رابین هوډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رابین هوډ
(انګلیسي: Robin Hood د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رابین هوډ
رابین هوډ

د شخص معلومات
عملي ژوند
دنده پوردوی  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رابین هوډ افسانوي قانون ماتونکی اتل دی چې اصل یې انګلیسي فولکلور ته اړوند دی او وروسته یې ادبیاتو او فلم ته هم لار موندلې. د افسانو له مخې نوموړی پیاوړی نښه ویشتونکي او توره وهونکی دی. د یو شمېر افسانو پر بنسټ هغه په اشرافي بڼه زېږېدلی او له دې سره په معاصرو داستانونو کې انګلیس ته له راګرځېدو وړاندې په صلیبي جګړو کې د یو شمېر هغو قلمرونو د ترلاسه کولو لپاره جنګېدلی چې د نورو اربابانو له خوا نیول شوې. هغه ته په اړونده تر ټولو پخوانۍ نسخه کې د یومن ټولګې د غړي په توګه انځور شوی. په دودیزه توګه نوموړی تر ډېره د لینکولن په شین رنګو جامو کې انځور شوی چې له بډایانو غلا کوي او غلا کړي اموال په بې وزلو کسانو ویشي. [۱]

د یو شمېر څرګندونو، اضافاتو او بدلونونو له مخې رابین هوډ ته ورته یو شمېر شخصیتونه رامنځته شوي. په دغو کې د هغه معشوقه مېرمن ماریان، د مري مېن (Merry Men) په نامه د هغه قانون ماتونکې ډله او د هغه مخالف چې د ناتېنګهام ارباب دی شاملېږي. په دغو افسانو کې ارباب تر ډېره پورې د قانوني غایب پاچا ریچارډ پر ضد د شهزاده جان د همکار په توګه انځور شوی چې رابیڼ هوډ بیا ریچارډ ته ژمن دی. له عادي وګړو څخه د هغه ملاتړ او د ناتېنګهام له ارباب سره د هغه مخالفت د نوموړي د افسانو لومړنۍ ثبت شوې ځانګړنه ده، خو له دې سره هغه د پاچا له حقانیت سره لېوالتیا نه لري او همدارنګه یې استوګنځای هم د لومړي ریچارډ په قلمرو کې نه دی. نوموړی د منځنیو پېړیو په وروستیو کې په مشهور فولکوریک شخصیت واوښت. تر ټولو پخواني پېژندل شوي ادبي تصنیفات هغه له ۱۵ مې پېړۍ سره اړوند ښيي.

په وروستیو کلونو کې د هغه له کیسو څخه ګڼ شمېر اقتباسونه شوي او بدلونونه په کې راغلي چې له دې سره یې کیسه لا هم په ادبیاتو، فیلم او تلویزیون کې نندارې ته وړاندې کېږي. رابین هوډ د انګلیسي فولکلور تر ټولو پېژندل شوې افسانه ګڼل کېږي. په عامه کلتور کې د «رابین هوډ» اصطلاح د یو اتل یاغي او هم د استبداد پر وړاندې پاڅون لپاره کارول کېږي. 

د رابین هوډ د تاریخي توب اړوند له پېړیو راهیسې بحثونه شتون لري. همدغه نامه ته په ورته ډول د تاریخي شخصیتونو اړونډ ګڼ شمېر منابع شتون لري چې د هغه د شتون د اړوندو احتمالي شواهدو په توګه یې وړاندیز شوی او ځینې دغه منابع دیارلسمې پېړۍ ته اړوندېږي. د تاریخ پوهانو او فلکلور پوهانو له خوا د دغې کیسې د منلو لپاره لږ تر لږه اته منابع وړاندې شوې دي. له دې ډلې دا وړاندیز هم شوی چې «رابین هوډ» یو مشترک مستعار نوم دی چې د یوې ډلې غلو لپاره کارول شوی او یا یې هم خپله ځانته کارولی.

