راجر شرمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
راجر شرمن
(انګلیسي: Roger Sherman د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
راجر شرمن
راجر شرمن

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹ اپرېل ۱۷۲۱[۱][۲][۳][۴]
مړینه 23 جولای 1793 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
قاضي
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
راجر شرمن
راجر شرمن

راجر شرمن ( ۱۷۲۱، د اپريل ۱۹ – ۱۷۹۳  ز، د جولای ۲۳) يو امريکايي سياستدان، قانون پوه او د متحده ايالاتو د جوړوونکو له ډلې يو و. هغه يوازینی کس دی چې د متحده ايالاتو ټول څلور واړه سترې ايالتي پاڼې يې لاسليک کړې، چې هغه دا دي: د لويې وچې تړون، د خپلواکۍ اعلاميه، د کانفډريشن مادې او اساسي قانون. هغه په ۱۷۷۴ز کال کې، د پاچا په نوم غوښتنلیک هم لاسليک کړی و.[۵]

هغه د ماساچوسټ په نيوټن کې زېږېدلی و، سره له دې چې شرمن رسمي زده کړې نه وې کړې، هغه د «کانکټيکاټ» په «ليچفيلډ» ولسوالۍ کې خپل مسلک د قانون په برخه کې رامنځ ته کړ. د کانکټيکاټ د استازو په مجلس کې د يوې مودې له تېرولو وروسته، هغه له ۱۷۶۶ز کال څخه تر ۱۷۸۹ز کال پورې د کانکټيکاټ د سترې محکمې د قاضي په توګه دنده ترسره کړه. هغه د لويې وچې په کانګريس کې د کانکټيکاټ استازولي وکړه او د لويې وچې پر ټولنه يې لاسليک وکړ، دې ټولنې د بریتانيې له خوا د نه زغم وړ کارونو له تپلو وروسته، د بریتانيې په وړاندې پريکون ته لاره هواره کړه. هغه د هغو پنځو کسانو د پلاوي غړی و، چې د خپلواکۍ د اعلاميې مسوده يې چمتو کړه. نوموړي وروسته د کانفډريشن مادې او د متحده ايالاتو اساسي قانون لاسليک کړ.[۶]

شرمن په ۱۷۸۷ز کال کې د فلاډيلفيا کانوانسيون کې د استازي په توګه خدمت وکړ، کوم چې د متحده ايالاتو اساسي قانون جوړ کړ. له بنجامين فرانکلين وروسته، نوموړی په کنوانسيون کې تر ټولو زوړ «عمر خوړلی» حاضر استازی و. هغه حکومت ته د مالياتو د راټولولو او سوداګرۍ د منظمولو د واکونو د ورکولو پلوي وکړه، خو په لومړي سر کې يې د کانفډريشن د اصولو د بديل په توګه د نوي اساسي قانون له هڅو سره مخالفت څرګند کړ. په پای کې هغه د نوي اساسي قانون له جوړولو سره موافقه وکړه او د کانکټيکاټ د پخلاينې وړانديز یې وکړ. دې وړانديز د سترو او کوچنيو ايالتونو تاييد خپل کړ. د اساسي قانون له تصويب وروسته، له ۱۷۸۹ څخه تر ۱۷۹۱ز کال پورې شرمن د متحده ايالاتو د استازو په مجلس کې د کانکټيکاټ استازيتوب وکړ. هغه له ۱۷۹۱ز کال څخه تر۱۷۹۳ز کال پورې یعنې تر مرګه پورې د متحده ايالاتو د سنا په مجلس کې کار وکړ.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

شرمن له بوسټن سره نژدې، د ماساچوسټ د نيوټن سيمې په يوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و. د پلار نوم يې «وليام» و او مور يې «مهتابل شرمن» نومېده. هغه مهال چې راجر دوه کلن و، د شرمن کورنۍ نيوټن پرېښود او له سويلي بوسټن څخه اولس ميله لرې استوګن شول ،کوم ځای چې وروسته د «ستوتن» ښارګوټي په نوم وپېژندل شو.

د شرمن زده کړې، د هغه د پلار له کتابتون او د ګرامر له ښوونځي هاخوا نه اوړي، د هغه لومړۍ دنده د بوټانو جوړوونکي په توګه تېره شوې وه. په هر حال، هغه د زده کړې ښه وړتيا، د خپل پلار ښه کتابتون ته لاسرسی او د کليسا يو مشر «ريو. سمويل ډانبار» په خپل مخ کې درلودل، چې په هارورډ کې يې زده کړې کړې وې او شرمن يې تر خپلې پالنې لاندې ونيو.

