د DNA واکسین
د DNA واکسین د واکسینونو یو ډول دی چې د یوه معافیتي غبرګون د القا کولو په موخه، د DNA یوه انتيجېن کوډ کوونکې ځانګړې لړۍ، د یوه میکانیزم په توګه، د ژوندي موجود (اورګانیزم) یوکاریوتي حجرو ته د «ترانسفکشن» عملیې په لړ کې دننه کوي.[۱][۲]
د DNA واکسینونه د جنتیک انجنیري لهاړخه د تنظیم شوي پلاسمید د تزریق کولو لهلارې عمل کوي؛ دغه پلاسمید د انتيجېن کوډ کوونکې DNA لړۍ لري چې پر وړاندې یې معافیتي سیسټم د یوه غبرګون ښودلو په لټه کې دی؛ لهدې امله، حجرې په مستقیمه توګه انتيجېن تولیدوي او په پایله کې یو ساتندوی معافیتي غبرګون رامنځته کېږي. د نورو معمولي واکسینونو په پرتله، د DNA واکسینونه یو لړ تیوریکي ښېګڼې لري؛ د بېلګې په توګه: «د DNA واکسینونه، د معافیتي غبرګون د بېلابېلو زیاتشمېر ډولونو د القا کولو وړتیا لري». د DNA یوشمېر واکسینونه په وترنري برخه کې ازمایل شوي دي. په ځینو حالتونو کې، له ناروغیو څخه د څارویو خوندیتوب موخه ترلاسه شوې ده، خو په ځینو کې بیا دغه خوندیتوب رامنځته شوی نهدی. په انسانانو کې د ویروسي، باکتریایي او پرازیتي ناروغیو او همد راز د سرطان ډولونو لپاره د درملنې موندلو په موخه څېړنې روانې دي. د ۲۰۲۱ز کال په اګوسټ کې، هندي چارواکو د ZyCov-D د کارونې لپاره بېړنی جواز صادر کړ. نوموړی واکسین د Cadila Healthcare درملجوړونې کمپنۍ لهخوا جوړ شوی ؤ او د انسانانو لپاره د DNA لومړنی تایید شوی واکسین دی.[۳][۴][۵]
تاریخچه
[سمول]معمولي واکسینونه د یوه پتوجېن ځانګړي انتيجېنونه او یا هغه ضعیف شوي ویروسونه لري چې په واکسین شوي ژوندي موجود کې یو معافیتي غبرګون راپاروي. څرنګه چې د DNA واکسینونه، د یوه انتيجېن د حجروي تولید (د پروټین بیوسنتیز) لپاره یو لړ کوډ کوونکي جنتیکي معلومات (DNA یا RNA) په ځان کې لېږدوي، نو نوموړي واکسینونه د جنتیکي واکسینونو لهډلې ګڼل کېږي. په DNA واکسینونو کې هغه DNA ځای په ځای شوې ده چې د یوه پتوجېن د ځانګړو انتيجېنونو لپاره د کوډ کولو عملیه ترسره کوي. جسم ته له پیچکاري کولو وروسته، DNA د هغو حجرو په واسطه جذبېږي چې د هغو نورمالې میتابولیکې پروسې، په جذب شوي پلاسمید کې د جنتیکي کوډ پر بنسټ، پروټینونه سنتیز کوي. په دغو پروټینونو کې د امینو اسید د لړیو هغه برخې شاملې دي چې د باکتریا یا ویروسونه ځانګړنې لري؛ نو لهدې امله د بهرنیو (پردیو) پروټینونو په توګه پېژندل کېږي او کله چې د کوربه (host) حجرو لهخوا پروسس او د هغو پر سطحه باندې ښودل کېږي، معافیتي سیسټم یو خبرداری ترلاسه کوي او هغه ته په کتو، معافیتي غبرګونونه راپارېږي. له بل پلوه، کېدای شي DNA په پروټین کې کپسولي شوی حالت غوره کړي ترڅو حجرې ته د دننه کېدلو لاره لا اواره کړي. که چېرې دغه کپسیدي پروټین (کپسید: د یوه ویروس پروټیني قشر) په DNA کې ځای په ځای کړل شي، ترلاسه شوی واکسین کولای شي د یوه ژوندي واکسین غښتلیا ترکیب کړي پرته لهدې چې بیاراګرځېدونکي خطرونه ولري.[۶][۷]
