رابین جورج کولېنګووډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رابین جورج کولېنګووډ
رابین جورج کولېنګووډ
رابین جورج کولېنګووډ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۲ فبروري ۱۸۸۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 9 جنوري 1943 (54 کاله)[۸][۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رابین جورج کولېنګووډ د FBA اوارډ ګټونکی (/ˈkɒlɪŋwʊd/؛ ۱۸۸۹ فبروري ۲۲مه – ۱۹۴۳ جنوري ۹مه) یو انګرېز فیلسوف، تاریخپوه او لرغونپوه و. نوموړی د هنر اصول (۱۹۳۸) او له مړینې وروسته خپاره شوي اثر د تاریخ نظریه (۱۹۴۶)  په ګډون د خپلو فلسفي اثارو له کبله خورا مشهور دی.

ژوندلیک[سمول]

کولېنګووډ د ۱۸۸۹ کال د فبروري پر ۲۲مه د انګلستان د ګرینج-اوور-سنډز ښارګوټي (اوسني لانکاشر) په کارتمېل کلي کې زیږېدلی و. نوموړی د هنرمند او لرغونپوه ویلیام ګېرشون کولېنګووډ زوی و. پلار یې د جان راسکین د ژوند په وروستیو کلونو کې د هغه د خصوصي سکرتر په توګه کار کاوه. د نوموړي مور هم یوه هنرمنده او یو تکړه پیانو غږوونکې وه. نوموړي په رګبي ښوونځي او اکسفورډ پوهنتون کې زده کړې کړې وې، او په ​​​​۱۹۱۰ کال کې یې په کلاسیک اعتدال (یوناني او لاتین) کې او په ۱۹۱۲ کال کې یې په کلاسیکو زده کړو (لرغوني تاریخ او فلسفه) کې د فراغت سندونه ترلاسه کړي وو. تر فراغت وړاندې د اکسفورډ په پمبروک کالج کې د غړي په توګه هم منل شوی و.[۱۰]

کولېنګووډ د اکسفورډ په مګډالین کالج کې د مېتافزیک فلسفې د وینفلیټ پروفیسور په توګه د ټاکل کېدو تر وخته شاوخوا ۱۵ کاله د اکسفورډ د پمبروک کالج غړی و. هغه ته د تاریخپوه او لرغونپوه فرانسېس جان هاورفیلډ له لوري تدریس شوی و، چې هغه مهال د لرغوني تاریخ پروفیسور و. ایټالوي ایډیالیستانو بېنېډېټو کروچه، جوواني جنټیله او ګوایدو ډي روګیرو پر کولېنګووډ پام‌وړ اغېزې ښندلې وې، چې وروستی هغه یې د نوموړي نږدې ملګری هم و. د دې ترڅنګ، نوموړی د هیګل، کانټ، جامباتیستا ویکو، ایف ایچ براډلي او جې اې سمیټ تر اغېزو لاندې هم و.

کولېنګووډ له زیاتېدونکو او ځوروونکو سکتو څو کاله وروسته د ۱۹۴۳ کال د جنوري په ۹مه د لانکاشر په کانیسټون کلي کې ومړ. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د مسیحي دود یو تمریني انګلیکان و.

فیلسوف[سمول]

د تاریخ فلسفه[سمول]

کولېنګووډ په پراخه کچه د هغه "د تاریخ نظریه" په نوم اثر (۱۹۴۶) له کبله مشهور شوی. دا اثر د هغه له مړینې سملاسي وروسته د یوه زدکړیال ټي ایم ناکس له لوري له بېلابېلو سرچینو څخه راټول شوی و. دا اثر د انګلیسي ژبې په نړۍ کې د تاریخ د فلسفې په برخه کې یو ستر الهام بښونکی اثر وګرځېد او په پراخه کچه د ماخذ په توګه کارېدلی، او د مبصر لویس مېنک له لوري د هغې تبصرې لامل شو، چې وایي کولېنګووډ "زموږ د پېر تر ټولو غوره پېژندل شوی خو له پامه غورځېدلی مفکر" دی.[۱۱]

