ذکيه ذکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ذکيه ذکي يوه افغانه ژورنالېسته وه، چې د افغان سولې راديو مشره او خاونده وه. نوموړې رادیو د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ څخه خپرونې کوي. ذکيه ذکي په ۱۳۸۶ لمريز کال کې په خپل کور کې چې په جبل سراج ولسوالۍ کې پروت دی، ووژل شوه.