رابرټ ايچ. ګوډارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رابرټ هاچنګز ګوډارډ (اکتوبر 5، 1882 – اګست 10،1945) يو امریکايي انجنير، پروفيسر، فيزيک پوه او مخترع (نويستونی) و، چاته چې د نړۍ د لومړي مايعو سون توکو د توغندي (راکټ) د اختراع او جوړولو امتياز ورکول کېږي. ګوډارډ د 1926ز کال د مارچ په شپاړسمه نېټه په برياليتوب سره خپل توغندی وتوغولو، کوم چې د فضايي الوت او نويتوب پړاو پيل کړ. هغه او د هغه ډلې، د 1926 او 1941ز کلونو تر منځ څلور دېرش راکټونه وتوغول، کوم چې د 2.6 کيلومتر (1.6 ميله) په لوړوالي او په يو ساعت کې 885  کيلو متر (550 ميله په يو ساعت کې) رفتار سره لوړوالي ته ورسېدل.[۱][۲][۳]

د يو انديال او انجنیر په توګه د ګوډارډ کار د ډېرو پرمختګونو اټکل کړی و، چې په تشيال کې به الوت شونی کړي. نوموړی د فضايي پړاو د پيل کونکي انسان په توګه هم پېژندل کېږي. د ګوډارډ په نوم له ثبت شويو 214 اختراعاتو څخه دوه، یو څو پړاويز توغندی (1914)، او د مايعو سون توکو يو توغندی (1914)، د فضايي الوت پر لور دوه مهمې نښې وې. د « A Method of Reaching Extreme Altitudes» (تر ټولو وروستيو ارتفاعاتو ته د رسېدو يوه طريقه) په عنوان د هغه د 1919ز کال مونوګراف، د شلمې پېړۍ د توغدي د ساينس يو له کلاسیکو متنونو څخه ګڼل کېږي، ګوډارډ د نويو طريقو لکه د دوه محوره کنترول (ګايروسکوپونه او د هدايت کېدو وړ پورې وهل) په برياليتوب سره پيل کړل، تر څو له توغنديو سره مرسته وکړي چې خپل الوت په اغېزناک ډول مديريت کړي.[۴][۵][۶][۷][۸]

که څه هم په دې ډګر کې د هغه کار انقلابي و، ګوډارډ بيا هم د خپلو څېړنيزو او پرمختيايي کارونو لپاره ډېر کم دولتي ملاتړ، اخلاقي يا مالي مرسته تر لاسه کړې وه. هغه يو حياناک شخص و، او د غوندي څېړنې د فيزيک د يو پروفيسر لپاره يو مناسب کار نه بلل کېدو. رسنيو او نورو ساينسپوهانو د هغه د فضايي الوت نظريات مسخره کړل. په پايله کې هغه د خپل محرميت او خپل کار خوندي کونکی وګرځېد.[۹][۱۰]

د نوموړي له مړينې کلونه وورسته، د فضايي پړاو په پيل کې، له « Robert Esnault-Pelterie, Konstantin Tsiolkovsky» او « Hermann Oberth» سره يوځای ګوډارډ د نوي توغندي د بنسټ اېښودونکو مشرانو څخه د يو په توګه وپېژندل شو. نه يوازې دا چې هغه په فضا کې څېړنې، بلاسټيک توغنديو او فضايي سفرونو لپاره د توغنديو وړتيا په ابتدايي ډول وپېژندله، بلکې هغه لومړی هغه څوک و چې له علمي اړخه يې خپلو اندونو ته د عملي جامې اغوستلو لپاره د اړينو توغنديو مطالعه، طرحه، جوړول او الوت هم تر سره کړل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ناسا د ګوډارډ د تشيال الوت مرکز نوم په 1959ز کال کې د ګوډارډ په وياړ اېښودل شوی دی. هغه همدا راز په 1966ز کال کې د مشاهيرو نړيوال هوايي فضايي تالار او د مشاهيرو ملي هوايي چلند هال ته، او په 1976ز کال کې د مشاهيرو نړيوال فضايي هال ته هم لاره پيدا کړه.[۱۵]

د ژوند لومړي کلونه او الهام[سمول]