په ۱۹۸۳ز کې، انزو پاولېتي او دنیس پانیکالي د نیویارک په روغتیا وزارت کې یوه ستراتیژي رامنځته کړه، چې لهمخې یې د جنتیک انجنیري پر مټ د بیاترکیب شوې DNA واکسینونو پر تولید باندې ټینګار وشو، ترڅو د چېچک معمولي واکسین هغو واکسینونو ته واوړي چې د نورو ناروغیو د مخنیوي وړتیا هم ولري. هغو، له نورو ویروسونو څخه (لکه: د هرپس ساده ویروس، هېپاتیتس B یا تور زېړی او انفلونزا یا ګریپ) د یو جېن دننه کولو لهلارې، د غوا-تڼاکو ویروس DNA واړوله. په ۱۹۳۳ز کې، جفري اولمر او ورسره همکارانو یې د «مرک» په څېړنیزو لابراتوارونو کې وښودله چې په مستقیم ډول موږکانو ته د انفلونزا انتيجېن کوډ کوونکې پلاسمید DNA پیچکاري کول، ژوي او څاروي د انفلونزا له ویروس سره د راتلونکي ازمایښتي انتان پر وړاندې خوندي ساتي. په ۲۰۱۶ز کې، د زیکا ویروس لپاره د DNA د یوه واکسین ازمایښت، د متحده ایالاتو د روغتیا په ملي انسټیتوت کې پیل شو. د پلان لهمخې، دغه مطالعه پر ۱۲۰ تنو باندې، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي، ترسره کېده. جلا لهدې، په میامي کې د «Inovio Pharmaceuticals» او «GeneOne Life Science» کمپنیو د زیکا پر وړاندې د DNA یوه جلا واکسین ازمایښتونه پيل کړل. د روغتیا ملي انسټیتوت (NIH) واکسین تر لوړ فشار لاندې د مټې په پورتنۍ برخه کې لګول کېږي. د واکسینونو لوړ شمېر تولید ستونزه د ۲۰۱۶ز کال تر اګوسټ پورې حل نهشوه. د HIV د مخنیوي په موخه د DNA واکسینونو جوړولو لپاره کلینیکي هلېځلې لا روانې دي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د ۲۰۲۱ز کال په اګوسټ کې، هندي چارواکو د ZyCov-D د کارونې لپاره بېړنی جواز صادر کړ. نوموړی واکسین د Cadila Healthcare درملجوړونې کمپنۍ لهخوا جوړ شوی ؤ او د COVID-19 پر وړاندې د DNA لومړنی واکسین دی.[۱۴]
کارَونې
[سمول]تر ۲۰۲۱ز کال پورې د انساني کارَونې هېڅ کوم DNA واکسین په متحده ایالاتو کې تایید شوی نهدی. لږشمېر تجربوي ازمایښتونو د ناروغۍ پر وړاندې د خوندیتوب رامنځته کولو لپاره پوره غښتلی غبرګون رامنځته کړی دی خو د دغه تخنیک ګټورتیا په انسانانو کې باید ثابته شي. په وترنري څانګه کې، د «لوېدیځ نیل» ویروس پر وړاندې د آسونو د معافیت لپاره د DNA یو واکسین تایید شوی دی. د دې ترڅنګ، د DNA واکسیناسیون، د ضدزهر سیرومونو د رامنځته کولو وسیلې په توګه هم تر څېړنې لاندې دی. کېدای شي د DNA واکسیناسیون، د مونوکلونال انتيبادي د القا لپاره د ټکنالوجي یوې تګلارې په توګه وکارول شي.[۱۵]
ښېګڼې
[سمول]- د انتان د خطر نهشتون[۱۶]
- د MHC، I کلاس او II کلاس مالیکولونو په واسطه د انتيجېن رامنځته کول[۱۶]
- ټایپ 1 او ټایپ 2 په لور د T-حجرې د غبرګون قطبي کېدنه[۱۶]
- د پاموړ پر انتيجېن باندې د معافیت متمرکز غبرګون[۱۶]
- د پراختیا او تولید اسانتیا
- د زېرمه کولو او لېږد رالېږد وړ
- لګښتي موثریت
- د پپتید سنتیز، د بیاترکیبي پروټینونو بیان او تصفیې او د زهري تقویتي درملو کارونې اړتیاوې لېرې کوي.[۱۷]
- د ایمونوجېن اوږدمهال تداوم
- په ژوندي موجود کې د بیان لهلارې ډاډ ترلاسه کېږي چې د ترانسلېشن وروسته اصلاحاتو سره یوځای، پروټین تر ډېره طبیعي یوکاریوتي جوړښت ته ورتهوالی لري.[۱۸]