کولېنګووډ تاریخ د یوه علم په توګه ډلبندي کړ او علم یې د "پوهې د هرې منظمې مجموعې" په توګه تعریف کړ. که څه هم، نوموړي تاریخ له طبیعي علومو څخه توپیر کړی، ځکه د دغو دوو څانګو تړاوونه سره متفاوت دي: طبیعي علوم له فزیکي نړۍ سره تړاو لري، حال دا چې تاریخ په خورا عام ډول له ټولنیزو علومو او بشري چارو سره تړاو لري. کولېنګووډ په اوس وخت (یا په طبیعي علومو کې) د شیانو د پوهېدو او د تاریخ د پوهېدو ترمنځ یو بنسټیز توپیر په ګوته کړ. په طبیعي علومو کې د موجوداتو یا شیانو په اړه د پوهېدنې لپاره "ریښتیني" څیزونه لیدل کېدای شي، لکه څنګه چې دا څیزونه عملا شته دي او یا همدا اوس د مادې لرونکي دي.[۱۲][۱۳]

دا چې د تاریخي اشخاصو داخلي فکري پروسې له فزیکي حواسو سره نه شي درک کېدای او تېرې تاریخي پېښې نېغ په نېغه نه شي لیدل کېدای، تاریخ باید په میتودولوژیک ډول له طبیعي علومو څخه توپیر ولري. تاریخ، د انسان د ذهن د مطالعې په توګه، د تاریخ په اوږدو کې شته لوبغاړو له افکارو او تحرکاتو سره لېوالتیا لري. له همدې امله، کولېنګووډ وړاندیز وکړ چې یو تاریخ لیکوال باید له تاریخي سرچینو څخه د معلوماتو او شواهدو پربنسټ د تاریخي اشخاصو د فکر پروسې "بیا فعالولو" لپاره د "تاریخي تخیل" په کارولو سره تاریخ "له سره راجوړ کړي". د فکر بیا فعالول یا وضع کول دې نظریې ته اشاره لري چې تاریخ لیکوال نه یوازې له تاریخي لوبغاړي سره د ورته فکر یوې پروسې ته لاسرسی موندلی شي، بلکې په خپله د فکر واقعي پروسې ته رسېدلی شي. د افلاطون د مطالعې په اړه د کولېنګووډ دا خبرې په دې اړه د پام وړ دي:

"د افلاطون استدلال د هغه د خپلې یوې واقعي تجربې په توګه، باید له شک پرته له یو ډول بحث څخه سرچینه اخیستې وي، که څه هم زه نه پوهیږم چې دا بحث به څه و، او له دغه ډول بحث سره یې نږدې تړاو درلود. که زه نه یوازې د هغه استدلال ولولم، بلکې پرې وهم پوهېږم، په خپل ذهن کې یې له ځان سره او د ځان لپاره د بیا استدلال له لارې مخته یوسم، د استدلال دا پروسه چې زه یې پرمخ وړم د افلاطون د پروسې په څېر یوه پروسه نه ده، ترڅو چې زه هغه په سم ډول درک کوم، دا په حقیقت کې د افلاطون پروسه ده."[۱۴]

د کولېنګووډ د درک له مخې، فکر یو واحد وجود دی چې خلکو ته د لاسرسي وړ دی او له همدې امله، پرته له دې چې څومره خلک له یو بل سره ورته فکر لري، دا بیا هم یو واحد فکر دی. "په بل عبارت، فکرونه باید د سوچه کیفي معیارونو پر بنسټ توپیر شي، او که دوه داسې کسان وي چې (له کیفي پلوه) له یو بل سره ورته فکر ولري، نو (د شمېر له پلوه) یوازې یو فکر شته دی، ځکه یوازې یوه وړاندیزي منځپانګه شته ده. له همدې امله، که تاریخ لیکوالان د تاریخي سرچینې او دلیل په ځواب موندلو کې د پلټنې سمه کرښه تعقیب کړي، دوی به هغه ورته فکر ته ورسېږي چې د دوی د سرچینې لیکوال درلود او په دې توګه، هماغه فکر "بیا فعالوي".[۱۵]

