رابرټ برټون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رابرټ برټون
رابرټ برټون
رابرټ برټون

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ فبروري ۱۵۷۷
مړینه 25 جنوري 1640 (63 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۷][۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹][۱۰][۱۱]
لاتين ژبه [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

رابرټ برټون (زوکړه: د ۱۵۷۷ زکال د فبروري ۸ مه – مړینه: د ۱۶۴۰ زکال د جنوري ۲۵ مه) انګلیسي لیکوال او د اکسفورډ پوهنتون علمي غړی و چې د ملانخویا د اناتومي یا تشرېح (The Anatomy of Melancholy) په نامه د خپل پوهنغونډي کتاب له امله شهرت لري.

برټون چې په ۱۵۷۷ زکال کې د ځمکې لرونکو اشرافو طبقې ته په اړونده هوسا ژوند لرونکې کورنۍ کې وزېږېد په دوه ګرامر ښوونځیو کې یې زده کړې وکړې او په ۱۹۵۳ زکال کې هغه مهال چې ۱۵ کاله عمر یې درلود د اکسفورډ په بریزنوز کالج کې شامل شو. په اکسفورډ کې د نوموړي د زده کړو دوره په غیر معمول بڼه اوږده شوه، احتمالا په ستړیا (افسردګۍ) باندې د اخته کېدو او له هغه ځایه څخه ډېر ژر کرېسټ چرچ کالج ته د بدلون له امله وه. برټون د هنرونو د ماسټري او د الهیاتو په برخه کې د لیسانس له ترلاسه کولو وروسته په ۱۶۰۷ زکال کې د خصوصي لارښود په شرایطو برابر شو. نوموړي د ۱۶۰۳ زکال له لومړیو څخه په اکسفورډ کې له ادبیاتو سره لیوالتیا ومونده چې یو شمېر لاتیني اشعار، په اوس مهال کې ورکه هغه تمثیلي پارچه چې پاچا لومړي جیمز خپله اجرا کړه او همدارنګه یې د فیلسوفاسټ په نامه هغه علمي طنزي تمثیلي پارچه ولیکله چې اوس مهال د نوموړي یوازنۍ پاتې شوی تمثیلي پارچه ده. [۱۲]

په ۱۶۰۵ زکال کې د هنرونو د ماسټرۍ له سند ترلاسه کولو وروسته هغه څو ځله هڅه وکړه پوهنتون پرېږدي. په داسې حال کې چې هغه هېڅکله په دې چاره په بشپړه توګه بریالی نه شو؛ هغه وکولای شول د پوهنتون له لارې په اکسفورډ کې د سنت توماس مرټېرز کلیسا امتیاز خپل کړي همدارنګه یې د والسبري د امتیاز او د سېګرېو د کشیش توب ترلاسه کولو لپاره بهرنی ملاتړ خپل کړ. د اکسفورډ د غړي په توګه نوموړي له ۱۶۲۴ زکال څخه د خپلې مړینې تر مهاله په کوچنیو اداري څوکیو او د کرېسټ چرچ کتابتون د کتابدار په توګه خدمت وکړ.

د برټون تر ټولو مشهور اثر او لویه لاسته راوړونه د ملانخولیا د اناتومي (The Anatomy of Melancholy) په نوم کتاب و چې د لومړي ځل لپاره په ۱۶۲۱ زکال کې خپور شو؛ دغه کتاب د برټون له خوا په هغو کې د نوو زیاتونو سره لږ تر لږه پنځه ځله چاپ شو. په وروستي چاپ کې یې د کلماتو شمېر په ټولیزه توګه له ۵۰۰ زره څخه واوښت. په دغه کتاب کې له کلاسیک مهال څخه تر معاصر مهال پورې د ګڼ شمېر چارواکو له نقل قولونو او عباراتو څخه ګټنه وشوه چې د یوه عمر د پوهې اوج یې څرګنداوه.

برټون په ۱۶۴۰ زکال کې ومړ. د هغه لوی شخصي کتابتون د باډلین کتابتون او کرېسټ چرچ کالج ترمنځ ووېشل شو. د اناتومي له اثر څخه یې د هغه د ژوند پر مهال او له مړینې وروسته ډیری لیکوالانو ګټنه وکړه، ادبي غلا یې وشوه، خو په ۱۸مه پېړۍ کې یې بېرته خپل ځایګی وموند. د هغه د اثر ادبي غلا یوازې لارنس سترن افشا کړه او په دې سره یې د هغه له اثارو سره تر ۱۹مې پېړۍ پورې د خلکو په ځانګړې توګه د رومانتیکانو لیوالتیا بېرته را پیدا کړه. د اناتومي په نامه اثر ته په ۲۰مه او ۲۱مه پېړۍ کې لا زیات علمي پام وشو. برټون که هرڅومره لږ محبوبیت درلود، خو تل یې مخکښ لیکوالان لکه ساموئل جانسون، بنجامین فرانکلن، جان کیټس، ویلیام اوسلر او ساموئل بکټ ځانته جلب کړي و.