ګوډارډ د ميساچوسټس په ورسيسټر کې د نيهم ډينفورډ ګوډارډ (1859-1928) او فيني لويس هويټ (1864-1920) کره زېږېدلی و. رابرټ د دوی يوازينی ژوندی پاتې شوی زوی و؛ يو کشر زوی يې ريچارډ هينري، د ملا تير کې پيدايښتي خرابوالی درلود، او د خپلې لومړۍ کليزې څخه مخکې ومړ. نيهم ته صنعت کارانو کار ورکړی و، او هغه ګڼ ګټور وسايل جوړ کړل. د پلار له اړخه د ګوډارډ د کورنۍ اړیکې په نوي انګلستان کې له ويليام ګوډارډ (1628-91) پورې رسېږي، د لندن د کوچنيو سامان الاتو يو سوداګر، څوک چې په 1666ز کال کې د ماساچوسټ په واټرټاون کې مېشت شوی و. د مور له اړخه، نوموړي د 1600ز کال په وروستيو کې له جان هويټ او د ميساچوسټس د نورو مېشت شويو سره اړيکه درلوده. د نوموړي له زېږېدو ډېر ژر وروسته، د هغه کورنۍ بوسټن ته وکوچېده. د طبيعت په اړه د تجسس له امله، نوموړي د خپل پلار څخه د تيليسکوپ په مټ د اسمانونو مطالعه وکړه، او مرغۍ يې د الوتو په حالت کې ولېدې. په بنسټيز ډول يو کليوال هلک و، نوموړي له خپل پلار سره د «ورسيسټر» د سفرونو پر مهال دباندې او پلي سفر کولو سره مينه درلوده، او د ټوپک يو ښه نښه ويشتونکی شو. په 1898ز کال کې، د نوموړي مور په نري رنځ اخته شوه او دوی د پاکې هوا لپاره بېرته «ورسيسټر» ته ولاړل. د يکشنبو په ورځو، دا کورنۍ اسقفي کليسا ته ورتله، او رابرټ د کليسا د سندرغاړو په ډله کې سندرې وويلې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ماشومتوب تجربې[سمول]

په 1880ز لسيزه کې د امريکا په ښارونو کې د برېښنا په چمتو کېدو سره، ځوان ګوډارډ په ساينس کې لېوالتيا پيدا کړه – په ځانګړي ډول په انجنيرۍ او ټيکنالوژۍ کې. کله چې د هغه پلار نوموړي ته د کورنۍ په قالينو د جامدې برېښنا پيدا کولو طريقه وښوده، نو د دې پنځه کلن ماشوم تصور وځلېد. رابرټ تجربه وکړه، او باور يې درلود که له بترۍ څخه زنګ (جست) په خپله پښه سولولو سره د تګ پر مهال چارج کړای شي، نو هغه کولای شي چې لوړ خېز وکړي. خو د زنګ په نيولو سره هغه له معمول څخه زيات خېز ونه شو کړای. ګوډارډ د خپلې مور له خوا د دې خبرتيا څخه وروسته تجربې بندې کړې، که چېرې هغه بريالی شو، نو هغه به په لېرې سمندري سفر ولاړ شي، او شونې ده چې بېرته راونه ګرځي. نوموړي له کيمياوي موادو سره تجربه وکړه، او په کور کې يې د دود يوه وريځ او چاودنه وکړه. د ګوډارډ پلار رابرټ ته د يو تليسکوپ، يو مايکروسکوپ او د ساينسي امريکايي (یوه مجله ده) غړيتوب په چمتو کولو سره د هغه د ساينسي لېوالتيا نوره هڅونه وکړه. له رابرټ سره د الوت مينه پیدا شوه، لومړی له کاغذ باد او بيا له پوکاڼيو سره. نوموړی د خپل کار بشپړ یادښت لیکونکی او مستند کونکی شو – دا هغه هنر و چې د هغه په راتلونکي مسلک کې يې ډېره ګټه وکړه. دا لېوالتياوې په شپاړس کلنۍ کې يو له بل سره يو ځای شوې، کله چې ګوډارډ هڅه وکړه چې له المونیم څخه يوه پوکاڼۍ جوړه کړي، د خپل کور په ورکشاپ کې يې خامې وسپنې ته بڼه ورکړه، او په هايډروجين يې ډکه کړه. له نږدې پنځه اونيو کار او مستندو هڅو وروسته، بالاخره نوموړي دا پروژه پرېښوده، نوموړي ويلي، "...پوکاڼۍ به پورته ولاړه نه شي. ... المونيم ډېر درانده دي". په هر حال، د دې ناکامۍ سبق د ګوډارډ مخ پر زیاتېدو عزم او په خپل کار باور مخه ونه نيوله. نوموړي په 1927ز کال کې ولیکل، "زه فکر کوم چې له ماشيني شیانو سره زما طبيعي لېوالتيا له ډېرو پلرونو نيکونو څخه راته په مېراث کې پاتې ده، چې هغوی هم ميخانيکان وو".[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ګيلاس د ونې خوب[سمول]

په فضا کې د هغه لېوالتيا هغه مهال پیدا شوه، کله چې نوموړي په شپاړس کلنۍ کې د « H. G. Wells» د «د نړيو جنګ» په نوم علمي خيالي کلاسيک ولوست. د فضايي الوت د تعقيب لپاره د هغه ژمنتيا د 1899ز کال د اکتوبر په نولسمه نېټه وټاکل شوه. اولس کلن ګوډارډ د وچو څانګو د پرې کولو لپاره د ګيلاس يوې ونې ته وخوت. هغه اسمان حيران کړ، او تصور يې وده وکړه. وروسته هغه وليکل:

