) د مخفف په توګه رامنځته شوه. د رادار (radar) اصطلاح، له هماغه مهاله را وروسته انگلیسي او نورو ژبو ته د یوې معمولې کلیمې په توګه دننه شوه او له همدې امله هم په لویو توریو نه لیکل کېږي. دا مهال رادار په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي، لکه: د هوايي او ځمکنيو ټرافیکو کنټرول، راداري ستورپوهنه، هوايي دفاعي سیستمونه، د توغندیو ضد سیستمونه، د جوړښتونو او بېړیو د ځای پیدا کولو لپاره سمندري رادارونه، د الوتکو د ټکر ضد سیستمونه، پر سمندر او بهرنۍ فضا د نظارت سیستمونه، د هواپوهنې لپاره پر اورښت څار، د لوړوالي د سنجولو او الوتنې د کنټرول سیستمونه، د هدایت کېدونکو توغندیو د هدف د ځای پیدا کولو وسایل او د ځمک‌پوهنې د مشاهداتو لپاره ځمکني رادارونه. په لوړه تکنالوژۍ سمبال راداري سیستمونه د ډيجیټل سېګنال د خپرولو وړتیا لري او کولی شي له ډېرو لوړو سطحو څخه ګټور معلومات را وباسي.[۳][۴]

نور هغه سیستمونه چې رادار ته ورته دي، د الکترو مقناطیسي لړۍ نورې برخې کاروي. یوه بېلګه یې (LIDAR) دی چې د رادیويي څپو پر ځای د لیزرونو له ماوراء بنفش وړانګو څخه کار اخلي. د داسې نقلیه وسایلو په راوتلو سره چې چلوونکی نه‌لري، تمه کېږي چې رادار به له اوتومات یا خپل ‌سري پلټ‌ فارم سره مرسته وکړي چې پر خپل چاپېریال نظارت وکړي او په دې توګه د ناوړه پېښو مخه ونیول شي.[۵]

تاریخچه

لومړني ازمېښتونه

د ۱۸۸۶ کال په لومړیو کې جرمني فزیک‌پوه «هینریش هرټز» څرګنده کړه چې رادیويي څپې له جامدو اجسامو څخه منعکسېدای شي. په ۱۸۹۵ کال کې په کرونشټاټ کې د روسیې د سترواکۍ د سمندري ځواکونو په ښوونځي کې د فزیک ښوونکي «الکساندر پوپوف» د یوې منسجمې لولې په مرسته د لرې رڼاوو د تشخیص لپاره یوه دستګاه جوړه کړه. په بل کال یې یو لېږونکی ور زیات کړ. په ۱۸۹۷ کال کې په بالټیک سمندر کې د دوو بېړیو تر منځ د اړیکې ټینګولو لپاره د دغو وسایلو د ازمېښت پر مهال د درېیمې بېړۍ د تېرېدو له امله را پیدا شویو داخلي غږونو ته متوجه شو. پوپوف په خپل راپور کې ولیکل چې ښايي دغه ښکارنده د اجسامو د تشخیص لپاره وکارول شي، خو ده په خپله د دغو مشاهداتو په مرسته کوم کار ونه‌کړ.[۶]

جرمنی مخترع «کریسټین هولسمیر» لومړنی کس و چې د لرې فلزي اجسامو د وجود تشخیصولو لپاره یې رادیویي څپې وکارولې. ده په ۱۹۰۴ کال کې په ټینګه لوخړه کې د یوې بېړۍ د تشخیص شونتیا وښوده، خو له ټرانسمېټر څخه یې د هغې د واټن د تشخیص شونتیا نه لرله. د ۱۹۰۴ کال په اپرېل میاشت کې یې د خپلې یوې دستګاه د اختراع ثبولو او وروسته یې تر بېړۍ پورې د واټن د تخمین د یوې اړوندې اختراع حق ترلاسه کړ. وروسته یې د ۱۹۰۴ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د یوه بشپړ راداري سیستم لپاره د بریتانیایۍ اختراع حق ترلاسه کړ چې «ټېلې موبایلسکوپ» یې ونوماوه. دغې دستګاه د ۵۰ سانتي متره څپې په اوږدوالي سره کار کاوه او د رادار سېګنال د شغلې له یوه درز څخه رامنځته کېده. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۱۵ کال کې «رابرټ واټسون-واټ» پیلوټانو ته د لومړنیو خبرداریو د ورکولو لپاره رادیويي تکنالوژي وکاروله او د ۱۹۲۰مې لسیزې په جریان کې یې د بریتانیا د څېړنیزې مؤسسې مشري پر غاړه واخیسته تر څو د رادیويي تخنیکونو په کارولو سره په اوږدو واټنونو کې د وړانګو د تشخیص په ګډون لا ډېر پرمختګونه وکړي. تر دې وړاندې چې خپله څېړنه د لنډو څپو پر لېږد متمرکزه کړي، واټسون-واټ د خپلو ازمېښتونو له لارې د رادیويي مسیرونو په پیدا کولو کې متخصص شو.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د کارېدو ځایونه