په ۱۷۴۳ز کال کې، د هغه پلار شرمن اړ کړ چې د خپلې مور او خویندو وروڼو سره د کانکټيکاټ «نيو ميلفورډ» ته ولاړ شي، چېرې چې هغه د خپل ورور وليام سره په شراکت ښار کې لومړی پلورنځای پرانيست. هغه ډېر ژر په مدني اومذهبي چارو کې خپل ځان معرفي کړ، هغه په چټکۍ سره د ښارګوټي مخکښ اوسېدونکی وګرځېد او په پايله کې د نيو ميلفورډ مرزا په توګه وټاکل شو. د هغه د رياضياتو د مهارتونو له امله، په ۱۷۴۵ز کال کې د نيو هاوين ولسوالۍ نقشه جوړوونکی شو او په ۱۷۵۹ز کال کې يې د کليزو جنتري(تقويم) لپاره د ستورپېژندنې د محاسباتو وړاندې کول پيل کړل.

ودونه او کورنۍ[سمول]

راجر شرمن دوه ودونه کړي وو او ټول يې پنځلس بچيان لرل، چې ديارلس يې بلوغ ته رسېدلي وو.

شرمن د ۱۷۴۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه، له «اليزابت هارتول» (د ۱۷۲۶ز کال د اګست په ۳۱ مه نېټه د ماساچوسټ په استوتون کې زېږېدلې وه) سره واده وکړ، اليزابت د ۱۷۶۰ز کال د اکتوبر په نولسمه نېټه مړه شوه.[۷][۸]

شرمن د ۱۷۶۳ز کال د مې په دولسمه نېټه، له «ريبيکا پرسکاټ» (د ۱۷۴۲ز کال د مې په ۲۹ مه نېټه د ماساچوسټ په دانورز کې زېږېدلې وه) سره واده وکړ، له دې مېرمنې يې اته بچيان لرل، چې هغه دا دي: ريبيکا، اليزابت، راجر، مهتابل (لومړی)، مهتابل (دويم)، اوليور، مارتا او سارا. [۹]

حقوقي او سياسي دنده[سمول]

شرمن په ځانګړي ډول د متحده ايالاتو په تاريخ کې له دې امله د يادونې وړ دی، چې هغه د متحده ايالاتو ټول څلور لوی ايالتي سندونه لاسليک کړي دي، چې هغه دا دي: د ټولنې مادې، د متحده ايالتونو د خپلواکۍ اعلاميه، د کانفډريشن اصول او د متحده ايالاتو اساسي قانون. رابرټ مورس د ټولنې مادې نه دی لاسليک کړی، پاتې درې يې لاسليک کړې. جان ډيکينسن هم درې سندونه لاسليک کړي، چې هغه: د لويې وچې ټولنه، د کانفډريشن مادې او د متحده ايالاتو اساسي قانون. هغه د خپلواکۍ په اعلاميه کې ښکېل و؛ خو له بریتانيې سره د پخلاينې په هيله يې ورڅخه ډډه وکړه.

له دې حقيقت سره سره، چې شرمن رسمي حقوقي روزنه نه وې تر لاسه کړې، يو سيمه یيز وکيل هغه وهڅاوه، چې د وکيلانو ټولنې د ازموينې لپاره مطالعه وکړي او په ۱۷۵۴ز کال کې د کانوکټيکاټ د ليچفيلډ د وکیلانو ټولنه کې ومنل شو. په دې موده کې، هغه «د بې عدالتۍ پر ضد يو خبرداری» ولیکه، هغه له ۱۷۵۵ز کال څخه تر ۱۷۵۸ز کال پورې او بیا له ۱۷۶۰ز کال څخه تر ۱۷۶۱ز کال پورې، د کانوکنيکاټ د استازو مجلس ته د نيو ميلفورډ د استازي په توګه ټاکل شوی و.[۱۰]

شرمن په ۱۷۶۲ز کال کې د سولې د قاضي په توګه وټاکل شو او په ۱۷۶۵ز کال کې د عامه دعوو د محکمې د قاضي په توګه ټاکل شوی و. د ۱۷۶۶ز کلونو په اوږدو کې شرمن لومړی د کانکټيکاټ د عمومي مجلس د والي شورا ته ټاکل شوی و، چې دلته يې تر ۱۷۸۵ز کال پورې کار وکړ.

