ذهن ته معلوماتو سپارلو لارې چاري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


یو جرمني ارواپوه هیرمن اسینګ هاز دانسان د حافظي سره ډیره لیوالتیا درلوده چې له امله یې دانسان د حافظي د مطالعه کولو لپاره یوه څیړنه پیل کړه اوغوښتل یې چې یوه شي انسان په کوم ډول معلومات دزیات وخت او تل لپاره په حافظه کې ساتلي شي . دغه جرمني ارواپوه په دې باور درلود که چیري مالومات پوره یویی ورځي لپاره په ذهن کې پاتی شی نو همدا معلومات به دتل لپاره حفظ شوی وي دغه اروا پوه له ‌ډیرو تجربو او څیړنو وروسته یوه په زړه پوري حل لارې ددې لپاره چې معلومات په ښه ډول په حافظه کې وساتل شي رامنځته کړ چې دغه حل لاره دمهارت په نامه یادیږي یعني کله چې موږ څوڅوځلي یو څه ولولو او ترمنځ یې واټڼ په نظر کې ونیسو نوبه به ډیر آسانۍ سره کولۍ شو چې زده یې کړو.


د The Spacing Effect د مهارت په دې ډول خلاصه کولي شو:


که چیرې یو څوک وغواړي یوه موضوع د زیات وخت لپاره په ذهن کې وساتي نو له دې مهارت څخه دې ګټه واخلي:


•یوه موضوع وروسته له مطالعه کولو باید سمدلاسه بیا تکراره شي.


•وروسته له شل (۲۰) دقیقو ځنډ څخه، د دویم ځل لپاره باید بیا تکراره شي.


•وروسته له شپږ او یاهم اته ساعتونو ځنډ څخه، د درېیم ځل لپاره باید بیا تکراره شي.


•وروسته له یوې ورځې واټن څخه، د څلورم ځل لپاره باید بیا تکراره شي.


که چیرې یو څوک وغواړي یوه موضوع د تل لپاره په ذهن کې وساتي نو له دې مهارت څخه دې ګټه واخلي:


•یوه موضوع وروسته له مطالعه کولو باید سم دلاسه بیا تکراره شي.


•وروسته له شل (۲۰) دقیقو ځنډ څخه، د دویم ځل لپاره باید بیا تکراره شي.


•له یو نیم ساعت ځنډ وروسته باید د دریم ځل لپاره بیا تکراره شي.


•وروسته له شپږ او یا هم اته ساعتونو ځنډ څخه، د څلورم ځل لپاره باید بیا تکراره شي.


•دوه یا هم درې اونۍ وروسته باید د شپږم ځل لپاره بیا تکراره شي.


•دوه یا هم درې میاشتې وروسته باید د اووم ځل لپاره بیا تکراره شي.