د رادار له لارې په وړاندې شویو معلوماتو کې د رادار تر سکنر پورې د جسم محدوده او موقعیت شاملېږي. له همدې امله په ډېرو هغو بېلابېلو ځایونو کې کارول کېږي چې دغسې موقعیت پیدا کولو ته په کې اړتیا وي. رادار په لومړیو کې د پوځي موخو لکه د هوايي، ځمکني او سمندري اهدافو د موقعیت ټاکلو لپاره کارول کېده؛ په غیر پوځي برخه کې د الوتکو، بېړیو او موټرونو لپاره کار ترې واخیستل شو.[۱۸][۱۹]

په هوايي چلند کې الوتکې په راداري دستګاوو سره سمبالولی شو چې د الوتکې یا په لاره کې د نورو خنډونو یا هغو ته د نږدې کېدو په اړه خبرداری ورکوي، د اوبو او هوا دقیق معلومات څرګندوي او دقیقه ارتفاع ښيي. په الوتکو کې لومړنۍ نصب شوې تجارتي وسیله د «۱۹۳۸ز بېل لابراتوار» یو واحد و چې د «یونایټډ ایرلاینز» په ځینو الوتکو کې ولګېده. الوتکې د ورېځې په حالت کې پر هغو هوايي ډګرونو کېناستلی شي، چې د رادار په مرسته د تقرب د ځمکني کنټرول په سیستمونو سمبال وي چې په هغو کې د الوتکې موقعیت د رادار پر سکرینونو ښودل کېږي او په دې ډول پیلوټ ته د کېناستلو یا ښکته کېدلو رادیويي لارښوونې کوي او الوتکه د یوه مشخص تقرب په مسیر کې ساتي. پوځي جنګي الوتکې معمولاً د دښمن د الوتکو پېژندلو او په نښه کولو لپاره د هدف نیونې په رادارونو سمبال دي. پر دې سربېره نورې لویې پوځي الوتکې د هوايي ترافیکو د کتنې لپاره په یوه پراخه سیمه کې پیاوړي هوايي رادارونه لېږدوي او جنګي الوتکې د خپلو اهدافو خوا ته هدایت کوي.[۲۰][۲۱]

سمندري رادارونه د بېړیو د ټکر د مخنیوي لپاره د بېړیو د بلبرېنګ او واټن د اندازه کولو لپاره کارول کېږي. د دې تر څنګ کله چې بېړۍ په ساحل یا نورو ثابتو ځایونو کې وي، د موقعیت د تشخیص یا مسیر د پیدا کولو لپاره یې رادار کارول کېږي. په بندرونو کې د بېړیو د ترافیکو د خدماتو رادار سیستمونه د دې لپاره کارول کېږي چې په سرکشو اوبو کې د بېړۍ حرکت تنظیم کړي او ویې څاري.[۲۲]

هوا پوهان پر اورښت او باد د نظارت لپاره رادار کاروي. رادار د لنډمهالې هوا د وړاندوېینې او د تندرونو، بړبوکیو، ژمنیو توپانونو او بېلابېلو اورښتونو په څېر د سختې هوا د کتنې لپاره پر اصلي وسیله بدل شوی دی. ځمک‌پوهان د ځمکني قشر د ترکیب د نقشې اخیستلو لپاره ځمکې ته ننوتونکي تخصصي رادارونه کاروي. پولیس په واټونو کې د موټرونو پر چټکتیا د نظارت لپاره له راداري وسلو څخه کار اخلي. کوچني راداري سیستمونه د انسان د حرکت کنټرولولو لپاره کارول کېږي. د بېلګې په توګه د خوب پر حالت د نظارت لپاره د تنفس د ځانګړنو تشخیصولو او له کمپیوټر سره د تعامل لپاره د لاسونو او ګوتو حرکت تشخیصولو ته اشاره کولی شو. د دروازې په خپله خلاصېدل او د رڼا لګېدل یې هم معمولې بېلګې دي.[۲۳][۲۴]