نیمګړتیاوې
[سمول]- پروټیني ایموجېنونو ته محدود (د باکتریایي پوليسکرایدونو په څېر، د غیرپروټیني انتيجېنونو لپاره ګټور نهدي)
- د باکتریایي او پرازیتي پروټینونو د غیرمعمولي پروسس کولو بالقوه لامل[۱۹]
- په ورته روغتیایي مرکز کې د بېلابېلو ژوندیو واکسینونو د تولید پر مهال متقابله ککړتیا[۲۰]
د پلاسمید لېږدوونکی (ناقل)
[سمول]د لېږدوونکي طرح کول
[سمول]د لوړ بیان لرونکو لېږدوونکو په کارولو سره، د DNA واکسینونه تر ټولو غوره معافیتي غبرګون رامنځته کوي. دا هغه پلاسمیدونه دي چې په ټولیز ډول، له یوه غښتلي ویروسي پروموتر (چارهګر) څخه رامنځته شوي، ترڅو په ژوندي موجود کې د پام وړ جېن (یا مکمِله DNA) ترانسکرپشن یا ترانسلېشن لپاره زمینه برابره کړي. ځینې وخت، د mRNA د ثبات لوړولو او په پایله کې د پروټین د بیان زیاتېدلو په موخه، کېدای شي اېنترون A هم وراضافه شي. سربېره پر دې، پلاسمیدونه د پوليادنیلېشن/ترانسکرپشن د پای ته رسېدنې غښتلي سېګنالونه لري؛ لکه: د غوا د ودې هورمون یا د سوی بېتا-ګلوبین پوليادنیلېشن لړۍ. پوليسیسترونیک لېږدوونکي (د پاموړ له څوګونو جېنونو سره) ځینې وخت له یوه ایموجېن څخه زیات بیان یا د یوه ایموجېن او یو معافیتي محرکه پروټین د بیان لپاره جوړېږي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
څرنګه چې پلاسمید (په داسې حال کې چې تر شاوخوا 200Kbp پورې څه ناڅه کوچنی جنتیکي کوډ لېږدوي) هغه «وسیله» ده چې ایموجېن ورڅخه بیانېږي، په اعظمي کچه د پروټین بیان لپاره د ناقل (لېږدوونکي) د طرحې غورهګرځونه اړینه ګڼل کېږي. د پروټین د بیان لوړولو یوه لار، د یوکاریوتي حجرو لپاره د پتوجېني mRNAګانو د کودوني کارونې غورهګرځونه ده. پتوجېنونه ډېري وخت، د هدف نوعو په پرتله، بېلابېل AT محتوا لري، لهدې امله د ایموجېن د جېن لړۍ په بدلون سره، د هغو کودونونو د څرګندېدلو لهلارې، چې تر ډېره د هدف په نوعو کې کارول کېږي، د هغه بیان لوړولای شي.[۲۵]
د پاموړ بل ټکی، د پروموتر ټاکنه ده. پخوا کلونو کې تر ډېره د SV40 له پروموتر څخه کار اخېستل کېده، تر هغو چې څېړنو وښودله د رَوس سارکوما ویروس (RSV) پروموتر په واسطه هدایت کېدونکي ناقلین (لېږدوونکي) د بیان له لوړو کچو څخه برخمن دي. په وروستیو کلونو کې، په موډل سیستمونو کې د سایتومېګالوویروس (CMV) چټک لومړني پروموتر او سیس-اثر لرونکي ترانسکرپشني عنصر په کارونې سره «بیان» او معافیت رامنځته کولو کې زیاتوالی راغلی دی. د بیان کچو د لوړولو په موخه، د تقویتي لړیو، مصنوعي اېنترون، د ادنوویروس درېاړخیزې څانګې (TPL) لړیو او په پوليادینالېشن او د ترانسکرپشن وروستیو لړیو کې د اصلاحاتو په شمول، اضافي اصلاحات (دومداره بدلونونه) کارول کېږي. د DNA واکسین د پلاسمید یوه بېلګه pVAC دی، چې په هغو کې له SV40 پروموتر څخه کار اخېستل شوی دی.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Henrique Roman Ramos and Paulo Lee Ho. "Developing Snake Antivenom Sera by Genetic Immunization: A Review". Clinical Toxinology in Asia Pacific and Africa. 2: 401–414.
