ذهن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ذهن د هغو فکري وړتیاوو مجموعه ده چې د ټولو ذهني یا رواني پدیدو مسؤلیت لري. زیاتره دا اصطلاح پخپله پدیده هم ګڼل کېږي. په دې فکري وړتیاوې کې اند، تصور، حافظه، اراده او حس ګډون لري. دوی د ډول ډول رواني پدېدو، لکه درک، د درد تجربه، باور، هیله، هوډ، او احساس مسئولیت لري. دماغي یا روانې پدیدو ته بېلابېلې ډل بندۍ وړاندیز شوې. مهم توپیرونه دوی د دې له امله یوځای کوي چې آیا دوی حسي، فرضي، قصدي، شعوري، یا جاري دي. ذهنونه په دودیز ډول د ذات په توګه پېژندل کېدل خو په معاصر لید کې ډېر عام دی چې دوی د انسانانو او پر مخ تللو حیواناتو د ځانګړتیاوو یا وړتیا په توګه تصور شي. د ذهن یا ذهنیت د کره ماهیت په اړه ډول ډول تعریفونه وړاندیز شوي. معرفتي تعریفونه په هغه امتیازي معرفتي لاسرسي تمرکز کوي چې یو شی یې دې حالتونو ته لري. شعوري بنسټه تګلارې شعوري (آګاهانه) ذهن ته لومړیتوب ورکوي او د ذهن د یوې برخې په توګه غیر شعوري ذهني پدیدتو ته تر هغې کچې اجازه ورکوي چې دوی د شعور ذهن سره په صحیح اړیکه کې راشي. د ارادې بنسټه لید له مخې، د شیانو په اړه د بحث او د نړۍ د وړاندې کولو ځواک د ذهن نښه ده. د چلند پالنې پر بنسټ، دا چې آیا یو وجود ذهن لري یا نه یوازې په دې پورې اړه لري چې هغه د بهرنیو محرکاتو په غبرګون کې څنګه چلند کوي پداسې حال کې چې کړن-پالنه ذهني حالتونه د هغو سببي وڼدو پر بنسټ تعریفوي چې دوی لوبوي. د ذهن د مطالعې لپاره اساسي پوښتنې، لکه دا چې آیا د انسان سربیره نور بنسټونه ذهن لري یا د بدن او ذهن ترمنځ اړیکه څنګه تصور کېږي، د یو تعریف په ټاکلو کې په کلکه اغېزه کوي. [۱][۲][۳]

ذهن یا ذهنیت معمولا د بدن، مادې یا فزیک سره توپیر لري. د دې توپیر د ماهیت مسئله او په ځانګړې توګه د ذهن او مغز ترمنځ اړیکه د ذهن او بدن مسئله بلل کېږي. په دودیزو نظریو کې دوه ګون والی او فکرپالنه شامل وو، چې ذهن غیر فزیکي ګڼي. عصري نظریات زیاتره د فزیک پالنه او کړن-پالنه را څرخېږي، او وایي چې ذهن تقریبا د مغز سره یو مشابه دی یا د فزیکي پېښو لکه عصبي فعالیت په بڼه په ساده توګه تشرېح کېدای شي، که څه هم دوه ګون والی او فکرپالنه لاهم زیات ملاتړي لري. بله پوښتنه دا ده چې کوم ډول موجودات د ذهن د لرلو وړتیا لري. د بېلګې په توګه، دا چې آیا ذهن یوازې د انسانانو لپاره دی، ځینې یا ټولو حیوانات، ټولو ژوندي موجودات یې درلودلای شي، يا آیا دا په کلکه د تعریف وړ ځانګړتیا ده، یا دا چې آیا ذهن هم کېدای شي د انسانانو په لاس جوړو ماشینونو د ځینو ډولونو ځانګړتیا وي. بېلابېل کلتوري او مذهبي دودونه زیاتره د ذهن ډول ډول لیدلوري کاروي چې په پایله کې دې پوښتنو ته ډول ډول ځوابونه وړاندې کېږي. ځینې ​​یې ذهن ته یوازې د انسانانو د ځانګړتیا په سترګه ګوري، په داسې حال کې چې نور د ذهن ځانګړتیاوې غیر ژوندیو موجوداتو (د بیلګې شعور پلوي او روح پلوي)، حیواناتو او معبودانو ته منسوبوي. ځینې ​​​​لومړني ثبت شوي فرضیات ذهن (چې کله ناکله د روح یا ارواح سره مشابه ګڼل کېږي) د مرګ وروسته ژوند او کایتانت پوهنې او طبیعي نظم له نظریو سره په نیښولي، د بلګې په توګه د زراسټر، بودا ، افلاطون، ارسطو او نورو یوناني، هندي او وروسته، اسلامي او د منځنۍ اروپا د فیلسوفان پخوانیو نظریو کې دا لیدلوری لیدل کېږي. [۴][۵][۶]

ارواپوهانو لکه فرویډ او جیمز، او د کمپیوټر ساینس پوهانو لکه تورینګ د ذهن د ماهیت په اړه اغېزمنې تیورۍ وړاندې کړې. د غیر بیولوژیکي ذهنونو شونتا د مصنوعي هوش په ساحه کې څېړل کېږي، چې د سایبرنېتکیس او د معلوماتو تیورۍ سره نږدې اړیکې لري ترڅو هغه مسیر روښانه کړي چې د غیر بیولوژیکي ماشینونو پر مټ د معلوماتو پروسس د انسان په ذهن کې د ذهني پدېدیو سره پرتله یا توپیر وړ دی. کله ناکله ذهن د شعوري بهیر په توګه هم تصور شوی چې په کې د احساس تاثیرات او ذهني پېښې په دوامداره توګه بدلون مومي. [۷][۸][۹][۱۰]

سرچينې[سمول]

  1. "Mind". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "mind". American Heritage Dictionary of the English Language. Houghton Mifflin Harcourt. 2016. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "mind". Collins English Dictionary. HarperCollins. 2014. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جون ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Clark, Andy (2014). Mindware. New York: Oxford University Press. د کتاب پاڼي 14, 254–56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-982815-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Smart, J.J.C., "The Mind/Brain Identity Theory Archived 2013-12-02 at the Wayback Machine.", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Fall 2011 ed.), Edward N. Zalta (ed.)
  6. "What is mind-brain identity theory?". SearchCIO. Tech target. WhatIs. مؤرشف من الأصل في ۲۲ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Klopf, Harry (June 1975). "A comparison of natural and artificial intelligence". SIGART Bulletin. ACM (52): 11–13. doi:10.1145/1045236.1045237. S2CID 17852070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Karunamuni, N; Weerasekera, R (Jun 2017). "Theoretical Foundations to Guide Mindfulness Meditation: A Path to Wisdom". Current Psychology (submitted manuscript). 38 (3): 627–46. doi:10.1007/s12144-017-9631-7. S2CID 149024504. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ سپټمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Karunamuni, N.D. (May 2015). "The Five-Aggregate Model of the Mind". SAGE Open. 5 (2). doi:10.1177/2158244015583860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kiricsi, Ágnes (2010-01-01). "The Lexicon Of Mind And Memory: Mood And Mind In Old And Middle English". Interfaces between Language and Culture in Medieval England (په انګلیسي ژبه کي). Brill. د کتاب پاڼي 267–288. doi:10.1163/ej.9789004180116.i-340.84. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-474-4461-9. مؤرشف من الأصل في ۱۰ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)