افسانوي اشعار او کیسې[سمول]

د رابین هوډ اړونده لومړنۍ قافیه لرونکې منبع د پیرس پلومن هغه توجیحی شعر دی چې ګمان کېږي په ۱۳۷۰ مه لسیزه کې ویل شوی او له هغو ډېر لږ وروسته له یوه عام متل څخه دا نقل قول اخیستل شوی چې «ډیری کسان د رابین هوډ خبرې کوي خو تر اوسه یې په خپل کمان کوم غشی نه دی ویشتلی»؛ دغه نقل قول په فریر داو ځواب (Friar Daw's Reply ؛ شاوخوا ۱۴۰۲ زکال) او همدارنګه د دیوېس او پاوپېر (Dives and Pauper؛ ۱۴۰۵-۱۴۱۰ زکال) په شکایت کې راغلی چې څرګندوي خلک غوره بولي د «رابین هوډ اړوندو کیسو او اشعارو» ته غوږ ونیسي خو هغه نه عملي کوي. همدارنګه رابین هوډ د پنځلسمې پېړۍ د لومړۍ نیمایي په لولارډ (Lollard) نومې مشهوره رساله کې له نورو فولکلورویکو اتلانو لکه د وارویک له سړي (Guy of Warwick)، د همپټون له بېوس (Bevis of Hampton) او سر لایبیوس (Sir Lybeaus) سره په خوا کې یاد شوی (له همدې امله په ډېر احتمال سره له دې څخه په مخکنیو نورو تاریخي رسالو کې یې هم یادونه شوې). [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

ورته مهال د هغو داستاني تصنیفاتو پاتې شوې لومړنۍ نسخې چې د هغه کیسه بیانوي د پنځلسمې پېړۍ دویمې نیمایي یا د شپاړلسمې پېړۍ لومړۍ لسیزې ته اړوندېږي. په دغو لومړنیو راپورونو کې له ټیټې طبقې وګړو څخه د رابین هوډ پلویتوب، باکرې مریم ته د هغه ارادت او ښځو ته د هغه ځانګړی پام، په نښه ویشتلو کې یې وړتیا، د روحانیت سره مخالفت او همدارنګه د ناتېنګهام له ارباب سره د هغه ځانګړې دښمني ښکاره څرګنده ده. په دغو روایاتو کې کوچنی جان، د میلر زوی مچ، وېل سکارلېټ (چې په وېل «سکارلوک» یا «سکاتلوک» هم پېژندل کېږي) شتون لري په داسې حال کې چې د هغه د معشوقې ماریان او فریر تاک یادونه په کې نه ده شوې. وروستۍ له دغو څخه (فریر تاک) د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو کې د دغې افسانې برخه ګرځېدلی، هماغه ډول چې د رابین هوډ د ډرامې په متن کې یې هم یادونه شوې. [۱۰][۱۱]

