ذاکر الله ذاکري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ذاکرالله ذاکری دملا تاج محمد ځوی دملا ولی محمد اخندزاده لمسې چه په کال ۱۳۵۶د ننگرهار ولایت روداتو ولسوالۍ دکمره سری قلا په یو علمی او دینداره کورنۍ کښې زیږیدلی دی.

لومړنۍ زده کړې[سمول]

نومړی خپلی ړومبنۍ زده کړی دخپل بلار مولوی تاج محمد او مشرانو ورورنو هریو مولوی پیر طریقت شیخ الحدیث ملامحمد حنیف صاحب چه (دهډی دنجم الدین الطامه الکبری القادری الحنفی المجاهد الکبیر چه دشیخ الهند مولانا محمود الحسن دیوبندی او حضرت الحاج قاتل الکفره والزنادیق ترنگزو حاجی صاحب او علامه شیخ الحدیث مولانا عبید الله سندهی رحمهم الله پیر او روحانی مربی هم ؤ )دعالی مدرسی نجم المدارس څخه فارغ او دهیواد په مختلفو دینی او عصری مدارسو او لیسو کښې د ښوونکی په صفت کار کاوه ،څخه ترلاسه کړی دهغه نه دخپل ورور مولوی میرزامحمد څخه یی هم ابتدایی دصرف او نحو کتابونه تر کافیه پوری ولوستل بیا دالهجرت والجهاد عالی مدرسی سره پیوست شو چه تر لنهم ټولگي زده کړه یی هلته او بیا په عالی مدرسه دحضرت عبدالله بن عباس کښې ۱۰ ټولگۍته ولاړ او په کال ۱۳۷۱ ددولسم ټولکی څخه ددویم نمره دریم نمره دنمرو دیو شیوالی په سبب دځینی غیر حاضریو په سبب چه دجهاد سنگرونو کښې تری شوی وې څلورم نمره کامیاب شو.

لومړې زده کړې[سمول]

دامام محمد بن حسن بن فرقد شیبانی رحمه الله اسلامی پوهتنون دشرعیاتو فاکولتی ته بریالې شو بیا دڅه مودی وروسته چه دځینی مشکلاتو په اساس یا دفکر او نظر دتبدیلی په اساس دانزوا او تخلی فکر غلبه وکړه نو دځینی ځانگړو علماؤ او مشایخو څخه دعلم او تربیی ترلاسه کولوته مخ کړ په علمی لحاظ شیخ الحدیث مولانا محمد ایوب جان بنوري،مولانا حبیب الحق قاضی بابا ،شیخ الحدیث مولانا عبداللطیف مفتی صاحب او شیخ الحدیث مولانا محمد عنایت الله البرهانی چه له روستی بحر زخار پرته نور همه ددارلعلوم العربیه دیوبند فارغان ؤهمداراز دحدیثو دوره یی دشیخ الحدیث مولانا محمد حسن جان ولد علی اکبرجان المدنی رحمه الله سره پّه کال ۱۹۹۶ تر سره کړه بیا دتخصص فی الفقه الحنفی واصوله او ځینی دباطلوډلوسره دمناظرو دکورسونو په خاطر سیندهـ کراچۍ ته مخه کړه هماغه ؤ چه هلته یی مدارک علمی پراخه شول دافتاء او تحقیق او ژباړی کار یی دتدریس سره سره پیل کړ.

تدریس او کاري ژوند[سمول]