لومړی ژوند او زده کړې[سمول]

کورنۍ او ګرامر ښوونځی[سمول]

رابرټ برټون د ۱۵۷۷ زکال د فبروري په اتمه د رالف برټون (۱۵۴۷- ۱۶۱۹ زکال) او د هغه د مېرمنې ډوروټي (کورنی نوم یې فانت؛ ۱۵۶۰- ۱۶۲۹ زکال) په کورنۍ کې د لسترشایر په لینډلي سیمه کې وزېږېد. برټون خپله په دې باور و چې د ۱۵۷۶ زکال د مۍ په ۲۵مه د شپې په ۹ بجو زېږېدلی، هغه مهال چې ده به تر ډېره د خپل پال لیدنې پر مهال ترې ګټنه کوله. نوموړی د خپلې کورنۍ له څلورو هلکانو دویم او د ۱۰ ماشومانو څخه څلورم ماشوم و. مشر ورور یې ویلیام د دوی د کورنۍ یوازنی غړی دی چې د هغه د ژوندانه اړوند لږ مالومات شتون لري ځکه چې هغه وروسته مخکښ انتیک پوه او نقشه جوړونکی شو. د هغه د مور او پلار دواړو کورنۍ ځمکه لرونکي اشرافي وې او خپله برټونانو یوه لرغونې شجره لرله، چې ډېره څرګنده نه وه. دا هم کېدای شي چې رابرټ دې له طبابت سره لیوالتیا په ارثي توګه موندلي وي. هغه په خپل اثر اناتومي کې «د جراحي اړوند د خپلې مور د عالي وړتیا» یادونه کړې. ویلیام لیکي چې د هغه د مور د کورنۍ یو غړی آنتوني فانت د «ملانخولیا د فشار» له امله مړ شوی او هغه هم په ډېرې علاقې سره له ارتور فانت سره چې جنجالي یهودي او د ویلیام او رابرټ ماما و د خپلې مورنۍ اړیکې یادونه کړې. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

برټون په ډېر احتمال سره په دوه ګرامر ښوونځیو، په نانیټون کې د شپږم کېنګ اډوارډ په کالج او ساټن کولډ فیلډ کې د کشیش ویسی په ګرامر ښوونځي کې زده کړې کړې. برټون په خپل اثر اناتومي کې لیکلي چې زده کوونکي «فکر نه کوي چې په نړۍ کې غلامان ساتل (هغه ډول چې یو مهال ما خپله ترسره کړې) په داسې ډول دي چې د ګرامر ښوونځي ښوونکي یې کوي»، له همدې امله یو شمېر لیکوالانو هغه د یو ناراضي زده کوونکي په توګه په پام کې نیولی. معاصر ژوند لیک لیکونکي لکه آر.ال نوچیمسون او مایکل اوکانل بیا دا داسې تعبیر کوي چې برټون یوازې عمومي احساسات بیان کړي د دې پر ځای چې هغه دې د خپل ماشومتوب په دوره کې هر ډول شخصي کرکه او یا هم ملانخویايي ستونزه لرلې وي.[۱۸][۱۹][۲۰]

په اکسفورډ کې زده کړې[سمول]

د ۱۵۹۳ زکال په جولای میاشت کې هغه مهال چې برټون ۱۵ کلن و د اکسفورډ بریزنوز کالج ته ولاړ، چېرې چې د هغه مشر ورور له وړاندې زده کړې کولې. برټون د ۱۶۰۲ زکال د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې خپل د لیسانس سند ترلاسه نه کړ؛ نوموړي وروسته له هغه چې په ۱۵۹۹ زکال کې کرېسټ چرچ کالج ته ولاړ د لیسانس سند واخیست. د تکمیلي زده کړو او همدارنګه کرېسټ چرچ ته د تلو ترمنځ وخت کې د هغه د چارو اړوند هېڅ مالومات شتون نه لري. د انتوني اې ووډ په خبره برټون په بریزنوز کې د «منطق او فلسفې په برخه کې» پام وړ پرمختګ درلود، په داسې حال کې چې خپله دغه کالج په هغه باندې د اغېز کولو په برخه کې دومره کمزوری و چې برټون په خپلو لیکنو کې هغو ته هېڅ اشاره نه دې کړې. د اکسفورډ ډېری زده کوونکو خپلې زده کړې د ۱۹ کلنۍ په عمر پای ته رسولې، خو په ۱۶۰۲ زکال کې برټون ۲۶ کلن و. یو شمېر ژوند لیک لیکونکي لکه مایکل اوکانل او جی.بي. بامبورو دغې موضوع ته په پام څرګندوي چې برټون د زده کړو پر مهال له اوږد مهالې ناروغۍ رنځېده چې په ډېر احتمال سره ملانخویا (د لار ورک توب اروايي ناروغي ده) لرله. د «۲۰ کلن رابرټ برټون» په نامه د یوه ناروغ د درملنې سوابق موندل شوي چې د سایمن فورمن په نامه لندني ډاکټر او نجومي له خوا په ۱۵۹۷ زکال کې د پنځو میاشتو لپاره د ملانخویا اروايي ناروغۍ درملنه پرې شوه. د دغه رابرټ برټون او عالم رابرټ برټون ترمنځ اړیکه نه یوازې «د نوم او عمر د یو ډول توب» څرګندويي کوي، بلکې دا چې برټون هم وروسته په لندن کې له فورمن سره تګ راتګ لرلی هماغه ډول چې برټون د ستورپوهنې اړوند په خپلو یاددښتونو کې د هغه یادونه کړې. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

