Jump to content

د 2005ز کال د افغانستان پارلماني ټولټاکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د 2005ز کال د سپتمبر په اتلسمه نېټه په افغانستان کې د ولايتي ټاکنو تر څنګ پارلماني ټاکنې هم تر سره شوې. پخوانيو جنګسالارانو په ولسي جرګه او ولايتي شوراګانو (له کوم څخه چې د سنا مجلس غړي ټاکل کېږي) دواړو کې اکثيت څوکۍ تر لاسه کړې. په ولسي جرګه کې ښځو 28٪ څوکۍ تر لاسه کړې، چې د 2004ز کال په اساسي قانون کې دوی ته ورکړل شويو 25٪ څوکيو څخه شپږ زياتې وې.

ټاکنيز سيستم

[سمول]

شا اوخوا دولس ميليونه رايه ورکونکي د رايې ورکولو وړ وو، تر څو د پارلمان ولسي جرګې 249 څوکيو او د څلور دېرشو ولايتونو ولايتي شوراګانو ته رايې ورکړي. پارلمان ته ټول 2707 نوماندان (چې 328 يې ښځينه او 2379 يې نارينه وو) خپلواک دي؛ ګوندونه د قانون تر مخې رسميت نه لري او فهرستونه يې نه شته. همدا د نيوکې موضوع ده: په نسبي ډول ناڅرګند خلک په دومره اسانۍ سره يوه څوکۍ ګټلای شي، څومره چې يې ډېر مشهور نوماندان ګټلای شي. دې چارې د خلکو لپاره دا پرېکړه هم د پام وړ ستونزمنه کړه چې چاته رايه ورکړي، بيا هم شونې ده چې ځينې نوماندان د يوې ځانګړې ډلې غړي يا د هغوی له ملاتړ څخه (له مالي اړخه) برخمن وي.

د نيوکې يوه بله سرچينه د ګڼو غړيو لرونکو ټاکنيزو حوزو کې د يوې او نه لېږدېدونکې رايې کارول وو، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې د ګوند فهرستونه هم نه و موجود. په نورو ټکو، هر ولايت یو شمېر غړي ټاکي، خو هر رايه ورکونکی يوازې يو نوماند ته رايه ورکولای شي. په دې سره د رايو د وېشل کېدو ګواښ تر هغه ځايه لوړېدای شي، چېرته چې نوماندان په عملي ډول په اتفاق سره ټاکل کېدای شي. په لومړيو پايلو کې دا وېره تايید شوه. د بېلګې په ډول، په فراه ولايت کې، دا يو له هغو لومړيو ولايتونو و چې پايلې يې اعلان کړې، د پنځو څوکيو لپاره 46 نوماندانو سیالي وکړه. يو نوماند هم له 11٪ څخه زياتې رايې خپلې نه کړې، او له پنځو ټاکل شويو نوماندانو څخه څلورو يې له 8٪ کمې رايې خپلې کړې وې. په کابل کې، چې 33 څوکۍ يې درلودې، ډېرو ټاکل شويو نوماندانو له 1٪ څخه کمې رايې خپلې کړې، په داسې حال کې چې 30٪ زياتې رايې درې نوماندانو ته کارول شوې وې، په داسې حال کې چې مخکښو نوماندان له هغه منتخب نوماند څخه پنځه ويشت ځله زياتې رايې خپلې کړې، چې تر ټولو کمې رايې درلودې، او ډېرو ټاکل شويو نوماندانو له 2000 څخه هم کمې رايې خپلې کړې وې. دې وضعيت د يوې داسې مقننې د جوړېدو خطر پیدا کړ، په کومه کې چې د غړيو اکثريت يا کم مشروعيت درلود، يا يې له لويه سره مشروعيت نه درلود.[۱]

له دې امله چې د افغانستان د نفوس د پام وړ برخه لوستل او لیکل نه شي کولای، ټولو نوماندانو یوه نښه هم درلوده. دا نښې په فهرستونو کې شاملې وې. په دوی کې د فوټبال، موټرو يا ډول ډول ګلانو انځورونه شامل وو، خو تر دې محدود نه وو. له دې امله چې د نښو تر منځ پوره توپيرونه نه وو، ځينو نوماندانو د دوی د نښې په توګه ګڼې نښې درلودې: يو د بل شا ته دوه يا درې فوټبالونه، لکه ګلالۍ حبيبي (د کابل د پارلماني نومدانو فهرست کې په 16مه پاڼه). د بېلګې په ډول، له نورستان ولايت څخه د پارلمان لپاره د نوماندانو فهرست همداسې ښکارېدو. نوماندانو نه شول کولای په خپله نښې غوره کړي: د دې پر ځای، ټاکنيزې کمېټې غوره کولې. پنځه څلوېښت نوماندان رد کړای شول، ځکه دوی له وسله والو ډلو سره اړيکې درلودې، يا يې خپلې دولتي دندې نه وې خوشې کړې.