شرمن له ۱۷۶۶ز کال څخه تر ۱۷۸۹ز کال پورې، د کانکټکاټ د سترې محکمې د قاضي په توګه کار وکړ او هغه مهال يې دا دنده خوشې کړه، کله چې د متحده ايالاتو د کانګرس غړی شو.

شرمن د «ييل کالج» د خزانه دار په توګه ټاکل شوی و او په کارپېژندنه کې د ماسترۍ افتخاري سند ورکړی شوی و. هغه د ډېرو کلونو لپاره د مذهب پروفيسر و او د هغه مهال د الاهياتو له يو شمېر متخصصينو سره يې د ليک له لارې اوږدې اړيکې درلودې.

د ۱۷۷۶ز کال د فبرورۍ په مياشت کې، شرمن، جورج وايت او جان اډمز د هغه پلاوي غړي وو، چې په کاناډا کې د متحده ايالاتو د سفارت د مسئولينو لپاره يې د لارښود جوړولو مسئوليت په غاړه درلود، د پلاوي لارښوونې هم په کې شاملې وې، چې يوه برخه يې دا ده:  «تاسې بايد اعلان کړئ، چې موږ د ضمير د سپېڅلو حقوقو ساتنه کوو او تاسې بايد ټولو خلکو ته او زموږ په رسمي نوم ژمنه ورکړئ، چې دوی خپل دين په خپلواکۍ سره او بې له کوم خنډه عملي کولای شي. دا چې ټول مدني حقوق او د منصب د اخستلو ټول حقوق، بايد د هرې مسيحي ډلې کسانو ته ورسېږي».

په ۱۷۸۴ز کال کې، هغه د نيوهيون ښاروال وټاکل شو، چې تر مرګه په همدې څوکۍ پاتې شو. په ۱۷۹۰ز کال کې شرمن او ريچارډ لاو ته دنده وسپارل شوه، چې د کانکټيکاټ د ګډوډو او لرغونو قوانينو بيا کتنه وکړي، چې دوی دا چاره تر سره کړه.

هغه د خپل ټول ژوند په اوږدو کې «ييل کارج» ته ستر خېر رسوونکی و، د ګڼو کلونو لپاره يې د پوهنتون د خزانه دار په توګه کار وکړ او د کالج د یوې کليسا جوړولو ته يې وده ورکوله. راجر شرمن په ۱۷۹۳ز کال کې مړ شو.

د اساسي قانون کنوانسيون[سمول]

راجر شرمن، د اساسي قانون د کنوانسيون يو له ډېرو اغېزناکو غړو څخه و. هغه په کنوانسيون کې د خپلو کړنو له امله ډېر نه دی پېژندل شوی؛ ځکه هغه «کمې او لنډې خبرې کولې». د کانوانسيون د نورو پياوړو څېرو، لکه:  جيمز ماډيسن په خلاف، شرمن د خپلو تجربو شخصي يادښت هم نه ساته، هغه شپږ شپېته کلن و، له بنجامين فرانکلين (چې هغه مهال ۸۱ کلن و) وروسته راجرپه کنوانسيون کې دویم د لوړ عمر لرونکی غړی و. د کنوانسيون د فعال غړي په توګه، شرمن د ويرجينيا طرحې لپاره د رايې اخستلو په موخه، د لايحې په اړوند يو سل او شپېته ځلې غږېدلی و. [۱۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Roger-Sherman — subject named as: Roger Sherman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6s18bw4 — subject named as: Roger Sherman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/950 — subject named as: Roger Sherman — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=shermanr — subject named as: Roger Sherman
  5. "Roger Sherman". Architect of the Capitol. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Collier, Christopher, and James Lincoln Collier. Decision in Philadelphia: The Constitutional Convention of 1787. New York: Random House, 1986. Print.
  7. "A Biography of Roger Sherman (1721-1793)". let.rug.nl. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sherman genealogy, including families of Essex, Suffolk and Norfolk, England, p. 150; published 1920, author Sherman, Thomas Townsend (born 1853). Retrieved May 17, 2016.
  9. Sherman, Thomas Townsend (1920). Sherman genealogy, including families of Essex, Suffolk and Norfolk, England. University of California Libraries. New York : T.A. Wright. د کتاب پاڼي 153–154. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sherman, Roger A Caveat Against Injustice
  11. Robertson, David B. "Madison's Opponents and Constitutional Design." The American Political Science Review 99.22 (2005): 225–243. JSTOR. Web. February 11, 2015.