په دې ورځ، زه د ګودام شا لوري کې د ګيلاس يوې لوړې ونې ته وختم.... او کله چې ما د ختيځ لور ته په کروندو کې وکتل، نو ما فکر وکړ چې د يوې داسې الې جوړول به څومره په زړه پورې وي، د کومې په مرسته چې مریخ ته د ختلو شونتيا هم وي، او دا به په کوچني مقياس کې څنګه ښکاري، که چېرې زما د پښو لاندې د وښو له ميدان څخه واستول شي. زه د دې ونې ډېر انځورونه لرم، کوم چې له هغه وخته اخيستل شوي، کله چې په هغې د ختلو لپاره ما يوه کوچنۍ زينه جوړه کړې وه، او هغې ته به مې تکيه کوله.

هغه مهال ماته داسې برېښېده چې د افقي ډنډې په شا اوخوا کې څرخېدونکی وزن، له ښکته څخه په ډېرې تېزۍ سره د پورته پر لور زياتېږي، کولای شي چې له مرکز څخه د وتونکې ځواک په مټ د مسير په پورته برخه کې لوړ بوتلل شي.

کله چې زه له ونې څخه راکوز شوم، نو زه يو بيل هلک وم. په پای کې وجود ډېر بامقصده (ګټور) معلومېدو.

نوموړي په خپل ټول پاتې ژوند کې د اکتوبر همدې نولسمې نېټې ته د کليزې ورځې په سترګه کتل، کومه ورځ چې دهغه د تر ټولو ستر الهام د ورځې يوه خصوصي يادګاري ورځ ده.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. "Goddard". Astronautix.com. د اصلي آرشيف څخه پر December 27, 2016 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Robert H. Goddard: American Rocket Pioneer". Smithsonian Institution Archives. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Robert H. Goddard". New Mexico Museum of Space History. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hunley, JD (Apr 1995). "The Enigma of Robert H. Goddard". Technology and Culture. 36 (2): 327–50. doi:10.2307/3106375. JSTOR 3106375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Goddard, Robert; Goddard and, Esther C.; Pendray, G. Edward (1961). Rocket Development. New York: Prentice-Hall. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Sea Sky". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  7. "Archives". The Smithsonian Institution. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  8. "Robert H. Goddard: American Rocket Pioneer" (PDF). Facts. NASA: 1–3. 2001-03-17. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Caidin, Martin (1957). VANGUARD!. New York: E. P. Dutton & Co. د کتاب پاڼې 91. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Winter, Frank H. (1990). Rockets into Space. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press. د کتاب پاڼي 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-674-77660-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "History Of Rocketry Timeline | Preceden". preceden.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Swenson, Loyd S., Jr; Grimwood, James M; Alexander, Charles C (1989). "Part I, Chapter I". This New Ocean: A History of Project Mercury (الطبعة The Highway to Space). NASA. د کتاب پاڼي 13–18. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په March 29, 1999 باندې). Rocket Scientist Robert Goddard. Time
  14. Lynn Jenner, المحرر (March 29, 1999). "Dr. Robert H. Goddard: American Rocketry Pioneer". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جنوري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  15. (په October 6, 1976 باندې). Space Pioneers Enshrined.
  16. Lehman, Milton (1988). Robert H. Goddard: Pioneer of Space Research. New York: Da Capo Press. د کتاب پاڼي 14, 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-306-80331-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Lehman, Milton (1963). Robert H. Goddard: Pioneer of Space Research. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780306803314. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. National Academy of Sciences, Office of the Home Secretary (1995). Biographical Memoirs, Volume 67. د کتاب پاڼې 179. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780309052382. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Stoiko, Michael (1974). Pioneers of Rocketry. New York: Hawthorn Books. د کتاب پاڼې 63. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Lehman, Milton (1988). Robert H. Goddard: Pioneer of Space Research. New York: Da Capo Press. د کتاب پاڼي 14, 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-306-80331-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Clarke, Arthur C., المحرر (1970). The Coming of the Space Age. London: Panther Science. د کتاب پاڼې 119. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-586-02966-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Clary, David A. (2003). Rocket Man: Robert H. Goddard and the Birth of the Space Age. N.Y.: Hyperion. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7868-6817-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Goddard, Esther C.; Pendray, G. Edward, المحررون (1970). The Papers of Robert H. Goddard, 3 vols. New York: McGraw-Hill Book Co. د کتاب پاڼې 395. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Lehman, Milton (1988). Robert H. Goddard: Pioneer of Space Research. New York: Da Capo Press. د کتاب پاڼي 14, 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-306-80331-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)