هغه مهال چې په ۱۵۹۹ زکال کې کریسټ چرچ کالج ته ولاړ، ووډ لیکي چې جان بنکرافټ د هغه د لارښود په توګه وټاکل شو، «په داسې حال کې چې هغه نه غوښتل خصوصي لارښود اوسي»؛ په داسې حال کې چې بنکرافټ یوازې ۳ کاله له هغه مشر و خو د زده کړو په ډګر کې شپږ یا اووه کاله له برټون څخه وړاندې و او له هغه سره یې ښه اړیکه لرله چې بیا وروسته د اکسفورډ کشیش شو. داسې ښکاري چې د دوی دواړو ترمنځ ملګرتیا وده وکړه؛ برټون په خپل اثر اناتومي کې د کډسډان کلیسا په جوړولو کې د بنکرافټ هڅې یادې کړې او دا دې څرګندويي کوي چې هغه ته په مکرر ډول ورتله. په کرېسټ چرچ کې برټون د ۱۶۰۵ زکال د جون په ۹مه د ماستړۍ او د ۱۶۱۴ زکال په مۍ میاشت کې یې د الهیاتو لیسانس ترلاسه کړ. ورته مهال برټون د کالج د رتبو په برخه کې هم وده وکړه؛ په ۱۵۹۹ زکال کې disciplus (پیرو) زده کړیال، په ۱۶۰۳ زکال کې philosophus secundi vicenarii  او په ۱۶۰۷ زکال کې philosophus primi vicenarii وبلل شو چې ورستۍ یې هغه د ښوونکي توب په شرایطو برابر کړ. بامبورو څرګندوي چې د ماسټرۍ د سند له اخیستو وروسته په ډېر احتمال سره برټون هڅه کړې چې پوهنتون پرېږدي. خو د کالج اساسنامې بیا برټون اړ کړ چې د ماسټرۍ وروسته د الهیاتو لیسانس باید ترلاسه کړي او له دې وروسته برټون غوره وه نه ګڼله چې په الهیاتو کې دوکتورا واخلي. [۱۳][۳۰][۲۶][۱۳][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې[سمول]

  1. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Robert-Burton — subject named as: Robert Burton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jm2j1t — subject named as: Robert Burton (scholar) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5746830 — subject named as: Robert Burton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/15167 — subject named as: Robert Burton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/burton-robert — subject named as: Robert Burton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0012885.xml — subject named as: Robert Burton — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ https://cs.isabart.org/person/150236 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12169243v — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2002158072 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  11. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/175751011
  12. Murphy 2009، par. 1.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Bamborough 2009.
  14. Gowland 2006، ص. 5.
  15. O'Connell 1986، ص. 5.
  16. O'Connell 1986، ص. 2.
  17. Nochimson 1974، ص. 87.
  18. Nochimson 1974، صص. 88–89.
  19. O'Connell 1986، صص. 6–7.
  20. Nochimson 1974، ص. 88.
  21. Bamborough 1981، ص. 280.
  22. Sununu 1987، ص. 244.
  23. Traister 1976، ص. 68.
  24. Traister 1976، صص. 66–67, 69.
  25. O'Connell 1986، ص. 8.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Wood 1815.
  27. Traister 1976، ص. 66.
  28. Nochimson 1974، ص. 89.
  29. CCEd, Robert Burton.
  30. Nochimson 1974، صص. 91–92.
  31. O'Connell 1986، ص. 10.
  32. Nochimson 1974، ص. 92.
  33. O'Connell 1986، صص. 9–10.