کولېنګووډ هغه څه رد کړل چې نوموړي "قیچي او پیسټ تاریخ" یا ادبي غلا شوي اثر په توګه یاد کړي، په کوم کې چې تاریخ لیکوالان د دوی په موضوع کې ثبت شوی یو بیان ځکه ردوي چې دا یا خو له بل تاریخي بیان سره ټکر لري او یا دا چې دا د نړۍ په اړه د تاریخ لیکونکي له خپلې پوهې او درک سره په ټکر کې دی. لکه څنګه چې نوموړي په خپل اثر "د تاریخ اصول" کې وایي: کله ناکله یو تاریخ لیکونکی ښایي "له یوې داسې کیسې سره مخ شي چې هغه په ​​​​ساده ډول باور نشي پرې کولی، یوه داسې کیسه چې  شاید د لیکوال د پېر یا هغې دورې چې لیکوال ژوند پکې کړی د خرافاتو یا تبعیضونو ځانګړنې ولري، مګر په اوسني یا د روښانوالې په دوره کې د باور وړ نه وي، او له همدې امله باید پریښودل شي." کولېنګووډ استدلال کوي، چې دا د تاریخ لیکنې یوه د نه منلو وړ لاره ده. هغه سرچینې چې ادعا کوي د نړۍ له اوسني پوهاوي او درک سره سمون نه لري، بیا هم د عقلي انسانانو لخوا رامنځته شوې دي او دوی یې د رامنځته کولو لپاره خامخا دلیل درلود. له همدې امله، دا سرچینې ارزښتناکې دي او باید نوره څېړنه یې وشي ترڅو تاریخ لیکوال د هغو تاریخي شرایطو په اړه پوه شي چې دا پکې رامنځته شوې او دا چې د څه لپاره رامنځته شوې دي.[۱۶]

د هنر فلسفه[سمول]

د هنر اصول (۱۹۳۸) اثر د کولېنګووډ د جمالیاتي یا ښکلاپېژندنې د فلسفې اړوندو پوښتنو ترټولو پرمختللې طریقه رانغاړي. کولېنګووډ (د بېنېډېټو کروچه په تعقیب) وویل، چې د هنر چارې په اصل کې د احساساتو څرګندونې دي. د کولېنګووډ په نظر د هنرمندانو یو مهم ټولنیز رول د دوی د اړوندې ټولنې احساسات روښانول او بیانول دي.

کولېنګووډ یو داسې دریځ رامنځته کړ چې وروسته د جمالیاتي بیان‌پالنې (aesthetic expressivism) په نوم وپېژندل شو (له نورو بېلابېلو هغو نظرونو سره خلط نه شي، چې په ځانګړي ډول د ایکسپریسیویزم په نوم یادېږي)، هغه تیزیس یا نظریه چې لومړی د کروچه لخوا وړاندې شوه.[۱۷]

سیاسي فلسفه[سمول]

په سیاست کې کولېنګووډ د هغو نظریاتو دفاع وکړه چې نوموړي لیبرالیزم "د هغه په کانټینینټل مفهوم" بللی:

د دې مفکورې جوهر دا دی چې ... دا د یوې داسې ټولنې مفکوره ده چې ځانواکې وي او د ټولو هغو سیاسي نظرونو د آزاد بیان له لارې وده کوي چې په هغه ټولنه کې رامنځته کېږي، او هم یووالي ته د دغو څو اړخیزو نظرونو د راکمولو لپاره ځینې لارې چارې مومي.[۱۸]