خلکو په خپلو ولايتونو کې نوماندانو ته رايې ورکړې. هر ولايت په پارلمان کې خپل شمېر غړي لري، چې د هغه ولايت د وګړو شمېر پورې تړاو لري. د وګړو د شمېر له اړخه تر ټولو ستر ولايت کابل دی چې دري دېرش څوکۍ لري (390 تنه ورته نوماندان و، 50 يې ښځينه او 340 نارينه وو)، داسې حال کې چې د نورستان، نيمروز او پنجشير په څېر کوچني ولايتونه يوازې دوه څوکۍ لري.

د ولايتي شوراګانو لپاره د ټولو نوماندانو شمېر 3025 وو. له اروزګان پرته هر ولايت د ولايتي شورا د څوکۍ لپاره ښځينه نوماندانې هم درلودې. په ټولو ولسواليو کې د پارلمان لپاره هم ښځينه نوماندانې وې. په اصل کې د ولسوالۍ د شورا لپاره هم په همدې نېټه ټاکنې مهال وېش شوې وې، خو په 2005ز کال کې تر سره نه شوې (بايد لومړی د ولسواليو شمېر، پولې او د نفوس شمېرې ټاکل شوې وای).

په دري دېرشو کلونو کې په افغانستان کې دا لومړۍ پالمانې ټاکنې وې: د کمونستي واکمنۍ، کورنۍ جګړې او طالبانو واکمنۍ، پر افغانستان د متحده ايالاتو د يرغل او طالبانو د حکومت له نسکورولو او د 2004ز کال ولسمشريزو ټاکنو څخه وروسته، په 2005ز کال کې پارلمانې ټاکنې ترتيب شوې. په اصل کې، د 2001ز کال د بون د تړون سره سم، ټاکل شوې وه چې ټاکنې د 2004ز کال د جون په مياشت کې تر سره شي. خو د امنيتي وضعيت له امله، حامد کرزي (چې هغه مهال عبوري ولسمشر و، او اوس د افغانستان ولسمشر و) ټاکنې يو کال وروسته نېټې ته وځنډولې. امنيت بيا هم يوه ستونزه وه، ځکه طالبانو او نورو ګواښ کړی و، چې په سختۍ سره به ټاکنې ګډې وډې کړي. له رايې ورکولو مخکې ګڼ نوماندان ووژل شول.

په پارلمان کې د څوکيو څلورمه برخه – 68 څوکۍ – د ښځو لپاره ځانګړې شوې وې، همدا راز 10 څوکۍ د کوچيانو لپاره. دا يې تر ټولو کم شمېر دی: د دې ډلو لپاره د څوکيو زيات شمېر نه دی ټاکل شوی. د مشرانو جرګې 102 غړي، کوم چې سنا مجلس (مشرانو جرګه) دی، په غېر مستقیم ډول د ولايتي شوراګانو له خوا ټاکل کېږي.

تر سره کېدل

[سمول]

د 2009ز کال د افغانستان د ټاکنو پر مهال، د افغانستان لپاره د متحده ايالاتو پخواني سفير (Ronald E. Neumann)، يادونه وکړه چې د 2005ز کال په ټولټاکنو کې د خلکو لپاره له يو څخه زياتو رايو کارولو څخه د مخنيوي په موخه کارول شوی نه پاکېدونکی رنګ بالاخره د منځلو وړ ثابت شو. همدا ستونزه د 2004ز کال د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال هم پېښه شوه، او د 2009ز کال په ټولټاکنو کې بيا تکرار شوه.[۲][۳]

پايلې

[سمول]

په ټاکنو کې د ګډون د اندازې اټکل 50٪ شوی و، کوم چې په 2004ز کال کې د ولسمشريزو ټاکنو په پرتله ډېر کم و. د دې لامل د افغانستان د نوي ټاکنيز قانون په پايله کې د پېژندو وړ ګوند فهرستونو کمښت بلل شوی و، کوم څخه چې رايه ورکونکو ته نه روښانه کېده چې خپله رايه چاته کاروي. په شمال کې د ترکمنانو، ازبکانو او تاجکانو نفوس لرونکو ولايتونو کې ګډون تر ټولو زيات و – عموماً له 60٪ څخه زيات – او په سويل ختيځو د پښتنو ځينو سيمو کې 50٪ و، چېرته چې د طالبانو فعاليت پياوړی و. په پلازمېنه کابل کې ګډون په هېښونکي ډول کم (34٪) و، چېرته چې تاجکان زيات دي.

لومړۍ پايلې د اکتوبر په نهمه اعلان شوې، وروستۍ پايلې د درغلۍ د تورونو له امله وځنډېدې، او بالاخره د نومبر په دولسمه نېټه اعلان شوې. يوازې اقليت نوماندانو د کوم ګوند په استازولۍ په ټاکنو کې ګډون وکړ، په داسې حال کې چې يو شمېر منتخبو غړيو د ډلو سره ډېرې کمزورې اړيکې درلودې.

سرچينې

[سمول]
  1. "2005 Wolesi Jirga & Provincial Council Elections Results Site". خوندي شوی له the original on 2009-06-23. بياځلي په 2009-08-21.
  2. "Karzai and Warlords Mount Massive Vote Fraud Scheme". خوندي شوی له the original on 2010-05-24. بياځلي په 2009-08-21.
  3. 'Indelible' ink used to mark Afghan voters may stain election success[مړه لينکونه]