له ۱۹۹۶څخه تر ۲۰۰۷ پوری دکراچۍ په مختلفو مدارسو لکه الجامعه العلویه الیعقوبیه ،جامعه نضرت العلوم ،جامع الوفاق العالمی للدعوه الاسلامیه ،اسلامک مشنری یونیورسټی او نورو کښې دمدرس پروفیسر دنده سرته ورسوله ،په همدی مهال یی دادره مسعودیه او ضیاء الاسلام پبلی کیشنز،اداره تحقیقات امام احمد رضا،جمعیت اشاعت اهل سنت ،اونورو ادراو لکه کلیة اللغات والترجمه بمصر القاهره ځینی کتابونه ،تصنیف،تدوین ،ترتیب ،غورچاڼ،او وژباړل بیا دبرکاتی فاونډیشن لخوا درسول الله صلی الله علیه وسلم دسیرت دبیان او لوی کانفرنس دمیلاد النبی صلی الله علیه وسلم په غونډه کښې شریک او دعربانو علماؤ او عجمو دارتباط او تړون په لار کښې یی دجسر تواصل فریضه اداء کړه چه دعالی اخلاقو او علمی حصیلی لرلو له کبله دعربی خلیج ،یمن ،مصر ،شام ،عربی امارات متحد علماؤ ورته د دبۍ په لور دراتگ بلنه ورکړه هماغه ؤ چه په کال ۲۰۰۷ دمارچ دمیاشتی په ۱۱نیټه دوبی ته دکلیه امام مالک للشریعه الاسلامیه والقانون په فاکولته کښې دعربۍ ژبی صرف او نحو( قواعد اللغة)او فقه حنفی د استاد په توگه مقررشو ،یاده دوی چه دا جامعه داسلامی نړۍ ستر پوهنتون الازهر شریف څانگه وه په اماراتو کښې چه بیا په ۲۰۰۹ ازهر تری خپل اعتراف بیرته واخیسته او داماراتو حکومت لاس ته ورغله چه هغوی دا کوشش وکړ چه پوهنتون نشنالایز او قومی بڼه غوره کړی ، واړه استادان داماراتو اوسیدونکی وي ترڅو له اقتصادی پلوه محکم شو او اقتصاد بیرون ته ونه وځی نو ۲۵ استادان چه د افریقا .دمصر،موریتانیا،فلسطین ،اردن،او ځینی نورو هیوادونو ول له دندی کوښه کړل چه مفتی صاحب په هغی کښې گوښه شو،خو د۲۰۱۰ کال په ړومبنۍ میاشت کښې دشارجه اوقافو او مذهبی اومورو کښې دمرشد دینی امام او خطيب په دنده وگمارل شو.

ادبي ژوند[سمول]

تردی دمه پوری یی ۸۵ کتابونو اورسالو ته دژباړی ،ترتیب ،تدوین،تصنیف،غورچاڼ خدمت کړی دی،اوس داسلام پوهنه په نامه په پنځو ژبو کښې په ژوندی برخه او ددینی سوال او ځواب په نامه دوه کوټی په بایلوکس میسینجر کښې او یوه د دین اسلام کی پکار اهل سنت والجماعت په نامه چه دلاهور دجامعه اشرفیه طلبا‌ء په کښې اکثره ناست وي چلوی همداراز په بایلوکس او پالټوک کښې ددارالحدیث الاشرفیه په نامه او صوت اهل السنه والجماعه په نامه غرفو کی درس ورکوی چه دمصر الجزایر المغرب العربی شاگردان په کښې گډون لري او دوایس آف افغانستان نومی راډیو سره هم مرکی کوی او دهغی له لاری هلته په کرښه شتو افغانانو ته دینی لار ښوونه کوي ددی سره سره د۱۴۳۲ دمحرم میاشتی را په دیخوا دشمشاد ټی وی په سکرین له دوبۍ څخه هره دخالی په ورځ ماښام نهه بجی دینی پروگرام وړاندی کوی چه په تکراری بڼه بیا صبا دیکشنبی په ورځ ماسپښين ۱۲ بجی دافغانستان په وخت بیا راغبرږیږی د۲۰۰۷ او ۲۰۰۶ کلونو په مهال یی د حج خطبه په ژوندی بڼه هندی اردو ژبی ته هم ژبالی وه چه نیغ په نیغه کیو ټی وي او ای آر وی ټلویزون خپره کړی وه اوس هم دافغانانو او دلراوبر دوحدت اتحاد یووالی ملی او روحانی تربيي په خاطر دشمشاد ټی وی په سکرین چه دلر اوبر پښتنو نښلونکی دی دينی پروگرامونه وړاندی کوی او دډیورنډ دلعنتی او له نفاق ډکی کرښی دواړو خواوو ته مینه وال لری دالله جل جلاله څخه ورته ددین دخدمت لپاره دلا زیات توان توفیق غواړو