نوموړی په خپل "ژوندلیک" نومي اثر کې اعتراف کوي، چې د هغه سیاست تل "ډیموکراتیک" او "لیبرال" و، او د ګوایدو ډي روګیرو هغه نظر یې شریک کړی، چې وایي سوسیالیزم د لېسه فېر (laissez-faire) اقتصادي نظام د نیمګړتیاوو په ګوته کولو له لارې د لیبرالیزم لپاره ستر خدمت کړی دی.[۱۹]

اثار[سمول]

د هغه په ​​​​ژوند کې خپاره شوي اصلي اثار[سمول]

  • مذهب او فلسفه (۱۹۱۶) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 1-85506-317-4[۲۰]
  • رومي برېتانیا (۱۹۲۳؛ دویم چاپ، ۱۹۳۲) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-8196-1160-3[۲۱][۲۲]
  • د ذهن انځور (لاتیني: Speculum Mentis) یا د پوهې او درک نقشه (۱۹۲۴) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 978-1-897406-42-7[۲۳]
  • د هنر د فلسفې بڼې یا اوټلاین (۱۹۲۵)[۲۴]
  • د رومي برېتانیا لرغونپوهنه (۱۹۳۰) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 978-0-09-185045-6[۲۵]
  • د فلسفي مېتود په اړه یوه مقاله (۱۹۳۳، بیاکتل شوې نسخه ۲۰۰۵) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 1-85506-392-1[۲۶]
  • رومي برېتانیا او انګلیسي میشت ځایونه (له جې اېن اېل میرېس سره په ګډه، ۱۹۳۶، دویم چاپ. ۱۹۳۷)[۲۷]
  • د هنر اصول (۱۹۳۸) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-500209-1[۲۸]
  • خپل ژوندلیک (۱۹۳۹) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-824694-3[۲۹]
  • د لومړي ملګري ننوتل (۱۹۴۰)[۳۰]
  • د میټافزیک په اړه یوه مقاله (۱۹۴۰، بیاکتل شوې نسخه ۱۹۹۸) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-8191-3315-9[۳۱]
  • نوی افسانوي دېو (The New Leviathan) (۱۹۴۲. بیا کتل شوې نسخه ۱۹۹۲) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-823880-0[۳۲]

د هغه په ​​​​ژوند کې خپرې شوې اصلي مقالې[سمول]

  • "د پرمختګ فلسفه"، ریالیست مجله، ۱:۱، اپرېل ۱۹۲۹، مخ ۶۴-۷۷

تر مړینې وروسته خپاره شوي اثار[سمول]

  • د طبیعت نظریه (۱۹۴۵) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-500217-2[۳۳]
  • د تاریخ نظریه (۱۹۴۶، بیاکتل شوې نسخه ۱۹۹۳) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-285306-6[۳۴]
  • د هنر پر فلسفه څو مقالې (۱۹۶۴)[۳۵]
  • د تاریخ پر فلسفه څو مقالې (۱۹۶۵) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-8240-6355-4[۳۶]
  • پر سیاسي فلسفه څو مقالې (له ډیویډ باوچر سره یو ځای) (۱۹۸۹) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-823566-6[۳۷]
  • د تاریخ اصول او د تاریخ په فلسفه کې نورې لیکنې (د ویلیم هربرت ډرای او ډبلیو جې وان دېر دوسېن نسخه) (۲۰۰۱) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-924315-8[۳۸]
  • د جادوګرۍ فلسفه: په عامیانه افسانو، کلتوري تنقید، او انتروپولوژي کې څېړنه (۲۰۰۵) ای‌اېس‌بي‌اېن نمبر: 0-19-926253-5[۳۹]

ټولې 'بدلې شوې یا بیاکتل شوې' نسخې اصلي متن او یوه نوې سریزه او نور ګڼ اضافي مواد لري.