- ↑ Liu, Shuying; Wang, Shixia; Lu, Shan (April 27, 2016). "DNA immunization as a technology platform for monoclonal antibody induction". Emerging Microbes & Infections. 5 (4): e33. doi:10.1038/emi.2016.27. PMC 4855071. PMID 27048742.
- ↑ Kishwar Hayat Khan (March 1, 2013). "DNA vaccines: roles against diseases". Germs. 3 (1): 26–35. doi:10.11599/germs.2013.1034. PMC 3882840. PMID 24432284.
- ↑ "India gives emergency approval for world's first COVID-19 DNA vaccine". Reuters (په انګليسي). 2021-08-20. نه اخيستل شوی 2021-08-22.
- ↑ Alarcon JB, Waine GW, McManus DP (1999). "DNA Vaccines: Technology and Application as Anti-parasite and Anti-microbial Agents". Advances in Parasitology Volume 42. Advances in Parasitology. Vol. 42. pp. 343–410. doi:10.1016/S0065-308X(08)60152-9. ISBN 9780120317424. PMID 10050276.
- ↑ Robinson HL, Pertmer TM (2000). DNA vaccines for viral infections: basic studies and applications. Advances in Virus Research. Vol. 55. pp. 1–74. doi:10.1016/S0065-3527(00)55001-5. ISBN 9780120398553. PMID 11050940.
- ↑ White LO, Gibb E, Newham HC, Richardson MD, Warren RC (July 1979). "Comparison of the growth of virulent and attenuated strains of Candida albicans in the kidneys of normal and cortison-treated mice by chitin assay". Mycopathologia. 67 (3): 173–7. doi:10.1007/bf00470753. PMID 384256. S2CID 31914107.
- ↑ Paoletti E, Lipinskas BR, Samsonoff C, Mercer S, Panicali D (January 1984). "Construction of live vaccines using genetically engineered poxviruses: biological activity of vaccinia virus recombinants expressing the hepatitis B virus surface antigen and the herpes simplex virus glycoprotein D". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 81 (1): 193–7. Bibcode:1984PNAS...81..193P. doi:10.1073/pnas.81.1.193. PMC 344637. PMID 6320164.
- ↑ US Patent 4722848 - Method for immunizing animals with synthetically modified vaccinia virus
- ↑ Ulmer, J. B.; Donnelly, J. J.; Parker, S. E.; Rhodes, G. H.; Felgner, P. L.; Dwarki, V. J.; Gromkowski, S. H.; Deck, R. R.; DeWitt, C. M.; Friedman, A.; Et, Al (1993-03-19). "Heterologous protection against influenza by injection of DNA encoding a viral protein". Science (په انګليسي). 259 (5102): 1745–1749. Bibcode:1993Sci...259.1745U. doi:10.1126/science.8456302. ISSN 0036-8075. PMID 8456302.
- ↑ Regalado, Antonio (2 August 2016). "The U.S. government has begun testing its first Zika vaccine in humans". MIT Technology Review Magazine. نه اخيستل شوی 2016-08-06.
- ↑ Chen Y, Wang S, Lu S (February 2014). "DNA Immunization for HIV Vaccine Development". Vaccines. 2 (1): 138–59. doi:10.3390/vaccines2010138. PMC 4494200. PMID 26344472.
- ↑ "India gives emergency approval for world's first COVID-19 DNA vaccine". Reuters (په انګليسي). 2021-08-20. نه اخيستل شوی 2021-08-22.
- ↑ Julie E Ledgerwood; Theodore C Pierson; Sarah A Hubka; Niraj Desai; Steve Rucker; Ingelise J Gordon; Mary E Enama; Steevenson Nelson; Martha Nason; Wenjuan Gu; Nikkida Bundrant; Richard A Koup; Robert T Bailer; John R Mascola; Gary J Nabel; Barney S Graham; VRC 303 Study Team (May 15, 2011). "A West Nile virus DNA vaccine utilizing a modified promoter induces neutralizing antibody in younger and older healthy adults in a phase I clinical trial". J Infect Dis. 203 (10): 1396–404. doi:10.1093/infdis/jir054. PMC 3080891. PMID 21398392.
- ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ Robinson HL, Pertmer TM (2000). DNA vaccines for viral infections: basic studies and applications. Advances in Virus Research. Vol. 55. pp. 1–74. doi:10.1016/S0065-3527(00)55001-5. ISBN 9780120398553. PMID 11050940.