په معاصر عامه کلتور کې رابین هوډ په معمول ډول د دولسمې پېړۍ د وروستیو د پاچا لومړي ریچارډ هم دوره او ملاتړی بلل کېږي. رابین هغه مهال غیرقانوني چارو ته مخه کړه چې د ریچارډ ورور جان له واک څخه ناوړه ګټنه پیل کړه او ریچارډ هم په دریمه صلیبي جګړه کې بوخت و. دغه لیدلوری د لومړي ځل لپاره په شپاړلسمه پېړۍ کې رامنځته شو. له دې سره چې پخواني تصنیفات بیا د دغه لیدلوري ملاتړ نه کوي. د A Gest of Robyn Hode په نامه لومړني متن کې د پاچا نوم «اډوارډ» اخیستل شوی او ښيي چې په داسې حال کې چې رابین هوډ د پاچا بخښنه منلې خو وروسته یې رد کړې او شنه ځنګل ته بېرته ګرځي. پاتې شوی تر ټولو پخوانی روایت، رابین هوډ او راهب (Robin Hood and the Monk) بیا د واقعي پاچا د پارتیزن په توګه د رابین هوډ له انځور کولو ډېر لږ ملاتړ کوي. هغه ته اړوند لومړني تصنیفات تر ډېره پورې د څېړونکو له خوا دیارلسمې یا څوارلسمې پېړۍ ته اړوند بلل کېږي؛ په داسې حال کې چې دغه تصنیفات له تاریخي مورادو سره مطابقت نه لري. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د رابین هوډ د ټولنیز ځایګي اړوند لومړني تصنیفات په بشپړه توګه واضح دي او ښيي چې هغه یومن دی. په داسې حال کې چې د دغې اصطلاح کره معنی د وخت په اوږدو کې بدلون کړی او د اشرافو او کوچنیو ځمکو لرونکو له ساتونکو څخه یې عادي وګړو ته اشاره لرلې. په اوسنیو شرایطو کې د هغو ماهیت «نه اشرافيانو او نه هم ځمکو لرونکو ته اړوندېږي، خو د دغو دوو ترمنځ دی». صنعت کاران (لکه ژرندګري) له هغو کسانو څخه و چې په ۱۴ مه پېړۍ کې د یومن په توګه په پام کې نیول کېدل. له شپاړلسمې پېړۍ را وروسته دا هڅې وشوې څو رابین هوډ اشرافي وښيي؛ د بېلګې په توګه ریچارډ ګرفتون په کرونیکل اټ لارج (Chronicle at Large) او انتوني مونډې په خپلو دوه ډېرو اغېزمنو ډرامو کې نوموړی د هانټینګډون د ارل په توګه معرفی کړی. هماغه ډول چې اوس مهال نوموړی ښوول کېږي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د تصنیفاتو سربېره دغه افسانه د «رابین هوډ د لوبو» یا هغو ډرامو پر مټ انتقال شوې چې د منځنیو پېړیو د پای او معاصر مهال په لومړیو کې د مۍ میاشتې د لومړیو ورځو د نندارو مهمه برخه یې جوړوله. د لومړي ځل لپاره د رابین هوډ لوبه په ۱۴۲۶ زکال کې د انګلستان په اکستر کې ثبت شوې، خو دغه منابع دا نه څرګندوي چې د دې لوبې قدامت څومره دی او د هغه مهال په رواج کې یې کوم ځایګی درلود. داسې ویل کېږي چې د رابین هوډ لوبو د پنځلسمې پېړۍ په وروستیو او شپاړلسمه پېړۍ کې وده کړې. [۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Victor Rouă (20 April 2017). "The Tale Of Robin Hood Of Sherwood Forest: Between Fact And Fiction". The Dockyards. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dean (1991). "Friar Daw's Reply". مؤرشف من الأصل في ۱۸ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Brockman 1983, p.69
  4. Blackwood 2018, p.59
  5. Dean (1991). "Friar Daw's Reply: Introduction". مؤرشف من الأصل في ۱۶ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cambridge University Library MS Ii.6.26
  7. James 2019, p.204
  8. "Robin Hood – The Facts and the Fiction » Updates". مؤرشف من الأصل في ۰۳ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hanna 2005, p.151
  10. Dobson and Taylor, p. 203. Friar Tuck is mentioned in the play fragment Robyn Hod and the Shryff off Notyngham dated to شاوخوا 1475.
  11. A Gest of Robin Hood stanzas 10–15, stanza 292 (archery) 117A: The Gest of Robyn Hode Archived 7 November 2011 at the Wayback Machine.. Retrieved 15 April 2008.
  12. Dobson and Taylor, pp. 5, 16.
  13. "The Child Ballads: 117. The Gest of Robyn Hode". sacred-texts.com. مؤرشف من الأصل في ۰۷ نومبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "A Gest of Robyn Hode". lib.rochester.edu. مؤرشف من الأصل في ۳۱ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Dobson and Taylor, pp. 14–16.
  16. Dobson and Taylor, p. 34.
  17. Dobson and Taylor, pp. 34–35.
  18. Knight and Ohlgren, 1997.
  19. Dobson and Taylor, pp. 33, 44, and 220–223.
  20. Singmam, 1998, Robin Hood; The Shaping of the Legend p. 62.
  21. Dobson and Taylor, p. 41. 'It was here [the May Games] that he encountered and assimilated into his own legend the jolly friar and Maid Marian, almost invariably among the performers in the 16th century morris dance,' Dobson and Taylor have suggested that theories on the origin of Friar Tuck often founder on a failure to recognise that 'he was the product of the fusion between two very different friars,' a 'bellicose outlaw', and the May Games figure.