د رادار توصیف

رادار کولای شي په نامناسبو شراېطو کې لکه گرد ، غبار ، لوگی ، واوره ، باران ، توفان او نورو کې کار وکړي . همدارنگه کولای شي چې دالوتنې په حال کې الوتکې ريډيايي او دهغې فاصله او سرعت وښيي ، ځکه نو رادار دالوتکو دکنټرول او رهبري کولو لپاره کارول کېږي . رادار داواز دانعکاس په اساس عمل کوي صوتي امواج له يو مانع سره په لگېدو انعکاس پيدا کوي . په همدې ډول راډيويي څپې چې الکترو مقناطيسي امواج دي هم چې کله دخپل مسير په لاره کې له کوم مانع سره ولگېږي ، نومنعکس کېږي . دراډيويي امواجو دغه ډول ځانگړتيا پوهانو په ۱۹۳۰ ع کې کشف کړه له همدغه خصوصيت نه په گټې اخيستو سره په ۱۹۳۵ ع کال کې په امرېکا کې درادار پنځه مرکزونه تاسيس شول درادار په برخه کې پراختيا ددويمې نړيوالې جگړې په مهال رامنځ ته شوه . دغه پرمختگ ددښمن په بم غورځونې په ريډيا يي کولو کې ډېره مرسته وکړه . له هغه وخت تراوسه پورې بېلابېل رادارونه جوړ شول . نن ورځ داسې رادارونو شتون موندلی ، چې دبې پيلوټه فضايي بېړۍ په کنټرولولو او رهبري کولو کې ورڅخه کار اخیستل کېږي . رادار د آب وهوا او جوی حالاتو په اړه هم داړتيا وړ اطلاعات او معلومات دانسان په واک کې ورکوي . آيا په دې پوهېدلي ياست . چې رادار څنگه کار کوي؟ رادار له راډيويي څپو نه کار اخلي کټ مټ داسې لکه د راډيويي خپرونو ، خو هغه راډيويي امواج چې په رادار کې ورنه استفاده کېږي ، دلوړو فرکوانسونو لرونکی دی اوهغوی ته مايکرو ويو يانې کوچني امواج وايي . ددغو څپو سرعت د نور له سرعت سره ۳ x۱۰ يو برابر دی . يعنې په يوه ثانيه کې درادار مرکز يو لېږدونکی لري ، چې راډيويي امواج دانتن په مرسته دجسم خوا ته لېږدوي . همداراز يو آخذه لرونکې آله هم لري ، چې منعکس شوي راډيويي امواج رانيسي دا آخذه يو صفحه هم لري ، چې په فضا کې دجسم موقعيت ښيي رادار په اتو ماتيک تجهيزاتو سنبال وي ، چې ټول اړونده عمليات ترسره کوي . پخوا رادار ډېر غټ جوړ شوی و ، خو اوس دومره کوچنی رادار جوړ شوی دی ، چې دلاس په ورغوي کې هم ځايېږي

سرچینې

  1. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Radio Detection and Ranging"]. Nature 152 (3857): 391–392. 1943-10-02. doi:10.1038/152391b0. Bibcode1943Natur.152..391.. 
  2. "Remote Sensing Core Curriculum: Radio Detection and Ranging (RADAR)". University of Minnesota. University of Minnesota. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Translation Bureau (2013). "Radar definition". Public Works and Government Services Canada. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. McGraw-Hill dictionary of scientific and technical terms / Daniel N. Lapedes, editor in chief. Lapedes, Daniel N. New York; Montreal : McGraw-Hill, 1976. [xv], 1634, A26 p.
  5. Fakhrul Razi Ahmad, Zakuan (2018). "Performance Assessment of an Integrated Radar Architecture for Multi-Types Frontal Object Detection for Autonomous Vehicle". 2018 IEEE International Conference on Automatic Control and Intelligent Systems (I2CACIS). https://www.researchgate.net/publication/330245995. Retrieved 9 January 2019. 
  6. Kostenko, A.A., A.I. Nosich, and I.A. Tishchenko, "Radar Prehistory, Soviet Side," Proc. of IEEE APS International Symposium 2001, vol. 4. p. 44, 2003
  7. "Christian Huelsmeyer, the inventor". radarworld.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Patent DE165546; Verfahren, um metallische Gegenstände mittels elektrischer Wellen einem Beobachter zu melden.
  9. Verfahren zur Bestimmung der Entfernung von metallischen Gegenständen (Schiffen o. dgl.), deren Gegenwart durch das Verfahren nach Patent 16556 festgestellt wird.
  10. کينډۍ:Patent[مړه لينکونه]
  11. "gdr_zeichnungpatent.jpg". د لاسرسي‌نېټه February 24, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 16 February 2017 باندې). Making waves: Robert Watson-Watt, the pioneer of radar. BBC
  13. Hyland, L.A, A.H. Taylor, and L.C. Young; "System for detecting objects by radio," U.S. Patent No. 1981884, granted 27 Nov. 1934
  14. Howeth, Linwood S. (1963). "Ch. XXXVIII Radar". History of Communications-Electronics in the United States Navy. Washington. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Coales, J.F. (1995). The Origins and Development of Radar in the Royal Navy, 1935–45 with Particular Reference to Decimetric Gunnery Equipments. Springer. د کتاب پاڼي 5–66. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-13457-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Butement, W. A. S., and P. E. Pollard; "Coastal Defence Apparatus", Inventions Book of the Royal Engineers Board, Jan. 1931
  17. Swords, S. S.; tech. History of the Beginnings of Radar, Peter Peregrinus, Ltd, 1986, pp. 71–74
  18. Kline, Aaron. "AIS vs Radar: Vessel Tracking Options". www.portvision.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ فبروري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Quain, John (26 September 2019). "These High-Tech Sensors May Be the Key to Autonomous Cars". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. کينډۍ:Cite magazine
  21. ""AWACS: Nato's eyes in the sky"" (PDF). NATO. 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Terma". April 8, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Project Soli". Atap.google.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "The Technology Behind S+". Sleep.mysplus.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)