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12185550d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jq8bf1 — subject named as: R. G. Collingwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/15554654 — subject named as: Robin George Collingwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/R-G-Collingwood — subject named as: R.G. Collingwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/collingwood-robin-george — subject named as: Robin George Collingwood
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2835 — subject named as: R. G. Collingwood — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/198398 — subject named as: Robin G. Collingwood
  8. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Коллингвуд Робин Джордж — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12185550d — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. Oxford University Calendar 1913, Oxford: Oxford University Press, 1913, pp. 196, 222
  11. Mink, Louis O. (1969). Mind, History, and Dialectic. Indiana University Press, 1.
  12. Collingwood, R. G.; Dray, William H.; van der Dussen, W. J. (1999). The Principles of History and Other Writings in Philosophy of History. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. D'Oro, Giuseppina; Connelly, James. "Robin George Collingwood". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Collingwood, R. G. (1993). The Idea of History. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 301. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. D'Oro, Giuseppina; Connelly, James. "Robin George Collingwood". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Collingwood, R. G.; Dray, William H; van der Dussen, W. J. (1999). The Principles of History and Other Writings in Philosophy of History. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 13. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Berys Gaut and Dominic McIver Lopes, The Routledge Companion to Aesthetics, Routledge, 2002, ch. 11: "Expressivism: Croce and Collingwood."
  18. R. G. Collingwood (2005). "Man Goes Mad" in The Philosophy of Enchantment. Oxford University Press, 318.
  19. Boucher, David (2003). The Social and Political Thought of R. G. Collingwood. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Collingwood, R. G. (Robin George) (1916). Religion and Philosophy. Robarts - University of Toronto. London, Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-85506-317-4 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Collingwood, Robin George (1923). Roman Britain (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Collingwood, Robin George (1932). Roman Britain (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Collingwood, Robin George (1924). Speculum Mentis: Or, The Map of Knowledge (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Collingwood, Robin George (1925). Outlines of a philosophy of art (په انګلیسي ژبه کي). Thoemmes. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781855063167. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Collingwood, Robin George (1930). The archaeology of Roman Britain (په انګلیسي ژبه کي). Methuen & Co. Ltd. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Collingwood, Robin George (1933). An essay on philosophical method (په انګلیسي ژبه کي). The Clarendon Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Collingwood, R. G. (Robin George), 1889-1943. (1937). Roman Britain and the English settlements,. Myres, J. N. L. (John Nowell Linton) (الطبعة Second). Oxford: The Clarendon Press. د کتاب پاڼي 250. OCLC 398748. د کتاب نړيواله کره شمېره 019821703X – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Collingwood, Robin George (1938). The Principles of Art (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Collingwood, Robin George (1939). An autobiography (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Collingwood, R. G. (2003-04-15). The First Mates Log (په انګلیسي ژبه کي). A&C Black. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781855063280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Collingwood, R. G.; Collingwood, Robin George (2001-05-24). An Essay on Metaphysics (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199241415. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Collingwood, Robin George (1999). The New Leviathan: Or Man, Society, Civilization, and Barbarism (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198238805. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Collingwood, Robin George (1960-12-31). The Idea of Nature (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198020011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Collingwood, Robin George (1956). The idea of history (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Collingwood, Robin George (1964). Essays in the philosophy of art (په انګلیسي ژبه کي). Indiana University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Collingwood, Robin George (1965). Essays in the Philosophy of History (په انګلیسي ژبه کي). University of Texas Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Collingwood, Robin George; Boucher, David (1989). Essays in Political Philosophy (په انګلیسي ژبه کي). Clarendon Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198248231. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Collingwood, Robin George; Collingwood, R. G. (1999). The Principles of History: And Other Writings in Philosophy of History (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780198237037. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Collingwood, R. G. (2005). The Philosophy of Enchantment: Studies in Folktale, Cultural Criticism, and Anthropology. Oxford University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)