- ↑ Sedegah M, Hedstrom R, Hobart P, Hoffman SL (October 1994). "Protection against malaria by immunization with plasmid DNA encoding circumsporozoite protein". Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 91 (21): 9866–70. Bibcode:1994PNAS...91.9866S. doi:10.1073/pnas.91.21.9866. JSTOR 2365723. PMC 44918. PMID 7937907.
- ↑ Alarcon JB, Waine GW, McManus DP (1999). "DNA Vaccines: Technology and Application as Anti-parasite and Anti-microbial Agents". Advances in Parasitology Volume 42. Advances in Parasitology. Vol. 42. pp. 343–410. doi:10.1016/S0065-308X(08)60152-9. ISBN 9780120317424. PMID 10050276.
- ↑ Robinson HL, Pertmer TM (2000). DNA vaccines for viral infections: basic studies and applications. Advances in Virus Research. Vol. 55. pp. 1–74. doi:10.1016/S0065-3527(00)55001-5. ISBN 9780120398553. PMID 11050940.
- ↑ Harmon, B. T.; Aly, A. E.; Padegimas, L.; Sesenoglu-Laird, O.; Cooper, M. J.; Waszczak, B. L. (2014). "Intranasal administration of plasmid DNA nanoparticles yields successful transfection and expression of a reporter protein in rat brain". Gene Therapy. 21 (5): 514–521. doi:10.1038/gt.2014.28. PMID 24670994. S2CID 5560134.
- ↑ Mor G, Klinman DM, Shapiro S, Hagiwara E, Sedegah M, Norman JA, Hoffman SL, Steinberg AD (August 1995). "Complexity of the cytokine and antibody response elicited by immunizing mice with Plasmodium yoelii circumsporozoite protein plasmid DNA". Journal of Immunology. 155 (4): 2039–46. PMID 7636255.
- ↑ Leitner WW, Seguin MC, Ballou WR, Seitz JP, Schultz AM, Sheehy MJ, Lyon JA (December 1997). "Immune responses induced by intramuscular or gene gun injection of protective deoxyribonucleic acid vaccines that express the circumsporozoite protein from Plasmodium berghei malaria parasites". Journal of Immunology. 159 (12): 6112–9. PMID 9550412.
- ↑ Böhm W, Kuhröber A, Paier T, Mertens T, Reimann J, Schirmbeck R (June 1996). "DNA vector constructs that prime hepatitis B surface antigen-specific cytotoxic T lymphocyte and antibody responses in mice after intramuscular injection". Journal of Immunological Methods. 193 (1): 29–40. doi:10.1016/0022-1759(96)00035-X. PMID 8690928.
- ↑ Lewis PJ, Babiuk LA (1999). DNA vaccines: a review. Advances in Virus Research. Vol. 54. Academic Press. pp. 129–88. doi:10.1016/S0065-3527(08)60367-X. ISBN 978-0-12-039854-6. PMID 10547676.
- ↑ André S, Seed B, Eberle J, Schraut W, Bültmann A, Haas J (February 1998). "Increased immune response elicited by DNA vaccination with a synthetic gp120 sequence with optimized codon usage". Journal of Virology. 72 (2): 1497–503. doi:10.1128/JVI.72.2.1497-1503.1998. PMC 124631. PMID 9445053.
- ↑ Muthumani K, Zhang D, Dayes NS, Hwang DS, Calarota SA, Choo AY, Boyer JD, Weiner DB (September 2003). "Novel engineered HIV-1 East African Clade-A gp160 plasmid construct induces strong humoral and cell-mediated immune responses in vivo". Virology. 314 (1): 134–46. doi:10.1016/S0042-6822(03)00459-8. PMID 14517067.
- ↑ Alarcon JB, Waine GW, McManus DP (1999). "DNA Vaccines: Technology and Application as Anti-parasite and Anti-microbial Agents". Advances in Parasitology Volume 42. Advances in Parasitology. Vol. 42. pp. 343–410. doi:10.1016/S0065-308X(08)60152-9. ISBN 9780120317424. PMID 10050276.
- ↑ Oliveira PH, Mairhofer J (September 2013). "Marker-free plasmids for biotechnological applications - implications and perspectives". Trends in Biotechnology. 31 (9): 539–47. doi:10.1016/j.tibtech.2013.06.001. PMID 23830144.
- ↑ Oliveira PH, Prather KJ, Prazeres DM, Monteiro GA (September 2009). "Structural instability of plasmid biopharmaceuticals: challenges and implications". Trends in Biotechnology. 27 (9): 503–11. doi:10.1016/j.tibtech.2009.06.004. PMID 19656584.